۱۴۰۴/۰۹/۱۹

د اسلام ګټي۶:

د اسلام په راوړلو او قبلېدلو انسان جنت ته داخليږي، په حديث کې د انس بن مالک رضي الله عنه راځي چې يو سړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د د رسالت، لمونځونو، زکات او حج پوښتنه وکړه او دا د اسلام ارکان دي نو هغه سړي وويل: زما دي په هغه ذات قسم وي چې ته يې په حق سره را استولی يې زه به پر دغه باندې نه کوم شی ډېر کړم او نه به يې هم تر هغه کم کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که يې رښتيا ويل نو دی به جنت ته داخل شي.(صحيح مسلم111)

همداسي په بل حديث کې راځي: فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَا بِلاَلُ قُمْ فَأَذِّنْ لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ إِلاَّ مُؤْمِنٌ.(صحيح البخاري: 6606) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ای بلاله ولاړ سه اعلان وکړه چې جنت ته نه داخليږي مګر مؤمن انسان.

د داسي ټولو احاديثو څخه ښکاري چې څوک ايمان راوړي هغه به جنت ته داخليږي او جنت يواځي د مؤمنانو ځای دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۱۸

د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه!

ای قاضي موږ به خپل حساب په آخرت کې د قیامت په ورځ تصفیه کوو!
همداسې د صلاح الدين اولاده خبرې کوي او همداسې سړي په نره مړه کېږي! په داسې وخت کې چې تیارې غوښتل د امت رڼا مړه کړي یو سړی را پورته سو لکه غر ودرېد نه طوفان ولړزوی او نه ظلم نرم کړ، هغه شیخ مجاهد سعید ملا الکوردي و، د کردي قبایلو تر ټولو لوی شیخ، هغه سړی چې په ۱۹۲۴ کال کې یې د کمال اتاترک له خوا دعثماني خلافت د نسکورولو دسیسې مخې ته ودرېدې؛ کله چې خلافت راپرېوت د صادقانو او با احساسه انسانانو زړونه ودردېدل او اورونه پکې بل سوه.
په ۱۹۲۵ کال کې شیخ سعید ملا الکردي پاڅون وکړ، پاڅون یې ځمکه ولرزوله او شین بیرغونه یې پورته کړ چې داسي کلمې يې پرې لیکلي وې چې غرونه يې په لړزېدو راوستل.
هغه پر خپل بيرغ د توحيد مبارکه او لړزوونکې کلمه: لا إله إلا الله محمد رسول الله ليکلې وه، شیخ د تکړه او دلاورو ځوانانو لښکر جوړ کړ پر پراخو سیمو یې ولکه وکړه، دیاربکر ته ورسېد کلابند یې کړ او نژدې و چې آزاد یې کړي او د اسلامي خلافت نعره د پرېوتلو وروسته بيرته راپورته کړي.
خو کمال اتاترک پوره اته نظامي فرقې راټولې کړې تر ټولو وحشي وسائل یې وکارول ترڅو د دې مؤمن زمري ملا ماته کړي، شيخ په ډېره ميړانه سره د اتاترک سره وجنګېدی چې آخر غرونو ته پورته سو خو تسلیم نه سو.
شيخ د بې دينه کمال اتاترک په وړاندې چریکي جګړه پیل کړه، داسي جګړه چې ظالمان یې ډېر ستړي کړه، خو له بده مرغه د شيخ پر ملګرو د ظالمانو لخوا کلابندي سخته سوه، مرستې پرې بندې سوې تر هغه چې ونیول سو او په دیاربکر کې د ده لپاره د ظلم محکمه جوړه سوه.
پر شیخ سعید ملا او ملګرو یې د اعدام حکم وسو ظالمانو په قصد د هغه پاک جسدونه د لوی جامع جومات پر دروازو ځړول ترڅو د اسلامي امت اراده ماته کړي او بل څوک بيا د اسلامي خلافت د را ژوندي کولو اراده ونکړي خو هغوی نه پوهېدل چې پاکې وینې هیڅ کله نه ماتېږي، بلکې ټوله امت ورڅخه راپورته کېږي.
په وروستۍ شېبه کې د سړیتوب اصل ښکاره سو، شیخ ودرېد لکه لمانځه ته چې ځي نه مرګ ته. د ظالم قاضي په لور يې وکتل او خپل داسي کلمې یې وویلې چې تر اوسه په تاريخ کې ليکلي دي: «ای قاضي موږ به خپل حساب په آخرت کې د قیامت په ورځ تصفیه کوو»
بیا یې نظامي قوماندان ته مخ واړاوه او ورته ويې ويل: اې د لېوا امیره راسه او خپل دښمن ته سلام ورکړه! خپله مخکې ولاړی، د دار تناب یې په خپل لاس ونیوی او جلاد تناب د هغه  غاړي ته واچوی وروسته یې ږغ پورته کړ چې د دیاربکر اسمان یې ولړزاوه او د: «لا إله إلا الله محمد رسول الله» مبارکه کلمه يې په لوړ آواز باندې وويل او پاک جسد يې په دار باندې ځوړند سو.
موږ بايد سر خلاص کړو چې پر دې دين باندې ډېرو اتلانو سرونه ورکړي او د اسلامي خلافت د ژوندي کولو لپاره ډېري ځوانۍ تر خاورو لاندې سوي دي ځکه نو موږ بايد دغه داعيه په خپل ټول ژوند کې د خلافت تر قائمېدلو پوري ژوندۍ وساتو او چې اوس يې زموږ پر خاوره د ژوندي کېدلو څرک لګېدلی او اسلامي نظام قائم سوی په همدې نيت د خپل نظام سره هراړخيزه مرسته وکړو او د ټولو ننګونو په وړاندي يې شا ته ودرېږو.
منبع:  بطولة من صنع الإسلام
ژباړه: او زيادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۱۷

د اسلام ګټي۵:

د اسلام بله ګټه دا ده چې کوم څوک چې مسلمان سي؛ د اسلام مخکې يې چې کوم ښه کارونه کړي وي د هغو ښو کارونو تأثير يې يا د معنوياتو په لحاظ او يا د ثواب په لحاظ پر ژوند باندې ښکاره کيږي او د هغو نيکو کارونو برکت يې الله تعالی په اسلام کې ورته ښکاره کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: قَالَ حَكِيمٌ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ رَسُولُ اللَّه صلى الله عليه وسلم أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ لَكَ مِنْ خَيْرٍ.(صحيح البخاري: 2220) ژباړه: حکيم بن حزام رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تا اسلام راوړی دی پر هغه نيکو کارونو چې مخکې دي کړي دي.

علماؤ ليکلي دي: دا خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څو احتماله لري: 
لومړي احتمال يې دا دی چې تا مخکې له اسلام څخه ښکلي اخلاق او ښه عادتونه پيدا کړي وو او اوس(چې ته مسلمان سوی يې) له هماغو ښو اخلاقو څخه په اسلام کې ګټه اخلې او هغه پخوانيو عادتونو ستا لپاره لاره هواره کړ او مرسته يې درسره وکړه چې نور ښه کارونه او طاعتونه وکړې.

دويم احتمال يې دا دی چې ته په هغو ښو کارونو سره ښه ستايل سوی يې (ښه نوم دي ګټلی دی) نو هغه ښه نوم او ستاينه به اوس هم په اسلام کې درباندې پاتې وي او ګټه به درته وکړي.

درېيم احتمال يې دا دی چې ډېر لېرې نه ده چې د هغه پخوانيو ښو کارونو په برکت د ده په اسلامي حسناتو کې زياتوالی وسي او اجر يې ډېر سي، ځکه علماوو ويلي دي چې که کافر ښه کار وکړي په قيامت کې به يې په سزا کې تخفيف راسي (نو ډېر ليرې نه ده چې که هغه ښه کار کوونکى وروسته مسلمان سي هماغو پخوانيو ښو کارونو ته يې اجر وركړل سي او په اجر کې يې زياتوالی راسي).

قاضي عياض رحمه الله وايي: ويل سوي چې معنی يې دا ده چې «په برکت د هغه خير چې مخکې تا کړی دی، الله تعالى اسلام ته هدايت کړې» ځکه چې څوک چې په اول ژوند کې يې خير ښکاره سي، دا د  د ده په آخر ژوند کې پر سعادت او نيک عاقبت باندې دليل دی.خو ابن بطال او نورو محققينو (لکه نووي او ابن حجر) بيا د حديث پر ظاهر تللي دي، يعنې که کافر ښه کار وکړي، بيا مسلمان سي او پر اسلام مړ سي، نو الله تعالى به هغه ته د کفر په حالت کې د کړو ښو کارونو اجر هم وركړي.(عمدة القاري:13/349)

نو دا د اسلام راوړلو برکت دی چې د اسلام څخه مخکې د ده ښو کارونو ته اعتبار ورکول کيږي کنه نو دا اتفاقي مسئله ده چې د کافر هيڅ نيک کار الله تعالی ته د قبول وړ نه دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۱۰

د اسلام ګټي۴:

د اسلام څلورمه ګټه دا ده چې په اسلام باندې الله پاک د انسان ټول ګناهونه بخښي لکه څنګه چې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمايي: قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ. (النساء 38) ژباړه: ووایه هغه کسانو ته چې کافران شوي دي که دوی د فکر څخه لاس واخلي نو د دوی لپاره هغه ګناهونه وبخښل شي چې دوی مخکي کړي دي. يعني انسان چې د کفر په حالت کې څومره ګناهونه کړي وي کله چې اسلام قبول کړي ټول ګناهونه يې ورته بخښل کيږي او د ګناه څخه په پوره توګه پاکيږي.

په حديث کې د عمرو بن العاص د اسلام راوړلو په قيصه کې راځي: دی وايي: کله چې زما زړه ته اسلام تېر سو نو زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او ورته ومي ويل: خپل لاس راته وغځوه چې ستا سره بيعت وکړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لاس وغځوی، دی وايي: ما بيرته خپل لاس ټول کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: څشی درته پيښ شو ای عمره! دی وايي: ما ورته وويل: غواړم يو شرط کښېږم. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د څشي شرط ايږدې؟ ما ورته وويل: دا چې ما ته زما ګناهونه وبخښل شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا ته نه يې خبر چې اسلام هغه ګناهونه ورانوي چې مخکي تر اسلام شوي وي، هجرت هغه ګناهونه ورانوي چې مخکي تر هجرت شوي وي او حج هغه ګناهونه ورانوي چې تر حج مخکي شوي وي؟(صحيح مسلم: 336)
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۰۸

د اسلام ګټي:

د اسلام دويمه ګټه دا ده چې هر مسلمان نيک کارونه وکړي الله تعالی يې ورڅخه قبلوي او په بدل کې يې ښه ژوند ورکوي لکه په آيت شريف کې چې راځي: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ. (النحل: 97)
ژباړه: هر څوک چې نيک کار وکړي که نارينه او که ښځينه وي په داسي حال کې چې دی مؤمن وي نو موږ به ښه ژوند ورکړو او دوی ته به( د آخرت په ورځ) د دوی د هغو نيکو کارونو مزدوري ورکړو چې دوی په دنيا کې کوله.

د دې آيت څخه څو شيان معلوميږي لومړی دا چې د نيک کارونو په کولو کې د نارينه او ښځينه تر منځ توپير نشته هر څوک چې نيک کار وکړي الله تعالی ورته ثواب ورکوي، د نيکو کارونو په کولو کې الله تعالی ته جنسيت مطرح نه دی بلکې نارينه او ښځينه دواړو ته د نيک کار پر کولو ثواب ورکوي. دويم دا چې د انسان نيک اعمال هغه وخت د قبول وړ دی چې د ايمان سره وي، کوم څوک چې ايمان نه لري هغه چې څومره ډېر نيک کارونه وکړي الله تعالی يې نه ورڅخه قبلوي، درېيمه خبره دا ده چې نيک کار عام دی که لازمي وي که متعدي، که لوی وي که کوچنی او که د شپې وي که د ورځي، هر ډول نيک کار چې انسان وکړي الله تعالی يې ثواب ورکوي.

په حديث شريف کې راځي: عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ان الله لا يظلم المؤمن حسنة يعطى عليها في الدنيا ويثاب عليها في الآخرة.(مسند احمد بن حنبل: 12259)
ژباړه: انس رضي الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: الله تعالی د مسلمان سره د نيکۍ ظلم نه کوي؛ په دنيا کې د هغې په مقابل کې بدله ورکوي او په آخرت کې يې په مقابل کې ثواب ورکوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۰۷

د اسلام ګټي:

لومړۍ ګټه: صحيح او سم اسلام په دنيا او آخرت کې د ځانه سره خير لري؛ په دې معنی سره چې څوک مسلمان سي او بيا د خپل ايمان په غوښتنو عمل وکړي ارومرو الله تعالی د دنيا او آخرت نيمرغي د ده په نصيب کوي، الله تعالی د مؤمنانو په باره کې لس ځايه په قرآن کريم کې فرمايي: أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. يعني دغه خلک کاميابه دي. چې دلته کاميابي مطلقه راغلې ده چې د دنيا او آخرت دواړو کاميابيو ته شاميليږي، همداسي په بل آيت کې الله تعالی فرمايي: وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (آل عمران: 139) يعني تاسې لوړ ياست که چيري تاسې مؤمنان وسی. همداسي په حديث شريف کې راځي: عن عبد الله بن عمرو قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : قد أفلح من آمن ورزق كفافا وقنعه الله به.(مسند احمد بن حنبل6609) ژباړه: يقينا هغه څوک کاميابه سو چې آيمان يې راوړی وي او د کفايت په اندزاه مال روزي ورکول سوې وي او الله تعالی په هغه باندې قناعت ورکړی وي.

نو اسلام په هراړخيز ډول د انسان د ژوند په هره برخه کې انسان ته خير ورکوي خو په دې شرط چې انسان د ايمان په تقاضا او غوښتنه عمل وکړي؛ دا چې نن ډېری مسلمانان د خير څخه محروم دي لامل يې دا دی چې دوی د خپل ايمان په تقاضا او غوښتنه عمل نه دی کړی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري 

۱۴۰۴/۰۹/۰۵

د کمال اتاترک د بې لارې توب يوه بېلګه:

دا لعنتي مصطفى کمال اتاترک د شرابو یو سخت رغبت لرونکی و، په ښکاره ډول به یې څښل، حتی چې د شرابو یوه کارخانه يې جوړه کړه او په خپله یې پرانيسته. همدارنګه د هغه د بهرنیو چارو وزیر توفیق رشدي ترکانو ته سپارښتنه کوله چې د خنزیر غوښه ضرور وخوري.
انګرېز مورخ آرمسټرانګ په خپل کتاب «خړ ګیدړ» کې لیکلي چې اتاترک په فحش خبرو، بې لارې کوو کيسو او ګرمو شپو ډېر مین و. په رومانیا کې چې کله یې د پوځي اتاشې په توګه دنده ترسره کوله، ټوله شپه یې په فحشاء او شراب څښلو تېروله تر سهاره پورې. 
کله چې د خلافت له ړنګېدو وروسته د ترکیې ولسمشر شو، امر یې وکړ چې د ده د استوګنې ماڼۍ د کړکیو پردې لرې کړای شي ترڅو خلک یې وویني چې شراب څښي. اتاترک به د سوداګرو او لوړپوړو چارواکو د ښځو سره د دوی د غوښتنو د پوره کولو په بدل کې روابط ټينګول لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر توفیق رشدي په انقره کې خپل کور د اتاترک لپاره د فاحشه خانې په څېر جوړ کړی و. 
اسلامي او اخلاقي اصول خو لا پسې پرېږده چې دوی دیپلوماتیکو اصولو ته هم درناوی نه کاوه، ځکه یې په فرانسه کې د سفیر پر لور سره څو ځله جنسي تیري وکړ. د نجونو ښوونځي ته به په دوامداره توګه ور تلی، ښایسته شاګردانې به یې غوره کولې، له ښوونځیو به یې په زور بيولې او له هغوی سره به یې اوږدې شپې تېرولې، بیا به یې پرېښودې.
یو وخت چې د جمهوریت ولسمشر و د شپې له نیمایي وروسته «دارالمعلمات» نومې ښوونځي ته لاړ او دا افراطی سکولار په زور يې هغه نجلۍ وتښتوله چې مخکې یې پرې سترګې لګېدلي وې. د دې کړنې له امله په پارلمان کې غټ شور او ګډوډي رامنځته شوه، نو د ستونزې د مخنیوي لپاره یې هغه نجلۍ د خپل یوه ساتونکي سره واده کړه او وروسته یې هغه ساتونکی لوړ مقام ته وټاکه.
د مصطفى کمال اتاترک په ټول عمر کې اولاد و نه شو او نسل یې پرې شو ځکه چې نوموړی په سختي جنسي ناروغۍ اخته و چې خپلې مېرمنې لطیفې ته یې هم انتقال کړ، هغې له لنډ وخت وروسته د هغه له فحشاء او بې لاريتوب له امله طلاق واخیست. 
لطیفې ډېر حقایق افشا کړل چې اتاترک له یوه ځوان غلام سره جنسي شذوذ کاوه او پر خپلو محرمو (په ځانګړي ډول د لطیفې پر کوچنۍ خور) باندې یې څو ځله د جنسي تېري هڅه کړې وه.
کمال اتاترک له اسلام او مسلمانانو سره تر یهودو او نصاراوو هم زیاته علني دښمني لرله، ځکه چې هغه پټ «دونمه» یهودي و. په ترکیه کې یې هغه څه وکړل چې د دوی ټولو پوځونو په ګډه هم نه وو کړی. 
د ترکیې سيکولر کولو او له اسلام څخه د هغې جلا کولو لپاره یې د نظام او وسلو په زور ډېر سخت اقدامات وکړه نو دا دیکتاتور د ظلم، تعذیب او تباه کوونکي خودغرضۍ یو بې ساری مثال و.
د جمهوریت له جوړېدو وروسته یې د خلکو دماغونه ووینځل، کمالیانو ظالمانو هغه نسلونه وروزل لکه څنګه چې غوښتل یې: بې دینه، لویدیځ پلوه، د عثماني تاریخ او اسلامي دین څخه کرکه کوونکې او جلا شوي چې اتاترک یې د ترکانو د ژغورونکې او لوی اتل په توګه وښود، چې که هغه نه وای نو د ترکانو هیڅ دولت به نه وای پاتې شوی، سره د دې چې هغه په اصل کې د ترکانو اصلي دښمن وو، ځکه د ترکانو څخه د هغوی 600 کلن د وياړ تاريخ هېر کړ، د ترکي ژبي رسم الخط يې د عربي څخه لاتيني ته واړوی او په ترکيه کې يې اسلامي ورحيه د صفر تر کچې ورسوله.
طبي راپورونه وایي چې مصطفى کمال اتاترک په وروستیو کې د شرابو د سخت څښلو له امله د ځیګر په سختې ناروغۍ (سیروز) اخته شو، په نس کې به یې اوبه راټولېدې او ډاکټرانو به یې په سرنجونو ورڅخه ایستلې، له پزې به یې وینه په دوامداره توګه بهیدله، پښې به یې پړسیدلې، قوت یې ختم شوی و، حتی ګوتې یې نه شوای پورته کولای، یوازې يې حرکت نه شو کولای، ورځ تر بلې کمزوری کېدی تر دې چې یوازې يې پوسټکی پر هډوکي پاتې شو او کله چې مړ شو نو وزن یې له ۴۸ کیلو ګرامه ډېر نه و. حافظه یې کمزورې شوې وه، په عجیبه توګه به په غوسه کېدی ترکان وایي چې په ناروغۍ کې یې ډېر سخت عذاب وګالی، دومره به یې چیغې کولې چې د ماڼۍ له بالکونو به اورېدل کېدې، او ویل کیږي چې کله یې مړ شو نو خوله یې په ډاروونکې ډول خلاصه وه.
منبع: الحقيقة المخفية للأرض العظيمة•
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

ليکوالانو او په ټولنيزو شبکو کې کارکوونکو ته!

دا چې ليکوالي او په ټولنيزو شبکو کې نشرات ستر خدمت دی نو بايد داسي يې وکړو چې هم الله تعالي راڅخه خوشحاله شي او هم په ټولنه کې زموږ ليکنې مثبت تأثير ولري؛ يو هغه شی چې د الله تعالی د خوابدتيا سبب جوړيږي او په ټولنه کې د ليکنې تأثير کموي د نورو ليکوالانو ليکنې په خپل نوم نشر کول دي، چې په شريعت کې ورته انتحال وايي؛ انتحال هم د عقل له نظره ناروا دی او هم د شريعت له نظره ناروا دی ځکه نو زموږ ګران ليکوالان او په ټولنيزو شبکو کې نشرات کوونکې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، او د نورو ليکوالانو ليکنې په خپل نوم نشر نه کړي، همداسې د ليکنې څخه د هغوی نوم هم پاک نه کړي ځکه دا هم يو ډول فرهنګي غلا شمېرل کيږي.


۱۴۰۴/۰۹/۰۴

Standing against Pakistan’s oppressive army is everyone’s responsibility:

We have long said that the Pakistani army is the second Israel in the region;
just as Israel, with American support, has ignited fire against Muslims in the Middle East,
Pakistan, provoked by the United States, fuels instability in South Asia.
And just as Israel has repeatedly broken ceasefires with the Palestinians,
the Pakistani army has also, once again, broken its ceasefire with Afghanistan,
committing great betrayal and treachery by killing women and children—
while still counting itself among Muslims.

We deeply respect the Muslim people of Pakistan
and are grateful for their decades of sympathy and support toward Afghans;
but their army, from the establishment of Pakistan until today,
has done nothing to defend Islam.
Rather, it has rented itself out to the British and Americans to harm Islam—
they give it projects, and the army implements them.

Therefore, just as Afghans, out of necessity, stand against Pakistan’s oppressive army
to defend their own land,
the people of Pakistan also have a mandatory duty
to rise against this accursed army
and save oppressed Pakistanis and neighboring nations from its tyranny.

پاکستان کی ظالم فوج کے خلاف کھڑا ہونا ہر ایک کی ذمہ داری ہے:

ہم نے پہلے ہی کہا تھا کہ پاکستان کی فوج خطّے میں دوسرا اسرائیل ہے؛
جس طرح اسرائیل نے امریکہ کی مدد سے مشرقِ وسطیٰ میں مسلمانوں کے خلاف آگ بھڑکائی ہے،
اسی طرح پاکستان جنوبی ایشیا میں امریکہ کے اشارے پر بدامنی پھیلا رہا ہے۔
اور جس طرح اسرائیل نے کئی بار فلسطینیوں کے ساتھ جنگ بندی توڑی ہے،
اسی طرح پاکستان کی فوج بھی یہ کئیویں بار ہے کہ افغانستان کے ساتھ جنگ بندی توڑ رہی ہے
اور عورتوں اور بچوں کو قتل کرکے ایک بڑے غدر اور خیانت کا ارتکاب کرتی ہے،
حالانکہ اپنے آپ کو مسلمانوں میں شمار بھی کرتی ہے۔

ہمیں پاکستان کے مسلمان عوام کا مکمل احترام ہے
اور ہم دہائیوں سے افغانوں کے ساتھ ان کی ہمدردی اور تعاون کے شکر گزار ہیں؛
لیکن ان کی فوج نے پاکستان کے قیام سے لے کر آج تک اسلام کے دفاع کے لیے کچھ نہیں کیا،
بلکہ اس کے برعکس اسلام کو نقصان پہنچانے کے لیے خود کو انگریز اور امریکہ کے لیے کرائے پر دیا،
وہ ان کو منصوبہ دیتے ہیں اور یہ اسے نافذ کرتے ہیں۔

لہٰذا جس طرح افغان مجبوری کے تحت پاکستان کی ظالم فوج کے خلاف کھڑے دي،
اور اپنی سرزمین کا دفاع کوي،
اسی طرح پاکستان کے عوام پر بھی لازمی ذمہ داری ہے
کہ اس خبیث فوج کے خلاف اٹھ کھڑے شي
اور اس کے ظلم سے مظلوم پاکستانیوں اور دیگر پڑوسیوں کو نجات دیں۔
مولوی نورالحق مظهری

د پاکستان ظالم پوځ په وړاندې درېدل د هر چا دنده ده:

موږ پخوا لا ويلي وه چې د پاکستان پوځ په سيمه کې دويم اسرائيل دی؛ لکه اسرائيل چې په منځني ختيځ کې د امريکايانو په مرسته پر مسلمانانو اور بل کړی دی پاکستان بيا په سويلي اسيا کې د امريکا په لمسون نا امنۍ ته لمن وهي او لکه اسرائيلو چې څو ځلي د فلسطينيانو سره اوربند مات کړی دی د پاکستان پوځ هم دا څووم ځل دی چې د افعانستان سره اوربند ماتوي او د ښځو او ماشومانو په وژلو سره د ډېر لوی غدر او خيانت مرتکب کيږي په داسې حال کې چې ځان د مسلمانانو په کتار کې هم شميري.

موږ د پاکستان مسلمان ولس ته پوره درناوی لرو او د څو لسيزو را پدې خوا يې د افغانانو سره د مرستي او خوا خوږۍ څخه منندويي کوو خو پوځ يې د پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري د اسلام د دفاع لپاره هيڅ کار نه دی کړی بلکې د دې څخه علاوه يې د اسلام د تخريب لپاره ځان انګريز او امريکا ته په کرايه ورکړی چې هغوی ورته پروژه ورکوي دوی يې تطبيقوي، نو لکه افغانان چې د مجبوريت پر اساس د پاکستان ظالم پوځ په وړاندې دريږي او د خپلې خاوري دفاع کوي د پاکستان ولس هم لزومي دنده او ظيفه لري چې د دې منحوس پوځ په وړاندې راپورته شي او د ظلم څخه يې مظلوم پاکستانيان او نور ګاونډيان خلاص کړي.
مولوي نورالحق مظهري

سهار وختي مسجد او بازار ته تلل:

د سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: هر څوک چې سحار وختي مسجد ته ولاړ سي نو د ایمان د بیرغ سره ولاړی او که څوک سحار وختي بازار ته ولاړی نو د شیطان د بیرغ سره ولاړی.

توضیح :یعنې څوک چې د خپل سحار لومړنی تګ په مسجد باندې شروع کړي، او ولاړ سي په مسجد کې جماعت وکړي، نو د هغه سړي سره بیرغ د ایمان دی او دی خپله پوره مؤمن او د الله تعالی د حزب څخه دی. خو کوم څوک چې د خپل سحار لومړنی تګ د مسجد تر مخه بازار ته شروع کړي او په مسجد کې جماعت ونکړي، نو هغه سړی د شيطان د بیرغ وړونکی دی او د شيطان د حزب څخه دی.

نو کوښښ وکړئ چې سهار تر ټولو مخکې لومړی مسجد ته ولاړ سئ، خپل لمونځ په جماعت باندې په مسجد کې اداء کړئ وروسته بيا بازار ته ولاړ سئ تر څو د شيطان د ډلي څخه ووځی او د الله تعالی په ډله کې داخل سی.

عَنْ سَلْمَانَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ يَقُولُ: مَنْ غَدَا إِلَى صَلاَةِ الصُّبْحِ غَدَا بِرَايَةِ الإِيمَانِ ، وَمَنْ غَدَا إِلَى السُّوقِ غَدَا بِرَايَةِ إِبْلِيسَ.(سنن ابن ماجة 2234)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۰۳

خپل طبيعت داسي مه جوړوه!

1 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د نورو خلکو څخه د ځان لپاره احترام غواړې خو خپله بيا د نورو احترام نه کوې.

2 - خپل طبيعت داسي مه جوروه چې د نورو خلکو څخه مفت او وړيا کار اخلې خو خپله هيچا ته کار نه کوې.

3 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې خپل خبره په نورو منې خو د بل چا خبره بيا نه منې.

4 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د نورو څخه د دې غوښتنه لرې چې ستا پر خبرو غوږ ونيسي خو ته بيا د نورو پر خبره غوږ نه نيسې.

5 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د نورو انسانانو څخه د خپل هر خدمت منل او تأييدول غواړې خو ته بيا د بل چا خدمت ته په سپکه سترګه ګورې او يا يې بې ارزښته شمېرې.

6 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې ته د خپلو شاګردانو څخه غواړې ستا درناوی وکړي خو ته بيا د خپل استاذ درناوی نه کوې.

7 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د نورو څخه غواړې چې پر ټليفون يا واټساپ تا ته ژر جواب درکړي خو ته په ورځو ورځو د چا مسيج ته جواب نه ورکوې.

8 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې ته به پر نورو کسانو ټوکي کوې خو بل څوک به بيا پر تا ټوکي نه کوي که يې وکړي دستي خوابدی کېږې.

9 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د نورو خلکو څخه د دې غوښتنه لرې چې پر تا پوښتنه وکړي او ستا ملاقات ته راسي خو ته پر هيچا پوښتنه نه کوې او نه هم د چا ملاقات ته ځې.

10 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې پر نورو خلکو نيوکي کوې خو پر ځان بيا د چا نيوکه نه منې.

11 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې خپل پور د نورو څخه غواړې خو پر تا باندې بيا د بل چا پور نه ورکوې.

12 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې يوځلي مشوره کوې وروسته بيا مشوره ماتوې او خپل فکر چلوې.

13 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې خپل د مال حساب هيچا ته نه ورکوې خو د نورو انسانانو د مال حساب بيا کوې.

14 - خپل طبيعت داسي مه جوړوه چې د ځان لپاره په شلو نومونو او لقبونو خوشحاله يې خو د بل چا لپاره بيا يو لقب لا نه منې.

15 - خپل طبیعت داسي مه جوړوه چې ځان جامع الکمالات بولې خو د نورو لپاره په يوه کمال باندې اقرار نه کوې.
مولوي نورالحق مظهري

تصوف څه شی دی؟

ژباړه: ابوزکریا وایی: زه مجلس ته د ابوالحسن بن سمعون حاضر سوم، په مجلس کې یو سړي پوښتنه ورڅخه وکړه چې تصوف څه شی دی؟ هغه ورته وویل: یو یې نوم دی او بل یې حقیقت، ته دکوم یوه په باره کې پوښتنه کوې؟ سړي ورته وویل: د دواړو په باره کې، ابوالحسن ورته وویل: نوم یې د دنیا او د هغه د اهل هېرول دي او حقیقت یې د خلکو سره ډېره ښه ګزاره کول او په حق کې د دوی له خوا د آزار تحمل او ګالل دي.

یعني دا چې څوک د دنیا او اهل سره د دنیا محبت کم کړي او هغه خپل د ژوند یواځنی هدف و نه ګرځوي همدغه ته تصوف وایي، او حقیقت یې هم دا دی چې انسان باید داسې ښکلي او ښایسته اخلاق ولري چې په مټ یې په ټولنه کې ښکلی او ټولنیز ژوند وکړي، د حق په لاره کې تکلیفونه او مشکلات و زغمي.

أَخْبَرَنَا أَبُو زَكَرِيَّا بْنُ أَبِي إِسْحَاقَ، قَالَ: حَضَرْتُ مَجْلِسَ أَبِي الْحَسَنِ بْنِ سَمْعُونَ، فَسَأَلَهُ رَجُلٌ عَنِ التَّصَوُّفِ مَا هُوَ ؟ قَالَ: إِنْ لَهُ اسْمًا وَحَقِيقَةً، فَعَنْ أَيِّهِمَا تَسْأَلُ ؟ " فَقَالَ: عَنْهُمَا جَمِيعًا، فَقَالَ: " أَمَّا اسْمُهُ فَنِسْيَانُ الدُّنْيَا وَنِسْيَانُ أَهْلِهَا، وَأَمَّا حَقِيقَتُهُ فَالْمُدَارَاةُ مَعَ الْخُلُقِ وَاحْتِمَالُ الْأَذَى مِنْهُمْ مِنْ جِهَةِ الْحَقِّ.[شعب الإیمان8142]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۲۸

انسان بايد دروند وي:

انسانيت ته الله تعالی ډېر ارزښت ورکړی دی ځکه نو په کوم چا کې چې انسانيت وي هغه بايد ډېر دروند او سنګين طبيعت ولري؛ د سپکو کارونو څخه ډډه وکړي، سپکې خبري د ځان طبيعت جوړ نکړي، په هره خبره باندې پر چا نيوکه يا اعتراض ونکړي، د چا د خبري په منځ کې ځان داخل نکړي، د هيچا خدمت ته په سپکه سترګه و نه ګوري که څه هم د ده په نظر ډېر سپک او کوچنی ښکاري، د خپلو همفکرو ملګرو سره پر مشترکاتو راټول سي او تفردات پسې پريږدي، هيڅوک دي د خپل فکر په منلو مکلف نه ګڼي، کوښښ دي وکړي چې د عيب سره ملګري قبول کړي ځکه بې عيبه انسان نه موندل کيږي، ځان ته دي د جامع الکمالات په سترګه نه ګوري، مشوره دي د ځان عادت جوړ کړي خو بېله غوښتنې دي د سخت ضرورت څخه په استثناء چا ته مشوره نه ورکوي، د لفظي شخړي څخه دي ځان وساتي که څه دی خوند ورباندې اخلي، ښه خبره دي ومني که څه هم بد سړی يې کوي، بده خبره دي نه مني که څه هم ظاهرا ښه سړی يې کوي، بې ځايه ټوکي دي نه کوي که څه هم د ملګرو سره وي، د هيچا په اړه دي منفي خبره نه مني تر څو په يقين ورته ثابته سوې نه وي او د بدو خلکو سره دي ملګرتيا نه کوي که څه هم د ده خپلوان وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۲۶

د افغانانو احسان او د پاکستان ناشکري:

که په تاريخ کې د افغانانو او ګاونډيو هيوادونو نسبت ته کتنه وشي دا به راته ثابته شي چې د تاريخ په اږدو کې افغانانو د خپلو ګاونډيو سره ډېر احسانونه کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې يې ګاونډيو ته د مرستي کولو لاس غځولی، چې له دې جملې څخه يو پاکستان هيواد دی چې د افغانانو په برکت د ډېرو لويو ستونزو او کړاوونو څخه را وتلی او د افغانانو په سبب تر اوسه  د پاکستان په نوم پاتي شوی دی، ځکه دا څو پېړۍ چې افغانانو په جنګ کې تيري کړي دي په دې کې پاکستان ته په ښکاره ډول ډېري ګټي رسېدلي دي چې په لاندې ډول څو مواردو ته اشاره کولای شو:
1 – کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ افغانان يې مخي ته ودرېدل او د روسانو پر ضد يې جهاد پيل کړ، چې هم مهاله د نړۍ ځينو هيوادونو د افغان مجاهدينو سره مرسته کول، خو د تاريخي معلوماتو پر بنسټ دا مرسته د پاکستان هيواد له لاري کېدل چې د دې مرستو څخه به ډېره برخه پاکستاني نظام ځان ته ګرځول او ډېره کمه برخه به يې افغان مجاهدينو ته ورکول، له بله پلوه چې کله افغانان پاکستان ته کډوال شوه، د افغانانو په نوم پاکستان د نړيوالي ټولني او ملګرو ملتونو څخه ډېري مرستي تر لاسه کړې چې ممکن 20% لا هم افغانانو ته نه وي ورکول شوي؛ دا چې افغانانو په پاکسان کې په ودانيزه برخه کې څومره خدمت کړی او يا يې په اقتصادي برخه کې څومره پانګه اچونه کړې دا خو لا پر خپل حال پرېږده! بلکې د افغانانو شتون هلته پاکستان ته د چندې او خيرات ټولولو دومره لويه پلمه جوړه شوې وه چې د يوې سروې پر اساس تر اوسه پاکستان د افغانانو په نوم 6 ميليارده ډالر نغدي پيسې تر لاسه کړي دي چې ممکن په همدومره مقدار يې غير نغدي مرسته لاس ته راوړې وي خو پاکسان لا هم شکر نه آداء کوي او هر وخت افغانانو ته په خاصه توګه کډوالو ته ستونزي جوړوي.

2 – کله چې افغانانو روسانو ته په افغانستان کې ماتي ورکړه، دا يواځې د افغانستان لپاره خپلواکي نه وه بلکې پاکستان يې هم د روسانو د احتمالي اشغال څخه خلاص کړ ځکه که روسان د تل لپاره په افغانستان کې پاته شوي وای ارومرو پاکستان يې هم اشغالوی ځکه روسان يواځې د افغانستان د اشغال لپاره نه وه راغلي بلکې په سيمه کې د خپلي امپراطورۍ غځولو او غټولو ته راغلي وه چې د افغانستان وروسته پاکستان د دوی لپاره ډېر مهم وو؛ چې د افغانستان په نسبت يې پاکستان ډېر ژر اشغالولای شو، خو د افغانانو د قربانۍ، ستړيا او کړاوونو ګټه وه چې هم افغانستان د روسي اشغال څخه خلاص شو او هم پاکستان د روسانو د بريد څخه وژغورل شو لکه شاعر چې په دري ژبه وايي: ما تن به فنا داديم تا زنده شما باشيد. يعني موږ ځانونه مرګ ته ورکړه تر څو تاسې ژوند پاتي شی. خو له بده مرغه چې پاکستان د افغانانو دغه احسان بيخي له پامه غورځولی او پاکستاني پوځ د افغانانو په وړاندې د کرکي، کينې او دښمنۍ پاليسي غوره کړېده.

3 – د پاکستان سره د افغانانو بل ستر احسان دا دی چې په هيواد کې يې پاکستاني صادراتو ته د مصرف او لګښت بازار جوړ کړی دی چې پاکستاني ميوې، درمل، خوراکي توکي او تعميراتي مواد په ډېره لوړه کچه د پاکستان څخه افغانستان ته راځي او دلته مصرفيږي چې په دې کار سره د پاکستاني تجاراتو او خلکو تر څنګ پاکستاني رژيم هم ډېره ګټه جيب ته اچوي، خو له بده مرغه چې پاکستاني پوځ هيڅوخت د خپلو خلکو او تجارانو اړتيا په پام کې نه ده نيولې او هيڅوخت يې د افغاني تجاراتو سره په کافي اندازه مرسته نه ده کړې بلکې برسېره پر دې يې پر فرضي کرښه ازغن تار لګولی، تګ راتګ يې محدود کړی او تجارت يې د خپل غلط سياست په اور باندې سوځولی چې په سبب يې هم پاکستاني ولس او هم افغاني ولس ډېر زيانونه ليدلي دي چې دا غلط سياست او د دواړو ملتونو په وړاندې ستر خيانت دی او په وروستي انداز باندې لويه ناشکري ده.

4 – کله چې په 2001 م کال کې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ پاکستان خپله ځمکه او فضا د افغانانو پر ضد امريکا ته په اختيار کې ورکړه او د دې څخه علاوه يې د امريکايانو څخه د خپل قرارداد په مقابل کې ډېري مرستې تر لاسه کړې، چې په اصل کې دا ټولي مرستې د افغانانو پر سر وې او د دې لپاره وې چې پاکستان د افغانستان پر ضد خپل ټول حکومت امريکايانو ته په اجاره ورکړی وو، بلکې ډېر افغانان يې د ډالرو په مقابل کې پر امريکايانو وپلورل، آن تر دې چې افغان ديپلوماتان يې لا امريکايانو ته حواله کړه، چې د سالم عقل په فيصله او حکم داسي ويلای شو چې پر افغانانو باندې امريکايانو په شل کلن اشغال کې څومره ظلمونه وکړه په ټولو کې پاکستانی پوځ ورسره شريک وو، خو بيا هم افغانانو د زغم څخه کار واخيست او پاکستان ته يې د يو قسم خوړلي غليم په سترګه و نه کتل بلکې د دوستۍ لاس يې ورته وغځوی او په اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې يې پاکستان ته د ورور حيثيت ورکړ خو پاکستاني پوځ په ډېري سپين سترګۍ او بې شرمۍ سره د افغانانو زغم، احسان او دوستانه روابط هېر کړه او د افغانانو په وړاندې يې د ناشکرۍ او دښمنۍ توره پاليسي غوره کړه.

5 – که څه هم ممکن پاکستاني پوځ د امريکا په غلامۍ خوشحاله وي خو موږ ډاډه يو چې د پاکستان مسلمان ولس د امريکايي غلامۍ خلاف دی نو ځکه ويلای شو چې کله افغانانو په افغانستان کې د الله تعالی په مرسته امريکايانو ته ماتي ورکړه او هغوی يې د افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړه نو دا نه يواځې دا چې د افغانستان لپاره خپلواکي وه بلکې د لوی ښار د خولې څخه د پاکستان را ايستل هم وه، ځکه که امريکا د تل لپاره په افغانستان کې پاتي شوې وای نو د نورو اسيايي هيوادونو تر څنګ پاکستاني ولس به يې هم يرغمل نيولی وای، خو د دې پر ځای چې پاکستاني پوځ د افغانو څخه مننه وکړي او د هغوی مېړانه وستايي پر هغوی بمبار کوي او په وړاندې يې خصمانه پاليسي غوره کوي.

لنډه دا چې افغانانو د پاکستان سره ډېر ستر سياسي، اقتصادي او ټولنيز احسانونه کړي دي او د پاکستان په وړاندې يې د ډېر زغم څخه کار اخيستی دی خو په مقابل کې پاکستاني پوځ ډېره لويه تېروتنه او ستره ناشکر ي کړېده چې ان شاء الله يوه ورځ به يې د سر په بيه تاون ورکوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۲۱

صدقه د مسلمان لپاره د قيامت په ورځ کې سايه ده:

ژباړه: عقبه بن عامر جهني وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:د مسلمان لپاره سايه د قيامت په ورځ کې د ده صدقه ده.

توضيح: يعني څوک چې په دنيا کې صدقه ورکړي او د خلکو سره احسان وکړي نو د قيامت په ورځ کې به دغه د ده صدقه د ده لپاره سايه شي په داسي حال کې چې په دې ورځ کې انسان سايې ته ډېره اړتیا لري ځکه په دې ورځ کې ډېره سخته ګرمي وي.

دا چې صدقه به يې څنګه سايه وي؟ په دې هکله ملا علي قاري رحمه الله په خپل کتاب "مرقات" کې ليکلي: الله پاک به يې د صدقې ثواب ورته سايه کړي، يا به يې صدقه خپله سايه کړي، او کله کله ورڅخه مراد هغه صدقه کيږي چې په دنيا کې حقيقي سايه ولري لکه خيمه، کور او داسي نور... خو پر هر حال د قيامت په سخته ورځ کې صدقه د انسان په درد باندې خوري او انسان ته يې ګټه رسيږي.
عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ. [شرح مشکل الآثار للطحاوي3836]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۱۴

کله چې نارينه په قهر شي:

يو وخت داسي وو چې نارينه به کله په قهر سوه نو ارومرو به يې داسي کړنه تر سره کول چې په تاريخونو کې ثبت سي او د داسي مثبت بدلون لامل سي چې په را روانو زمانو کې يې خلک د بېلګې په ډول يادوي لکه لاندې ځيني کسان چې کله په قهر سوي دي نو داسي کارونه يې کړي چې موږ او ورباندې وياړو:
۱ - کله چې معاوية بن أبي سفيان رضي الله عنه په قهر شو، د مسلمانانو په تاریخ کې یې لومړی ځل د روميانو پر ضد د سمندري جګړې بیړۍ واستولې.

۲ - خالد بن الولید رضي الله عنه د فارس پاچا کسرى ته لیک واستاوه او ویې ویل: اسلام ومنه که نه، زه به درته له داسې سړیو سره راشم چې د مرګ داسي مینوال دي لکه تاسو چې د ژوند مینوال یاست. کله چې کسرى دا لیک ولوست د چین پاچا ته یې د مرستې غوښتنه وکړه. خو د چین پاچا ورته وویل: ای کسرى! زه د داسې قوم مقابله نه شم کولای که دوی وغواړي غرونه له ځايه پورته کړي پورته کوي يې.

۳ -  کله چې المعتصم بالله په قهر شو، د روميانو تر ټولو لویه کلا، عموريه یې فتحه کړه.

۴ - کله چې صلاح الدين الأيوبي په قهر شو، قسم یې وخوړ چې تر هغه وخته به نه خاندي تر څو پورې يې چې بیت المقدس بیرته مسلمانانو ته نه وي را ګرځولی.

۵ - کله چې عبدالرحمن الغافقي په قهر شو، د مسلمانانو لښکر یې د پاریس تر منځنۍ برخې پورې ورسوه.

۶ -  کله چې محمد الفاتح په قهر شو قسطنطنیه یې فتحه کړه — د روميانو تر ټولو ستر ښار.

۷ -  کله چې هارون الرشید د رومي پاچا نقفوز ته په قهر شو، ورته یې داسې لیک ولیکه: له هارون الرشید، د مسلمانانو له امیر المؤمنینه، تر نقفوز، د روميانو سپي ته! ځواب به  ووینې، نه دا چې وا ېې ورې! وروسته خپله د ۱۳۵ زره پوځ په مشرۍ ووت، هرقله ته ورسېد، محاصره یې کړه او په زور یې فتحه کړه.

۸ -  کله چې عقبة بن نافع د لس زره پوځ سره د اتیا زره رومي پوځ مقابلې ته ووتی، د هغه مېرمنې ترې وپوښتل: که جګړه توده شي زه به تا چیرته پیدا کړم؟ هغه ځواب ورکړ: یا د دښمن د قومندان په خیمه کې یا په جنت کې.

له بده مرغه چې نن زموږ په زمانه کې نه نارينه سته او نه هم د نارينه وو قهر سته ځکه که نارينه وای نو پر اسلامي نړۍ به نن داسي حالت نه وای، نن فلسطین د همدغه حاکمانو د بې غيرتۍ په سبب په پوره توګه په اور کې وسوځېدی، د سوريې او لبنان ځمکي اسرائيلو په زوره باندې لاندې کړې، ليبيا او سوډان يې په داخلي جګړې باندي اخته کړه او څو کلونه وړاندې يې افغانستان او عراق په امریکا باندې اشغال کړه. 
منبع: تاریخ الدولة العثمانية.
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۱۳

د ځان غټ ګڼلو او تکبر کولو ګناه:

ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: هر څوک چې ځان غټ وګڼي او په تګ کې تکبر وکړي نو د الله سره به په داسي حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته په قهر وي.

يعني څوک چې ځان تر نورو خلکو لوړ او غټ ګڼي او په دې باور وي چې تر نورو خلکو بايد زما تعظيم ډېر وسي او يا د خپل تعظيم لپاره تکلف او کوښښ کوي همداسي په رفتار او د نورو خلکو سره په چلند کې تکبر کوي دغه انسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی سره په داسي حالت کې مخامخ سي چې هغه به ورته ډېر په قهر وي.

دغه انسان ته د الله تعالی قهر په دوه سببه دی يو دا چې ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او په تکلف باندې ځان ته د تعظيم هڅه کوي، دويم دا چې تکبر کوي. په بل حديث کې راغلي دي: د کوم بنده چې په زړه کې يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نه سي.

عن ابن عمر يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من تعظم في نفسه، واختال في مشيته، لقي الله وهو عليه غضبان.[مساوئ الأخلاق 547]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۷

د مسلمان پاچا او علماؤ د احترام ګټه:

سهیل بن عبدالله رحمه الله ویلي دي: خلک به تر هغه وخته په خیر او سوکالۍ کې وي تر څو پورې چې د پاچا (حاکم) او علماؤ درناوی کوي، کله چې دوی دا دواړه (حاکمان او عالمان) درانه وګڼل الله تعالی د هغوی دنیا او آخرت دواړه سموي او کله چې یې سپک وګڼل، الله تعالی د هغوی دنیا او آخرت دواړه بربادوي.

يعني په دنيا کې د مسلمان پاچا او حقاني علماؤ احترام او درناوی د دې سبب جوړيږي چې انسان ته دې هميشه خير ورسيږي او دنيا او آخرت د ژوند د اصلاح سبب دې جوړ شي او کوم کسان چې د مسلمان پاچا او حقاني علماؤ سپکاوی کوي نه تنها دا چې هغوی به د خير او سوکالۍ څخه محروم وي بلکې دنيا او آخرت به يې هم خراب وي.

قال سهل بن عبد الله رحمه الله: لا يزال الناس بخير ما عظموا السلطان والعلماء، فإذا عظموا هذين أصلح الله دنياهم وأخراهم، وإذا استخفوا بهذين أفسد دنياهم و آخراهم.(تفسیر قرطبی)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۶

پاکستان خپلواک نه دی:

هميشه د ځان څخه اصالتا هغه څوک نماينده ګي کولای شي چې په تمامه معنی خپلواکي او استقلال ولري، پاکستان که څه هم ظاهرا ځان مستقل بولي خو په اصل کې استقلال نه لري، د پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري د پاکستان په ټاکنو، حکومتولۍ او سياسي پرېکړو کې امريکا په مستقيم ډول فعال لاس لري او هيڅکله د پاکستان پوځ د امريکا د غوښتني خلاف پرېکړه نه شي کولای چې تر دې مخکي يې لويه بېلګه پر عمران خان کودتا او د هغه بندي کول دي، چې کله هغه د امريکا د غوښتنو خلاف ګامونه پورته کړه دستي يې پوځ او نوري سياسي کړۍ پر ضد راپورته کړې او د هغه حکومت يې نسکور کړ، نن هم چې امريکا غواړي د پاکستان پوځ په سيمه کې د ناآرامۍ لپاره وکاروي پاکستان هيڅ داسي کار نه شي کولای چې د امريکا غوښتنه تر پښو لاندې شي ځکه نو د افغانستان سره پر جوړجاړي ناکامه شو او په ترکيه يې د خبرو څخه ځان وکښووی.

داسي ویلای شو چې په سويلي اسيا کې د پاکستان حيثيت داسي دي لکه په منځني ختيځ کې چې د اسرائيلو کوم حيثيت دی، لکه اسرائيل چې هلته د امريکا لپاره فساد کوي او په سيمه کې يې ډېره ناامني خپره کړېده دلته پاکستان هم هغسي فساد ته لمن وهي او په سيمه کې د ناامنۍ لپاره کوښښونه کوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د خپل دغه بې کفايته حکومت په وړاندې خپل مسئوليت درک کړي او هغه را وپرځوي کنه نو تر دې د نورو ډېرو ستونزو سره به پاکستان مخامخ کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۵

د مسلمان ورور په وړاندې خيانتونه:

هر مسلمان د بل مسلمان په وړاندي ډېر مسئوليتونه لري چې ناديده نيول يې د مسلمان ورور سره د خیانت کولو سبب جوړيږي چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

2 – که دي په سودا او معامله کې خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کې د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

6 – که دي قصدا خپل مسلمان ورور ته بېله کومي شرعي استثناء درواغ وويل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

7 – که دي خپل مسلمان ورور ته ستونزي جوړولې او يا يې په ستونزو خوشحاله کېدلې نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

8 – که دي خپل مسلمان ورور ته ښکنځل او يا سپکه خبره وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

9 – که دي د خپل مسلمان ورور پر عزت او آبرو بريد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

10 – که دي د خپل مسلمان ورور په اړه بې تحقيقه منفي خبره ومنل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

11 – که دي د خپل مسلمان ورور سره بېله کوم شرعي لاسونده عقدوي چلند وکړ نو پوه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

12 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندې د ترحم، شفقت او ورورګلوۍ پاليسي تر پښو لاندي کړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

13 – که دي پر خپل مسلمان ورور تکبر او غرور وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

14 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي هغه شرعي مسئوليت نه آداء کوی چې تا ته درکول سوی دی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

15 – که دي د خپل مسلمان ورور د ترقۍ او پر مختګ مخه نيول نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

16 – که دي د خپل شرعي مشر او رهبر اطاعت نه کوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

مسلمانه وروره! په دې پوه سه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيانت کولو څخه پناه غوښتې او فرمايلي دي: و أعوذ بک من الخيانة فإنها بئست البطانة.[سنن ابن ماجه 3354] ژباړه: ای الله زه په تا باندې د خيانت کولو څخه پناه غواړم ځکه دا ډېر بد عادت دی.

مسلمانه وروره! مجاهد رحمه الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: المکر والخديعة والخيانة في النار، وليس من أخلاق المؤمن المکر والخيانة.[الجامع في الحديث 487] ژباړه: د فريب، چم او خيانت کوونکی به په اور کې وي، فريب او خيانت د مؤمن د اخلاقو څخه نه دي.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايلي دي: وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ.[الانفال27] ژباړه: د خپلو امانتونو سره خيانت مه کوئ! امانت هر هغه شي ته ويل کيږي چې انسان يې په وړاندي مسئوليت لري چې يو د هغو څخه خپل مسلمان ورور دی.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.[النساء105]ژباړه: د خائنينو دفاع مه کوه. خائنين دومره بد دي چې الله جل جلاله انسان د هغوی د دفاع کولو څخه منع کړی دی.

مسلمان وروره! الله جل جلاله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ.[الحج38]ژباړه: د الله جل جلاله هيڅ خائن او ناشکره نه خوښيږي. همداسي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.[الانفال58] د الله تعالی خيانت کوونکي انسانان نه خوښيږي.

ګرانه وروره! د خپل مسلمان ورور سره څنګ پر څنګ خپل انفرادي او اجتماعي کارونه وکړه، د خپل وررو سره په غم او ښادۍ کې ګډون وکړه، د خپل ورور سره هیڅ ډول تبعیضي چلند مه کوه، د مشرانو احترام کوه، پر کشرانو شفقت کوه، د رهبرانو اطاعت کوه، د علماو خبره منه، د مظلومانو دفاع کوه، د ناداره او مسکین سره مرسته کوه، د ښځو ټول ثابت سوي حقوق ورکړه او د هر مسلمان په وړاندي د ایثار پالیسي غوره کړه تر څو هم خپله نيکمرغه سې او هم نورو مسلمانانو ته د الله په مرسته نيکمرغي وبښې.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۱

عُنوان او مُعَنوَن:

عنوان د هري ليکني او بحث سرليک ته ويل کيږي او معنون د ليکني محتوی او مقصودي بحث ته ويل کيږي.

عادت داسي وي چې په عنوان کې د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نه ده چې عنوان بايد د معنون د بحث څخه مهم رکن او جزء وي ځکه چې عنوان هميشه داسي شی انتخابيږي چې زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکې تر لوستلو ليکني ته د لوستونکو پام را واړوي او د ليکني لوستلو ته د خلکو شوق را جلب کړي.

ځيني وختونه د اوږدې ليکني لپاره جالبه عنوان غوره کيږي تر څو ليکنه جالبه ښکاره سي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نه سي او ځيني وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کيږي تر څو لوستونکي عنوان ومني، چې په دې صورت کې نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسي د يوې آلې په صفت راغلی وي.

د هري ليکني لوستونکي بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو د ليکني څخه غلط برداشت ونکړي، لوستونکې بايد عنوان پر معنون باندې په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نکړي، لکه د انسان ظاهره چې په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکنې کي عنوان او معنون هم داسي دي.

که انسانانو ته ځير سو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چې د انسان ظاهري ښه هيڅوخت د ده پر باطني ښه باندې دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر وه؛ لباس يې هم برابر وو، قيافه او شکل يې هم برابر وو او خبري يې هم ډېري ښې او پستې وې خو په باطن کې ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هيڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندې قياس نکړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخي يې شرعا فيصله کېدلای سي خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هيڅوخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چې پر باطني سموالي باندې دلالت نه کوي.

البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدلای سي لکه په حديث شريف کې چې د زړه په باره کې راځي: إِذَا صَلُحَت صَلُحَ الجَسَدُ کُلُّهُ وَ إِذَا فَسَدَت فَسَدَ الجَسَدُ کُلُّهُ. يعني چې کله زړه اصلاح سي بدن هم ورسره اصلاح کيږي او که زړه فاسد سي بدن هم ورسره فاسد کيږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نه سي جوړېدلای ځکه په باره کي د منافقينو الله تعالی فرمايي: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ.[البقرة8] ژباړه: ځيني خلک وايي موږ پر الله او ورځې د آخرت ايمان راوړی دی په داسي حال کې چې دوی مؤمنان نه دي. يعني په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کې مؤمنان نه دي.

زموږ په زمانه کې که څه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځيني خلک د منافقينو کړني تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښائښت، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته د دې معنی داسي نه ده چې سړی به پر مسلمان بد ګمانه کيږي ځکه پر مسلمان باندې نيک ګماني اصل دی، په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندې ښه ګمان ولري مګر دا چي د ده څخه يې بد کار ليدلي وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۸

د استعداد لوړېدلو اسباب:(پنځمه او آخري برخه)

پنځم هغه شی چې د انسان استعداد ورباندې لوړېږي د علماؤ او ښو خلکو سره رابطه ده، ځکه د ښو خلکو سره رابطه د دې تر څنګ چې انسان ته معنويات بښي د انسان معلومات هم ډېريږي او انسان ته يو قسم د اطمينان احساس هم ورکوي ځکه  خپل هر سوال او پوښتني ته په آسانۍ سره جواب پيدا کولای سي.

په دې خاطر دی چې الله پاک مسلمانان په تقوی باندې د امر کولو وروسته د ښو خلکو په ملتيا باندې امر کوي او فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.[التوبه:119]
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتيا ويونکو سره وسئ.

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د دې سپارښتنه کړېده چې تاسو هميشه د مؤمن ملتيا وکړئ ځکه چې د کافر او بد سړي په ملتيا کې ارومرو انسان ته تاوان رسيږي چې يو تاوان يې دغه دی چې د انسان پر پوهه او استعداد باندې منفي تأثير ايږدي.

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تُصَاحِبْ إِلاَّ مُؤْمِنًا وَلاَ يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلاَّ تَقِىٌّ.[سنن ابي داود 4834]
ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ملګرتيا مکوه مګر د مسلمان سره او ستا ډوډې دي نه خوري مګر نيک انسان.

په دې خاطر چې د نيک ملګري څخه انسان ته ډېره فايد او د بد ملګري څخه انسان ته ډېر بد رسيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښه او بد ملګري پرتله کوي او د هر يوه لپاره يو مثال ذکر کوي:
عَنْ أَبِى مُوسَى عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً.[صحيح مسلم:6860]
ژباړ: د ابو موسي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښه او بد ملګري مثال داسي دی لکه د مشکو د وړونکې او د آهنګر د پښ پوف کوونکې، د مشکو وړونکی به يا تا ته يوشی درکړي، يا به يې ته ورڅخه رانيسې او يا به هم ښه بوی ورسره ومومې، او د آهنګر د پښ پوف کوونکی به يا ستا کالي وسوځوي او يا به هم بد بوی ورسره ومومې.

يعني د ښه ملګري څخه سړي ته فايده رسيږي او د بد ملګري څخه سړي ته تاوان رسيږي، که څه هم فايده او تاوان لږ وي خو د ملګري په سبب انسان ته رسيږي.

نو که هميشه انسان د ښو خلکو سره ملتيا وکړي د نورو ښېګڼو تر څنګ چې د دغي ملګرتيا په سبب به يې تر لاسه کوي ښه استعداد، ځيرګتيا، تيزفهمي او حضور د ذهن به هم تر لاسه کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۶

د استعداد لوړېدلو اسباب:(څلورمه برخه)

څلورم سبب:
ډېره مطالعه او د کتابونو سره ډېره رابطه ساتل د انسان استعداد قوي کوي ځکه چې په ډېري مطالعې باندې د انسان ذهن توسعه پيدا کوي، شيان يې په  ذهن کې تر ډېره وخته پاتيږي، د معلوماتو درک ورته آسانه کېږي او معلومات يې نور هم ډېريږي آن تر دې چې په سالمي ډېري مطالعې باندې غير فعالي عصبي حجرې هم فعاله کېږي چې دا خپله د لوړ او قوي استعداد معنی ده.

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې  اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې  ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.

يعني څوک چې د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره و نه لري نو بيا به يې هېريږي.

علماؤ ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه و نه لري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کې تر ډېره پوري پاتيږي.

په مطالعه باندې نه تنها دا چې د انسان استعداد لوړيږي بلکې په هره برخه کې د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کې انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.

مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چې په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

افغاني او پاکستاني مسلمانان بايد را ويښ سي:

د پاکستان پوځ تر اوسه په خپل تاريخ کې د اسلام او مسلمانانو ننګه نه ده کړې، د هند سره يې لانجه د اسلام په خاطر نه ده بلکې د کشمير پر جغرافيا يې ورسره جګړه ده، په پاکستان کې د ننه يې خپل خلک دومره وژلي او زورولي په خاصه توګه پښتانه او بلوڅان چې په ټولي نړۍ کې يې ساری نه پيدا کيږي.

پاکستاني پوځ تل د امريکا، انگليس او اسرائيلو اجير پاتې سوی ځکه نو د هغوی پاليسي تعقيبوي، د هغوی په خوښه کارونه کوي او د هغوی په غوښتنه خپلو خلکو او خپلو ګاونډيانو ته ستونزي جوړوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د دې اجير پوځ په مقابل کې داسي پاڅون وکړي چې د هيواد ټول واک د دوی له لاسه واخلي او خپل خلک د دې منحوس پوځ له منګلو آزاد کړي.

د دې منحوس پوځ په وړاندې بايد ټول افغاني او پاکستاني مسلمانان د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي تر څو په سيمه کې د امريکايانو، انگليسانو او اسرائيلو پلانونه شنډ شي او د افغانستان او پاکستان مسلمان ملتونه د دې پوځ لخوا په بل شوي اور کې و نه سوځي. 
مولوي نورالحق مظهري 

۱۴۰۴/۰۷/۲۳

د استعداد لوړېدلو اسباب:(درېيمه برخه)

درېيم سبب:
درېيم هغه شی چې د انسان علمي استعداد ورباندې لوړېږي د الله پاک په لاره کې کوښښ کول دي، په دې معنی سره چې سړی هر نيک کار کوي لومړی کوښښ پکې وکړي بيا يې په کولو کې خپل نيت صفا کړي يعني د الله لپاره يې وکړي.

دا معلومه خبره ده چې زده کړه او تحصيل د علم ډېر ښه کار دی نو چې څوک په تحصيل کې د علم کوښښ وکړي او بيا د الله لپاره يې وکړي نو الله پاک به لاره د تحصيل ورته آسانه کړي چې په دې لاره کې يوه آساني د لوړ استعداد درلودل دي ځکه د لوړ استعداد سره علم ډېر آسانه وي. الله جل جلاله فرمايي:
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ [العنکبوت69]
ژباړه: هغه خلک چې زموږ په لاره کې کوښښ کوي موږ به يې يقينا خپلو لارو ته هدايت کړو او يقينا چې الله د نيکوکارانو سره دی.

د الله تعالی په لاره کې کوښښ په هره مشروعه طريقه باندې کېدلای سي که طاعت وي، که د الله په لاره کې جنګ وي، که امربالمعروف او نهي عن المنکر وي، که تحصيل د علم وي او که نور شيان وي...

څوک چې غواړي لوړ علمي استعداد ولري لومړی بايد ډېر زيار وباسي؛ عرب شاعر وايي: بقدر الکد تکتسب المعالي   ومن طلب العلي سهر الليالي. يعني د زيار په اندازه لوړي مرتبې  لاسته راوړلای سې، او هرڅوک چې د لوړي مرتبې طلب کوي بايد شپې روڼي کړي.

د علم لپاره بل زيار دا دی چې انسان په خپل علم باندې عمل وکړي ځکه عمل د علم او پوهي ډېر والي ته نوره هم لاره آوار وي.

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله فرمايي:
إنما قصّر بنا عن علم ما جهلنا تقصيرنا في العمل بما علمنا، ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير]
ژباړه: دا چې موږ د هغه شيانو علم نه لرو چې نه په پوهيږو سبب يې دا دی چې موږ په هغه څه چې پوهيږو سم عمل نه دی کړی، که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چې موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول سوی وای چې زموږ بدنونو نه سو ټينګولای.

نو د علم په لاره کې زيار ايستل انسان ته استقامت ورکوي چې شيطان، نفس او منفي ګرايي ټوله ورڅخه ختميږي او د دې تر څنګ چې انسان په ځان باندې باور پيدا کوي يو قسم خوندور لذت ورته حاصليږي چې نور هم دی و تحصيل ته تشويقوي.

خپل نيت صفا کول او خپل کوښښونه د الله پاک لپاره ګرځول د دې سبب جوړېږي چې پر انسان دي د الله پاک لخوا معنويات نازل سي او الهامات دي ورته وسي چې يقينا استعداد او حافظه به يې دواړه قوي کېږي.

او په علم باندې عمل کول يو ډول تکرار دی او د علمي قوې لپاره سپورت دی چې د انسان استعداد ته د قوت او مطالعې مثبت چارچ ورکوي او ذهن يې ورباندې تېزيږي.

ځینو علماو داسي هم لیکلي دي چې انسان په هره برخه کې د دین کوښښ کوي نو الله پاک به ورته خاص الهام کوي ځکه د هر عبادت لپاره ځانګړی الهام موجود دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۲

د استعداد لوړېدلو اسباب:(دويمه برخه)

دويم سبب: 
سالم محيط او ښه چاپېريال د انسان سره د استعداد په قوي کولو کې ډېره مرسته کوي؛ په دې معنی سره چې که انسان په داسي چاپېريال کې ژوند وکړي چې هلته ګناهونه نه کېږي، د انسان پر ذهن باندې روحي او فکري فشار نه راځي نو ارو مرو به په داسي محيط کې د انسان علمي استعداد وده کوي او جوړ استعداد به یې همداسي سالم پاتيږي او د انحطاط څخه به ژغورل کېږي.

الله تعالی فرمایي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ.[الروم 41]
ژباړه:ښکاره سو فساد په وچه او دريابونو کې په خاطر د هغو کارونو چې د خلکو لاسونو کړي دي د دې لپاره چې الله په دوی باندې وګالي جزاء د ځينو هغو اعمالو چې دوی کړي دي تر څو الله ته رجوع وکړي.

يعني د انسانانو د کارونو له وجهي په مځکه او دريابونو کې فساد ښکاره سوی دی. فساد عام دی که اقتصادي او مالي فساد وي که ځاني او معنوي فساد وي، که وچکالۍ راځي او برکتونه پورته کېږي دا هم فساد دی که ګمراهۍ، انحرافات او ناآرامۍ ډېريږي دا هم فساد دی، د استعداد ټيټ کېدل چې هم نا آرامي ده او هم سبب د انحراف کېږي دا هم فساد دی، خو هر ډول فساد چې وي سبب يې د انسانانو ناوړه کړه وړه دي.

نو که موږ غواړو د نورو فسادونو تر څنګ د استعداد د ټيټ كېدلو د فساد څخه هم ځانونه وساتو بايد خپل چاپېريال برابر کړو او د هر ډول ګناهونو او نافرمانيو څخه يې پاک کړو.

دا تجربه سوې خبره ده چې سالم محيط د انسان د طبيعت او استعداد په جوړېدلو کې ډېر مهم رول لري.

د چاپېريال خرابوالی لکه د انسان پر معنوياتو باندې چې منفي تأثير کوي همداسي په ښکاره بڼه هم د انسان پر ذهن باندې بده اغېزه کوي چې په نتيجه کې يې استعداد هم ورڅخه اغېزمن کېږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۱

د علمي استعداد لوړېدلو اسباب:(لومړی برخه)

لومړی سبب:
لومړی هغه شی چې د انسان علمي استعداد ورباندې ډېريږي تقوی او پرهيزګاري ده، ځکه په تقوی باندې د انسان زړه ته سکون او اطمينان راځي، کله چې زړه ته سکون راغی د انسان درک به هم ورسره راټوليږي چې په نتيجه کې پر هر شي تمرکز وکړي هغه به ښه زده کوي او سم به يې حفظ کوي، د الله تعالی ذکر کول چې د تقوی پيدا کېدلو يوه ذريعه ده الله تعالي يې په اړه فرمايي: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ.[الرعد28] يعني خبر اوسئ چې د الله په ياد باندې زړونه آراميږي.

په دې خاطر چې د انسان ذهن بسيط دی په يو وخت کې ډېرو شيانو ته پاملرنه نه سي کولای نو چې څومره ذهن راټوليږي او د پاشل کېدلو څخه نجات مومي په هماغه کچه يې قوت او ادراک هم قوي کېږي چې دا خپله د استعداد د لوړېدلو معنی ده او په تقوی باندې د انسان ذهن د پاشل کېدلو څخه نجات موندلای سي.

بله خبره دا ده چې د نيکو اعمالو پر کولو باندې چې د تقوی يوه ذريعه ده الله پاک د ښه ژوند ورکولو وعده کړېده او فرمايي: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً...[النحل97] يعني هر نارينه او ښځينه چې نيک عمل وکړي په داسي حال کې چې دی مؤمن وي زه به ورته پاک (ښه) ژوند ورکوم.

علامه ابن کثير رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي: د ښه ژوند څخه مراد هغه ژوند دی چې پر ټولو راحتونو او أسانتياوو باندې مشتمل وي.
او يقينا تر ټولو مهمه آسانتيا ښه ذهن او لوړ استعداد دی نو چې څوک نيک اعمال تر سره کړي او تقوی تر لاسه کړي د نورو راحتونو تر څنګ چې الله پاک به يې ورکوي د ښه استعداد څخه به يې هم برخمن کړي.

همدا راز د ګناه نه کول چې د تقوی لپاره بله ذريعه ده د انسان د استعداد لوړولو لپاره ډېر مهم سبب دی؛ يعني کوم خلک چې د ګناه څخه ځانونه ساتي د هغوی به استعداد نسبت و هغه خلکو ته چې ګناه کوي ډېر قوي وي.
امام شافعي رحمه الله ته دا وينا منسوبه ده چې:
شَكَوْتُ اِلَي وَكِيْعٍ سُوْءَ حِفْظِي
فَاَوصَانِي اِلَي تَركِ المَعَاصِي
فَاِنَّ العلْمَ نُورٌمّنْ اِلَــهٍ
وَنُـورُاللهِ لاَيُعطَ لِعَـاصِي
ژباړه: ما خپل استاد وکيع ته د حافظې د بدوالي شکايت وکړ، هغه راته د ګناه پرېښودلو توصيه وکړه، ځکه علم د الله تعالی لخوا يو نور دی او د الله تعالی نور وګناهکاره انسان ته نه ورکول کېږي.

همدا راز د ګناه کول د دې لامل جوړېږي چې انسان دي د ډېر سخت او تنګ ژوند سره مخامخ سي چې طبعا پر استعداد به يې هم منفي تأثير ايږدي، د هغه چا په اړه چې د الله تعالی د ذکر څخه مخ اړوي الله پاک فرمايي: وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى.[طه 124] ژباړه: څوک چې زما د ياد څخه مخ واړوي د هغه لپاره به ډېر تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې موږ ړوند را حشر کوو.

د الله تعالی د ذکر پرېښودل چې د تقوی ختمېدلو يوه ذريعه ده د دې سبب جوړېږي چې انسان دي د ناوړه ژوند او خراب حالت سره مخامخ سي چې د استعداد ضعيف کېدل او استعداد د لاسه ورکول هم د خراب ژوند او ناوړه حالت يوه برخه ده.

پورته استدلال ته په کتو سره موږ وينو چې په تاريخ کې مسلمان پوهان او د استعداد خاوندان د څومره ډېري او لوړي تقوی خاوندان وه چې يقينا همدغه تقوی وه چې د نورو سببونو تر څنګ د دوی د لوړ استعداد سبب جوړ سوی وو.
تقوی غوره کړئ ترڅو ښه استعداد او قوي حافظه تر لاسه کړئ!
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۹

اسلامي امارت او ديوبند:

دا يو حقيقت دی چې د ديوبند سترې ديني مدرسې د جهاد او ديني دعوت په برخه کې د نړۍ په کچه بېساري خدمتونه کړي او ټولي نړۍ ته يې په لسهاوو زره فارغين وړاندې کړي دي چې هر فارغ يې بيا په خپله سيمه کې ګڼ شمېر خدمتونه سر ته رسولي دي.

د ديوبند ديني مدرسه هغه وخت د جهاد په برخه کې وځلېدل چې په هند کې يې د انګرېزانو پر ضد د جهاد فتوي ورکړه او د انګرېزانو پر ضد يې خلک پاڅون ته را وپارول چې نتيجه يې هم ورکړه او انګرېزان د هند څخه ووتل، د دې وروسته د دې مدرسې شاګردانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جهادي حرکتونه رهبري کړي دي چې لويه بېلګه يې افغانستان دی چې د انګريزانو او روسانو پر ضد د ديوبند څخه فارغ سوو علماؤ په جهادي بهير کې پوره ونډه واخيسته او د امريکايانو پر ضد جهاد خو په پوره توګه د ديوبندي علماؤ لخوا رهبري کېدی ځکه د اسلامي امارت مخکښه مسئولين د ديوبندي مسلک لارويان دي، همدې تړاو ته په کتو داسي ويلاي سو چې د امارت د مسئولينو مذهبي بنسټ د حنفي فقهي پر ديوبندي تشريح باندې ولاړ دی ځکه نو ديوبندي مسلک ته تر بل هر مسلک ډېره ترجيح ورکول کيږي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي ته د د يوبند په ديني مدرسه کې ډېر توند او ګرم ښه راغلاست ويل کيږي.

د ديوبند ديني مدرسې چې د دعوت لپاره کومه تګلاره غوره کړې د دې مدرسې د فارغينو لخوا د نړۍ په کونج کونج کې د همدغه تګلاري پر اساس ديني دعوت چليږي چې افغانستان هم نن د دې مدرسې د ديني دعوت لپاره ډېر ښه ډګر دی ځکه ډېری حقاني او تکړه علماء د ديوبند مسلک لارويان دي او د دې مدرسې مستقیما یا بالواسطه شاګردان دي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۶

سخت دريځو انسانانو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ښېرا:

ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي وويل: سخت دريځه دي مړه سي.

محدثينو د دې حديث په تشريح کې ليکلي دي: سخت دريځه و هغه چا ته وايي چې په دين کې بې ځايه ډېره سختي کوي او په خبرو او کارونو کې تر ټاکل سوو شرعي حدودو تجاوز کوي.

مثلا: شرعي عذرونو ته اعتبار نه ورکوي، فقهي مراتب داسي سره ګډوډ کوي چې مباح د مستحب او سنت مرتبې ته او مستحب او سنت د فرض او واجب مرتبې ته رسوي او يا هم د تقوی په نامه مباح او مستحب شيان پر ځان او يا پر نورو فرض او لازم ګڼي.

وضاحت: په دين کې استقامت او ټينګوالي ته سخت دريځي نه ويل کيږي او نه هم پر دين باندې غيرت سخت دريځي ده البته کفار او بې دينه خلک هر پرهیزګاره او مبارز مسلمان ته سخت دريځ وايي، همداسي د اسلامي احکامو عملي کولو ته هم سخت دريځي وايي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- «هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ». قَالَهَا ثَلاَثًا.[صحيح مسلم۶۹۵۵]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۵

د مجازات او مکافات ارزښت:(لومړی برخه)

کله چې يو څوک ستا تر مشرۍ لاندې کارونه کوي د دې لپاره چې ښه کار کوونکی تشويق شي او د نور کار کولو روحيه پيدا کړي همداسي نور کسان هم د ده غوندي ځانونه جوړ کړي د هغه بايد ستاينه وشي او د هغه د لا هڅولو لپاره د هغه څخه د منني او مکافات مراتب تر سره شي او چې څوک ستا تر مشرۍ لاندې د کوم جرم مرتکب کيږي هغه ته بايد مناسب مجازات ورکړل شي تر څو نوموړی ځان اصلاح کړي او نور کسان هم د ده د مجازات څخه عبرت واخلي.

په حديث شريف کې راځي: لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ.[سنن ابي داود4813]
ژباړه: هغه څوک د الله تعالی شکر نه شي آداء کولای کوم چې د خلکو شکر نه شي آداء کولای.

په بل حديث کې راځي: أَشْكَرُ النَّاسِ لِلَّهِ أَشْكَرْهُمْ لِلنَّاسِ.[السنن الکبري للبيهقي12391]
ژباړ: په خلکو کې د الله تعالی ډېر شکر هغه چا آداء کړی دی چې د خلکو شکر يې ډېر آداء کړی وي. 

د دواړو احاديثو څخه داسي ښکاري چې د انسانانو څخه مننه او تشکر ډېر ارزښت لري آن تر دې چې تر څو انسان د نورو انسانانو څخه شکر آداء نه کړي تر هغه پوري د الله تعالی څخه شکر نه شي آداء کولای نو کوم څوک چې د چا سره په اداره کې خدمت کوي او ښه کار يې کړی وي د دې حديث پر بنسټ تر خپله وسه د هغه څخه مننه وکړي او د تشويق لپاره يې په ستاينه او مکافات باندې ونازوي.

په حدیث شریف کې راځي: ومن أتى إليكم معروفا فكافئوه، فإن لم تجدوا ما تكافئونه، فأثنوا عليه حتى تعلموا أن قد كافأتموه.[مسند الطيالسي 2007]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه ستاينه وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

د دې حديث څخه له ورايه ښکاري چې کله يو څوک زموږ سره ښېګڼه کوي موږ يې بايد بدله ورکړو که مو په بدله کې د کوم شي ورکول په وسه نه وه بيا نو د هغه ستاينه وکړو تر څو چې د هغه حق آداء کولای شو؛ کوم څوک چې زموږ تر امر لاندې کار کوي د هغه لخوا په کار کې صداقت او اخلاص که له يوې خوا د هغه لپاره د مسئوليت سم آداء کول دي له بلې خوا زموږ سره د هغه احسان دی ځکه چې هغه د وظيفې د سم سر ته رسولو په ذريعه ستا باور خاوري نه کړ او ستا لخوا د ده په ټاکنه کې يې ستا غوراوی له خطا او اشتباه څخه وژغوری نو ځکه ته بايد د ده سره ښه وکړې، تشويق يې کړې او نور يې هم کار ته و هڅوې تر څو دی د نور کار کولو لپاره نوره انرژي واخلي او نور کسان هم د ده په ليدلو سره ښه کار کولو ته تشويق شي.

يو چا ته مکافات ورکول او د هغه تشويق کول په ګڼو طريقو سره کېدلای شي؛ په رتبه کې پورته کول، مالي مرسته کول، ستاينليک ورکول، په شخصي يا عمومي ډول د هغه ستاينه کول هغه شيان دې چې هغه ورباندې تشويق کېدلای شي او که په دغو کارونو کې يو لا هم د چا په وسه نه وي نو بيا دعا خو ورته کولای شي چې دعا هم د مننې او ستاينې يوه طريقه ده لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
 ومن آتى إليكم معروفا فكافئوه فإن لم تجدوا فادعوا له حتى تعلموا أن قد كافأتموه.(سنن نسائي: 2567)
ژباړه: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه لپاره دعا وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

كله چې په جيش العسره کې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو لښکر سمبال کړ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دې وروسته چې عثمان هر کار وکړي تاوان نه ورته کوي، دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې دا يو ډول مکافات او تشويق وو د حضرت عثمان رضي الله عنه لپاره.

يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو څخه پوښتنه وکړه چې نن چا روژه نيولې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما نيولې ده، بيا يې وويل: څوک نن جنازې ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، بيا يې وويل: نن مسکين ته چا ډوډې ورکړې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما ورکړېده، بيا يې وويل: نن څوک د ناروغ پوښتني ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل دغه کارونه په هيچا کې نه سره راټوليږي مګر دا چې هغه جنت ته ځي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې د دې کارونو فضيلت ښکاره شي، د ابوبکر رضي الله عنه منزلت څرګند شي او د ابوبکر ضي الله عنه لپاره تشويق او د نورو لپاره هڅونه شي.

له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې موږ د هغه انسانانو څخه چې ښه کار کوي مننه وکړو، هغوی تشويق کړو او د نازولو په يوه طريقه يې ونازوو تر څو دوی د لا ښه کار کولو ته وهڅيږي او نور خلک هم د دوی غوندې کارونو ته مخ واړوي او تشويق شي.

په کوم ځای کې د تکړه کسانو څخه مننه نه کيږي په تدريجي ډول کارونه ډېر ټکني کيږي ځکه چې کارکوونکې انسان به نا اميده شي او کوم کسان چې سم کار نه کوي هغوی به تنبيه نه شي. 
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۴

د ليکلو پر وخت ډېر دقت وکړئ!

ژباړه: يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.

يعني د ليکلو په وخت کې ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل سي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي.

کله چې موږ ليکل کوو بايد د ليکلو په وخت کې د ليکنې املاء، خط او محتوی ټولو ته جدي پاملرنه وکړو تر څو داسي ليکل راڅخه و نه سي چې څوک يې بيا نه سي لوستلای او يا داسي شی راڅخه و نه ليکل سي چې وروسته بيا ورباندې پښېمانه يو، د ليکنې د اتمام وروسته ليکنه څو ځلي مطالعه کړو چې احتمالي غلطيانې يې هم ونيسو وروسته يې بيا نشر يا چاپ کړو.

قَالَ يَزِيدُ بْنُ الْمُهَلَّبِ لابْنِهِ مُخَلَّدٍ: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1526]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۳

علم او تحصيل تر عبادت غوره او بهتره دی:

د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: ای ابوذره! که ته سهار وختي ولاړ سې او د الله د کتاب یو آيت زده کړې دا ستا لپاره تر سل رکعته لمونځ غوره او بهتره دی. او که سهار وختي ولاړ سې او د علم یو باب (مسئله یا فصل) زده کړې، که عمل ورباندې وسي او که عمل ورباندې و نه سي، دا ستا لپاره تر زر رکعته لمونځ غوره او بهتره دی.

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: يَا أَبَا ذَرٍّ، لأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ آيَةً مِنْ كِتَابِ اللهِ، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ مِئَةَ رَكْعَةٍ، وَلأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ بَابًا مِنَ الْعِلْمِ، عُمِلَ بِهِ أَوْ لَمْ يُعْمَلْ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ أَلْفَ رَكْعَةٍ.(سنن ابن ماجة219)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۰۹

عقيدوي فاسقان او د هغوی توبه:

ژباړه: په عقيده کې فسق داسي دی لکه فسق د هغو بدعتيانو چې پر الله ايمان لري، پر رسول د الله ايمان لري او پر ورځي د آخرت ايمان لري، دوی هغه څه حرام ګڼي کوم چې الله تعالی حرام ګڼلي دي او دوی هغه څه واجب ګڼي کوم چې الله تعالی واجب ګڼلي دي مګر دوی د ناپوهۍ او تأويل په سبب او د خپلو مشرانو څخه په تلقليد ډېر هغه شيان نفي کوي کوم چې الله تعالی او د هغه رسول ثابت کړي دي او داسي شيان ثابتوي چې الله تعالی او د هغه رسول نه دي ثابت کړي، د دغه فاسقانو توبه د خپلي فاسدي عقيدې څخه يوازې د سنت په متابعت سره کېدلای سي او د دوی څخه يوازې په دې کار باندې هم بسنه نه کيږي تر څو چې دوی خلکو ته فساد د خپلو هغو کارونو بيان نه کړي چې مخکي يې کول.

يعني بدعتي انسان تر څو د خپل بدعت څخه لاس وانخلي او چې څومره بدعتونه يې په خلکو کې رواج کړي هغه خلکو ته باطل معرفي نه کړي تر هغه وخته يې توبه ورڅخه نه قبليږي.

وَفِسْقُ الِاعْتِقَادِ كَفِسْقِ أَهْلِ الْبِدَعِ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ، وَيُوجِبُونَ مَا أَوْجَبَ اللَّهُ، وَلَكِنْ يَنْفُونَ كَثِيرًا مِمَّا أَثْبَتَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ، جَهْلًا وَتَأْوِيلًا، وَتَقْلِيدًا لِلشُّيُوخِ، وَيُثْبِتُونَ مَا لَمْ يُثْبِتْهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ كَذَلِكَ.
فَتَوْبَةُ هَؤُلَاءِ الْفُسَّاقِ مِنْ جِهَةِ الِاعْتِقَادَاتِ الْفَاسِدَةِ بِمَحْضِ اتِّبَاعِ السُّنَّةِ، وَلَا يُكْتَفَى مِنْهُمْ بِذَلِكَ أَيْضًا حَتَّى يُبَيِّنُوا فَسَادَ مَا كَانُوا عَلَيْهِ مِنَ الْبِدْعَةِ.(مدراج السالکين 369)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۰۶

ابوموسی اشعري ته د حضرت عمر ارزښتناکه ليک:

ژباړه: عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته ـ چې د بصرې والي وو ـ وليکل: خلک د خپلو باچاهانو څخه بد وړي نو په الله باندې پناه غواړم د ځان او ستا لپاره د نا څرګندي ړوندتيا او اخيستل سوو کرکو څخه؛ د الله تعالی حدود عملي کړه که څه هم د ورځي د يو کړي لپاره وي، کله چې تا ته دوه کاره وړاندې سي چې يو د الله لپاره وي او بل د دنيا لپاره وي؛ نو ته د الله تعالی څخه خپله برخه غوره کړه ځکه دنيا ورانيږي خو آخرت پاتيږي، د فاسقانو څخه و وېرېږه او دوی لاس لاس او پښې پښې کړه، د مسلمانانو پر ناروغ پوښتنه وکړه، د مسلمانانو جنازو ته ولاړ سه، خپله دروازه د مسلمانانو پر مخ خلاصه کړه، د مسلمانانو کارونه خپله کوه ځکه ته د دوی څخه يو فرد يې مګر دا چې الله تعالی تر دوی ستا بار دروند کړی دی، ما ته خبر را رسېدلی دی چې ستا او ستا د کورنۍ لپاره په کالو، خوړو او سورليو کې ځانګړی هيأت ښکاره سوی هغه چې د نورو مسلمانانو لپاره نسته؛ نو ای د الله بنده! ځان د داسي حالت څخه وساته چې ته د هغه حيوان په څېر سې چې پر آبادي شېلې تېريږي خو غم يې يواځي چاغوالی او اوبه وي سره د دې چې په چاغوالي کې يې مرګ دی، پوه سه چې کله مشر د حق څخه انحراف وکړي د ده رعيت هم انحراف کوي او تر ټولو بدبخته انسان هغه دی چې د ده رعيت د ده په خاطر بدبخته سي.
د ليک مهم ټکي:
1 – حضرت عمر رضي الله عنه په الله تعالی باندې د ځان او ابوموسی اشعري رضي الله عنه لپاره د ناڅرګند ړوندوالي او اخيستل سوي کرکې څخه پناه غواړي؛ ځکه کوم څوک چې په ناڅرګند ړوندوالي باندې اخته سي هغه بيا هيڅ حق نه سي ليدلای او څوک چې په کرکه او کينه باندې اخته سي هغه بيا هيڅوخت د هيچا لپاره خيرخواه نه سي جوړېدلای. په ځانګړې توګه مشران بايد د دغه دوو ناوړه صفتونو څخه ځانونه وساتي. 
2 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته د الهي حدودو د جاري کولو سپارښتنه کوي که څه هم د ډېر لږ وخت لپاره وي ځکه چې د حدودو په جاري کولو سره عدالت او نظم را منځ ته کيږي.
3 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: کله چې ته د داسي دوو کارونو تر منځ راسې چې يو د الله لپاره وي او هغه بل د دنيا لپاره وي نو هغه د الله تعالی کار ته د دنيا تر کار ترجيح ورکړه ځکه د دنيا کار د فاني دنيا لپاره وي خو د الله تعالی کار د پاته کېدونکې آخرت لپاره وي.
4 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د فاسقانو سره ډېر احتياط کوه، ملګرتيا مه ورسره کوه او دوی ته د فساد او بغاوت وخت مه ورکوه ځکه فاسقان تل د اسلامي نظام نړولو ته کار کوي.
5 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو پر ناروغانو پوښتنه وکړه؛ ځکه پر ناروغانو باندې د مشرانو پوښتنه کول مسلمانان خوشحاله کوي او د خپلو مشرانو اطاعت ته هڅول کيږي.
6 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعر رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو په جنازو کې ګډون وکړه؛ ځکه د مسلمانانو په جنازو د مشرانو ګډون د مسلمانانو د سکون او آرامۍ سبب جوړيږي او پر مشرانو يې نور هم باور ټينګيږي.
7 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو کارونه خپله کوه؛ يعني د مسلمانانو په کارونو کې ډېر جدي وسه او نورو کسانو ته يې مه پرېږده ځکه ممکن نور کسان يې ونکړي چې بيا ولس درڅخه خوابدی کيږي او ستا څخه واټن پيدا کوي.
8 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: خپلي دروازې د ولس پر مخ پرانيستي پرېږده تر څو په آسانۍ ستا سره ملاقات وکړي او خپلي ستونزي ژر تر تا پوري ورسوي؛ ځکه که د مسلمانانو ستونزي تر تا پوري و نه رسيږي نو ته يې په حال نه خبرېږي چې په نتيجه کې د مسلمانانو مشکلات نه سې آوارولای. د دې څخه داسي ښکاري چې تل خپل پر ساتونکو او باډيګارډانو باندې باور مکوه چې هغوی د ځان او ولس تر منځ واسطه جوړوې ځکه د دې امکان سته چې هغوی دي په وظيفه کې ناغېړي وکړي او د نورو مسلمانانو ږغونه دي تر تا پوري را و نه رسوي.
9 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: ځان ته تر نورو مسلمانانو امتيازات مه ځانګړي کوه چې ستا کالي د نورو مسلمانانو د کاليو سره توپير ولري، ستا خواړه د نورو مسلمانانو د خوړو سره توپير ولري او ستا سورلی د نورو مسلمانانو د سورليو سره توپير ولري يعني چې ستا کالي، خواړه او سورلی دي د نورو مسلمانانو تر کاليو، خوړو او سورليو بهتره وي؛ ځکه د داسي کار په کولو سره د حاکم او رعيت تر منځ واټن پيدا کيږي او د دې تر څنګ چې ولس د ځان لپاره د حقارت احساس کوي پر خپلو مشرانو يې ګمان بديږي.
10 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د حق څخه انحراف مکوه ځکه چې کله مشر انحراف وکړي ولس او خلک هم ورسره انحراف کوي چې په نتيجه کې فساد ورڅخه پيدا کيږي ځكه دې د کړنو له مخي خلک د خپلو باچانو پسې ځي.
11 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته آخري خبره دا کوي چې د خپل رعيت او ولس د بدبختۍ سبب مه جوړېږه ځکه تر ټولو بدبخته مشر هغه دی چې خلک د ده په سبب بدبخه او ګمراه سي. دلته د بدبختۍ خبره عامه ده که په اقتصادي ډګر کې وي، که په سياسي ډګر کې وي، که په فکري او فرهنګي ډګر کې وي او په ديني ډګر کې وي.
كَتَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ إِلَى أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا : أَمَّا بَعْدُ ؛ فَإِنَّ لِلنَّاسِ نَفْرَةً عَنْ سُلْطَانِهِمْ ؛ فَأَعُوذُ بِاللهِ أَنْ يُدْرِكَنِي وَإِيَّاكَ [ عَمْيَاءُ مَجْهُولَةٌ ، وَضَغَائِنُ مَحْمُولَةٌ ] ؛ فَأَقِمِ الْحُدُودَ وَلَوْ سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ، وَإِذَا عَرَضَ لَكَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلَّهِ وَالْآخَرُ لِلدُّنْيَا ؛ فَآثِرْ نَصِيبَكَ مِنَ اللهِ ، فإن الدنيا تنفذ وَالْآخِرَةُ تَبْقَى ، وَأَخِفِ الْفُسَّاقَ ، واجعلهم يدا يدا ورجلارجلا ، عُدْ مَرِيضَ الْمُسْلِمِينَ ، وَاحْضَرْ جَنَائِزَهُمْ وَافْتَحْ بَابَكَ ، وَبَاشِرْ أُمُورَهُمْ بِنَفْسِكَ ؛ فَإِنَّمَا أَنْتَ رَجُلٌ مِنْهُمْ ؛ غَيْرَ أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ جَعَلَكَ أَثْقَلَهُمْ حِمْلًا ، وَقَدْ بَلَغَنِي أَنَّهُ قَدْ فَشَا لَكَ وَلِأَهْلِ بَيْتِكَ هَيْئَةٌ فِي لِبَاسِكَ وَمَطْعَمِكَ وَمَرْكَبِكَ لَيْسَ لِلْمُسْلِمِينَ مِثْلُهَا ؛ -[43]- فَإِيَّاكَ يَا عَبْدَ اللهِ أَنْ تَكُونَ بِمَنْزِلَةِ الْبَهِيمَةِ مَرَّتْ بِوَادٍ خَصْبٍ ؛ فَلَمْ يَكُنْ لَهَا هَمٌّ إِلَّا السَّمْنُ وَالْمَاءُ ، وَإِنَّمَا حَتْفُهَا فِي السِّمَنِ ، وَاعْلَمْ أَنَّ الْعَامِلَ إِذَا زَاغَ زَاغَتْ رَعِيَّتُهُ ، وَأَشْقَى النَّاسُ مَنْ شَقِيَتْ بِهِ رَعِيَّتُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1198]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۰۲

په نهي عن المنکر کې په یو ځل ويلو بسنه مه کوئ!

ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه د بنی اسرائيلو په منځ کې د کمزورۍ او فساد لومړۍ نښه دا وه چې یو سړي به د بل سړي سره ملاقات وکړ نو ورته ویل به يې: ای فلانیه! د الله څخه ووېرېږه او دا کار پرېږده، ځکه دا کار ستا لپاره حلال نه دی. خو کله چې به يې سبا د هماغه سړي سره ملاقات وسو نو هغې خبري به دی د دې څخه نه منع کوی چې د دغه سړي سره به یې خوراک، څښاک او ناسته کول. کله چې هغوی داسې کول، الله جل جلاله د ځينو زړونه د ځينو په زړونو ووهل. (د زړونو ترمنځ يې کینه او کرکه پيدا کړه)

تشريح: يعني په بني اسرائيلو کې لومړۍ نيمګړتيا د دې څخه را پيدا شوه چې يو کس به بل کس د منکر کار په کولو کې وليدی نو ورته ويل به یې: دا کار مه کوه ځکه دا کار ستا لپاره حرام دی، خو بله ورځ چې به همدغه سړي هغه سړی د منکر کار  د کولو په حالت کې وليدی بيا به يې د منکر کار څخه نه منع کوی بلکې د هغه سره به کښېناستی او خوراک به يې ورسره کوی چې په نتيجه کې الله تعالی د دوی تر زړونو تر منځ تفرقه او فاصله راوړه او د يو بل څخه يې کرکه د دوی په منځ کې پيدا کړه.

نو موږ بايد هيڅ وخت په نهي عن المنکر کې په يوځل ويلو بسنه ونکړو بلکې هر وخت او په دوامداره توګه نور انسانان د منکر کار د کولو څخه منع کړو.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ أَوَّلَ مَا دَخَلَ النَّقْصُ عَلَى بَنِى إِسْرَائِيلَ كَانَ الرَّجُلُ يَلْقَى الرَّجُلَ فَيَقُولُ يَا هَذَا اتَّقِ اللَّهِ وَدَعْ مَا تَصْنَعُ فَإِنَّهُ لاَ يَحِلُّ لَكَ ثُمَّ يَلْقَاهُ مِنَ الْغَدِ فَلاَ يَمْنَعُهُ ذَلِكَ أَنْ يَكُونَ أَكِيلَهُ وَشَرِيبَهُ وَقَعِيدَهُ فَلَمَّا فَعَلُوا ذَلِكَ ضَرَبَ اللَّهُ قُلُوبَ بَعْضِهِمْ بِبَعْضٍ.(سنن ابی داود: 4338)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۰۱

د بدعت د بدۍ په اړه د ځينو علماؤ ويناوې:

د سعید بن عنبسه څخه روایت دی: هیڅ داسې څوک نه دی چې یو بدعت یې اختراع کړی وي، مګر دا چې د مسلمانانو په وړاندې یې زړه د کینې او بغض څخه ډک سوی وي او امانتداري ورڅخه تللې وي.

د اوزاعي څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې پیدا کړی وي، مګر دا چې تقوی او د الله تعالی څخه وېره ورڅخه اخيستل سوې وي.

د حسن بصري څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې ایمان ورڅخه  بېزاره کېږي. يعني ایمان ورڅخه ليري کېږي.

د ابن عون څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې الله تعالی حیاء ورڅخه اخيستې وي او د هغه په وجود کې سخت زړه توب او توندخويۍ ځای نيولی وي.(الإبانة الصغری لإبن بطة)

که غواړی الله تعالی مو د دغسي بدو عاداتو او ناوړه حالاتو څخه وساتي نو د بدعاتو او خرافاتو څخه ځانونه وساتئ.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۳۱

د عمر څخه غفلت:

هغه غفلت چې د انسان د خوارۍ او ذلت سبب جوړيږي د خپل عمر څخه غفلت دی، عمر په استثنائي ډول هغه لوی نعمت دی چې په څېر يې بل نعمت نه سي پيدا کېدلای خو له بده مرغه چې ډېری انسانان يې په ارزښت نه پوهيزي.

مشهور متل دی چي عمر داسي دی لکه سره زر؛ خو زه وايم عمر تر سرو زرو هم ارزښتناکه دی ځکه په عمر باندې چې کوم کارونه کيږي  په سرو زرو يې انسان لاس ته نه سي راوستلای، که انسان خپل عمر او ځوانۍ ته پوره ځير سي دا به ورته ثابته سي چې هر ځوان که وغواړي يواځې په ځوانۍ کې د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي او ځان د بريا هغې لويي څوکي ته رسولای سي چې څوک يې فکر هم نه کوي.

که موږ د مسلمانانو زرين تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چې ډېر کسان د څلويښتو او پنځوسو کلونو څخه مخکې داسي لوړي مرتبې ته رسېدلي دي چې نن زموږ په زمانه کې خلک افتخار په کوي چې لويه بېلګه يې په سياسي او علمي ډګرونو کې ځيني مسلمان باچاهان او ستر علماء دي.

د وخت ارزښت او اهميت ته په کتو په حديث کې راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ.[المجالسة وجواهرالعلم1675] ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه نعمته دي چې ډېری خلک پکې تاوانيان دي: روغتيا او  فراغت دی.

همداسي په بل حديث کې راځي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ، شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ.[شعب الايمان 9768] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي حال کې چې يو سړي ته يې نصيحت کوی وفرمايل: پنځه شيان د پنځو شيانو مخکې غنيمت وشمېره: ځواني د سپينږيرتوب مخکې، روغتيا د ناروغۍ مخکې، بډايي د نادارۍ مخکې، فراغت د مصروفيت مخکې او ژوند د مړيني مخکې.

نو راځئ وخت او عمر غنيمت وګڼو او سمه ګټه ورڅخه پورته کړو! زموږ د عمر هره شيبه چې تېريږي زموږ څخه يو فرصت له لاسه وځي او تللي فرصتونه بيا هيڅ وخت په لاس نه راځي.

د ژوند په هره برخه کې چې مصروفيت لرو په هماغه برخه کې د خپل معيشت سره تر څنګ د ځان او نورو مسلمانانو نيکمرغۍ ته هم پاملرنه وکړو او د خپل عمر په هره لحظه کې د ځان او نورو مسلمانانو د دنيا او آخرت لپاره کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۲۶

پر انټرنټ محدوديت څنګه دی؟

د کومې ورځې څخه چې په افغانستان کې پر انټرنټ محدوديت لګېدلی او له امله يې په ځينو ولايتونو کې فايبر نوري شبکه مسدوده سوېده په سوشل ميډيا يا ټولنيزو شبکو کې خورا ګرم او تاوده بحثونه ورباندې روان دي؛ خو زه دومره وايم چې هر رښتينی حاکم نظام د خپل هيواد ملي ګټي په پام کې نيسي بيا چې کله نظام اسلامي وي خو بيخي يې په پام کې نيسي نو کومه پرېکړه چې د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا د انټرنټ د محدوديت په اړه سوېده ممکن په دې کې د هيواد ملي ګټي په پام کې نيول سوي وي ځکه تجربې او عقلي ادراک ښودلېده چې هيڅ مسلمان با احساسه مشر د خپل ولس لپاره تباهي، جهالت او ګمراهي نه غواړي بلکې په هر فرمان او حکم کې د ملت ټولي ګټي په پام کې نيسي ځکه نو د هيڅ مسلمان لپاره دا مناسبه نه ده چې دومره ژر په پټو سترګو پر نظام نيوکي او انتقادونه پيل کړي.

که اوسنۍ نړۍ ته وګورو هر هيواد خپلو داخلي او خارجي ګټو ته په پام پر انټرنټ محدوديت لګوی دی آن تر دې چې په ځينو هيوادونو کې خو انټرنټ ته لاسرسي ډېره محدوده وي نو ځکه ويلای سو چې امارت هم حق لري پر انټرنټ محدوديت ولګوي، مبتذل او مفسد ويب سايټونه فلتر کړي، په هيواد کې د ځوانانو د سياسي او فکري انحراف د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د دښمنانو تبليغاتو او پروپاګند ته د عامو خالي الذهن انسانانو لاسرسي بنده کړي ځکه د ناروا رسنيو د منفي تأثيراتو څخه اغيزمنتيا د هيچا څخه پټه نه ده چې په نړۍ کې د دې لپاره موږ ډېر مثالونه لرو.

دا صحيح خبره ده چې د انټرنټ څخه ښه استفاده هم کېدلای سي خو محدوديت په دې معنی نه دی چې څوک دې نو ښه استفاده ورڅخه نه کوي بلکې محدوديت د دې لپاره دی چې د غير شرعي او غير اخلاقي استفادې مخه ونيول سي او د ځوانانو ارزښتناکه وخت په ګټورو شيانو کې ولګول سي.

د هر شي څخه ښه  او بده استفاده د خلکو په پوهاوي پوري اړه لري؛ دا معلومه خبره ده چې زموږ په خلکو کې په خاصه توګه په ډېرو ځوانانو کې د انټرنټ څخه د ښې استفادې په اړه پوهاوی ډېر کم دی ځکه زموږ ډېری ځوانان نالوستي دي او يا هم د ښې استفادې لپاره شرايط ورته برابر نه دي نو په دې کې هيڅ خبره نسته چې د شرايطو د برابرولو په موخه او يا د پوهاوي ورکولو په نيت انټرنټ محدود سي.

زه خپله يو ډاکټر ته ولاړم، پوره يو ساعت دېته منتظر وم چې ما ته نوبت ورسيږي کله چې نوبت راته ورسېدی او د ډاکټر کتنځای ته ورغلم، زه ډاکټر ته ناست وم خو ډاکټر تر لسو دقيقو اضافه په ټليفون مصروف وو په داسي حال کې چې د کتنځای څخه بهر په لسهاوو نو خلک هم ډاکټر ته په نوبت کې ناست وه، دا يې يوه وړوکې بېلګه وه ډېری داسي کسان موږ ليدلي دي چې ټوله ورځ هسي بې فايدې پر ټليفون ګوتي ښوروي چې نه يې ځان ته ګټه رسيږي او نه يې هم نورو ته نو محدوديت يې هيڅ پروا نه لري بلکې لا ډېري ګټي پکې نغښتي دي.

دا سمه خبره ده چې نن د طبابت، انجينري، تجارت، علم، احصائيې، څېړنو، بانکدارۍ، رسنيو او تکنالوژې په برخه کې سيسټمونه جوړ شوي چې بېله انټرنټه کار نه کوي خو د انټرنټ محدوديت پر دې شيانو کومه بده اغېزه نه کوي؛ بلکې نظام داسي نه کوي چې دا ټول سيسټمونه دې بند کړي او د سل کال مخکې ساده طريقو ته مخه کړي. پر انټرنټ محدوديت يواځې د اخلاقي، سياسي، اداري او ټولنيز فساد د مخنيوي لپاره وضع کيږي او دا کومه نوې خبره نه ده همدا اوس په ډېرو هيوادونو کې داسي محدوديت وضع دی.

زموږ غوښتنه د خپل ولس څخه دا ده چې د هيچا پر تبليغاتو دې غوږ نه نيسي يواځې دې په هيواد کې د ننه د خپلو علماؤ، پوهانو او مشرانو توصيو ته پام وکړي او د نظام سره دې په جراآتو کې لا ښه مرسته وکړي تر څو په همږغۍ سره د هيواد د آبادۍ لپاره ګامونه پورته کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۲۳

د بدعتي انسان څخه هيڅ شی نه قبليږي:

ژباړه: حذيفه رضي الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی د بدعتي انسان څخه نه روژه قبلوي، نه لمونځ قبلوي، نه يې صدقه قبلوي، نه يې حج قبلوي، نه يې عمره قبلوي، نه يې جهاد قبلوي، نه يې فرضي عبادت قبلوي او نه يې نفلي عبادت قبلوي؛ بدعتي انسان د اسلام څخه داسي وځي لکه ورېښته چې د اوړو څخه وځي.

په دې حديث کې د بدعت لپاره دوه لوی تاوانونه بيان سوي دي: لومړی دا چې د بدعتي انسان هيڅ عبادت الله تعالی ته د قبول وړ نه دی. دويم دا چې د بدعتي انسان خاتمه په خطر کې ده ځکه چې دی ډېر ژر د اسلام څخه وځي دا په دې خاطر چې دی خرافات او بې ثبوته کارونه د دين په نوم باندې کوي.

د دې لپاره چې د هيڅ مسلمان هيڅ عبادت بيهوده او بې فايدې نه سي او خاتمه يې هم په خطر کې نه سي بايد ځان د هر ډول بدعت څخه وساتي.

عَنْ حُذَيْفَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ يَقْبَلُ اللَّهُ لِصَاحِبِ بِدْعَةٍ صَوْمًا ، وَلاَ صَلاَةً ، وَلاَ صَدَقَةً ، وَلاَ حَجًّا ، وَلاَ عُمْرَةً ، وَلاَ جِهَادًا ، وَلاَ صَرْفًا ، وَلاَ عَدْلاً ، يَخْرُجُ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا تَخْرُجُ الشَّعَرَةُ مِنَ الْعَجِينِ.(سنن ابن ماجة49)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۱۹

ښه خلک هميشه دښمنان لري:

که دې رښتيا ويل ارومرو دي درواغجن خلک دښمنان کيږي، که دې د الله تعالی توحيد ته خلک رابلل ارومرو دي مشرک مزاجه خلک دښمنان کيږي، که دې سنت ته خلک رابلل ارومرو دي بدعتي انسانان دښمنان کيږي او که دې د پخوانيو ښو خلکو اجماع ته خلک رابلل ارومرو دي ناپوه او جاهل خلک دښمنان کيږي.

انساني ټولنه په فطرت کې داسي جوړه شوېده چې د هر مثبت لپاره يو منفي دښمن شته له همدې امله هغو کسانو ته ډېر ژر دښمنان پيدا کيږي چې په ټولنه کې د اصلاح او خيرخواهۍ کار کوي او خلک د خرافاتو او فاسدو رواجونو څخه راګرځوي بيا په خاصه توګه په هغه ټولنه کې چې رواجونه تقدس غوره کړي او د دين يوه برخه وګرځي ځکه په داسي ټولنه کې رواجونه د خلکو عقايد او باور ګرځي کوم چې انسان ځان ورباندې وژني.

که تاريخ ته وګورو د انبياؤ او حقاني علماؤ سره ډېرو نا اهلو انسانانو دښمني کړې ځکه چې هغوی خلک توحيد ته رابلل، په ټولنه کې يې امربالمعروف او نهي عن المنکر کوی او د ټولو خرافاتو او بدعاتو په وړاندې يې مبارزه کول له همدې امله يې پر انبياؤ تورونه لګول، هغوی ته يې بدبد نسبتونه کول او په ساحرانو او ليونيانو يې متهم کول.

دا د دين د دعوتګرانو د حقانيت نښه ده چې ټول مخالفين يې ناپوهان او نا اهله انسانان دي ځکه د اصلاحي عمل څخه هيڅ وخت ښه سړی مخالفت نه کوي او د مصلحو انسانانو مخې ته خنډونه نه اچوي بلکې تر خپل توانه مرسته او کومک ورسره کوي او د ديني دعوت په لاره کې يې معاونين جوړيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۱۸

په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو بريد:

اسرائيلو په دوحه کې د حماس مجاهدينو پر مشرانو په بريد کې ټولي اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې موږ که وغواړو هر ځای په نښه کولای سو ځکه چې اسلامي نړۍ په خپل منځ کې سره ورانه ده او هيڅ اسلامي هيواد د بل اسلامي هيواد په دفاع کې د اسرائیلو سره ځان په لانجه نه اخته کوي.

لږ تر لږه اسلامي هيوادونه پر دغه اتفاق ته نه سره رسيږي چې د اسرائيلو سره سياسي او تجارتي اړيکي پرې کړي ځکه نو موږ وينو چې د اسرائيلو لخوا د دومره ډېرو ظلمونو او تېریو سره سره چې پر غزې، سوريې، يمن، لبنان او ایران يې وکړه او لا يې هم کوي اوس هم ځيني اسلامي هيوادونه سته چې اسرائيل په رسميت پېژني او له هغوی سره ديپلوماتیکي او تجارتي صمیمي روابط لري.

همدا اوس د ډېرو اسلامي هيوادونو فضا د اسرائيلو پر مخ خلاصه ده هر هيواد چې بمباروي څوک يې په وړاندي غبرګون نه سي ښکاره کولای دا ځکه چې بيا د امريکا خوا بديږي او د اسلامي هيوادونو د واکمنانو حاکميت ته ستونزي پيدا کيږي.

که د اسلامي هيوادونو د واکمنانو دغسي د بې غيرتۍ او بې احساسۍ حالت وي، مسلمان ولسونه په داسي غفلتي خوب ويده وي، د اسلامۍ نړۍ په اقتصادي بازارونو کې ډالر حاکم وي او د مسلمانو پر زړونو د امريکا څخه وېره غالبه وي نو تر دې به د سختو او پېچلو حالاتو ليدونکې و اوسو او اسرائيل به هيڅ اسلامي هیواد ته ارزښت ور نکړي بلکې د امريکا د بنجرک په څېر به د نړۍ په هر کونج او کنار کې مسلمانانو ته داړونکې غپاوې وکړي خو موږ غريبان به کاږه مغزيان او لاس تر زني په ننداره ورته ناست يو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۹

د سنبلې د نهمي په مناسبت:

د سنبلې۹د مؤمنانو د بريا او کفارو د ماتې ورځ ده، په دې ورځ د اهل ايمان د ايماني جذبې د بريا څرک د آسيا په لوړو څوکو کې و پړکېدی او د اهل باطل د طغيان او سرکښۍ متمرد سر را ټيټ او د غرور دبدبه يې په نړۍ کې نسکوره شوه، په دې ورځ کې ايمان د کفر څخه او خپلواکۍ د اشغال څخه د مبارزې ميدان وګټی، په دې ورځ کې د ملحدينو هغه خوبونه په اوبو لاهو شوه چې د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان د دیموکراسۍ ځالګې جوړه کړي او د دې پر عکس د هغو مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل شوې چې د لسيزو را پدې خوا يې په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کول، په دې ورځ کې د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه وړاندوينه په واقعيت بدله شوه چې د امريکايي اشغال په پيل کې يې کړېوه او ويل يې: يوه ورځ به آمريکا د ليست د سر څخه و پای ته را شوه کيږي.

هوکې؛ همداسي وشوه آمريکا خپل نظامي او سياسي ارزښت له لاسه ورکړ او په نړۍ کې يې هغه هيبت ختم شو چي يو وخت به يې خلک د نوم په اورېدلو لا وېرېدل او هغه باورونه درواغ وختل چې آمريکا ګرسره ماتې نه خوري.

د سنبلې۹د افغانانو لپاره د تاریخي وياړونو د اعادې او په ۲۱ پېړۍ کي د زرين تاريخ د پيل ورځ ده په دې ورځې کې افغانانو هغه څه تر لاسه کړ چې د لاس ته راوړلو لپاره يې په لکهاوو شهيدان او ټپيان ورکړه، ډېري قربانۍ يې ورکړې او ډېر مالي زيانونه يې وليدل هغه مبارک شی خپلواکي او آزادي وه چې د هر انسان فطرتي حق دی.

دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي او الله تعالی دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چې ګټلې خپلواکي او راغلی اسلامي نظام په سمه توګه وساتو او د پوره سمبالولو او دوام لپاره يې مناسب او کوټلي ګامونه واخلو.

د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او حوصله مندۍ سره بېله کوم تبعيضه په اتفاق او اتحاد باندې د هيواد د ترقۍ او هيوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او د دې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کې پوره مرسته او کومک وکړي.

د دې تر څنګ چي موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کي کارنامې نه هېروو د تېر ژوند څخه به عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټوله به په ګډه د دې لپاره کار کوو چې بيا ځلي زموږ هيواد د پرديو د يرغل هدف و نه ګرځي، زموږ افغانان د پرديو لخوا ښکار نه شي، په هيواد کې د ننه نظام او ولس د ننګونو سره مخامخ نه شي، د نظام او ولس تر منځ واټن پيدا نه شي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول شي، ځان ځانۍ او تفردات ختم شي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نه شي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ګران هيواد افغانستان په په پاتې شوي رغنيزي سيالۍ کي د نړۍ په کچه مخ ته کړي او د سيالانو سيال يې وګرځوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۶

د شپې لخوا ډېر مهم دم:

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بقرې سورت دوه آخري آيتونه هر څوک چې يې د شپې تلاوت کړي د ده بسنه به وکړي.

علماؤ ليکلي دي: دغه دوه آيتونه د څو شيانو څخه د انسان کفايت او بسنه کوي: د شپې د لمانځه څخه، د قرآن د حزب څخه د شر څخه د شيطان، جنياتو او هر آزار رسوونکې شي.

يعني څوک چې د شپې دغه دوه آيتونه تلاوت کړي د دې اميد شته چې الله تعالی به يې په تلاوت، د شپې د لمانځه ثواب ورکړي او که څوک د شپې د قرآن شريف د تلاوت حزب يا ورد ولري نو که يوه شپه يې و نه وايي او دغه دوه آيتونه ووايي اميد شته چې دغه دوه آيتونه به يې د هغه ورد پر ځای ودريږي؛ همداسي که څوک د شپې دغه دوه آيتونه ووايي الله تعالی به يې په برکت د شيطان او پېريانو د شر څخه وساتي او د هر هغه شي د شر څخه به يې په آمان کړي چې انسان ته آزار رسوي لکه مار، لړم او نور حشرات.
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الآيَتَانِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ مَنْ قَرَأَهُمَا فِى لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ».( صحيح مسلم 1914)
مولوي نورالحق مظهري

آيا غواړې الله تعالی عزت درکړي؟

ژباړه: د عمرو بن ميمون څخه روايت دی چې ده وويل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو به ويل: په مځکه کې مسجدونه د الله تعالی کورونه دي، نو يقينا چې څوک په هغو کې د الله سره ملاقات کوي الله تعالی به يې ارومرو عزت کوي.

دا يو عادت او معمول دی چې د هر چا کور ته څوک ورځي نو ارومرو به يې کوربه په خپل کور کي عزت کوي.

مسجدونه هم د الله تعالی لپاره د عبادت او طاعت ځايونه دي چې د کور حيثيت لري هر څوک چې مسجد ته د عبادت او طاعت لپاره ځي ارومرو به يې الله پاک عزت کوي او د بنده په ګټه به ورته د ثوابونو او درجو ميلمستيا ورکوي.

مسجدونه ټینګ کړئ او د لمانځه، ذکر او درس لپاره ورسئ ترڅو د الله تعالی لخوا عزت او میلمستیا تر لاسه کړئ. 

عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ قَالَ: كَانَ أَصْحَابُ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُونَ: إِنَّ بُيُوتَ اللهِ فِي الأَرْضِ الْمَسَاجِدُ، وَإِنَّ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنْ يُكرِمُ مَنْ زَارَهُ فِيهَا.[الزهد لإبن مبارک2/6]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۰۲

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(اتمه برخه)

قومي تعصب:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه قومي تعصب دی؛ د اسلام په راتګ سره پر قومي تعصب باندي کلک بنديز ولګېدی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلاَ إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلاَ لاَ فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلاَ لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلاَ أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلاَ أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلاَّ بِالتَّقْوَى.[مسندامام احمد]
ژباړه: ای خلکو! خبر اوسئ چې ستاسو پروردګار يو دی، ستاسو پلار يو دی (چې آدم عليه السلام دی) خبر اوسئ! چې فضليت نسته د عرب لپاره پر عجم او د عجم لپاره پر عرب، او فضيلت نسته د سره لپاره پر تور، او د تور لپاره پر سره مګر په تقوی سره.

يعني: عربيت چې هغه يوه قومي ده او عجميت چې هغه هم يوه قومي ده، او سپين پوست والی چې هغه  خاصيت د يوې قومۍ دی، او تور والی چې هغه هم خاصيت د يوې قومۍ دی، يو لا هم معيار د فضيلت د انسان نه شي کېدلای، بلکې معيار د فضيلت د انسان فقط اوفقط تقوی او پرهيزګاري ده.

خو له بده مرغه زموږ په ټولنه كې قوم پالنه، ژبه پالنه او وطن پالنه نن دومره منفي اوج ته رسېدلې چې خلک يې د ښه توب او بدتوب معيار بولي او پر اساس يې د خلکو سره دوستي او دښمني کوي.

د نورو خلکو په څېر ځوانان هم د دې منفي فکر او غلط دود ښكار سويدي او د قومۍ پر لحاظ ښه کارونه پريږدي او بد کارونه کوي، د قومۍ پر لحاظ حق پټوي او باطل ښکاره کوي، د قومۍ پر لحاظ مظلوم تر پښو لاندي کوي او د ظالم مرسته کوي، د قومۍ پر لحاظ دوست ته دښمن او دښمن ته دوست وايي، د قومۍ پر لحاظ غلطي فيصلې کوي، د قومۍ پر لحاظ د مجرم شفاعت کوي، د قومۍ پر لحاظ درواغ وايي او غيبت کوي او داسي نور منفي کارونو چې د قومۍ په خاطر يې کوي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ. [صحيح مسلم7028]
ژباړه: څوک چې عمل يې شا ته کړي نسب يې نه سي مخ ته کولای.

يعني د انسان پرمختګ او ښه توب په عمل باندې دی نه په نسب باندي څوک چې عمل يې سم نه وي په نسب باندي نه سي مخ ته کېدلای.

زموږ ځوانان بايد د نورو مسلمانانو سره د خپل هر نسبت معيار ايمان او تقوی وګرځوي او د هر چا سره یې هره معامله د ايمان او تقوی پر بنياد وي تر څو خدای مکړه د قومي تعصب په ګناه باندي روږدي نه سي او د هغو انسانانو څخه و نه ګرځي چې الله پاک تر توري کوخکي لا هم بې اعتبار بللي دي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۸

د اسد ۲۸ د خپلواکۍ ۱۰۶ کليزه دې ټولو ته مبارک وي:

د انګريزانو څخه د افغانانو خپلواکي دي ټولو ته مبارک وي خو د تېرو کارنامو په اړه يواځي مبارکي او نمانځنه زموږ مسئوليت نه دی بلکې د يادوني تر څنګ د تېرو کارنامو ساتل او د پخوانيو په څېر چې دغه کارنامې يې ګټلي د ځان جوړول هم زموږ وظيفه ده.

زموږ نيکه ګانو او پلرونو چې په کومه روحيه او ايماني جذبه د انګريزانو سره مبارزه کول او ۶۰ زره مسلمان افغانان د ۳۴۰ زره فرنګيانو په وړاندې بريالي و جنګېدل او هغوی ته يې ډېره سخته ماتې ورکړه موږ هم بايد په ځان کې د هغوی په څېر روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړو او تل د هر بهرني يرغلګر د هر یرغل په وړاندې هغه پاليسي غوره کړو کومه چې زموږ نيکه ګانو درلودل.

که موږ تل تر خپل منځ په اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ژوند وکړو او ځانونه په عقيدوي او عملي لحاظ پر اسلام برابر کړو دا به په هر وخت کې د هر باطل په وړاندې زموږ د آماده ګۍ ښګارندويي کوي او موږ ته به د هر ډول نظامي، فرهنګي، فکري  او سياسي يرغل په وړاندې د فعالي مبارزې روحيه راکوي.

اوس چې الحمدلله په تمام معنی سره هيواد خپلواک دی او په هره سياسي پرېکړه کې زموږ هيواد د هيچا تر اغېزي نه دی لاندي موږ بايد د الله تعالی د شکر آداء کولو تر څنګ د دغي خپلواکۍ د ساتلو په کوښښ او تلاش کې وشو او د تېرو يرغلونو پاتې فکري او اقتصادي منفي اغيزې هم د هيواد او هيوادوالو څخه ختمي کړو.

مسلمان نه تنها دا چې د هر نظامي يرغل څخه د ځان په خلاصون مکلف دی بلکې د فکري، فرهنګي، سياسي او اقتصادي يرغلونو څخه هم بايد ځان وساتي تر څو په هيڅ ډول د کافر او منحرف انسان تر تأثیر لاندې را نه شی او په ټولو ډګرونو کې ځان د غلامۍ او مرييتوب څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۶

د اسد ۲۴ د درسونو او عبرتونو ورځ:

د اسد ۲۴ هغه ورځ ده چې په نړۍ کې د وخت زبرځواک د ظاهرا ضعيفو انسانانو په وړاندې سخته ماتې وخوړه او په افغانستان کې يې د استعمار او استثمار ليدلي خوبونه په اوبو لاهو شوه او د ځان په ګټه يې د ټولې اسيا لپاره جوړ شوی پلان له خاورو سره خاورې شو ځکه د دوی د راتګ موخه يواځې د افغانانو د ايمان او خپلواکۍ خرابول نه وو بلکې دوی غوښتل د افغانستان له لارې د آسيا پر نورو هيوادونو هم خپله عملي ولکه يا نفوذ پلی کړي خو د افغان مجاهد ملت شل کلني مبارزې دوی په شرمونو وشرمول او ټيټ سرونه يې د افغانستان څخه وشړل؛ د دې تاريخي ورځي د شانداره حقيقت څخه موږ لاندې درسونه او عبرتونه زده کولای شو:
۱ -  هيڅ وخت دې سړی ځان د نړۍ د زبرڅواک څخه په امان نه بولي او د هغه په وړاندي بايد تل خپل اکمالاتي آماده ګي ولري ځکه په عموم کې زبرځواک هيوادونه د ظاهري غرور په سبب د داسي لويو تېروتنو مرتکب کيږي چې په نتيجه کې ځان ته هم تاوان رسوي او تر يرغل لاندې راغلي هيوادونه هم زيانمند کوي يا يې لږ تر لږه پرمختګ ټکنی کوي.

۲ -  د حقيقي جهادي مبارزه که څه هم ځنډنۍ شي خو که په استقامت او تدبير سره وشي ارومرو نتيجه ورکوي لکه زموږ په هيواد کې چې د مجاهدينو شل کلني مبارزې ځلانده نتيجه ورکړه او په پايله کې يې هغه زبرځواک هيواد ماتې ته مجبور کړ چې يو وخت يې خلکو ماتې خوړل محال باله او په هره برخه کې يې د تل لپاره د دوی بريا او بقاء حتمي ګڼل.

۳ – جهادي مبارزه بايد د يوه امير تر مشرۍ لاندې وشي تر څو په ظاهري او معنوي لحاظ صف يو وي، په مبارزه کې همږغي وي، مجاهدين د وېشلو او تقسيم څخه وساتل شي، په ولس کې تفرقه پيدا نه شي او د جهادي مبارزې څخه هيلي مړاوي پاتې نه شي لکه اسلامي امارت چې شل کلنه مبارزه د يوه امير تر مشرۍ لاندې وکړه له همدې امله صف متحد پاتې شو، ولس مجاهدينو ته د يوه ستر فعال حرکت په سترګه کتل، د نړيوالو د نفاقي دسيسو څخه وساتل شوه او د جهاد څخه مهم هدف چې د اسلامي نظام واکمنتيا وه په لاس راغلی.

۴ – اهل حق که د حق لپاره مبارزه وکړي ولو که د صفر څخه شروع شي او ورو ورو پر مخ روانه وي خو چې للهيت پکې وي ارومرو يوه ورځ بريا ته رسيږي او د اهل باطل په نسکور کېدلو باطل له منځه ځي لکه د اشغال په وړاندې د افغانانو مبارزه چې د پاکو او سپېځلو انسانانو لخوا د الله تعالی د رضا لپاره پيل شوه هغه دی داسي نتيجه يې ورکړه چې اهل باطل د خپل ټول واک سره د هيواد پرېښودلو ته مجبور شوه ځکه دلته امريکايانو او غربيانو يواځې نظامي اشغال نه وو راوړی بلکې دوی د ځانه سره فکري، فرهنګي او کلتوري اشغال هم راوړی وو تر څو نه تنها دا چې افغانستان په فزيکي لحاظ د ځان مستعمره جوړه کړي بلکې د افغانانو څخه د دوی ديانت، اسلامي اخلاق، ديني فرهنګ او افغاني کلتور هم واخلي چې دوی  د دې کار د کولو لپاره ډېري عملي او مالي هڅي هم وکړې او په ډېره لوړه کچه بوديجه يې د افغانانو د بې دين کولو او ارتداد لپاره مصرف کړه، خو الحمدلله د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په هراړخيزي مبارزې دوی د خپلو ټولو فکرونو او پلانونو سره وتلو ته اړايستل شوه.

۵ – په جهادي مبارزه کې معنوي او مادي قوتونه دواړه مهم دي ځکه معنوي قوت انسان ته روحي ځواک، استقامت، زغم، قوي اراده او د آينده لپاره فکر ورکوي چې په جګړه ايز ميدان کې د بريا لويه کيلي ده او مادي قوت انسان ته د دښمن په وړاندي د دفاع او بريد توان ورکوي چې هم د دښمن د بريدونو مخه ورباندي نيول کيږي او په مناسب فرصت کې پر دښمن  بريد کولو ته زمينه هم برابريږي له همدې امله دی چې په اسلام کې دواړو قوتونو ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې پوري اسلامي دولتونو دې برخې ته ډېره پاملرنه کړېده او د جنګياليو د روزلو او خاصو وسلو جوړولو له لاري يې دې هدف ته د رسېدلو کوښښ کړی دی؛ دا يقيني خبره ده چې د امريکايانو په شل کلنه جګړه کې زموږ مجاهدينو ډېره ښه روحيه درلودل او په ډېره پخه عقيده باندې جنګېدل خو مادي امکانات ډېر کم وه ځکه نو د اسلامي کارپوهانو په وينا که مجاهدينو پرمختللي وسلې درلودلای امريکا به ډېر ژر او مخکي ماتې خوړلې وای او مجاهدينو به د دې تر څنګ چې تلفات لږ ورکولای فتح به يې هم ژر تر لاسه کړې وای.

۶ – د ملت د ارادې او اسلامي اصولو خلاف د يرغلګرو سره درېدل د ځانه سره ډېره تاريخي رسوايي او لويه ناکامي لري؛ که موږ د خپل هيواد تاريخ د انساني ارزښت او انساني آبرو له پلوه وګورو دا به راته ثابته شي چې تر ټولو بدنام کسان هغه خلک دي چې د خپل ملت د ارادې او اسلامي اصولو پر خلاف د يرغلګرو سره درېدلي او د خپل ملت او مبارزينو په وژلو او ځپلو کې يې د هغوی سره مرسته کړې لکه هغه کسان چې د انګريزانو سره ودرېدل، هغه کسان چې د روسانو سره ودرېدل او هغه کسان چې د صليبي امريکايانو سره ودرېدل په ټولو باندې نن هر هوښيار او عقل والا بد وايي او تر ټولو سپک او بې ارزښته خلک هم دوی دي ځکه دوی د ټولو نقلي او عقلي ارزښتونو خلاف داسي عمل کړی چې تجويز ته يې هيڅ ډول منلي دلائل نه شي پيدا کېدلای او يو په سلو کې هم مثبته کړنه ورته نه شي ويل کېدلای نو موږ ټوله بايد د دوی څخه درس واخلو او هيڅوخت داسي بدمرغي او ناوړي کړني ته زړه ښه نکړو.

۷ – د يو هيواد د خپلواکۍ په ګټلو او ساتلو کې د ويښو او بيدارو انسانو شتون ډېر ضروري دی ځکه په شل کلن اشغال کې د جګړه ايزي جهادي مبارزې ترڅنګ ډېرو ويښو انسانانو فرهنګي او فکري مبازه هم وکړه چې له يوې خوا يې جهادي مبارزه قوي کول له بلي خوا يې د دښمن فکري او تبليغاتي ملا ورته ماتول؛ که پر حقيقت سترګې پوټي نه کړو دا به راته ثابته شي چې د امريکايانو پر ضد په شل کلنه مبارزه کې په ښارونو کې ديني مدرسو او فرهنګي اسلامي مرکزونو ډېر مجاهدين وروزل بلکې په فکري او فرهنګي برخو کې يې د امريکايانو ډېر پلانونه د خاورو سره خاوري کړه، ځکه همدغه ديني مدرسې او اسلامي فرهنګي مرکزونه وه چې د خلکو پر فکرونو يې کار کوی، جهادي مبارزې ته يې ذهنونه جوړول، په خلکو کې يې د فکري او سياسي ارتداد د خپريدا مخنوی کوی، د مبتذلو رسنيو د فاسدو نشراتو په زيانونو يې خلک خبرول او لنډه دا چې د خپلو جګړه ايزو مجاهدينو تر څنګ يې په ډېري مېړاني او  سالمي طريقې فرهنګي او فکري مبارزه وکړه. نو هميشه بايد په هيواد کې د ويښو انسانانو او فعاله روزنځايونو شتون ته ډېره پاملرنه وشي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۳

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه!

د اسد ۲۴ د خپلواکۍ مبارکه ورځ دې د ټولو افغانانو لپاره مبارک وي.

په دې ورځ کې ايمان پر کفر، تقوی پر فسق، اخلاقو پر بداخلاقۍ، حياء پر بې حیايۍ، اسلامي سياست پر ديموکراسۍ، سنت پر بدعت او اسلامي امارت پر جمهوريت بريا تر لاسه کړه او د نړۍ زبر ځواک هيواد د خپل ټول نظامي او سياسي حضور سره د خپلو ګوډاګيانو سره يوځای د ګران هيواد افغانستان څخه په مړاوو سترګو او ټيټو سرونو ووتی چې په نتيجه کې الله تعالی دغه ستره او خالصه خپلواکي افغانانو ته په خپلې ځانګړي پېرزويني او نعمت سره ورکړه.

موږ بايد د الله تعالی شکر آداء کړو، د هر هغه چا څخه مننه وکړو چې د دې خپلواکۍ په راوستلو کې يې هر ډول ونډه اخيستې وي او د تل لپاره د دې خپلواکۍ په ساتلو کې د خپل ټول توان سره د نظام تر څنګ ودريږو او په دې اړه خپل ايماني، وجداني او وطني مسئوليت په سمه توګه آداء کړو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۱

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(اوومه برخه)

په سودا او معامله کې بې غوري:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه په سودا او معامله کې بې غوري ده؛ که څه هم زموږ په زمانه کې ډېری خلک په سودا او معامله کې شرعي اصول په نظر کې نه نيسي او په ډېره برخه کې يې تجارت د سود او ګټي پر اساس ولاړ دی خو تر بل هر چا د ځوانانو څخه په دې مسئله کې تساهل ډېر کيږي، په داسي حال کې چې مسلمان لکه په عباداتو کې چې ځان د شريعت په منلو مکلف بولي په اقتصادي چارو کې هم بايد د شريعت په منلو باندې ځان مکلف وبولي او خپل ټول راکړه ورکړه د شريعت په چوکاټ کې د ننه سر ته ورسوي.

په دې باندي نن هر څوک پوهيږي چې سود حرام دی او کوونکی يې فاسق دی که يې څوک حلال وبولي هغه خو صراحتا کافر کيږي نو بناءً زموږ ټوله مسلمانان په خاصه توګه ځوانان بايد د هري هغه سودا څخه ځان وساتي چې په هغې کې د سود او ربا بوی وي.

همدا راز په سودا کې د نورو مسلمانانو خطا ايستل هم شرعا حرام او ناروا دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ غَشَّ ».[سنن أبي داود] يعني زموږ څخه نه دی هغه څوک چې خلک خطاباسي.

له بده مرغه چې نن د ډېرو دوکاندارانو لخوا د دې حديث مخالفت کيږي او د دې کوښښ کوي چې رانيوونکي خطاباسي يو شی د بل شي په نامه ورکوي، بد شی د ښه شي په نامه ورکوي، ارزان شی د ګران شي په نامه ورکوي او دېته ورته نوري بېلګې.

په اسلام کې د تجارت کول او د ډېرو پيسو پيدا کول حرام نه دي خو د حرامي لاري څخه او د مسلمانانو په خطا ايستلو باندي د پيسو پيدا کول حرام دي او څوک چې دغسي سودا کوي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: دا سړی زموږ څخه نه دی.

حديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم دی چې فرمايي: مَنْ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنَ السُّحْتِ فَإِلَى النَّارِ.[المستدرک7165] يعني څوک چې غوښه يې په حرام باندي وده وکړي د هغه سره اور مناسب دی.

دا معلومه خبره ده چې د هيڅ مسلمان او د هيڅ ځوان زړه نه غواړي چې بدن يې په اور باندې وسوځي نو بناءً ځان بايد د حرام مال د پيدا کولو څخه وساتي او په سودا کې د مسلمانانو د خطا ايستلو څخه په کلکه ډډه وکړه.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۲۰

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(شپږمه برخه)

د اسلامي لباس نه انتخاب:
زموږ په زمانه کې د ځوانانو د انحراف بله بېلکه دا ده چې ځيني ځوانان د ځان لپاره اسلامي لباس او يونيفورم نه انتخابوي بلکې داسي لباس په تن کوي چې د مسلمان ځوان سره هيڅ نه ښايي.

په اسلام کې د لباس او کالو لپاره درې اصله وجود لري چې په کالو به عورت پټ وي، د جنس مخالف سره به مشابهت نه راځي او د کفارو ځانګړي کالي به نه وي تر څو د دوی سره هم مشابهت را نه شي.

له بده مرغه چې اوس ځيني ځوانان او نجوني داسي کالي په تن کوي چې عورت نه په پټيږي او يا هم په کالو کې ځوانان د ښځو سره او ښځي د ځوانانو سره مشابهت کوي او يا هم داسي کالي اغوندي چې په هغو باندې انسان د کفارو سره مشابه کيږي.

نارينه بايد په استثناء د شرعي ضرورته هميشه داسي لستوڼي والا کالي واغوندي چې لږترلږه د نامه څخه تر ځنګنو پوري يې بدن په پټ وي، په اسلامي ټولنه کې د نفرت او بې حيايۍ سبب ونه کرځي او داسي پيراخه وي چې د بدن د غړو انعکاس ورنکړي. 

مسلمانه ښځه بايد داسي کالي واغوندي چې هم پنډ هم پيراخه او هم اوږده وي او ټوله بدن يې ورباندې پټ وي او د دې تر څنګ اوږد او غټ پړونی هم ولري چې د اړتيا په صورت کې يې پرځان باندي راتاو کړي.
نارينه او ښځينه دواړه دا مسئوليت لري چې د کالو په اغوستلو کې د يوبل سره مشابهت ونکړي يعني نارينه د ښځي کالي وا نه غوندي او ښځينه د نر کالي وا نه غوندي همدا راز خپل کالي داسي جوړ نکړي چې د يو بل سره يې ورته والی راځي.

همدا راز مسلمان او مسلمانه په دې باندې مکلف دي چې د داسي کالو د اغوستلو څخه په کلکه ډډه وکړي چې هغه د کافرانو کالي وي او يا يې هم په اغوستلو سره يې د کفارو سره مشابهت راځي لکه ځيني دريشۍ او نيکټايي چې مسلمان ته يې اغوستل نه رواکيږي.

نو زموږ مسلمان ځوانان بايد په دې باندي خپل سر خلاص کړي چې کالي او يونيفورم د انسان د شخصيت ښکارندويي کوي که څوک غواړي خپل شخصيت دروند او مسلمان ښکاره کړي نو داسي کالي دي واغوندي چې د مسلمان سره مناسب وي او د داسي کالو د اغوستلو څخه دي ځان وساتي چې خدای مکړه انسان يې په اغوستلو کافر او سپک معلوميږي.

په اسلام کې کالو ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی، دا شرعي مسئله ده چې کله د کفارو او مسلمانانو مړي داسي  سره ګډ شي چې تشخيص يې نه کيږي نو د کالو او نورو نښو پر اساس دي وپېژني، کوم چا چې د مسلمان کالي اغوستي وي هغه مسلمان شمېرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي کيږي او د مسلمانانو په هديره کې ښخيږي او کوم چا چې د کفارو کالي اغوستي وي او د کفارو نښي ورباندي وي هغه کافر شمېرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي نه کيږي او د مسلمانانو په هديره کې نه ښخيږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۱۴

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(پنځمه برخه)

سياسي انحراف: 
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه د اسلامي سياست څخه اووښتل دي؛ دا معلومه خبره ده چې اصلي سياست د دين نه بېلېدونکې برخه ده بناءً هر مسلمان بايد ځان په اسلامي سياست کې ورسوي خو له بده مرغه چې زموږ ځيني ځوانان اوس د کاذب سياست ښکار سويدي او د اسلامي سياسي مسير څخه اووښتي دي.

اسلامي حاکميت او اسلامي نظام چې د اسلامي سياست بنسټيز اصل او اساسي محور دی د ځينو ځوانانو څخه بيخي بېګانه سوی دی نو ځکه د تېرو اسلامي خلافتونو په اړه معلومات نه لري، د اسلامي نظام په فلسفه باندې خبر نه دي، د اسلامي نظام په ارزښت باندې نه پوهيږي او د اسلامي نظام راتللو، پياده کولو او قوي کولو ته نه ليوالتيا لري او نه يې هم دومره مهم بولي په داسي حال کي چي د تجربو پر اساس او د سالم عقل په حکم په اسلامي هيوادونو کې بېله اسلامي نظامه بل هيڅ نظام نه نتيجه ورکوي او نه هم د مسلمانانو د هر اړخيز ژوند ضمانت کولای شي.

مسلمان ځوانان بايد په هغه سياست باندي ځان سمبال کړي چې مأخذ يې قرآن، سنت او اسلامي تاريخ وي او خپل هر سياسي فعاليت د اسلامي نظام د راتللو په موخه سر ته ورسوي.

مسلمان ځوانان که سياسي تبصره او تحليل کوي، که سياسي ليکني کوي او که په عملي بڼه د سياست په ډګر کې د واک، ځواک او ټولنيز حاکميت لپاره کار کوي هدف يې بايد اسلامي نظام وي ځکه د مسلمان لپاره په دنيا کې د سياسي فعاليت يواځنی مجوز د اسلامي نظام إحياء او بقاء ده.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري