۱۴۰۲/۰۱/۲۶

د روژې میاشتي برکتونه:څلورویشتم برکت:

بل برکت ددې میاشتي دا دی چي الله پاک ددې میاشتي په برکت په جنت کي روژاتیانو ته یوه خاصه دروازه ځانګړې کړېده چي بېله روژاتیانو بل هیڅوک د هغې دروازې څخه نسي داخلېدلای، په حدیث کي راځي:
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: فِي الْجَنَّةِ ثَمَانِيَةُ أَبْوَابٍ فِيهَا بَابٌ يُسَمَّى الرَّيَّانَ لاَ يَدْخُلُهُ إِلاَّ الصَّائِمُونَ.[ صحیح البخاری 3257]
ژباړه: سهل بن سعد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه وفرمایل: په جنت کي اته دروازې دي یوه دروازه یې ریان نومیږي چي د هغې دروازې څخه بېله روژاتیانو بل هیڅوک نسي داخلېدلای.
په بل حدیث کي راځي چي کله روژاتیان ددې دروازې څخه جنت ته داخل سي دا دروازه نوره بنده سي، یعني دا دروازه د یوه فضیلت له مخي تنها د روژاتیانو لپاره خلاصه سوې وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

سرسایه او ګټه يې!

ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايه ټاکلې ده ترڅو روژاتی د بې فايدې او بدو خبرو څخه پاک کړي او د مساکينو لپاره يو خوراک سي هر څوک چي يې د اختر د لمانځه مخکي آداء کړي نو هغه قبول سوی زکات دی او هر څوک چي يې د اختر د لمانځه وروسته آداء کړي نو هغه د خيراتونو څخه يو خيرات دي.
يعني سرسايه پر مسلمان باندي لازمه ده بايد يې آداء کړي او د سرسايې دوې ګټي دي: يوه ګټه يې خپله روژاتي ته رسيږي هغه دا ده چي روژاتي که په روژه کي کومي بدي او بې  فايدې خبري کړيوي د سرسايې په آداء کولو سره د هغه خبرو د ګناه څخه پاکيږي بله ګټه يې مسکين ته رسيږي هغه دا ده چي د سرسايې په ورکولو سره د مسکين اړتيا پوره کيږي، وخت د سرسايې دا دی چي د اختر د لمانځه مخکي آداء سي، د اختر د لمانځه وروسته که آداء سي نو خيرات خو بلل کيږي ولي د سرسايې ثواب نه لري خو بيا هم آداء کول يې ورباندي لازم دي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- زَكَاةَ الْفِطْرِ طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ.[سنن ابي داود ۱۶۱۱]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۵

د روژې میاشتي برکتونه: درویشتم برکت:

بل برکت ددې میاشتي دا دی چي ددې میاشتي عظیم عبادت چي روژه ده د قیامت په ورځ د الله پاک په حضور کي د روژه نیوونکي شفاعت کوي او الله پاک روژې ته د شفاعت كولو اجازه هم ورکوي. په حدیث کي راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ فيَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، إِنِّي مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ فَيُشَفَّعَانِ.[شعب الایمان 1839]
ژباړه: د عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: روژه او قرآن د بنده لپاره شفاعت کوي، روژه وایي: ای ربه ما دی د ورځي لخوا د خوړو او شهوتونو څخه منع کړی وو نو ماته اجازه راکړه چي دده شفاعت وکړم، قرآن وایي: ای ربه ما دی د شپې لخوا د خوب څخه منع کړی وو نو ما ته اجازه راکړه چي دده شفاعت وکړم  نو الله پاک دواړو ته د شفاعت کولو اجازه ورکوي.
د قيامت په سخته ورځ چي انسانان شفاعت کوونکي ته ډېره اړتيا لري دا د روژې عظيم برکت دی چي د روژه نيوونکي شفاعت کوي.
الله پاک دي موږ ته ددې توفیق راکړي چي سمه روژه ونیسو او د قرآن حق سم آداء کړو ترڅو د شفاعت مستحقین یې وګرځو.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

د ديني علماؤ قدر وکړئ!

۱ ـ ديني علماؤ ته الله تعالی عزت ورکړی دی څوک چي يې بې عزتي کوي په اصل کي هغه د الله سره جګړه کوي.
۲ ـ ديني علماء د انبياؤ وارثان دي څوک چي په سپکه ورته ګوري هغه په اصل کي انبياؤ ته احترام نه لري.
۳ ـ ديني علماء د اسلامي ټولني رهبران دي څوک چي يې له پامه غورځوي هغه په اصل کي اسلامي ټولنه تباه کوي.
۴ ـ ديني علماء د اسلامي سياست مخکښان دي ځکه نو د قيادت او حاکميت په چارو کي بايد ددوی سره مشوره وسي.
۵ ـ ديني علماء په عقيده او عمل کي د مسلمانانو پالونکي دي ځکه نو بايد تعليمي او ښوونيز بهير ددوی سره په همږغۍ پر مخ ولاړ سي.
۶ ـ ديني علماء تر بل هر چا د ښه او بد تشخيص ژر او دقيق کولای سي ځکه نو موږ بايد مثبت او منفي ددوي په تعبير وپېژنو.
مولوي نورالحق مظهري

حتما فکر وکړه!

۱ ـ که ته عالم يې او داسي فکر کوې: چي يواځي زه عالم يم نور خلګ ټوله ناپوهان دي، پوه سه چي په تا کي شيطان پوف کړي او تکبر يې در پکښې پيدا کړی. خو که دي هر څوک په نظر عالم درتلی نو پوه سه چي ستا علم الله تعالی قبول کړی او د تواضع نيک صفت يې ستا په برخه کړی دی ځکه نو خوشحاله اوسه او د خپل علم په ډېروالي کي نور هم کوښښ وکړه.
۲ ـ که په ټولنه کي ته عزت لرې او نور خلګ په نظر بې عزته درځي نو پوه سه چي ته په فکري انحراف اخته يې او د تکبر شيطاني صفت په تا کي ښکاره سوی خو که هر مسلمان په نظر عزتمند درتلی نو پوه سه چي الله تعالی تا ته اصلي بشري فطرت او رښتيني ايماني اخلاق په نصيب کړي دي ځکه نو د نورو انسانان په عزت کولو کي نور هم کوښښ وکړه تر څو نور خلګ بيا تا ته د عزت په سترګه وګوري او د الله تعالی دغه لوی نعمت درڅخه زوال نسي.
په ځان کي د علم او عزت انحصار يو ډول بخالت، کم عقلي،  منفيګرايي او تکبر دی ځکه نو هر مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي او نورو انسانانو ته هم ورڅخه د ځان ساتلو توصيه وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې حکمتونه:

په اسلام کي د هر عبادت لپاره حکمتونه سته چي ځيني يې په صريح نص باندي معلوميږي ځيني يې په عقل باندي معلوميږي او ځيني يې پټ وي خو وروسته تر ډېرو تحقيقاتو او پلټنو يې يو څه درک لګيږي.
په ټولو عباداتو کي مهم حکمتونه دا دي: د نفسونو تزکيه، د نيمګړتياوو څخه د نفسونو پاکوالی، د چټليو څخه د نفسونو صفاوالی، د انساني کمال لپاره د نفسونو جوړوالی، ملأ اعلی ته د نفسونو نژدې والی، د حيواني خلقتي کثافت او دروندوالي څخه د انساني نفسونو را اېستل او په اسماني پاکو معنوياتو باندي يې تغذيه کول. 
اسلام انسان ته د داسي مينځني مخلوق په سترګه ګوري چي هم د ملکوتي صفايۍ او هم د حيواني چټلۍ استعداد لري، هم د مځکني تاريکۍ او هم د آسماني نورانيت وړتيا لري او انسان ته عقل، اراده او تمييز ددې لپاره ورکول سويدي چي د اوسني دنيوي ژوند او را روان اخروي ژوند لپاره په فکر کولو سره يا ځان نيکمرغه کړي او يا یې بدمرغه.
خو په اسلام کي هر هغه عبادت لره چي سم وسي په انساني نفسونو کي مختلف آثار سته چي د عابدينو د رښتينولۍ، فکرونو راټولوالي او د خپل معبود د استحضار له مخي پر ګڼو حالاتو او اقسامو باندي مشتمل دي.
دا معلومه خبره ده هغه عبادت چي په سمه طريقه وسي، پوره يې حق آداء سي او په کولو کي يې تنها الله او د هغه رضا مدنظر وي د انسان نفس د هري تاريکۍ څخه و رڼا ته او د هر هلاکت څخه ونجات ته را باسي، همدا راز انسان ته داسي روحي او معنوي قوت ورکوي چي په مټ يې ددنيا او آخرت سعادت او نيمکرغي لاس ته را وړلای سي.
هغه عبادات چي سم او پر طريقه آداء نسي د انسان پر بدن هيڅ مثبت تأثير نه ايږدي تنها د انسان لپاره به جسمي مصروفيت او روحي ستړيا د ځانه سره ولري نور به هيڅه ګټه ورته ونکړي او هيڅکله به دی پر خپل عبادت باندي خوند وانخلي ځکه چي د زړه د تله او د الله لپاره نه کيږي بلکي د مجبوريت پر اساس او د بل هدف لپاره کيږي.
که دقت وکړو او په غور باندي وګورو نو دا خبره به له ورايه راته معلومه سي چي:
د مسلمانانو د زړونو کلکوالی، په الهي مسئوليتونو کي ناغېړي او د دښمن په مقابل کي ناکامي لدې امله ده چي مسلمانانو د خپل دين د لارښوونو څخه فاصله نيولې، د اعمالو او ويناوو د مثبت تأثير څخه محروم سوي دي او د دين شعاير ورته کم رنګه سويدي چي په نتيجه کي عبادات اوس لکه عادات ګرځېدلي او د يو فرهنګ له مخي يې سرته رسوي نوره ديني تلوسه او عقلي شوق ورسره نسته.
که پر مسلمانانو باندي د دوی نيکو اعمالو مثبت تأثير کولای نو يقينا به د مځکي پر مخ يو مثبت انقلاب راغلی وای، د مځکي مخ به د حق په ښايست باندي ډک سوی او د باطل څخه به پاک سوی وای خو له بده مرغه چي نن د الله تعالی د همدې قول پر بنياد چي: ظهر الفساد في البر والبحر بما کسبت ايدي الناس. د مځکي مخ له فساده او ناخوالو څخه ډک سوی دی.
کڅه هم پر مسلمان باندي د روژې د فرضيت لپاره تنها همدغه خبره کافي ده چي روژه د الله تعالی  لخوا پر ده باندي فرض کړل سوېده.
ځکه چي د الله پاک د ربوبيت تقاضا هم همداسي ده چي پر خپلو بندګانو باندي د مکلفيت پوره اختيار او واک لري هر شی چي پر خپلو بندګانو باندي فرض کړي څوک د اعتراض او نيوکي حق نلري لکه الله جل جلاله چي په قرآن کي فرمايي: لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ.ژباړه: د الله تعالی څخه د هغه شي پوښتنه نه کیږي چی کوي یې خو دوی پوښتل کیږي.
او دا زموږ عقيده هم ده چي د الله پاک سره څوک محاسبه نسي کولای ټوله مخلوقات خلقا ملکا او عبيدا يعني په پيدايښت، په ملکيت او استخدام کي د الله تعالی په واک کي دي هر ډول تصرف چي وغواړي پکښې کوي يې څوک د اعتراض او پوښتني حق نلري.
خو پدې خاطر چي د الله پاک د لارښوونو سره سم انسان د الله پاک په مخلوقاتو او قدرتونو کي په فکر کولو باندي مکلف دی او د انسان پر نيک او بد عمل باندي الله پاک مزدوري او نتيجه مرتبه کړېده او تربل هر چا الله پاک پر خپلو بندګانو باندي مهربان دی لکه چي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ. ژباړه: یقینا چي الله پاک پر خلګو بخښونکی او مهربانه دی.
همدا راز فرمايي: وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ. ژباړه: الله پر مخلوقاتو د ظلم اراده نه لري.
همدا راز فرمايي: وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. ژباړه: الله غښتلی او حکمت والا دی.
همدا راز فرمايي: أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ. ژباړه: آیا تاسو داسي ګمان کوی چي موږ تاسي عبث پیدا کړي یاست او موږ ته نه راځی؟.
نو داسی ویلای سو چی ددې مبارکی میاشتی روژه:
۱ – د انسان لپاره ثواب دی.
۲- انسان ته تقوی ورباندي حاصليږي.
۳ – د ګناه څخه انسان ورباندي ساتل کيږي.
۴ – د انسان صحت ته ګټه لري.
۵ – انسان ته مادي او معنوي قوت ورباندي حاصليږي.
او باید ځان پوه کړو چي دېته اړتيا سته چي انسان د عقيدې د درلودلو برسېره د الله پاک د عباداتو په حکمتونو باندي هم ځان خبر کړي ترڅو هغوته خلګ دعوت کړي او خپله يې هم په شوق باندي سرته ورسوي.
منبع: تحف رمضانیة.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۴

د روژې میاشتي برکتونه:دوه ویشتم برکت:

بل برکت ددې مبارکي میاشتی دا دی چي په دې میاشتي کي الله پاک هره شپه ډېری داسي انسانان د اور څخه  آزادوي چي هغوی د اور او جهنم مستحق دي لکه په حدیث کي چي راځي:
ولله عُتَقَاءٌ من النَّارِ وذَلكَ كُلَّ لَيلَةِ.[سنن ابن ماجه۱۶۴۲]
ژباړه: په دې میاشتي کي الله لره د اور څخه آزاد کړل سوي بندګان سته او دا کار هره شپه کیږي.
یعني د روژې مبارکي میاشتي په هره شپه کي  الله پاک ډېر خلګ د اور څخه آزادوي او دا د انسانانو لپاره لويه بريا ده چي د همدې مياشتي په برکت الله تعالی ددوی په نصيب کړېده.
الله پاک دي موږ ټوله په دې مبارکي میاشتي کي د هغو خلګو څخه وګرځوي چي الله پاک يې د اور څخه آزادوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۳

روژه د مادي او معنوي قوت میاشت ده:

لومړی به دا خبره وکړو چی قوت پر دوه قسمه دی: مادي قوت او معنوي قوت، انسان په خپلی بریا کی دواړو قوتونو ته اړتیا لری، البته په يواځي مادي قوت باندي کله کله انسان بريالی کيږي خو ليکن دغه بريا اوږده او مفيده نه وي.
که وګورو په قرآن عظيم الشان کي ددې لپاره ډېري نمونې ذکر سويدي چي يوه نمونه يې عاديان، ثموديان او فرعونیان دي. 
عادیان او ثمودیان په خپل وخت کی په مادي لحاظ ډېر قوي وه له همدې امله یې تکبر او غرور کوی، د الله د پیغمبرانو سره یې جګړه او مخالفت کوی او په مځکه کي یې فسادونه خپرول، نو ځکه یې الله پاک ټوله قدرتونه ختم کړه او سخت عذابونه یې ورباندي راوستل.
او دا د هغو امتونو څو بېلګي  دي چي مادي قوت يې بيخي ډېر درلودی خو د معنوي او روحي قوت څخه خالي وه.
او د شرایطو او عادت پر بنیاد يواځي معنوي قوت هم د انسان د نصرت او کاميابۍ لپاره کافي ندی لکه شاعر چي وايي:
لا خيرَ في حقٍّ إذا لم تَحْمِه ... حَلَقُ الحديدِ وألسنُ النيرانِِ
ژباړه: هیڅ خیر په هغه حق کي نسته چي د اوسپنو په کړیو او د اور په لمبو باندي یې ساتنه نه کیږي.
مادي او روحي قوتونه حيثيت د دوو وزرو لري لکه مارغه چي په يوه وزر باندي نسي الووتلای انسان هم په يوه قوت باندي نسي بريالی کېدلای بناء صحيح او شرعي لاره داده چي انسان ځانته دواړه قوتونه حاصل کړي او ددنیوي او اخروي دواړو ښېګڼو لپاره هڅه وکړي لکه قرآن چي موږ ته تعليم را کړی دی او فرمایي:
وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.[ سورة البقرة 201] ژباړه: ځیني ددوی څخه وایي: ای ربه زموږ! موږ ته په دنیا کي هم ښېګڼي راکړه او په آخرت کي هم ښېګڼي راکړه او موږ د اور د عذاب څخه وساته.
نو مسلمان لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چي کوښښ کوي د دنیوي ژوند د سمون لپاره هم باید کوښښ وکړي.
او لکه د اخروي ژوند سمون چي په معنویاتو باندي لاس ته راځي د دنیوی ژوند سمون په مادیاتو باندي لاس ته راځی او مادیات خالص اسباب دي چي په مټ یې معنویاتو ته سړی رسېدلای سي او چي کله مادیات او معنویات دواړه برابر سي بیا نو هراړخیزه نیکمرغي د انسان په برخه کیږي.
هېره دي نه وي  لکه الله پاک چي موږ ته د عقيدې د سموالي او محکموالي سپارښتنه کړېده د مادي قوت د برابروالي سپارښتنه يې هم کړېده: او فرمایی: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ.[ الانفال 60]
ژباړه: تاسو برابر کړئ د دوی لپاره هغه چی ستاسو په طاقت وي د قوت او تړلو څخه د آسانو تر څو تاسو په هغه باندي د الله او د ځان دښمنان و وېروی.
پدې باندی باید موږ ځانونه پوه کړوکوم شی چي د شرعي اصولو څخه ښکاري او په تجربه باندي هم ثابت سوی دی دا دی چي د معنوي قوت سره چي کله مادي قوت يوځای سي نو پر مطلق مادي قوت باندي بری پيدا کوي.
لکه الله پاک چي فرمايي:كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ.[ البقرة 249]
ژباړه: ډېر ځله داسي پېښیږي چي کوچنۍ  ډله دي پر لویي ډلي باندي د الله په اراده کامیابه سي او الله د صبر کوونکو سره دی.
او ددې لپاره د بدر غزوه لويه بېلګه ده چي د مسلمانانو شمير 300 نفره وو خو کفار 1000 نفر وه خو مسلمانان ځکه کاميابه سوه چي د توان سره سم د مادي قوت تر څنګ معنوي قوت هم ورسره وو ځکه مسلمانان په اسلامي سپېڅلې عقیده، نبوي اخلاقو او روحي سکون باندي سمبال وه، مادي قوت یې کڅه هم د کفارو په نسبت لږ وو خو بیا هم تر خپل توان یې د هغه د برابرولو هڅه کړېوه داسي یې نه وه کړي چي بېله کومي امادګۍ او بېله کومي وسلې جنګ ته ووځي.
د همدغو دوو قوتونو مثال الله پاک په قرآن کي موسی عليه السلام راوړی دی:
موسی عليه السلام چي کله د مصر څخه مدین ته را ورسېدی په لاره کي یې پر یوه څاه باندي دوې نجوني ولیدلې چي غوښتل یې خپل مالونه اوبه کړي خو د کمزورۍ له کبله یې ژر نه سوې اوبولای موسی علیه السلام د دغو دوو نجونو مالونه د مټ په زور چي مادي زور دی اوبه کړه خو چي کله انجلۍ د خپل پلار په غوښتنه دی کورته وغوښتی نو په انجلۍ پسې روان سو دا نتيجه د معنوي قوت وه چي په حياء باندي ورسره روان وو او هیڅ یې ورته نه کتل.
او بل مثال يې الله پاک په امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي ويلی دی لکه چي فرمايي:
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا.[سورة الفتح 29]
ژباړه: محمد د الله رسول دی، او هغه خلګ چي دده سره دي پر کفارو باندي سخت دي او په خپل مینځ کي ډېر سره مهربانه دي، ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي.
علماو لیکلي دي: دا چي الله پاک وایي: دوی پر کفارو باندي سخت دي. دا د مادي قوت عنوان دی، او دا چی وایي: دوی په خپل مینځ کي پر یو بل مهربان دي. دا د معنوي قوت عنوان دی، او دا چی الله پاک وایي: ته دوی وینې پداسي حال کي چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشالي لاسته راوړي. دا د مادي او معنوي قوت نتیجه او د اسلامي امت د نیکمرغۍ لپاره هغه اصل دی چي مادي او معنوي قوت سره یوځای کوي. 
د روژې په نیولو باندي دغه دواړه قوتونه د مسلمان په برخه کیږي، ځکه په روژې باندي مسلمان ته روغتیا او صحت ورکول کیږي چي دا خپله مادي قوت دی همدا راز په روژې باندي د مسلمان اخلاق سمیږي، عبادت او توبه یې قبلیږي او د الله پاک رضایت یې په برخه کیږي چي دا بیا خپله معنوي قوت دی.
مأخذ: دروس رمضانیة
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

د روژې میاشتي برکتونه یو ويشتم برکت::

بل برکت د روژې د مبارکي میاشتي دا دی چي پدې مبارکه میاشت کي الله پاک خپلو ټولو بندګانو ته خاصه توجه کوي او هره شپه د الله پاک له لوري یو آواز کوونکی داسي آواز کوي: ای د خیر او ثواب غوښتونکې مخ را واړوه او د الله پاک نور عبادت وکړه تر څو ډېر ثواب تر لاسه کړې! او ای د ګناه غوښتونكې! د ګناه څخه لاس واخله، توبه وباسه او الله پاک ته راجع سه! لکه په حدیث کي چي راځي:
ويُنَادِي مُنَادٍ يا بَاغِيَ الخيرِ أَقبِلْ ويا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقصِرْ.[سنن ابن ماجه1642]
ژباړه: یو آواز کوونکی آواز کوي چي ای د خیر غوښتونکې مخ را واړوه او ای د شر غوښتونكې د ګناه څخه لاس واخله.
دا خبره په دې خاطر کیږي چي په دې میاشتي کي د الله پاک د رحمت دروازې خلاصي دي نو مؤمن ته د ډېر عبادت د کولو او الله پاک ته د راجع کېدلو دعوت ورکوي او ګناهکاره انسان ته د ګناه د پرېښودلو او الله پاک ته د متوجه کېدلو دعوت ورکوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

روژه د عزت میاشت ده:

عزت هغه شريف خصلت، ښه عادت، لوړ اخلاق، او قيمتي ادب دی چي د عزتمندو انسانانو زړونه ورباندي عاشق دي او د با اعتباره خلګو نفسونه يې د کسبولو کوښښ کوي.
اسلام د عزت او کرامت دين دی، اسلام د ترقۍ او پرمختګ دين دی، اسلام د کوښښ او اجتهاد دين دی. اسلام د ذلت او مسکنت دين نه دی او اسلام د سستۍ او ټنبلۍ دين نه دی.
د روژې مبارکه مياشت د عزت حاصلولو لپاره ډېر پيراخ او وسيع ميدان دی او يوه ډېره ښه زمينه او فرصت دی په دې خاطر دی چي روژاتی په روژې باندي د عزت اخلاق لاس ته راوړلای سي پدې شرط چی خوړل، څښل،، شهوت او ټول ګناهونه پسې پرېږدي.
ځکه د روژې په نيولو باندي انسان د بې اعتباره حالت او سپکو کارونو څخه را وځي او د عاداتو د زندان او نفسي غوښتنو څخه نجات پيدا کوي چي دا خپله لوی عزت  دی.
همدا راز روژاتی پدې باندي عزت پيدا کوي چي په روژه کي ځان د جنګ، رياء، جهالت، فسق او عبثو کارونو څخه ساتي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث، ولا يصخب » وفي رواية « ولا يجهل » ، وفي رواية « ولا يجادل »
ژباړه: کله چي ستاسي څخه د یوه روژه وي نو فسق دي نه کوي او چيغي دي نه وهي، په بل روایت کي راغلي دي: جهالت دي نه کوي او په بل روایت کي راغلي دي: جنګ دي نه کوي.
او دا معلومه خبره چي څوک داسي روژه ونيسي نو د ځان لپاره يې عزت او کرامت وساتی او د هغو خلګو څخه يې ځان و ايستی چي ښکنځل او بدي خبري ورته خوند ورکوي.
همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کوي چي په دې مبارکه مياشت کي ډېر عبادات کوي ځکه په ډېر عبادت باندي طبعا د انسان ارتباط د الله تعالی سره ټينګيږي او نورو شيانو سره يې رابطه لږيږي چي پدې کار باندي انسان عظيم عزت تر لاسه کولای سي ځکه چي د الله پاک سره ډېره رابطه، د عباداتو ډېروالی او د ايمان قوت رښتينی او حقيقي عزت دی. الله پاک فرمايي: وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ.[المنافقون 8] ژباړه: عزت د الله، ر سول او مؤمنانو لپاره دی.
همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کولای سي چي په دې مبارکه مياشت کي د الله پاک په لاره کي ډېر انفاق کوي، د اړو انسانانو سره نيکي او احسان کوي او د خلګو حاجتونه پوره کوي چي دا خپله د انسان لپاره لوی عزت دی ځکه چي په دې کار باندي ډېر مسلمانان د سوال څخه ساتل کيږي او د ډېرو اخلاقي مفاسدو مخه نيول کيږي چي دا کار د ډېر ثواب تر څنګ د مسلمان لپاره لوی عزت هم دی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۲

د روژې مياشتي برکتونه:شيلم برکت:

بل برکت ددې مبارکي مياشتي دا دی چي پدې مبارکه مياشت کي الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نامه ښکلی عبادت ورکړی دی چي نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کي کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کي کوي.
اعتکاف هغه عبادت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چي ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کي اعتکاف کوی او کله چي دی مبارک وفات سو بيا دده ميرمنو اعتکاف کوی.
د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کي ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چي: د معتکف مثال د هغه چا دی چي د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چي زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چي دی په اعتکاف کي کښېني نو داسي مثال لري لکه دی چي د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چي تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه ونه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره ددې ډېر احتمال سته چي الله پاک دي دده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کي د اختر په ورځ چي د روژاتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ثواب ورکړي.
خلاصه داسي ويلای سو چي اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد د لاسه ورنکړي.
همداسي په يوه حديث کي راځي: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کيږي.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنِ اعْتَكَفَ عَشْرًا فِي رَمَضَانَ كَانَ كَحَجَّتَيْنِ وَعُمْرَتَيْنِ. إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ وَمَا قَبْلَهُ فِيهِ ضَعْفٌ، وَاللهُ أَعْلَمُ[شعب الايمان ۳۶۸۰]
ژباړه: علي بن حسين د خپل پلار څخه روايت کوي چي هغه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي داسي مثال لري لکه ده چي دوه حجه او دوې عمرې کړي وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

د روژې ځيني روغتیايي ګټي:

د روژې لپاره ډېري روغتيايي ګټي سته چي په لاندي ډول يې د ځينو يادونه کولای سو:
۱ - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
۲ - معده ورباندي هوسی کيږي.
۳ - روژه د ناروغيو په مقابل کي وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چي بېله وقايې په درملني باندي نه جوړيږي او روژه ډيره ښه وقايه ده.
۴ - څوک چي د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
۵ - د اينې د کمکارۍ په درملنه کي روژه ډېره کټه لري.
۶ - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
۷ - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کي روژه ډېر تأثير لري.
۸ - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کي ډېره مفيده ده ځکه چي په روژې باندي وزن ډېر کميږي.
۹ - روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره موثره ده.
۱۰ - روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کي ډېره موثره ده.
۱۱ - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کي ډېره موثره ده.
۱۲ - روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کي ډېره موثره ده.
۱۳ - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره موثره ده.
۱۴ - روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کي ډېر تأثير لري.

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوې مقالې کي چي د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندي يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او پدې خاطر چي روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندي انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندي مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کي د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندي ښايسته کوي لکه په کړنوکي صداقت، په کار کي امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل.
دا ټوله هغه شيان دي چي بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربخښي چي د انسان روح ورباندي ډېر مطمئن او آرام کېدلای سي.
ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کي يوه مياشت روژه نيول د إنسان په بدن کي د پوره کال کچره او چټلي ختموي.
تر ټولو مشهور ليکوال چي د روژې په فايدو کي يې ليکل کړيدي په امريکا کي د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی.
نوموړي په امريکا کي په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چي ده ته په تجربو ثابته سوه چي روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره موثره ده نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چي د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندي معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کي د ټولو هغو خلګو نومونه او مشخصات ليکلي دي چي ده په روژې باندي د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چي بايد روژه ونيسي بلکي هر مريض روژې ته اړتيا لري.
منبع: تحف رمضانية
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۰

د روژې میاشتي برکتونه: اتلسم برکت:

بل برکت ددې میاشتي دا دی چي د روژې مبارکه میاشت د دعا د قبلېدلو او اجابت میاشت ده یعني په روژه کي د انسان دعا قبلیږی البته پدې شرط چي د دعا شرایط پکښې مراعات کړل سي لکه په حدیث کي چي راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ: دَعْوَةُ الصَّائِمِ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ، وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ.[شعب الإیمان3323]
ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې دعاګاني دي چي قبلیږي: د روژاتي دعا، د مسافر دعا او د مظلوم دعا.
نو راځئ چي په روژه کي خپل ځان او نورو مسلمانانو ته دعا وکړو، او د مسافر او مظلوم څخه د ځان لپاره دعا وغواړو.
مولوي نورالحق مظهري

د علماؤ څخه استقامت زده کړئ!

امام سيوطي رحمه الله فرمايي: يو سړی وو چي د درواغو به يې خلګو ته قيصې کولې او د درواغو احاديث به يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوبول؛ يوه قيصه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او جبرئيل عليه السلام په باره کي جوړه کړې وه ما ددې قيصې په اړه خلګو ته وويل: دا قيصه درواغ ده هيڅ ثبوت نلري او دغه سړی بايد خپل احاديث علماؤ ته تېر کړي که علماؤ ورڅخه قبول کړه خلګو ته دي بيان کړي او که يې ورڅخه قبول نکړه نه دي بيانوي.
کله چي دی زما په خبره او فتوی خبر سو د خښم څخه پورته سو او کښه سو او ويې ويل: آيا زه به پر علماؤ خپلي خبري تېروم! آيا دی زما خبره باطله بولي! زه تر ټولو خلګو په احاديثو ښه خبر يم. او داسي نوري اوتي بوتي يې وويلې.
وروسته يې عوام خلګ زما پر ضد را وپارول، خلګو زما سره ډېره لويه شخړه وکړه، پر ما يې ډېر بد وويل او زه يې په وژلو او وهلو باندي و ګواښلم.
کله چي زه دده په غبرګون خبر سوم نور مي هم دده په اړه خلګو ته جواب ورکړ او ډېري نوري خبري مي وکړې او کله چي دغه سړي د باطلو احاديثو روايت ته دوام ورکړ او پر رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پر درواغ ويلو اصرار وکړ ما يې پر ضد بله فتوی ورکړه چي دغه سړی بايد د مسلمان حاکم لخوا په درو باندي ووهل سي.
کله چي دا سړی  زما په نوي فتوی خبر سو نور يې هم زما په نسبت سختي ډېره سوه او په خلګو کي يې زما په اړه ډېره لويه کرکه را وپارول چي په نتيجه کي خلګو زما په پر ضد ډېر لوی شور جوړ کړ چي په همدغه مسئله کي ما کتاب تصنيف کړ چي نوم يې دی " تحذير الخواص من أکاذيب القصاص" یعني د قيصه کوونکو د درواغو څخه د خواصو خبرداری.
[تحذير الخواص من أکاذيب القصاص ص۱]
درس: دلته امام سيوطي رحمه الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په دفاع کي او د شريعت په ساتنه کي نه د چا څخه وېرېدلی او نه يې هم د چا مراعات کړی آن تر دې چي د خلګو خبري او ګواښونه يې هم ګاللي خو د باطل په وړاندي يې سر نه دی ټيټ کړی تر داسي اندازې چي په دې موضوع کي يې مستقل کتاب تصنيف کړی.
مولوي نورالحق مظهري

روژه د نیکیو میاشت ده:

روژه د نیکیو میاشت ده؛ په روژې کي باید تر بل هر وخت انسان پر نیکیو باندي ډېر کوښښ وکړي ځکه پدې میاشتي کي نیکۍ څو برابره حسابل کیږي او نسبت و بل وخت ته یې قبولیت هم حتمي وي.
نیکۍ پر دوه ډوله دي ظاهري نیکۍ او معنوي نیکۍ؛  په روژه كي باید انسان دواړه ډولونه د نیکیو په ډېره لوړه پیمانه ترسره کړي.
ظاهري نيکۍ او ښيګڼي:
لكه لمونځ، زکاة، روژه، حج، جهاد في سبيل الله، د مور او پلار سره نيکي، صله رحمي، اصلاح ذات البين، مساکينو او اړو انسانانو ته خواړه ورکول، د سنت سلام خپرول، د شپې لمونځ کول. او داسي نور....
معنوي نيکۍ او ښيګڼي:
لكه شجاعت، عفت، صدق، وفاء، امانت، اخلاص، حلم، تواضع، کرم، صبر، د انساني ضمير پاکي، د خلګو ښه کولو ته تشويق کول، عدل او احسان، او نور داسي شيان چي د امت لپاره اوس او يا په را روان وخت کي ګټمن وي او په قرآن، حديث، اجماع او فقهي استنباطاتو باندي ثابت وي.
د نيکۍ فايدې:
۱ – په نيکۍ باندي سړی جنت رسېدلای سي.
۲ – په نيکۍ باندي د انسان عمر ډېريږي.
۳ – په نيکۍ باندي د انسان په مال او اولاد کي برکت پيدا کيږي.
۴ – نيکي د دنيوي او اخروي نيکمرغۍ سبب ده بناءً په نيکۍ باندي انسان د دنيا او آخرت نيکمرغي لاسته راوړلای سي.
۵ – نيکي د انسان د ښې خاتمې لپاره دليل دی.
۶ – په نيکۍ باندي انسان د الله پاک او انسانانو محبت تر لاسه کولای سي.
۷ – په نيکۍ باندي په ټولنه کي محبت او الفت پيدا کيږي.
۸ – په نيکۍ باندي مسلمان تاجر د قيامت په ورځ د فجارو د ټولۍ څخه وځي.
۹ – د نيکۍ په کوونکو يعني په نيکانو خلګو باندي مځکه آباده وي لکه په فجارو خلګو چي مځکه خرابه وي.
۱۰ – په نيکۍ باندي انسان د قيامت د ورځي د عذاب څخه نجات موندلای سي.
۱۱ – نيکي هغه صفت دی چي ښه اخلاق د انسان ورباندي کامل کيږي او انسان و لوړو درجو ته د رښتينولۍ رسوي.
۱۲ – په نيکۍ باندي سرګردان او حيران نفسونه اطمينان پيدا کوي.
۱۳ – په نيکۍ باندي وېرېدونکي زړونه آرام او سکون پيدا کوي.
۱۴ – په نيکۍ باندي ټولنه ټينګښت پيدا کوي.
منبع: تحف رمضانیه
ژباړه او وضاحت: مولوي نورالحق مظهري