۱۴۰۱/۰۹/۱۷

د شرعي حدودو ارزښت:

کوم شرعي حدود چي الله تعالی د مجرمينو لپاره ايښي دي په هغو کي ډېر حکمتونه او ګټي نغښتل سويدي، دا معلومه خبره ده چي انسان بايد په مځکه کي عدل قائم او ظلم ختم کړي چي ددې لپاره کار تر ټولو مهمه نسخه د اسلامي حاکميت وروسته د حدود جاري کول دي او د مځکي آبادي هغه وخت پوره ممکنه وي چي د جرمونو د مخنيوي په موخه شرعي حدود عملي سي.
ددې تر څنګ چي د شرعي حدودو اجراء الهي امر دی په فردي او ټولنيز ژوند کي ډېري ګټي او فايدې لري:
۱ – د شرعي حدودو په جاري کولو سره د مځکي له مخه په هره برخه کي فساد ورک کيږي ځکه د قصاص له ويري انسان وژنه بنديړي، د لاس پرې کولو له ويري غلا ورکه کيږي، د رجم او درو وهلو له ويري ټول اخلاقي فسادونه لکه زنا او لواطت ختميږي، د شرابو څښلو د حد په جاري کولو سره خلګ د شرابو د څښلو څخه لاس اخلي چي په نتيجه کي د ډېرو جرمونو مخه نيول کيږي، د قذف د حد په جاري کولو سره د مسلمانانو په مينځ کي د اتهام او تهمت دروازه تړل کيږي چي په نتيجه کي ټولنه د لانجو او اختلافاتو څخه خوندي کيږي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.[ البقرة ۱۷۹] ژباړه: په قصاص کي ستاسو لپاره ژوند دی ای د عقلونو خاوندانو ددې لپاره چي تاسي ځانونه وساتی.
۲ – د شرعي حدودو په جاري کولو سره د ظلم او تيري مخه نيول کيږي ځکه هيڅوک بيا د مسلمان پر ځان، مال او ناموس باندي د تيري جرئت نسي کولای او ټول ظالمان د ځان د مجازات له ويري د ظلم څخه لاس اخلي چي د سوره بقره د ۱۷۹ آيت د آخر څخه همداسي ښکاري چي: د قصاص په عملي کولو سره به تاسي د بل چا د وژلو څخه ځانونه وساتی.
۳ – پدې خاطر چي د حدودو جاري کول عدالت تحکيموي ځکه نو د حدودو جاري کول د رحمتونو او برکتونو د نزول سبب جوړيږي د يهودو او نصارا وو په باره کي الله تعالی فرمايي: وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ.[المائدة۶۶] ژباړه: که دوی تورات او انجيل او هغه څه چي دوی ته د رب له لوري راغلي دي عملي کړي وای نو دوی به د خپل له پاسه نه( د آسمان لخوا) او د خپلو پښو لاندي( د مځکي څخه) خوراک کړی وای. يعني دوی ته به له هري خوا څخه برکتونه ورکول سوي وای.
په حديث شريف کي راځي: عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ: إِقَامَةُ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللهِ، خَيْرٌ مِنْ مَطَرِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً فِي بِلاَدِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.[سنن ابن ماجة۲۵۳۷]ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله تعالی د حدودو څخه د يوه حد جاري کول د الله تعالی په ښارونو کي د څلويښتو شپو تر باران بهتره دی.
پدې خاطر چي حدود ډېر مهم دي په حديث کي راځي:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: أَقِيمُوا حُدُودَ اللهِ فِي الْقَرِيبِ وَالْبَعِيدِ، وَلاَ تَأْخُذْكُمْ فِي اللهِ لَوْمَةُ لاَئِمٍ.[سنن ابن ماجة۲۵۴۰]ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د الله حدود په نژدې او ليري کي جاري کړئ او د الله په باره کي دي د هيڅ ملامت کوونکي ملامتيا تاسي نه نيسي.
نو د شرعي حدودو جاري کول د انساني ټولني اړتيا ده، که شرعي حدود جاري نسي ددې تر څنګ چي مځکه به له فساده ډکه سي بلکي د انسانانو شخصي او اجتماعي ژوند به د ډېرو سختو ننګونو سره مخ سي او په هره برخه کي به نظم له مينځ ولاړ سي.
موږ بايد پدې ډېر خوشحال وسو چي اسلامي نظام راغلی او د شرعي حدودو قائمول پيل سويدي ځکه د شرعي حدودو په جاري کولو کي زموږ خپله ګټه ده له همدې امله بايد موږ د اسلامي نظام سره د شرعي حدودو په جاري کولو کي مرسته وکړو او نه تنها دا چي د کفارو او پرديو پر تبليغاتو غوږ ونه نيسو بلکي د هغوی په وړاندي د خپل اسلامي نظام څخه هراړخيزه دفاع وکړو.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۹/۱۴

د حضرت علي ارزښتناکه نصيحت:

ژباړه: حکيم بن سعد وايي: ما د علي رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: د ځانونو څخه تلواريان، د اسرارو خپروونکي او کرونکي مه جوړوئ ځکه ستاسو شا ته سختي بلاګاني او ګډوډ پيچلي کارونه دي.
علماو ليکلي دي: د حضرت علي رضي الله عنه هدف دا دی چي کارونه په تلوار مکوئ بلکي په کارونو کي دقت او غور وکړئ، خپل مینځي اسرار او رازونه مه افشاء کوئ او په خپل مینځ کي د فتنو د راپورته کولو څخه ډډه وکړئ ځکه پدې کارونو کي ستا لپاره ډېر تاوانونه دي او یا یې هدف دا دی چي د مسلمان د عيب په لټولو او پيدا کولو کي تلوار مکوئ او چي کله د مسلمان عيب درته معلوم سي بيا يې نو په خپلو کي مه خپروئ ځکه ددې کار لپاره ډېر تاوانونه او بلاګاني دي.
عَنْ أَبِي يَحْيَى حَكِيمِ بْنِ سَعْدٍ قَالَ: سَمِعْتُ عَلِيًّا يَقُولُ: لاَ تَكُونُوا عُجُلًا مَذَايِيعَ بُذُرًا، فَإِنْ مِنْ وَرَائِكُمْ بَلاَءً مُبَرِّحًا مُمْلِحًا، وَأُمُورًا مُتَمَاحِلَةً رُدُحًا.[الادب المفرد 327]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۹/۱۳

دمنافقينو څلور علامې او اوسني خلګ:

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ.[المنافقون۴]
ژباړه: کله چي ته دوی ووينې نو تنې يې خوند درکړي او که خبري وکړي نو ته يې خبرو ته غوږ نيسې، دوی داسي دي لکه درول سوي وچ لرګي، دوی هر ږغ د ځان په خلاف ګڼي، دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړه الله دي دوی هلاک کړي څنګه د حق څخه ګرځول سوي دي؟.
پدې آيت کي الله تعالی د منافقينو درې صفتونه ذکر کوي:
۱ – دوی په تنو او ظاهري منظر باندي داسي برابر، ښائسته او تازه دي چي ليدل يې انسان ته خوند ورکوي. البته ددوی دا هغه نوراني ښائست ندی چي په ليدلو يې د سړي الله تعالی په ياد سي بلکي دوی په ځانونو لاسونه وهلي وي او خپل فيشن يې ښه سره برابر کړی وي تر څو ليدونکي ته ښه او ښائسته معلوم سي.
۲ – دوی ډېر غوړ ژبي، د فصاحت خاوندان دي او د پيغمبر مخ ته په چاپلوسۍ باندي ډېري خوږې خبري کوي ځکه نو ددوی د خبرو نوعيت ته په کتلو سره د انساني فطرت په تقاضا پيغمبر ته ددوی خبرو خوند ورکوی. البته مخکي تر دې چي دوی رسوا سي.
۳ – دوی د عقل او هوښيارۍ څخه خالي دي لکه هغه تکيه سوي لرګي چي په ظاهري بڼه ښائسته دي خو په اصل کي نه روح لري او نه عقل، دوی هم همداسي دي ځکه که دوی عقل درلودلای داسي د منافقت پاليسي يې نه غوره کول.
۴ – دوی د الله، رسول او مؤمنانو لخوا هر ږغ د ځان پر خلاف بولي او چي کومه خبره د عذاب، رسوايۍ، تنبيه او ويري واوري داسي فکر کوي چي موږ يادوي ځکه دوی خو په زړه خيرن او عمل چټل وه چي پيغبمر به هره خبره کول دوی داسي فکر کوی چي موږ ته وايي.
زموږ په زمانه کي بايد مسلمانان کوښښ وکړي چي يواځي پر فيشن او موډ کار ونکړي بلکي خپل باطن او ظاهر دواړه د ګناهونو او سرغړونو څخه پاک کړي، همدا راز د چاپلوسۍ، غوړمالۍ، چلبازۍ او دوه مخيز سياست څخه ځان وساتي تر څو د منافقينو دويمه نښه پکښې موجوده نسي. 
مسلمانان بايد ځانونه د عقل او پوهي په ګاڼه ښايسته کړي تر څو د منافقت ساده اسکليت څخه نجات پيدا کړي او په هوښيار روح او کامل عقل باندي ژوندي وسي.
او مسلمان بايد د بل مسلمان د هري خبري مصداق ځان و نه بولي او هره خبره ځان ته راجع نکړي.
په اسلامي ټولنه کي مسلمان دعوتګران او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مجاهدين خلګو ته د دين رسولو په موخه د ګڼو طريقو څخه استفاده کوي؛ د ميډيا، منبر او ليکلو له لاري خلګو ته ښه او بد معرفي کوي نو که هغوی پر کوم منکر باندي نيوکه کوي مسلمان دي د هغوی د خبري مصداق ځان نه جوړوي خو که بالفرض په کوم انسان کي ياد سوی منکر وي هغه دي ځان اصلاح کړي او د دعوتګر مسلمان څخه دي مننه وکړي چي دده يې ورته فکر کړ.
له بده مرغه بايد ووايو چي په اسلامي ټولنه کي د ګوتو په شمير ځيني داسي خلګ سته چي د ځينو عوتګرانو، علماو او ليکوالانو خبري ځانونو ته راجع کوي او داسي فکر کوي لکه دوی چي موږ يادوي ځکه نو د هغوی څخه خوا بدوي، تبليغات پسې کوي او خپل دښمنان يې بولي پداسي حال کي چي دا عينًا د پخوانيو منافقينو عادت وو. الله تعالی دي موږ ټولو ته هدايت وکړي او د منافقينو د ټولو نښو او علامو څخه دي مو وساتي.
د پورته آيت په آخره کي الله تعالی مسلمانانو ته خبر داری ورکوي چي د منافقينو سره ډېر پام کوئ ځکه دوی ستاسو دښمنان دي او دا معلومه خبره ده چي د دښمن په وړاندي بايد مسلمان تل د آمادګۍ په حالت کي وي.
زموږ په زمانه کي هم بايد ټول خلګ او اسلامي نظام دداسي انسانانو په وړاندي ويښ وسي تر څو خدای مکړه د مسلمانانو په مينځ کي د فساد کرلو په ذريعه اسلامي نظام او مسلمانان د خطرناکو ننګونو سره مخامخ نکړي.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

د فتحي وروسته د فراه په پوهنتون کي د وینا پر مهال:

د لوړو زده کړو ادارې سویل لوېديځي حلقې لخوا د پوهنتونونو استادانو او اداري پرسونل ته ناسته.

زه او زما معزز استاد او سعيد آغاجان:

فراه لوړو زده کړو مؤسسه

پوه سه چي په هيڅ باندي خبر نه یې: