۱۳۹۷/۰۴/۲۸

عقلی فیصلۍ

۱ـ که د امریکا مخی ته دریدل ترهګری سی نو د انګلیس او روس مخی ته دریدل هم ترهګری وه.
۲ـ که زما او ستا همزولی جهادی مبارزین ترهګر وی نو ارومرو زموږ نیکه کان هم ترهګر وه ځکه دا مبارزه خو هغوي هم کړیده.

درخواست:

په خپل ديــدن مي ياره ليري دزړه زنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

ته يــــــې كعبه دغـــــــــــــــــريبانـــــوآشنا
حج ته مي وغواړه ملګـــرئ مي د څنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

د زړه په مينه كــــــــــــــي ځاي راكړه آشنا
دزخمــي زړه څخه مي ليري سورخدنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

سيـــــــراب مــــي كړه دځان دعشق په ميو
راته نصيب دكـــــــوثــري جامونو شرنګ كه
ماخــــــوارغـــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

تـــــــــــــوروتياروته مـــــــــــــــي رڼا راوله
زړه كـــــــــي مـي بله نوراني ډيوه دننګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

دمظهــــــری پـــــــــردښمنانـــــــــوبانــــــدي
د رب په مــــرسته ددنياټول ماحول تنګ كه
ماخــــــوارغــــريب خپـــــــل ده درملنګ كه
[ایران، زاهدان كوه قدس]

صمیمی ملګرئ:

۱ـ صمیمی ملګرئ دبل چا په واسطه ستاسره خبره نه شریکوی بلکی تاته یې خپله وایې.
۲ـ صمیمی ملګرئ ستا دعوايدو حساب نکوی بلکی ستا دمصارفو حساب کوی تر څو د اړتیا په صورت کی مرسته درسره وکړی.
۳ـ صمیمی ملګرئ ستا مخ ته ستا صفت نکوی بلکی د نورو مخ ته ستا صفت کوی.
۴ـ صمیمی ملګرئ ستا په اړه د نورو څخه پوښتنه نکوی بلکی ستاڅخه خپله پوښتنه کوی.
۵ـ صمیمی ملګرئ ستا په حق کی دنورو خلګو بدی خبری نه تحمل کوی بلکی جواب یې ورکوی.
۶ـ صمیمی ملګرئ تا ستا خطاء ته متوجه کوی او ستا نیمګړتیا درته په ګوته کوی.
۷ـ صمیمی ملګرئ ځپل کار په تا نه جوړوی بلکی ستاسره په ګډه دمشترکی ګټی لپاره کار کوی.

جنایت او بی عقلی:

پدې پلمه د مدرسې بمبارول او ویجاړول چی هغه د طالبانو یوه مشرجوړه کړیده ډیره بې انصافی ده او دعقلی چوکاټ څخه وتلئ کار دئ له یوې خوا دا کار دتعلیم او تربیې سره  ددښمنۍ ښکاره کول دی ځکه زموږ دمعلوماتو سره سم هلته ماشومانو ته دینی اوعصری ښوونه ورکول کیدل او طالب العلمانو درسونه پکښې ویل او هیڅ قسم نظامی روزنه چاته پکښې نه ورکول کیدل او نه هم دنظامی موخو لپاره ورڅخه ګټه پورته کیدل او د بلی خوا پر مکاتبو باندی حملې ته دلیل پیدا کول دی ځکه صبا به مکاتب هم پدې پلمه چی حکومت جوړ کړیدی او اشرف غنی یې حمایه کوی تر برید لاندی نیول کیږی.
هلته به بیا مسئولیت دهغه چا پرغاړه وی چی لومړئ یې دا کار پیل کړئ دئ او دپورته دلیل پر بنیاد یې پر مدرسه باندی بمبار کړئ دئ.

عقل که نباشد جان به عذاب است
اختیار که از خود نباشد جرایم بی حساب است

عاشق د عشق یم:

كه هــرڅو سوَځــم په اور عاشق د عشق يم
كه جهان سي ســــور تنور عاشق د عشق يم

كه هــــر څــو مي ســي ژونــدون د كـړاوونو
خـــو بياهم زه په هـرلــور عاشق د عشق يم

كه دمځكي ســــرسي ټـــوله ســـره سكروَټه
كه زه ســم لــــړون د اور عاشــق د عشق يم

دنياوال كـــه هـــــرڅه وايــــې وَدِي وايــــې
كه مي بولــــي بې شعــور عاشـق د عشق يم

كه مــي بُــــولي ليونــــــئ اويابــــــــــې عقل
چي دښمــن سي راته  ورورعاشق دعشق يم

مظهـری! دادي د خپل ژونـدون شعـــــــاركړه
كه بهــر يم كه پر كـــــور عاشــق د عشق يم

[د طالبۍ د وخت شعر]

ساده اوبې فکره ته خطاب:

تَعَقُّـــل تَحَــسُّر نلـــری دقــــت ته ذلت نه راځــــی
تفکـــر تـَـمَسْخُر نلــری په نفس هـــدایت نه راځی

سمه لار د اَوْلَنو چی درڅه پاته ده په جوش باندی
په صحبت ده بې فکرانو اصلاحی دِرایت نه راځی

صحابه او تابعین، مجتهدین مِعیار دحق دی زموږ
د لالا او د ماما پســـې په تلــو طهارت نه راځـــی

دوولسمی صدۍ پوری هیڅ عالم ستا مقتـدا نـدئ
د غوړ ژبی او لــوړ ږغـی په تقلید لیاقت نه راځی

زماهمعصردئ خو ته یې دخپل ځان لپاره پیربولې
اُف په داسی تنګ نظر داستعداد ظرفیت نه راځی

مظهری ته که غوږ ونیسې د عقل خوند به ووینې
په ساده باور او پټو سترګو هیڅ بصیرت نه راځی