۱۴۰۳/۰۳/۰۹

د علم او مال توپير:( دويمه او آخري برخه)

د علم او مال تر منځ ځيني توپيرونه مو په لومړۍ برخي لیکنې کې ولیکل، ځيني دا دی په دې برخي کي ستاسي مخي ته ږدو:

۲۲ ـ امت د هغه چا پر احترام اتفاق لري چې د مال د ټولولو څخه ځان ليري ساتي او د هغه چا پر بد ګڼلو اتفاق لري چې ځان د علم د حاصلو څخه ليري ساتي.

۲۳ ـ د مال د بډايۍ سره وېره او عمګيني مل وي خو د علم د بډايۍ سره امن او خوشحالي مل وي.

۲۴ ـ په مال باندي بډا ارومرو د مال څخه جدا کيږي نو ځکه عذاب او درد ويني خو په علم باندي بډايي له خپل خاوند څخه نه جدا کيږي نو ځکه نه عذاب ويني او نه هم درد.

۲۵ ـ په مال باندي ښايست په هغو مستعارو کالو ښايست دی چې ارومرو به يې يوه ورځ اصلي خاوند ته سپاري خو په علم باندي ښايست په هغه ټينګ او کامله صفت باندي ښايست دی چې هيڅ وخت د خپل خاوند څخه نه جدا کيږي.

۲۶ ـ په مال باندي بډايي د نفس لپاره لوږه ده خو په علم باندي بډايي اصلي او حقيقي بډايي ده.

۲۷ ـ څوک چې د مال په سبب پرمختګ وکړي او عزتمند شي کله يې چې مال ختم شي پرمختګ او عزت يې هم ورسره ختم شي خو څوک چې د علم په سبب پرمختګ وکړي او عزتمند شي ورځ تر بلي يې پرمختګ او عزت ډېريږي.

۲۸ ـ د مال په سبب حاصل شوی خوند يواځي د تازه راتللو په وخت کې وي خو د دوام په وخت کې دغه خوند يا ختم کيږي او يا هم کميږي مګر د علم خوند هم د تازه راتللو په وخت کې وي او هم د بقاء په وخت کې وي البته د تازه راتللو په وخت کې يې  خوند نور هم پسې ډېريږي.

۲۹ ـ په مال باندي بډايي د دې غوښتنه کوي چې دی بايد د مال په لګولو د خلکو سره احسان او نيکي وکړي؛ که يې د نيکۍ دروازه پر ځان وتړله نو په خلکو کې په  بې خيره او بې ګټي مشهور شي نو خلک بغض ورسره کوي، بد يې وايي او سپکاوی يې کوي همداسي د دومره آفتونو ورته مخ شي لکه وچ بوټي چې په اور باندي سوځوې؛ کله چې دی په دې باندي پوه شي چې خلک يې بد ګڼي او سپکاوی يې کوي نو ارومرو يې زړه درد کوي او ډېر غمونه يې په زړه اوري او که د نيکۍ او ورکړي دروازه خلاصه کړي نو ارومرو ځينو ته به يې ورکوي او ځينو ته به يې نه ورکوي چې په دې کار سره د نوموړي په وړاندي د پاتي خلکو د دښمنۍ او کرکي دروازې را خلاصيږي؛ خو دغه آفات د علم بډايۍ او سرمايې ته نه پېښيږي ځکه د علم خاوند خپل علم هر چا ته ورکولای شي بلکې د ټولي نړۍ سره يې شريکولای شي او چې چا ته يې ورکړي د نورو سره يې د شريکولو امکان نه کميږي او چې څوک يې واخلي د هغه سره تل پاتيږي بلکې هغه يې نور پسې ډېرولای شي.

۳۰ ـ د مال را غونډول درې مهمي ستونزي او مهم مشکلات د ځانه سره لري:
۱ – د مال راټول د ځانه سره سختۍ، ستونزي او دردونه لري چې بېله هغو په لاس نشي راتللای.
۲ – د مال د راټولو وروسته هغه ساتنه او حفاظت غواړي چې په سبب يې خاوند سهار او ماښام د غمونو او ستړياوو سره مخامخ وي.
۳ – د مال د زائل کېدلو وروسته يې خاوند ته ډېري پريشانۍ او غمونه پيدا کيږي او دا چې ځيني وختونه د مال او خاوند تر منځ يې واټن رامنځ ته کيږي نو په سبب يې ډېري روحي نا آرامۍ د مال خاوند ته پيدا کيږي او دا چې د مال د پيدا کولو او لګښت په سبب په دنيا او آخرت کې د مال خاوند د څومره پوښتنو او ګروېږنو سره مخامخ کيږي دا خو لا بېله خبره ده؛ خو د علم خاوند نه تنها دا چې د داسي ستونزو څخه په آمان دی بلکې علم يې لذت او خوند ورته بخښي او چې څومره  يې علم ډېريږي په هماغه کچه يې حساب ورته آسانه کيږي.

۳۱ ـ ډېری وختونه د مال خاوند د مال سره د ډېر محبت له کبله د مرګ څخه کرکه کوي تر څو د خپل مال څخه نوره ګټه پورته کړي خو د علم خاوند د الله تعالی ملاقات ته تږی وي او تر دنيا يې د آخرت سره زړه ډېر تړلی وي.

۳۲ ـ ډېری وختونه د مال د خاوندانو نومونه د مړيني وروسته ختم شي او د خلکو هېر شي خو د علم خاوند که مړ هم شي ياد يې د خلکو سره پاتي وي.

۳۳ ـ زړه د بدن پاچا دی او علم يې ښايست او آمادګي ده؛ پاچا ارومرو د لښکرو شمېر او آمادګۍ ته اړتيا لري نو علم يې سورلي، آمادګي او ښايست دی او د مال څخه د خپل ځان او لښکر په آمادګۍ کې ګټه پورته کولای شي او په خپلو مهمو اړتياوو کې يې لګولای شي نو ځکه علم يې اصل او مال يې فرع شو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۳/۰۷

د علم او مال تر منځ توپير:

لیکنه: يونس بن محمد الصباحي
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري.
که څه هم حلال مال ډېر ښه شی دی او په درلودلو يې انسان ډېر څه لاس ته راوړلای شي؛ همداسي بېله مال څخه ډېر ښه کارونه دي چې نشي کېدلای خو چې کله يې د علم سره پرتله کړو بيا نو علم په ډېرو مراتبو تر مال غوره او ښه دی؛ لاندي هغه ځيني توپيرونه دي چې موږ را غونډ کړي او تاسي ته يې نشر کوو:
۱ ـ علم د انبياؤ ميراث دی او مال د پاچاهانو او اغنياؤ ميراث دی.

۲ ـ علم خپل خاوند ساتي او د مال خاوند خپل مال ساتي.

۳ ـ مال په مصرف او لګښت کميږي خو علم په مصرف او لګښت ډېريږي.

۴ ـ د مال خاوند چې کله مړ شي مال ورڅخه پاتيږي خو د علم خاوند چې کله مړ شي علم قبر ته ورسره داخليږي.

۵ ـ علم پر مال حاکم دی خو مال پر علم نشي حاکم کېدلای.

۶ ـ مال مسلمان، کافر، ښه سړي او بد سړي ټولو ته حاصليږي خو ګټور علم يواځي مسلمان او ښه سړي ته حاصليږي.

۷ ـ عالم ته پاچاهان او تر هغوی کښته خلک اړتيا پيدا کوي خو د مال خاوند ته نيستمند او وږي خلک اړتيا پيدا کوي.

۸ ـ نفس د علم په حاصلولو او راټولولو عزتمند او صفا کيږي خو مال نه نفس صفا کوي، نه يې کمال ته رسوي او نه يې هم د ښو خلکو د ستايني وړ ګرځوي بلکې د مال په ډېرېدلو نفس نور هم نيمګړي کيږي، بخالت ورته پيدا کيږي او حرص يې ورسره ډېريږي.

۹ ـ مال انسان سرکښۍ، فکر او تکبر ته رابولي خو علم انسان عاجزۍ او عبادت ته رابولي.

۱۰ ـ علم د نفس ساتونکی دی او هغي نيکمرغۍ ته يې رسوي کوم چې نفس له هغې لپاره پيدا شوی دی خو مال د نفس او رښتيني نيکمرغۍ تر منځ پرده ده او نفس د ډېرو کمالاتو څخه راګرځوي.

۱۱ ـ څوک چې په علم کې غني وي هيڅ وخت په علمي ډګر کې نه مسکين کيږي خو په مال باندي غني هر ګړی د مالي مسکنت سره مخامخ وي.

۱۲ ـ مال خپل خاوند د ځان محبت او بندګۍ ته رابولي خو علم بيا انسان د الله تعالی محبت او بندګۍ ته  رابولي.

۱۳ ـ د علم محبت او د علم طلب د هر طاعت او عبادت لپاره اصل او سبب دی خو د مال محبت او طلب د هري ګناه لپاره اصل او سبب دی.

۱۴ ـ د بډا انسان ارزښت په مال کې دی او د عالم ارزښت په علم کې دی؛ کله چې د بډا انسان مال ختم شي ارزښت يې هم ورسره ختم کيږي خو د عالم ارزښت ځکه نه ختم کيږي چې علم يې نه ختم کيږي بلکې د ممارست په شرط ورځ تر بلي يې علم ډېريږي چې هم مهاله يې ارزښت هم ورسره ډېريږي.

۱۵ ـ د پيسو ماهيت د بدن ماهيت ته ورته دی او د علم ماهيت د روح ماهيت سره ورته دی او د دوی ترمنځ توپير د روح او بدن ترمنځ توپير دی؛ يعني لکه بدن چې له منځه ځي مال هم له منځه ځي او لکه روح چې له منځه نه ځي علم هم له منځه نه ځي.

۱۶ ـ عالم ته که د ده د علم په اندازه د علم په عوض کې مال ورکړل شي نه يې مني خو هوښيار بډا انسان چې کله د علم عزت او ارزښت و ويني او کمال يې درک کړي ارومرو يې زړه غواړي چې خپله ټوله سرمايه د علم په عوض کې ورکړي. يعني عالم خپل علم پر مال نه سودا کوي خو داسي هوښيار بډا چې د علم په ارزښت پوه وي دېته حاضر دی چې خپل مال په علم باندي سودا کړي.

۱۷ ـ ډېری انسانان چې د الله تعالی اطاعت کوي د علم په ذريعه يې کوي او ډېری کسان چې د الله تعالی نافرماني کوي د مال په سبب يا د مال لپاره يې کوي.

۱۸ ـ عالم انسان په علم او حال باندي نور خلک الله تعالی ته رابولي خو د مال ټولوونکی انسان په خپل مال او حال نور خلک دنيا او مال ته رابولي.

۱۹ ـ د پيسو شتمني کيدای شي د خپل مالک لپاره د ډيرو ستونزو لامل شي، مګر علم د عالم او نورو انسانانو د ژوند لامل کيږي، او کله چې خلک يو څوک ويني چې دوی کنټرولوي او د هغه په لټه کې دي دوی د هغه سره مينه لري، د هغه خدمت او عزت کوي.

۲۰ ـ د دنيا څخه  انسان ته وهمي او خيالي خوند راځي او که يې په خپلو شهوتونو او خواهشاتو کې ولګوي نو بيا حيواني خوند ورته راځي خو د علم خوند عقلي او روحاني خوند دی چې د فرشتو د خوند او لذت سره ورته دی.

۲۱ ـ د ټول امت هوښياران پر دې اتفاق لري چې د مال په ټولولو کې ډېر حرص او لوټماري ناوړه عمل دی او انسان بايد ځان ورڅخه وساتي خو د علم په ټولولو او حاصلولو کې زيار ايستل ښه کار دی بلکې د انسان لپاره کمال دی او انسان د ستايني او تقدير وړ ګرځوي.
دوام لري.....

۱۴۰۳/۰۳/۰۶

د اسرائيلو ظلم او د نړۍ ناتواني:

د اسرائيلو څخه د امريکا، بريتانيا او فرانسې قاطع ملاتړ، د عربي هيوادونو بې غيرتي، د اسلامي نړۍ بې اتفاقي او د ټولي نړۍ غفلت د اسرائيلو په وړاندي نن ټوله نړۍ عاجزه او ناتوانه کړېده ځکه نو اسرائيلو ته يې دومره جرأت ورکړی دی چې د ټولي نړۍ په مخ کې په غزې او رفح کې ټول وژنه کوي او د ملګرو ملتونو په غونډو کې د اسرائيلو نماينده د ټولي نړۍ د نماينده ګانو په مخ کې د فلسطينيانو په وړاندي د ظلمونو د درېدلو لپاره پرېکړه ليک څيري او کچرې ته يې وراچوي.

پر فسلطينيانو د ټولو ظلمونو اصلي سبب امريکا، بريتانيا او فرانسه هيوادونه دي ځکه که دوی په قطعي توکه د اسرائيلو هر اړخيزه مرسته نه کولای هيڅ وخت اسرائيلو داسي جرأت نشو پيدا کولای.

په دويم قدم کې عربي هيوادونه ډېر سخت ملامت دي ځکه که دوی د اسرائيلو په وړاندي د مخالفت ږغ پورته کړی وای او د هغوی سره يې خپلي مرسته درولي وای هيڅ کله به اسرائيلو داسي تېره ښکرونه نه وای پيدا کړي.

په درېيم قدم کې هغه اسلامي هيوادونه ډېر سخت ملامت دي چې اسرائيلي حکومت يې په رسميت پېژندلی او لا هم د اسرائيلو سره سياسي، نظامي او اقتصادي اړيکي ساتي او لا هم د دوی په هيوادونو کې اسرائيلي سفيران ديپلوماتيکي حضور لري.

او په څلورم قدم کې ټوله نړۍ ځكه ملامته ده چې د اسرائيلو په وړاندي يې د امريکا له ويري ډېر د نرمۍ او تسامح پاليسي غوره کړېده له همدې امله اسرائيل ورځ تر بلي خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او د ټولو عقلي او بين المللي اصولو پر خلاف د غزې او رفح ښارونو مځکي لاندي کوي او مظلوم اوسېدونکې يې وژني.
مولوي نورالحق مظهري