۱۴۰۱/۱۰/۳۰

معززو مبارزينو او قدرمنو مجاهدينو!

یوه برخه د فکري جکړې پر مشرانو او مجاهدینو باندي تهمت ويل دي ځکه نو کفار او پلويان يې تل کوښښ کوي چي زموږ ستاسي پر مشرانو او مبارزو ملګرو تهمتونه ولګوي او په يو ډول هغوی په ټولنه کي منفور ښکاره کړي، همداسي ځيني متعصب او خود خواه انسانان هم د ځينو مجاهدينو او مبارزينو پسې خبري کوي چي له بده مرغه زموږ ځيني ساده او سرناخلاصي مسلمانان هم کله نا کله د دوی په خبرو باور کوي او په غير شعوري ډول د نظام د دښمنانو سره مرسته کوي.
موږ تاسي بايد د دښمنانو د اهدافو شنډولو او د خپل ولس د عامه پوهاوي لپاره تر بل هر وخت ويښ وسو او د خپلي فکري او فرهنګي مبارزې له لاري د خپل نظام او مشرانو څخه دفاع وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

په وظيفه کي برياليتوب:

که غواړې په وظيفه کي کامياب او بريالي سې لاندي شيان په پام کي ونيسه:
۱ – دا معلومه خبره ده چي په نظام کي د هر مسئوليت لپاره پر لائحه باندي ډېر کار سوی وي او ټولو جوانبو ته پاملرنه پکښې سوېوي ځکه نو د خپلي کاري لائحې سره سم ته ځان پر نظام او مسئوليت جوړ کړه نظام او مسئوليت پر ځان مه جوړوه.
۲ – کوښښ وکړه چي د موضوعه اصولو په چوکاټ کي د ننه ابتکارات ولرې او هره ورځ د خپل مسئوليت په ساحه کي نوي نوي کارونه وکړې چي په نتيجه کي هم به دي اداره پرمختګ وکړي او هم به ستا لاسته راوړني بروز وکړي.
۳ – روابطو ته پر ضوابطو ترجيح مه ورکوه کنه نو کارونه به دي ټول سره ګډوډ سي او د ورځي کار به په اونۍ کي هم نسې کولای او د اونۍ کار به دي تر مياشتي هم ډېر وخت ونيسي.
۴ – خپل ټول کارونه د جوړ سوي ميکانيزم له مخي د لومړيتوبونو پر اساس پر څو کتګوريو ووېشه او په کولو کي يې اولويت په پام کي ونيسه ځکه په کارونو کي تفاوت د همدې غوښتنه کوي.
۵ – کوښښ وکړه چي د هري دندي تر کولو مخکي هغه ښه زده کړې او مثبت او منفي اړخونه يې ځان ته معلوم کړې تر څو وروسته بيا آرمان او پښېمانتيا ونکړې.
۶ – که څه هم د ځان د هوساکۍ لپاره لږ فارغ وخت ضروري دی خو کوښښ وکړه چي بېله تفريح نور وختونه ځان بېکاره پرې نږدې ځکه تېر سوی وخت بيا نه راګرځي.
۷ – د هغه کار پر کولو تلوار مکوه چي دقت او غور ته اړتيا لري بلکي په سړه سينه يې پوره سر ته ورسوه تر څو کار دي نيمګړی او خراب نسي.
۸ – د کارونو په پيل او کولو کي به ارومرو د پوهانو سره مشوره کوې خو ځان هم بايد دومره په خپل کار کي ورسوې چي پر خپل نفس پوره باور ولرې ځکه پر ځان د اعتماد نه درلودل د ناکامۍ لوی سبب دی.
۹ – کوم شی چي ستا مسئوليت وي کوښښ وکړه چي خپله يې تر سره کړې، بل چا ته يې مه سپاره ځکه په بل چا د خپل کار کولو دوه لوی تاوانونه دي: يو دا چي انسان ټنبل آموخته کيږي او بل دا چي ممکن بل څوک ستا کار په پوره توګه تر سره نکړي.
۱۰ – په کار کي د لائحې عملي کول، د طرزالعمل جوړول او د پلان ترتيب کول ډېر مهم دي ځکه نو هر وخت بايد ورته متوجه وسې ځکه په بل ډول ته هيڅ مقرره نسې عملي کولای.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۹

آيا غواړی خپل ايمان د نيمګړتيا څخه وساتی؟

ژباړه: هشام بن عروه د خپل پلار څخه روايت کوي چي هغه وويل: هر څوک چي خپل امانت نيمګړی کوي ايمان يې هم ورسره نيمګړی کيږي.
يعني څوک چي د الله تعالی يا بندګانو په امانت کي خيانت وکړي او خپله امانتداري نيمګړې کړي ددې کار سره دده ايمان هم نيمګړی کيږي.
عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ؛ أَنَّهُ قَالَ : مَا مِنْ رَجُلٍ يَنْتَقِصُ مِنْ أَمَانَتِهِ إِلا انْتُقِصَ إِيمَانُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم ۱۷۰۲]
مولوي نورالحق مظهري

د ښه ګاونډيتوب او پټي صدقې ګټه

ژباړه: جعفر بن محمد رضي الله عنه ویلي دي: ښه ګاونډيتوب د کورونو آبادي ده او پټه صدقه د مال ډېروونکې ده.
قَالَ جَعْفَرُ بْنُ مُحَمَّدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: حُسْنُ الْجِوَارِ عِمَارَةُ الدِّيَارِ، وَصَدَقَةُ السِّرِّ مَثْرَاةٌ لِلْمَالِ.[المجالسة وجواهر العلم1090]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

د قيامت په ورځ لوي ګناهکار:

ژباړه: ځينو حکماو ويلي دي: د قيامت په ورځ الله تعالی ته درې ګوني (مثلث) لويه ګناه ده؛ اصمعي وايي: درې ګوني هغه څوک دی چي خپل ورور باچا ته بيايي نو ځان هم هلاک کوي، خپل ورور هم هلاک کوي او باچا هم هلاک کوي.
يعني د قيامت په ورځ هغه څوک ډېر غټ ګناهکار دی چي خپل بې ګناه مسلمان ورور باچا يا بل مشر ته ګناهکار معرفي کوي چي پدې کار سره دی هم هلاک سو ځکه چي پر مسلمان ورور يې تهمت ولګوی او هغه يې باچا ته مجرم معرفي کړ، خپل ورور هم هلاک کوي ځکه چي باچا د هغه سره حساب کوي او سزا ورکوي او باچا هم هلاک کوي ځکه چي باچا بې ګناه انسان ته سزا او عذاب ورکوي.
نو ګرانه وروره! هيڅوخت خپل بې ګناه مسلمان ورور حکومتي مسئولينو ته ګناهکار مه معرفي کوه او که مشر يې هيڅوخت په پټو سترګو چا ته سزا مه ورکوه تر څو د هلاکت څخه هم وساتل سې او د قيامت په ورځ لوی ګناهکار هم و نه شمېرل سې.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: أَعْظَمُ النَّاسِ خَطِيئَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللهِ الْمُثَلِّثُ. قَالَ الأَصْمَعِيُّ: الْمُثَلِّثُ هُوَ الرَّجُلُ يَسْعَى بِأَخِيهِ إِلَى الْإِمَامِ ؛ فَيُهْلِكُ نَفْسَهُ وَأَخَاهُ وَالإِمَامَ.[المجالسة وجواهرالعلم 1690]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۸

د بې عقلۍ، ناپوهۍ او ړوندوالي علامې:

د ځينو حکماو څخه پوښتنه وسوه چي پوره بې عقلي کومه ده؟ هغه ورته وويل: د بدو خلګو په کارونو د ښو خلګو د مرتبو غوښتنه او د اهل حق انسانانو سره بغض او د اهل باطل انسانانو سره محبت؛ بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: د ناپوهۍ علامه څشی ده؟ هغه ورته وويل: د سرمايه دارۍ سره محبت، اوږد اميد او ډېر حرص؛ بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: د ړوندوالي علامه څشی ده؟ هغه ورته وويل: هغه چا ته تمايل کول چي ته يې د دوکۍ څخه په آمان نه يې، د صدقې سره احسان ايښودل او د بخالت سره عبادت کول.
يعني د پوره بې عقلۍ دوې علامې دي: دا چي څوک د بدو خلګو کارونه کوي خو ددې طمعه لري چي د ښو خلګو مرتبې تر لاسه کړي او بل دا چي د نيکو انسانانو سره بغض کوي او د نا اهله انسانانو سره محبت کوي، د ناپوهۍ درې علامې دي: د غنی او سرمايه دارۍ سره محبت، اوږد اميد او د حرص ډېروالی او د عقلي ړوندوالي درې علامې دي: هغه چا ته تمايل چي ته يې د تاوان او دوکې څخه په آمان نه يې، د خيرات کولو سره احسان ايښودل او د بخالت سره عبادت کول.
قِيلَ لِبَعْضِ الْحُكَمَاءِ: مَا كَمَالُ الْحُمْقِ؟ قَالَ: طَلَبُ مَنَازِلِ الأَخْيَارِ بِأَعْمَالِ الأَشْرَارِ، وَبُغْضُ أَهْلِ الْحَقِّ وَمَحَبَّةُ أَهْلِ الْبَاطِلِ. قِيلَ: فَمَا عَلامَةُ الْجَهْلِ؟ قَالَ: حُبُّ الْغِنَى، وَطُولُ الأَمَلِ، وَشِدَّةُ الْحِرْصِ . قِيلَ: فَمَا عَلامَةُ الْعَمَى؟ قَالَ: الرُّكُونُ إِلَى مَنْ لا تَأْمَنُ غِشَّهُ، وَالْمَنُّ مَعَ الصَّدَقَةِ، وَالْعِبَادَةُ مَعَ الْبُخْلِ.[المجالسة وجواهرالعلم 1630]
مولوي نورالحق مظهري

زموږ تېر تاریخ:

هغه وخت چي مسلمانانو زور درلودی او یو موټی وه لاندي هیوادونه د اسلامي عثماني خلافت تر حاکمیت لاندي وه:
 په آسيا کي:
۱ - ترکيه 
 ۲ - سوريه 
۳ - فلسطين 
۴ - عراق 
۵ – عربستان
۶ - لبنان 
۷ - اردن 
۸ - امارات 
۹ - بحرين 
۱۰ - عمان 
۱۱ - قطر 
۱۲ - يمن 
۱۳ - قبرس 
۱۵ - کويت

 په اروپا کي:
۱ - اوکراين 
۲ - اسلواکي 
۳- مجارستان 
۴ - مقدونيه 
۵ - آلباني 
۶ - يونان 
۷ - يوگسلاوي 
۸ - مونته‌نگرو 
۹ - بوسني‌هرزگوين 
۱۰ - کرواسي 
۱۱ - مولداوي 
۱۲ - کوسوو 
۱۳ - روماني  
۱۴ - لهستان (پولند) 
۱۵ - صربستان.

 په قفقاذ کي:
۱ - گرجستان 
۲ - ارمنستان  
۳ - آذربايجان 

 په افريقا کي: 
۱ - مصر 
۲ - ليبي 
۳ – تونس
۴ - الجزاير 
۵ - حبشه 
۶ - سودان 
۷ - جيبوتي 
۸ - سومالي 
۹ - مراکش 
۱۰ - اتيوپي 
۱۱ - نايجريا 
۱۲ - چاد 
۱۳ – کينيا
 ۱۴ - اوگاندا
دا هغه وخت وو چي د امریکا غوندي لویو هیوادونو هم عثماني خلافت ته جزیه او ټکس ورکوی.
راځئ چي يو ځل بيا مسلمانان سره يو موټی کړو او خپل تېر برم د اسلامي امارت په رهبرۍ کي لاس ته راړو!
د ټولي نړۍ د مسلمانانو د اميدونو سترګي اسلامي امارت ته دي ځکه نو موږ باید د مسلمانانو حالات، شرايط او آينده هېر نکړو.
مولوي نورالحق مظهري

مبارزينو ته پيغام:

د حقي لاري لارويان او د مستقيم مسير مبارزين بايد تل تر خپل مينځ مينه او خواخوږي ولري، يو بل ته روحيه ورکړي، په غياب کي د يوبل دفاع وکړي، د باطل يا اولاد الزمان په وړاندي يو موټی وسي او تل د يو بل په نسبت مثبته انګېرنه ولري.
وايي يو چا د امويانو د يو خليفه څخه پوښتنه وکړه چي ستاسو خلافت ولي ړنګ سو؟ هغه ورته ويل: موږ دوستانو ته شا کړه او دښمنانو ته مو مخ کړ ځکه موږ فکر کوی چي دوستان خو هسي خپل دي دښمنان به خپل کړو هغه نتيجه يې داسي سوه چي دښمنان مو خپل نه سوه او دوستان راڅخه خوابدي سوه.
مولوي نورالحق مظهري

د مال او دنيا د غوښتونکي مثال:

ژباړه: ابو عبدالله صوفي وايي: عیسی عليه السلام فرمايلي دي: د دنيا د غوښتونکي مثال د سند د اوبو د څښونکي دی، چي څومره ډېري څښي په هماغه اندازه يې تنده ډېريږي تر څو چي يې وژني.
يعني لکه د سند د اوبو څښونکی چي هيڅ وخت نه اوبيږي بلکي په اوبو باندي مړ کيړي، د مال غوښتونکی هم په مال باندي نه مړيږي بلکي آخر يې مرګ په همدغه مال باندي کيږي.
أَبُو عَبْدِ اللهِ الصُّوفِيُّ؛ قَالَ: قَالَ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلامُ: طَالِبُ الدُّنْيَا مِثْلُ شَارِبِ مَاءِ الْبَحْرِ، كُلَّمَا ازْدَادَ شُرْبًا ازْدَادَ عَطَشًا حَتَّى يَقْتُلَهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1418]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۶

کوم ورور ښه دی؟

ژباړه: بلال بن سعد ويلي دي: هغه ورور چي ستا سره په هر ملاقات کي تا ستا په يو عيب باندي خبروي تر هغه ورور ښه دی چي په هر ملاقات کي ستا په لاس کي يو درهم ايږدي.
لومړی کس ځکه ښه دی چي هغه ستا د اصلاح لپاره کار کوي خو دويم کس تا ته دنيا درکوي او اصلاح کوونکی د دنيا تر ورکوونکي د انسان لپاره ډېر ښه دی.
قَالَ بِلالُ بْنُ سَعْدٍ: أَخٌ لَكَ كُلَّمَا لَقِيَكَ أَخْبَرَكَ بِعَيْبٍ فِيكَ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَخٍ لَكَ كُلَّمَا لَقِيَكَ وَضَعَ فِي كَفِّكَ دِينَارًا.[المجالسة وجواهرالعلم۱۴۲۸]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۲۵

د ليکلو په وخت ډېر دقت وکړئ!

ژباړه: يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: کله چي دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.
يعني د ليکلو په وخت کي ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل سي ځکه د خط په ليکلو کي بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندوويي هم کوي.
قَالَ يَزِيدُ بْنُ الْمُهَلَّبِ لابْنِهِ مُخَلَّدٍ: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1526]
مولوي نورالحق مظهري

د غور او تحقيق خبره:

که داسي څوک پر تا امر وکړي چي ستا په فکر تر تا کشر او يا ټيټ رتبه وي ته يې ژر په بې عقلۍ او ناپوهۍ مه متهم کوه ممکن هغه به تا امتحانوي او يا به هم هغه په داسي کمال کي تر تا لوړ وي چي دی يې لري خو ته یې نلرې.
مولوي نورالحق مظهري