۱۳۹۰/۰۵/۲۶

دولورپه هكله نوي تحقيق(دريمه برخه)

دولورپه هكله نوي تحقيق
(دريمه برخه)
ده ډيرلوړولوراتم ٰافت
بل آفت ده ډيرولوردادي چي غالباً اواكثره اقات پلاراواوليآء ده ښځي مرتكب ده خوړلوده حرام ګرځي،داځكه چي مهرمكمل حق ده ښځي دي لكه پدي آيت كي چي خداي پاك فرمائي} وَاتُوا النِّسَآءَ صَدُقتِهِنَّ نِحْلَة{ وركړي ښځوته  ددوي مهرپه خوشحالي سره.اوپه بدائع الصنائع كي وروسته ترذكرددي آيت داسي ليكي} اَضَافَ الْمَهْرَاِلَيْهَافَدَلَّ اَنَّ الْمَهْرَحَقُّهَاوَمِلْكُهَا{ خداي پاك نسبت ده مهروكي وه ښځي ته نودغه پردي دلالت كوي چي مهرده ښځي حق اودهغي ملكيت دي.داغه رقم په نوروكتابوكي ذكردي چي مهركلاًده ښځي حق اودهغي ملكيت دي.خوپلاراو ورور اوياهم نوراولياءده ښځي پدي خاطرچي مهرخوډيري پيسي دي،ډيرشي په جوړيږي اوده ښځي تركوراوجهيزهم اضافه كيږي هغه خپلي كيډي ته وراچوي پرته لدينه چي مهرښځي ته پلاس وركړي ده هغي سرورخلاص كړي اوهغه پدي پوه كړي چي مهرستاپوره اوسل په سلوكي حق دي؛ سره ددي چي ترڅومهرده ښځي پلاس ورنكړي اوهغي ته ئي مطلقاًورتسليم نكړي بخښه ده مهرده طرفه څخه ده ښځي وهيچاته اعتبارنلري.ځكه خداي پاك په قران شريف كي فرمائي} فَاِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْئٍ فَكُلُوْهُ هَنِيْئًامَّرِيْئًا{ بياكچيري ښځوده خپل مهرڅخه يوشي تاسوته په خوشحالي سره ده نفس دركي نوپه خونداومزي يه وخوري.نوخوشحالي ده نفس شرط دي دپاره ده  بخښلوده مهر.نوكچيري ښځه ده كم علمي له وجه پدي نه پوهيدل چي مهربي قيدوشرطه ځماحق دي،اوياپوهيدل خوده اصطلاح ده حاكميت له وجه،كچيري مهرپلارته ياولي ته ونه بخښي نواده ودي ته عيب دي،ياده شرم له وجه مهرخپل پلاريابل ولي ته وبخښي نودابخښه هيڅ اعتبارنلري،پلاريابل ولي ته ددي ده مال خوړل ندي روا ځكه دابخښه په خوشحالي سره ده نفس نوي بلكه ده اجباراومجبوريت له وجه وي.لكه مفتي مولانامحمدشفيع(رح) په تفسرمعارف القران كښي په سلسلي كي ده تفسيرده مخكني آيت داسي ليكي‌‍[په آيت شريف كي چي كم قيدده طيب نفس لګول سويدي،چي كم ستاسوبيبيانوده مهرڅه حصه تاسي ته دركړي يائي ستاسي څخه ونه غواړي نوتاسي دغه خوړلاي سي.پدي كي ډيرلوي رازدي خبره داده چي ده شريعت دا اصول دي چي ده يوچاذره غوندي مال هم بل لره حلال ندي ترڅوچي ده طيب نفس په اجازت سره نوي په طورده قاعدي حضورr فرمايلي دي}اَلالاَتَظْلِمُوْا اَلاَلاَيَحِلُّ مَالُ امْرِإٍ اِلاَّبِطِيْبِ نَفْسٍ مِّنْهُ{ خبردارظلم مكوي خبردارنه رواكيږي مال ده يوچا(بل چاته)مګرپه خوشحالي سره ده هغه ده نفس.دايوعظيم اصل دي اوتردي لاندي ډيرجزئيات راځي پدي حاضروخت كي چونكي ښځي داګڼي چي مهرنه ور رسيږي نوكه ئي وغواړم اومعاف ئي نكړم نوخفګان اوتاوان ورڅخه جوړيږي پدي وجه زړه يه نه غواړي خوبياهم معاف ئي كړي ددي معافي هيڅ اعتبارنسته](معارف القران پښتوجلد2 سورة النساء صفحه 198) نوكله چي مهرده ښځي حق سونوچي ولي ياسرپرست ئي په زوره ياپه فريب اوچم اوياده ښځي ده ناخبري له وجه خوري ؛ نومرتكب ده خوړلوده حرام سو.نومهركه لږوي كه ډيروي بايدده ښځي پلاس وركړل سي اوښځي ته وويل سي چي ته پدي نه ئي مكلفه چي خپل ولوربه خاماخاخپل پلارته بخښي،كه يه ورته ونه بخښي هم تاته كومه ګناه نده اوته ده خپل ولورپوره اوكامله احتيارلري هرچاته چي يه بخښي؛كچيري ښځه خپل ولورخپل وخاوندته وروبخښي هيڅوك ئي ممانعت نسي كولاي.خوكچيري مهرلږوي ددي خبري پوره اطمينان سته چي پلاراويانوراوليآء بئي مرتكب ده حرام ده خوړلونسي،ځكه ولوربه تنهادغونه سي چي ده ښځي دپاره جهيزاوكورسي،كڅه هم لازمه نده چي ده ښځي كوردي ده ښځي په ولوررانيول سي خوبياهم كچيري يه رانيسي نوترجهيزبه اضافه نسي اواوليآء به متحمل ده حراموده خوړلونسي.الله دي هرمسلمان ته ده حرام ده خوړلوڅخه نجات وركړي.
ده ډير لوړولورنهم ٰافت
ډيرولوربرسيره پردي چي بالفعله اوحالاډيرمنفي اثرات لري بلكه كچيري داغسي دوام وكړي نويورسم اوراوج به پاتيږي لكه اوس چي رسم اورواج ده هغه خلګوڅخه موږته پاته دي كوم چي زموږڅخه ده مخه تيرسويدي.اوچي كله رسم ورواج سي نوچي وروسته هرڅومره ناوړه عواقب ځني منځ ته راځي په مسئوليت اوګناه كي ورسره هغه خلګ شريكان دي كوم چي لومړي يه ډيرمهرايښي اوهغه يه رواج كړيدي،ځكه هرڅوك چي يوبدكاراوطريه كښيږدي هم وه دته ګناه ده اوهم ده هغه خلګوسره په ګناه شريك دي كوم چي دده وروسته ورباندي عمل كوي لكه پدي حديث كي چي راځي} مَنْ سَنَّ فِيْ الاِسْلاَمِ سُنَّةً حَسَنَةً فَلَهُ اَجْرُهَاوَاَجْرُمَنْ عَمِلَ بِهَامِنْ بَعْدِهِ مِنْ غَيْرِاَنْ يَّنْقُصَ مِنْ اُجُوْرِهِمْ شَيْئٌ وَمَنْ سَنَّ فِي الاِسْلاَمِ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَاوَوِزْرُمَنْ عَمِلَ بِهَامِنْ بَعْدِهِ مِنْ غَيْرِاَنْ يَّنْقُصَ مِنْ اَوْزَارِهِمْ شَيْئٌ{ هرڅوك چي كښيږدي په اسلام كي ښه طريقه اودده دپاره به ددي ثواب وي اوهم ثواب ده هغه چاچي دده وروسته ورباندي عمل كوبغيرلدينه چي ددوي ده ثواب څخه كوم شي كم كړل سي اوهرڅوك چي كښيږدي په اسلام كي بده طريقه نودده دپاره به ددي ګناه وي اوګناه ده هغه چاچي دده وروسته په هغي باندي عمل كوي بغيرلدينه چي ددوي ده ګناه څخه دي كوم شي كم كړي سي.نوچي څوك بيخي ډيرمهرايږدي نه تنهاداچي اوس ورڅخه ډيرآفتونه اوبلاګاني پيداكيږي بلكه دايوقسم ناروا اوظالمانه اصطلاح ته ترقي وركول دي چي شرعاانسان ددي كاره څخه منع سويدي اوچي په راروانه زمانه كي هرڅونه آفتونه اوبلاګاني ځني پيداكيږي ددي مسئوليت ده هغه وخت ده خلګو اودده پرغاړه دي.
ده ډيرلوړولورلسم ٰافت
بل آفت ده ډيرولوردادي چي ډيرولورايښوونكي اوده ولورخوړونكي ده جاهليت ده زماني سره مشابهت كوي اوهغه كارونه چي خداي پاك ده اسلام په راتګ سره ورك كړل بيرته اعاده اوراګوځول كيږي لكه مولانامحمدشفيع رحمه الله چي په خپل تفسيركي ليكي(افسوس دي چي ده جاهليت ده زماني داخبري په مسلمانانوكي اوس هم موجودي دي)اوده جاهليت په زماني كي پرښځوډيرظلمونه كيدل چي يوده ظلمونوڅخه دغه ظلم وي چي اوليآؤده ښځي به ده خاوندڅخه ده ښځي مهراخستي(لكه اوس)اوخپله به ئي استفاده ځني كوله ښځي ته بئي نه وركوي(لكه اوس) لكه په تفسيربحرالمحيط كي چي ده مخكني ايت په تفسيركي داسي ليكي} وَقِيْلَ اَلْخِطَابُ لاَوْلِيَآءِ النِّسَآءِ،وَكَانَتْ عَادَةُ بَعْضِ الْعَرَبِ اَنْ يَّأكُلَ وَلِيُّ اِمْرَأَةٍ مَهْرَهَافَرَفَعَ اللهُ ذَالِكَ بِالاِسْلاَمِ{ اوويل كړه سويدي چي پدي آيت كي خطاب وه اوليآؤته ده ښځودي،اوده بعضي عربوعادت وو چي ولي دښځي به مهرده ښځي په خپله خوړي(ښځي ته بئي نه وركوي)نوخداي پاك دغه رسم په اسلام باندي پورته كي.بحرالمحيط
اوپه تفسيربيضاوي كي واي:} وَقِيْلَ اَلْخِطَابُ لِلاَوَلِيَآءِ لاَنَّهُمْ كَانُوْايَأخُذُوْنَ مُهُوْرَمُوْلَيَاتِهِم ْ  {ويل كړه سويدي چي خطاب وه اوليآؤده ده ښځودي ځكه دوي مهرده خپلوښځي اخستي.تفسيربيضاوي، اوداغه رقم په نوروتفاسيروكي هم داسي راغلي دي.لكه روح المعاني،التحريروالتنوير،الوسيط،المحررالوجيز،السراج المنير،معاني القران للفراء.
ده يادولووړده چي ده شريعت لخوا مسلمان ته اجازت نسته چي ځان دي ده جاهليت ده زماني ده خلګوسره مشابه كړي اوهغه كارونه چي په هغه زمانه كي وه چي وروسته ده اسلام ده راتګ سره ټول له منځه لاړل بيرته له سره ژوندي سي خوچي څوك ډيرمهرايږدي اوبياهغه په خپله خوري ښځي ته ئي نه وركوي دغه سړي ځان ده جاهليت ده زماني ده خلګوسره مشابه كوي اوده هغوي وركي سوي منفوري اصطلاح ته ژونداوبياوده وركوي.خداي پاك دي هرمسلمان دداسي عمل څخه وساتي.
نوربيا.....