ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه د بنی اسرائيلو په منځ کې د کمزورۍ او فساد لومړۍ نښه دا وه چې یو سړي به د بل سړي سره ملاقات وکړ نو ورته ویل به يې: ای فلانیه! د الله څخه ووېرېږه او دا کار پرېږده، ځکه دا کار ستا لپاره حلال نه دی. خو کله چې به يې سبا د هماغه سړي سره ملاقات وسو نو هغې خبري به دی د دې څخه نه منع کوی چې د دغه سړي سره به یې خوراک، څښاک او ناسته کول. کله چې هغوی داسې کول، الله جل جلاله د ځينو زړونه د ځينو په زړونو ووهل. (د زړونو ترمنځ يې کینه او کرکه پيدا کړه)
تشريح: يعني په بني اسرائيلو کې لومړۍ نيمګړتيا د دې څخه را پيدا شوه چې يو کس به بل کس د منکر کار په کولو کې وليدی نو ورته ويل به یې: دا کار مه کوه ځکه دا کار ستا لپاره حرام دی، خو بله ورځ چې به همدغه سړي هغه سړی د منکر کار د کولو په حالت کې وليدی بيا به يې د منکر کار څخه نه منع کوی بلکې د هغه سره به کښېناستی او خوراک به يې ورسره کوی چې په نتيجه کې الله تعالی د دوی تر زړونو تر منځ تفرقه او فاصله راوړه او د يو بل څخه يې کرکه د دوی په منځ کې پيدا کړه.
نو موږ بايد هيڅ وخت په نهي عن المنکر کې په يوځل ويلو بسنه ونکړو بلکې هر وخت او په دوامداره توګه نور انسانان د منکر کار د کولو څخه منع کړو.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ أَوَّلَ مَا دَخَلَ النَّقْصُ عَلَى بَنِى إِسْرَائِيلَ كَانَ الرَّجُلُ يَلْقَى الرَّجُلَ فَيَقُولُ يَا هَذَا اتَّقِ اللَّهِ وَدَعْ مَا تَصْنَعُ فَإِنَّهُ لاَ يَحِلُّ لَكَ ثُمَّ يَلْقَاهُ مِنَ الْغَدِ فَلاَ يَمْنَعُهُ ذَلِكَ أَنْ يَكُونَ أَكِيلَهُ وَشَرِيبَهُ وَقَعِيدَهُ فَلَمَّا فَعَلُوا ذَلِكَ ضَرَبَ اللَّهُ قُلُوبَ بَعْضِهِمْ بِبَعْضٍ.(سنن ابی داود: 4338)
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر