۱۴۰۴/۰۷/۰۹

عقيدوي فاسقان او د هغوی توبه:

ژباړه: په عقيده کې فسق داسي دی لکه فسق د هغو بدعتيانو چې پر الله ايمان لري، پر رسول د الله ايمان لري او پر ورځي د آخرت ايمان لري، دوی هغه څه حرام ګڼي کوم چې الله تعالی حرام ګڼلي دي او دوی هغه څه واجب ګڼي کوم چې الله تعالی واجب ګڼلي دي مګر دوی د ناپوهۍ او تأويل په سبب او د خپلو مشرانو څخه په تلقليد ډېر هغه شيان نفي کوي کوم چې الله تعالی او د هغه رسول ثابت کړي دي او داسي شيان ثابتوي چې الله تعالی او د هغه رسول نه دي ثابت کړي، د دغه فاسقانو توبه د خپلي فاسدي عقيدې څخه يوازې د سنت په متابعت سره کېدلای سي او د دوی څخه يوازې په دې کار باندې هم بسنه نه کيږي تر څو چې دوی خلکو ته فساد د خپلو هغو کارونو بيان نه کړي چې مخکي يې کول.

يعني بدعتي انسان تر څو د خپل بدعت څخه لاس وانخلي او چې څومره بدعتونه يې په خلکو کې رواج کړي هغه خلکو ته باطل معرفي نه کړي تر هغه وخته يې توبه ورڅخه نه قبليږي.

وَفِسْقُ الِاعْتِقَادِ كَفِسْقِ أَهْلِ الْبِدَعِ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ، وَيُوجِبُونَ مَا أَوْجَبَ اللَّهُ، وَلَكِنْ يَنْفُونَ كَثِيرًا مِمَّا أَثْبَتَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ، جَهْلًا وَتَأْوِيلًا، وَتَقْلِيدًا لِلشُّيُوخِ، وَيُثْبِتُونَ مَا لَمْ يُثْبِتْهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ كَذَلِكَ.
فَتَوْبَةُ هَؤُلَاءِ الْفُسَّاقِ مِنْ جِهَةِ الِاعْتِقَادَاتِ الْفَاسِدَةِ بِمَحْضِ اتِّبَاعِ السُّنَّةِ، وَلَا يُكْتَفَى مِنْهُمْ بِذَلِكَ أَيْضًا حَتَّى يُبَيِّنُوا فَسَادَ مَا كَانُوا عَلَيْهِ مِنَ الْبِدْعَةِ.(مدراج السالکين 369)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۰۶

ابوموسی اشعري ته د حضرت عمر ارزښتناکه ليک:

ژباړه: عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته ـ چې د بصرې والي وو ـ وليکل: خلک د خپلو باچاهانو څخه بد وړي نو په الله باندې پناه غواړم د ځان او ستا لپاره د نا څرګندي ړوندتيا او اخيستل سوو کرکو څخه؛ د الله تعالی حدود عملي کړه که څه هم د ورځي د يو کړي لپاره وي، کله چې تا ته دوه کاره وړاندې سي چې يو د الله لپاره وي او بل د دنيا لپاره وي؛ نو ته د الله تعالی څخه خپله برخه غوره کړه ځکه دنيا ورانيږي خو آخرت پاتيږي، د فاسقانو څخه و وېرېږه او دوی لاس لاس او پښې پښې کړه، د مسلمانانو پر ناروغ پوښتنه وکړه، د مسلمانانو جنازو ته ولاړ سه، خپله دروازه د مسلمانانو پر مخ خلاصه کړه، د مسلمانانو کارونه خپله کوه ځکه ته د دوی څخه يو فرد يې مګر دا چې الله تعالی تر دوی ستا بار دروند کړی دی، ما ته خبر را رسېدلی دی چې ستا او ستا د کورنۍ لپاره په کالو، خوړو او سورليو کې ځانګړی هيأت ښکاره سوی هغه چې د نورو مسلمانانو لپاره نسته؛ نو ای د الله بنده! ځان د داسي حالت څخه وساته چې ته د هغه حيوان په څېر سې چې پر آبادي شېلې تېريږي خو غم يې يواځي چاغوالی او اوبه وي سره د دې چې په چاغوالي کې يې مرګ دی، پوه سه چې کله مشر د حق څخه انحراف وکړي د ده رعيت هم انحراف کوي او تر ټولو بدبخته انسان هغه دی چې د ده رعيت د ده په خاطر بدبخته سي.
د ليک مهم ټکي:
1 – حضرت عمر رضي الله عنه په الله تعالی باندې د ځان او ابوموسی اشعري رضي الله عنه لپاره د ناڅرګند ړوندوالي او اخيستل سوي کرکې څخه پناه غواړي؛ ځکه کوم څوک چې په ناڅرګند ړوندوالي باندې اخته سي هغه بيا هيڅ حق نه سي ليدلای او څوک چې په کرکه او کينه باندې اخته سي هغه بيا هيڅوخت د هيچا لپاره خيرخواه نه سي جوړېدلای. په ځانګړې توګه مشران بايد د دغه دوو ناوړه صفتونو څخه ځانونه وساتي. 
2 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته د الهي حدودو د جاري کولو سپارښتنه کوي که څه هم د ډېر لږ وخت لپاره وي ځکه چې د حدودو په جاري کولو سره عدالت او نظم را منځ ته کيږي.
3 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: کله چې ته د داسي دوو کارونو تر منځ راسې چې يو د الله لپاره وي او هغه بل د دنيا لپاره وي نو هغه د الله تعالی کار ته د دنيا تر کار ترجيح ورکړه ځکه د دنيا کار د فاني دنيا لپاره وي خو د الله تعالی کار د پاته کېدونکې آخرت لپاره وي.
4 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د فاسقانو سره ډېر احتياط کوه، ملګرتيا مه ورسره کوه او دوی ته د فساد او بغاوت وخت مه ورکوه ځکه فاسقان تل د اسلامي نظام نړولو ته کار کوي.
5 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو پر ناروغانو پوښتنه وکړه؛ ځکه پر ناروغانو باندې د مشرانو پوښتنه کول مسلمانان خوشحاله کوي او د خپلو مشرانو اطاعت ته هڅول کيږي.
6 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعر رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو په جنازو کې ګډون وکړه؛ ځکه د مسلمانانو په جنازو د مشرانو ګډون د مسلمانانو د سکون او آرامۍ سبب جوړيږي او پر مشرانو يې نور هم باور ټينګيږي.
7 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو کارونه خپله کوه؛ يعني د مسلمانانو په کارونو کې ډېر جدي وسه او نورو کسانو ته يې مه پرېږده ځکه ممکن نور کسان يې ونکړي چې بيا ولس درڅخه خوابدی کيږي او ستا څخه واټن پيدا کوي.
8 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: خپلي دروازې د ولس پر مخ پرانيستي پرېږده تر څو په آسانۍ ستا سره ملاقات وکړي او خپلي ستونزي ژر تر تا پوري ورسوي؛ ځکه که د مسلمانانو ستونزي تر تا پوري و نه رسيږي نو ته يې په حال نه خبرېږي چې په نتيجه کې د مسلمانانو مشکلات نه سې آوارولای. د دې څخه داسي ښکاري چې تل خپل پر ساتونکو او باډيګارډانو باندې باور مکوه چې هغوی د ځان او ولس تر منځ واسطه جوړوې ځکه د دې امکان سته چې هغوی دي په وظيفه کې ناغېړي وکړي او د نورو مسلمانانو ږغونه دي تر تا پوري را و نه رسوي.
9 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: ځان ته تر نورو مسلمانانو امتيازات مه ځانګړي کوه چې ستا کالي د نورو مسلمانانو د کاليو سره توپير ولري، ستا خواړه د نورو مسلمانانو د خوړو سره توپير ولري او ستا سورلی د نورو مسلمانانو د سورليو سره توپير ولري يعني چې ستا کالي، خواړه او سورلی دي د نورو مسلمانانو تر کاليو، خوړو او سورليو بهتره وي؛ ځکه د داسي کار په کولو سره د حاکم او رعيت تر منځ واټن پيدا کيږي او د دې تر څنګ چې ولس د ځان لپاره د حقارت احساس کوي پر خپلو مشرانو يې ګمان بديږي.
10 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د حق څخه انحراف مکوه ځکه چې کله مشر انحراف وکړي ولس او خلک هم ورسره انحراف کوي چې په نتيجه کې فساد ورڅخه پيدا کيږي ځكه دې د کړنو له مخي خلک د خپلو باچانو پسې ځي.
11 – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته آخري خبره دا کوي چې د خپل رعيت او ولس د بدبختۍ سبب مه جوړېږه ځکه تر ټولو بدبخته مشر هغه دی چې خلک د ده په سبب بدبخه او ګمراه سي. دلته د بدبختۍ خبره عامه ده که په اقتصادي ډګر کې وي، که په سياسي ډګر کې وي، که په فکري او فرهنګي ډګر کې وي او په ديني ډګر کې وي.
كَتَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ إِلَى أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا : أَمَّا بَعْدُ ؛ فَإِنَّ لِلنَّاسِ نَفْرَةً عَنْ سُلْطَانِهِمْ ؛ فَأَعُوذُ بِاللهِ أَنْ يُدْرِكَنِي وَإِيَّاكَ [ عَمْيَاءُ مَجْهُولَةٌ ، وَضَغَائِنُ مَحْمُولَةٌ ] ؛ فَأَقِمِ الْحُدُودَ وَلَوْ سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ، وَإِذَا عَرَضَ لَكَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلَّهِ وَالْآخَرُ لِلدُّنْيَا ؛ فَآثِرْ نَصِيبَكَ مِنَ اللهِ ، فإن الدنيا تنفذ وَالْآخِرَةُ تَبْقَى ، وَأَخِفِ الْفُسَّاقَ ، واجعلهم يدا يدا ورجلارجلا ، عُدْ مَرِيضَ الْمُسْلِمِينَ ، وَاحْضَرْ جَنَائِزَهُمْ وَافْتَحْ بَابَكَ ، وَبَاشِرْ أُمُورَهُمْ بِنَفْسِكَ ؛ فَإِنَّمَا أَنْتَ رَجُلٌ مِنْهُمْ ؛ غَيْرَ أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ جَعَلَكَ أَثْقَلَهُمْ حِمْلًا ، وَقَدْ بَلَغَنِي أَنَّهُ قَدْ فَشَا لَكَ وَلِأَهْلِ بَيْتِكَ هَيْئَةٌ فِي لِبَاسِكَ وَمَطْعَمِكَ وَمَرْكَبِكَ لَيْسَ لِلْمُسْلِمِينَ مِثْلُهَا ؛ -[43]- فَإِيَّاكَ يَا عَبْدَ اللهِ أَنْ تَكُونَ بِمَنْزِلَةِ الْبَهِيمَةِ مَرَّتْ بِوَادٍ خَصْبٍ ؛ فَلَمْ يَكُنْ لَهَا هَمٌّ إِلَّا السَّمْنُ وَالْمَاءُ ، وَإِنَّمَا حَتْفُهَا فِي السِّمَنِ ، وَاعْلَمْ أَنَّ الْعَامِلَ إِذَا زَاغَ زَاغَتْ رَعِيَّتُهُ ، وَأَشْقَى النَّاسُ مَنْ شَقِيَتْ بِهِ رَعِيَّتُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1198]
مولوي نورالحق مظهري