۱۳۹۳/۰۲/۲۹

دنکټایی طبی اضرار

دنکټايی طبی اضرار


د CNN په یورپوټ کی ویل شوی، چی نوی تحقیقاتو ښودلی چی دنکټایی تړل کومه چی ډاکټران یی هم تړی، کڅه هم کله کله په ظاهره کی څه فیش اوموډ هم لری، خوکله کله داسی دمختلفو جراثیمو اومیکروبونو دتولید مرکز اوځای ګرځی چی دانسان صحت دخطر سره مخامخ کوی.

ستیفن نیرکن ، چی خپل نهایی تحصیلات یی دامریکی په یوپوهنتون کی کړیدی، وایی: دنکټایی په هکله د(طبی) بحث کولو اوتحقیق مفکوره هغه وخت راته پیداسوه، چی کله می د " نیویورک کوینز" په شفاخانه کی خپله دامتحان دوره تیروله، ځکه ماهلته ولیدل چی ټوله ډاګټران نکټایی تړی.

د"اسوشیتد پرس " درپوت پربنیاد ډاکترنیرکن 27 کاله دا ویل: کله چی ډاګټران دمریض دمعاینی کولو لپاره سرکښته کوی، نواکثره اوقات ددوی نکټایی یادمریض سره اویادهغه دبستر سره تماس نیسی چی په نتیجه کی ډیر مکروبونه اوجراثیم پوری مښلی.

اوس کڅه هم ډاکتران وروسته تردی چی پرمریض باندی آثار دمریضی ووینی خپل لاسونه پریوی، مګر اکثره اوقات دوی دیته نه خلاصیږی چی خپله نکټایی دی هم پریوی چی بیایی لاسونو ته هغه مکروب ورنسی چی په نکټایی پوری مښتئ دئ.

نوموړئ زیاتوی: داچی ډاکتران خپله نکټایی دمریض دکتلو وروسته نشی پریولای اواصلاح کولای، په مکروب باندی ددوی دآلوده کیدلو خطر نورهم ډیره وی.

نوموړی دخپل نظریی دتأیید لپاره د دوڅلویښت ډاکترانو اوپه شفاخانه کی دلابراتوار دځینو نورو کارکوونکو نکټایانی د طبی څیړنی لپاره وړاندی کړی چی په نتیجه کی دا معلومه شوه، چی د20 نفرو یعنی 48 % نکټیایانو حد اقل یوقسم دمکروب دځانه سره درلودئ.

اوددی تحقیق سره همزمان نوموړی پرلسو نکټایانود نګهبانانو دشفاخانی اودځینو نورو هغو خلګو چی دمریضانو سره یی هیڅ نوع ارتباط نه درلودئ تحقیق اوڅیړنه وکړه چی په نتیجه کی داورته معلومه سوه چی یوی نکټیایی دځانه سره مکروب درلودئ.

دنوموړی دغه تحقیقاتو ډیر اعتراضونه راوپارول چی دډاکترانو دنکټایی تړل شاید دمریضانو صحت ته هم خطرمتوجه کړی.

[ http://travel.maktoob.com/vb/travel55943/]

داکتر "سیعد شلبی " چی دمصر دقومی څیرنیز مرکز استاد دئ، توصیه کوی چی په ګرمۍ کیدی نکټایی نه تړل کیږی، ځکه دنکټایی په تړلوسره اوبیاپه خاصه توګه کله چی ټینګه تړلی وی جریان دوینی د غدۀ درقیه مختل کیږی چی په نتیجه کی دهغی پرافرازاتو باندی تأثیرایږدی. نوموړی زیاتوی هغه مریضان چی ده غدۀ درقیه په مریضۍ اویادصرع ، عصبی تشنج،داینۍ اوشکری په مریضی باندی مبتلاء وی هغوی ته دنکټایی تړل ډیر خطرناک دئ.

[ http://travel.maktoob.com/vb/travel55943/]

ډاکتران وایی: ټینګ تړل دنکټایی کله کله خطر دړندیدلو ډیروی، ځکه چی تنګ والی دنکټایی ددی خطر ډیروی چی دانسان سترګی دی د شنواوبو(ګلوکوما) په مریضی باندی اخته شی یعنی دنکټایی په ټینګ تړلوسره جریان دوینی دسر اوزړه ترمینځ ستونزمن کیږی چی په نتیجه کی دسترګوپر رګونو باندی فشار راځی چی هغه ته په علمی اصطلاح کی " ګلوکوما " وای، چی بالاخره سترګی ړندیږی، او نوموړی ناروغی دسترګو دړندیدلو ترټولو لوی اوغټ سبب دئ ځکه تنها په امریکاکی تقریبا دری ملیونه خلګ پدغی ناروغۍ باندی اخته دی سره ددی چی عمر یی هم کم دئ.

ډاکتر" روبرت ریتش " چی دامریکا دنیویورک ښار دسترګو په شفاخانه کی کارکوی، وایی: دنکټایی ټینګ تړل په ټولو روغو خلګو کی دسترګو دنینک فشار لوړوی، اوهمدا راز په هغو خلګوکی چی د " ګلوکوما " په مریضی باندی مبتلاء دی، او امکان لری چی په تشخیص اومعالجی کی دګلوکومادی هم تأثیر کښیږدی،(یعنی یادی پوره تشخیص ونسی اوکه یی تشخیض وسی علاج یی ستونزمن کوی) او نتائجو داسی ښودلی ده ، چی 60% هغه مریضان چی په ګلوکوما باندی اخته دی، او70% هغه خلګ چی جوړدی ددوی دسترګو دوینی فشار وروسته ترټینګ تړلو دنکټایی پورته تللئ دئ. اوپه سترګو کی دوینی دفشار لوړوالئ دهغه اساسی عواملو او اسبابوڅخه دئ چی کله کله دسترګو عصبی سیستم بیخی دمنځه وړی اودسترګو لیدل ورسره ختم کیږی، او علاوه پردی باندی چی دنکټایی ټینګ تړل انسان په ګلوکوما ناروغۍ باندی مبتلاء کوی، کله کله داسی کیږی چی دسترګو دمعاینی کولو په وقت کی دی تشخیص دناروغۍ هم غلط را ووځی.

دایټالیا دروغتیاوزارت ویلی: دنکټایی ایسته کول ډیر کمک کوی دهغه مبارزی سره چی په نړۍ کی دحرارت د درجی دلوړوالی په مقابل کی کیږی، همدا راز نوموړی اداری دکار دخاوندانو څخه غوښتنه کړی چی خپلو کارګرو ته دی اجازه ورکړی چی په دوبی کی عادی کالی واغوندی ترڅو دهوا دیخ کوونکو ماشینونو دچالانه کیدلو کچه را کښته سی ، کوم چی په اقتصادی لحاظ دبریښنا په استعمال کی اودمحیط په ساتنی کی مؤثر تمامیږی، نوموړی اداری ټولو عامه اوخصوصی دفاتروته لارښوونه کړی چی خپل کارګروته دی اجازه ورکړی چی په ډیری ګرمی کی نکټایی ونه تړی.

یوه مالیزیایی طبی ټولنه وایی: دنکټایانو تړل غیر صحی کاردئ ځکه چی نکټایی سبب دانتقال دډیرو مکروبونو کیږی دیوه شخص څخه وبل شخص ته په خاصه توګه ځنی ریوی او دوینی امراض چی کله کله یی سبب همدغه نکټایی کیږی.

[ http://www.asrare.com/man/164.html ]

اوس چی داثابته شوه چی نکټایی دانسان لپاره ډیر ضررونه لری، نویقینی خبره ده چی هغه تردی حدیث اوفقهی قانون لاندی راځی: لاضرر ولاضرار فی الإسلام.

یعنی په اسلام کی ځان اوبل چاته ضرر رسول نشته، اوس دلته په تړلو کی دنکټایی کوم ضرورت هم نشته ، چی څوک دی پدی قانون باندی استدلال ونیسی، الضروریات تبیح المحظورات، یعنی ضرورتونه ممنوعه شیان روا کوی، ځکه دنګټایی تړل په هیڅ یوه وقت ضروری ندی، غیر له هغه صورت څخه چی مجاهدین یی ددی لپاره په غاړه کی چی کفار دوکه کی او پرهغوی باندی حمله وکړی پدی صورت کی هیڅ مشکل نشته، ځکه " الحرب خدعة " یعنی جنګ خطاایستل دی، نو په جنګ چی هرډول کیږی باید مسلمان کوشش وکړی چی کافران خطاباسی، خوهغه څوک چی په یوی اداری کی دکارکولو لپاره دنکټایی تړل ضروری ګڼی، نوداځکه نه رواکیږی، چی دوظیفه دلاسته راوړلو لپاره انسانته نه رواکیږی چی دکفارو کالی واغوندی اویا دهغوی سره ځان مشابه کړی، ځکه دانسان رزق اوروزی په یوه ځانګړی وظیفه اومسئولیت کی ندئ ، بلکه دهرمشروع لاری څخه انسان کولای شی ، ځانته دخپل کور اعاشه پیداکړی. چی همدغه شرعا دانسان شرعی مکلفیت دئ.

۱۳۹۳/۰۲/۲۸

دنکټايی حکم دقرآن اوحديث په رڼاکی:

دنکټايی حکم دقرآن اوحديث په رڼاکی:


تفسیرقرطبی د " تعرفهم بسیماهم " آیت په تفسیر کی لیکی: فيه دليل على أن للسِّيما أثراً في اعتبار من يظهر عليه ذلك، حتى إذا رأينا ميتاً في دار الإسلام وعَلَيْهِ زُنَّار وهو غير مختون لا يدفن في مقابر المسلمين.[قرطبی سورة البقره273]

ژباړه: پدی آیت کی دلیل دئ چی دعلامی لپاره تأثیر سته په معتبرکولوکی دهغه چا چی دغه علامه ورباندی ښکاره سی، آن کچیری مونږ یو مړئ په دار کی داسلام ولیدئ، چی زنار یی تړلئ وو، اوسنت شوئ هم نه وو، نوهغه دی په هدیره کی دمسلمانانو نه ښخییږی.

وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم مِّن بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذَاً لَّمِنَ الظَّالِمِينَ.[سورة البقرة 145]

ژباړه:کچیری ته ددوی دخواهشاتو متابعت وکړی وروسته تردی چی تاته علم راسی نو په یقین باندی پدی وقت کی ته دظالمانو څخه یی.

اوس نکټایی هم یوه دغوښتنو اوخواهشاتوڅخه د یهودو اونصاراوو ده چی مسلمان ته نه ښایی چی په هغی کی دی ددوی متابعت وکړی.

اوپه حدیث کی راځی: عن عدي بن حاتم قال : أتيت النبي صلى الله عليه و سلم وفي عنقي صليب من ذهب فقال يا عدي اطرح عنك هذا الوثن [سنن ترمذی 3095]

ژباړه:عدی بن حاتم (رض) وایی زه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه راغلم پداسی حال کی چی ځما په غاړه کی دسروزرو صلیب وو، نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای عدی! دغه بت دی دغاړی څخه وغورځوه.

اوس ددی حدیث څخه له ورایه ښکاری چی نصاراوو صلیب په غاړه کوئ، اود علماؤ اومؤرخینو په وینا هغه یی دمختلفو شیانو څخه جوړوی لکه سره زر، سپین زر، لرګئ اویاټوکر، نومعلومه خبره ده چی دغه نکټایی چی اصل یی هم ددغه نصاراوو لخوا ایښودل سوئ دئ، هم هغه صلیب دئ ځکه دوی اوس داوسپنی اودلرګی صلیب دځانه سره نه ګرځوی اوکه یی ګرځوی، هم ډیر لږ خلګ یی دځانه سره ګرځوی.

عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلي الله عليه و سلم جزوا الشوارب وأرخوا اللحي خالفوا المجوس [ مسلم (1 /222)رقم 260]

دابوهریرة (رض) څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، وفرمایل: بریتونه لنډ کړئ اوږیری اوږدی کړئ، دمجوسیانو سره مخالف وکړئ.

اوس دامعلومه خبره ده چی دږیری سره نکټایی نه معلومیږی، نوداسی خلګ ډیرسته چی دنکټایی لپاره ږیره خره یی ځکه چی که یی ږیره وی نوبیا نکټایی نه معلومیږی، اوس پدیکی یوه خپله دږیری خریل دی، بله دنکټایی تړل دی اوبله ګناه هم داده چی دنکټایی دتړلو لپاره ږیره خره یی نودږیری پریښودل تقریبا واجب دی، داغسی یی خریل ندی روا ، نوچی څوک یی دنکټایی لپاره خره یی اویایی لنډوی نو دابه څنګه روا شی؟.

همداراز په حدیث کی راځی:

عن عامر قال سمعت النعمان بن بشير يقول سمعت رسول الله - صلي الله عليه وسلم - يقول الحلال بين والحرام بين ، وبينهما مشبهات لا يعلمها کثير من الناس ، فمن اتقي المشبهات استبرأ لدينه وعرضه ، ومن وقع في الشبهات کراع يرعي حول الحمي ، يوشک أن يواقعه . ألا وإن لکل ملک حمي ، ألا إن حمي الله في أرضه محارمه ، ألا وإن في الجسد مضغة إذا صلحت صلح الجسد کله ، وإذا فسدت فسد الجسد کله . ألا وهي القلب [صحيح البخاري (1 /101)رقم52 ]

ژباړه: عامر وایی: ماده نعمان بن بشیر(رض)څخه واوریدل چی ده ویل: مادرسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یی: حلال معلوم دی اوحرام هم معلوم دی، او په مابین کی ددوی دوو ځینی نامعلوم شیان سته چی ډیرئ خلګ نه په پوهیږی، چا چی ځان دنامعلومو شیانو څخه وساتئ نوهغه خپل دین او ابرو دواړه وساتل ، مثال دهغه چا چی په نامعلومو شیانو کی واقع شی، لکه هغه شپون دئ چی دمنعه شوی څڼ ځای پرشا اوخوا ګرځی اونژدی وی چی ور ولویږی، خبراوسئ دهر باچا لپاره ځانګړئ منعه شوئ څڼ ځای دئ! خبراوسئ دالله ممنوع څڼ ځای دده په مځکه کی دالله محارم دی! خبراوسئ چی په بدن کی یوه ټوټه غوښه ده چی کله هغه اصلاح شی، نوټوله بدن به ورسره اصلاح وی، اوکه هغه فاسده شی نوټوله بدن ورسره فاسد شی! خبراوسئ چی هغه زړه دئ!.

اوس نکټایی چی په هغه باندی دونه علماؤ دحرمت حکم کړئ دئ، بیایی نوولی مونږ واغوندو؟ چی د صریح حرمت څخه یی بالفرض تنزل وکړو نوپه مشبهاتو کی یی دخول خو یقینی دئ، نوبیاهم دځان ساتل ځنی ضروری دئ.

دلته دیو معاصر عالم ناصر الفهد رحمه الله فتوی رانقل کوم چی دنکټایی پرحرمت یی ډیر ښه دلائل ویلی دی:

السوال: أسأل حول حكم لبس ربطة العنق مع التوضيح ولكم الأجر إن شاء الله



الجواب: لايجوز لبسها لأنها تشبه بالكفار وفي الحديث الصحيح (من تشبه بقوم فهو منهم) ، وفي حديث عبد الله بن عمرو بن العاص في الصحيح لما رأى عليه النبي صلى الله عليه وسلم ثوبين معصفرين قال له (إن هذه من ثياب الكفار فلا تلبسها) ، فعلل النهي عن لبسها بأنها من ثياب الكفار، وفي حديث أبي أمامة مرفوعا (تسرولوا واتزروا خالفوا أهل الكتاب) ، فمخالفتهم في اللبس مطلب للشارع، وفي البخاري عن عمر بن الخطاب أنه كتب للمسلمين في خراسان (إياكم والتنعم وزي أهل الشرك) ، والأحاديث في ذلك كثيرة ، ولا عبرة بانتشار لبس الكفار بين المسلمين ليقال بأنه لم يعد خاصا بهم فلا يكون تشبها بهم لأربعة أمور :



أولا: إنه ما انتشر بين المسلمين إلا عن طريق الكفار ، ولو سألت أي مسلم يلبس لبسهم كيف كان لبس جده لقال إنه لبس المسلمين لا لبس الكفار ، ولهذا يسمون هذا -لبسا إفرنجيا وبدلة إفرنجية ونحو ذلك.



ثانيا : إننا لو قلنا بهذا لعطلنا أحاديث النهي عن التشبه بالكفار في لبسهم وأصبحت ملغاة وهذا ظاهر جدا لأن الناس الآن أصبحوا كلهم إلا من رحم الله يلبسون لبسة الأوربيين.



ثالثا : أن مخالفة المسلمين للكفار في لبسهم وهيئتهم مطلب للشارع كما يعرفه من ينظر النصوص الواردة في الباب، فإن المشابهة في الظاهر تورد مشاكلة في الباطن كما ذكر شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله تعالى، والمسلم يتميز عن الكفار بهيئته لهذا كان الخلفاء الراشدون ومن بعدهم يلزمون أهل الذمة بأن يتميزوا ولا يتشبهوا بالمسلمين في لباسهم.



رابعا : أن أهل الحق والخير والعلم والسنة في هذا الزمن على اختلاف بلدانهم لا يلبسون لباس الكفار بل يلبسون لبس المسلمين والعبرة بهم لا بالفساق.

ژباړه:

پوښتنه: زه په باره کی دنکټایی دحکم سوال کوم هیله ده راته واضح یی کړی الله پاک به ستاسو مزدوری درکړی إن شاء الله.

ځواب: دنکټایی اغوستل نه رواکیږی، ځکه چی پدی کی دکفارو سره مشابهت راځی، اوپه صحیح حدیث کی راغلیدی ( هرڅوک چی ځان دیوقوم سره مشابه کړی، هغه دهغه قوم څخه دئ) اوپه صحیح حدیث کی دعبدالله بن عمرو بن العاص راغلیدی: کله چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرده باندی دوه جوړی په معصفرو رنګ شوی کالی ولیدل نویی ورته وویل: ( داخو دکفارو کالیدی نوته یی مه اغونده! ) دلته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی دنه اغوستلو علت دابیان کړئ دئ چی دغه کالی دکفارودی، اوپه مرفوع حدیث کی دأبی أمامة راځی:(پرتوګ واغوندئ اولنګ وتړئ دکفارو سره مخالفت وکړئ) نو دکفارو سره مخالفت دشریعت ایښودونکی غوښتنه ده، اوپه بخاری کی دعمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه څخه رانقل شویدی چی ده، په خراسان کی مسلمانانوته داسی ولیکل:(ځانونه د آسانی/ سهولت او لباس څخه دشرک وساتئ) اوپدی باره کی احادیث بیخی ډیردی. خودلته اعتبار وخپریدلو ته د " نکټایی په مابین کی دمسلمانانو نسته چی باره دی داسی وویل سی: چی داخو اوس خاص په کفارو پوری نده (مسلمان هم ورڅخه اسفتاده کوی) نوپدی کی مشابهت نه راځی، پخاطر دڅلورو وجهو ورته اعتبار نشته:

1.نکټایی په مابین کی دمسلمانانو بغیرله کفارو بل دهیچالخوا نده پخش اوخپره شوی، کچیری دیومسلمان څخه پوښتنه وکړی: چی ستا دنیکه کالی څنګه شیان وه؟ نوهغه به ووایی: کالی دمسلمانانو نه دکافرانو، نوپدی خاطر دئ چی خلګ نکټایی انګریزی اوفرنګی اوداسی نورکالی بولی.

2. کچیری مونږ دغه خبره ومنو(چی نکټایی په مسلمانانوکی رواج سویده نوپدی خاطر دکفارو لباس ندئ) نوهغه أحادیث چی پکی دکفارو سره دمشابهت څخه نهی راغلیدی هغه مومعطل کړه اولغوه شوه، اودا ډیره معلومه خبره ده ځکه اوس خوغیرله هغه چاچی الله ورباندی خپل رحمت کړئ وی، نورټول خلګ د اروپائیانو کالی اغوندی.

3. دمسلمانانولپاره دکفارو سره مخالفت دهغوی په لباس اوهیئت کی دشریعت دایښودونکی غوښبتنه ده، لکه څرنګه چی دغه خبره هرهغه چاته معلومیږی چی پدی باره راغلی نصوص وګوری، ځکه چی په ظاهره کی مشابهت ، مشاکلت په باطن کی راوړی، لکه چی شیخ الإسلام ابن تیمیه رحمه الله ذکر کړی دی:مسلمان باید دکافره سره په هیئت کی فرق ولری، پدی خاطر خلفاء راشدینو اوکوم څوک چی ددوی وروسته راغلیدی، اهل ذمه یی پدی باندی مجبوره کول، چی باید ځان ته فرق ورکړی اودمسلمانانو سره په کالو کی مشابهت ونکړی.

4. اهل حق اوښه خلګ اوعلماء اوکوم خلګ چی پرسنتوبرابردی، زمونږ په وقت کی کڅه هم ښارونه یی سره مختلف دی، دکفارو کالی نه اغوندی، بلکه دمسلمانانو کالی اغوندی، نواعتبار هم دوی ته سته نه فاسقانو خلګوته (چی دکفارو کالی اغوندی).