۱۴۰۲/۰۹/۱۸

د نړيوالو جرائمو مور او بچيان يې:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
ډېر ليري نه ځو د څو لسيزو را پدې خوا د جرمونو مور او اولادونه يې درپېژنم؛ د کومي ورځي څخه چي امريکا په نړۍ کي د يوه قدرتي بلاک په بڼه را ژوندې سوېده د هماغه وخته څخه يې  بيا تر اوسه پوري د بشريت پر ضد نه هېرېدونکي او نه بښونکي جرمونه کړيدي او تر څنګ يې ځيني بچوڼي هم د نړۍ په مختلفو هيوادونو کي د انسانانو پر ضد خپل جرمونو او تېريو ته دوام ورکوي.
دوه لسيزي مخکي يې چي  پر افغانستان او عراق د ټولو بين المللي او عقلي اصولو خلاف بريد وکړ په لکونو بې ګناه انسانان يې ووژل او په ميليونونو مظلوم انسانان يې ژوبل او بې کوره کړه، د هغه وروسته يې په ځينو عربي هيوادونو کي خلګ د نظامونو پر ضد را وپارول چي ډېری انسانان پکښې له مينځه ولاړه او په سوريې هيواد کي خو تر اوسه هماغه اور بل دی.
دا ټول جرمونه يې په خپله او د خپلو لاسپوځو غلامانو په ذريعه سر ته رسولي دي او ددې کوښښ يې کړی دی چي په ټولي نړۍ کي په خاصه توګه  اسلامي هيوادونو کي او بيا په هغو هيوادونو کي چي په جغرافيايي او سياسي لحاظ ډېر مهم دي خپل د شيطنت او منافقت جالونه وغوړوي او آزاد انسانان خپل غلامان جوړ کړي.
د امريکا او پلويانو د لويو جرمونو څخه يو جرم د فلسطين په قضيه کي د امريکا يو طرفه او ظالمانه سياست دی چي تل يې د غاصبو اسرائيلو پلوي کړې او د فلسطين مظلوم ولس ته يې ګڼ شمېر مشکلات او ستونزي جوړي کړي دي؛ د اسرائيلي حکومت ايجاد، بيت المقدس د اسرائيلو د پلازميني په صفت پېژندل، د اسرائيلو سره نظامي او مالي مرستي کول او په ملګرو ملتونو کي د اسرائيلو د مدافع رول لوبول هغه لوی جرمونه دي چي امريکا يې د ټولي نړۍ په مخ کي کوي او په دې کار کي د هيچا آن تر دې چي د ملګرو ملتونو هم خيال نه ساتي؛ دا ټول په دې خاطر دي چي د امريکايانو لوی هدف د اسرائيلو ساتل او غښتلي کول دي ځکه د اسرائيلو څخه دفاع د امريکايي کانګرس چي د يهودانو تر حاکميت لاندي دی تر ټولو لومړی او مهم هدف دی.
امريکا اوس په نړۍ کي د دولتي ترهګرۍ او شيطنت داسي محور ګرځېدلی دی چي په هر ځای کي فتنه راپورته کيږي هلته په يوه نه بله طريقه امريکا دخيله وي په خاصه توګه په منځني ختيځ او آسيايي هيوادونو کي چي د ځان لپاره يې درست درست هيوادونه کرايه کړي دي؛ په منځني ختيځ کي يې اسرائيل په وسله او اقتصاد دومره قوي کړه چي نن ټوله عربي نړۍ ورڅخه وېريږي او تر څنګ يې د ډېرو عربي هيوادونو واکمنان هم د ځان داسي غلامان جوړ کړيدي چي نه تنها د امريکا بېله مشورې هيڅ کار نه کوي بلکي خپله ټوله شتمني يې د امريکايانو په واک کي ورکړې وي او د هغوی په اشاره پر خپل ولس ظلمونه کوي؛ په آسيايي نورو هيوادونو کي ځيني داسي هيوادونه سته چي د امريکا هيڅه غوښتنه پر مځکه نه غورځوي، که امريکا ورڅخه وغواړي خپله ټوله مځکه او فضا يې په واک او اختيار کي ورکوي، د امريکا په غوښتنه په خپل نظام کي هر ډول روا او ناروا تغييرات راوړي آن تر دې چي د خپل حکومت رهبرۍ ته د امريکايانو په خاطر بدلون ورکوي؛ بلکي خپل فوځ، قضاء او سياسي ګوندونه يې د امريکايانو په خدمت کي درولي وي او د امريکايانو د غوښتني په مقابل کي تر اسلام، خپلواکۍ، عقلانيت، بشري حقوق، ګاونډيتوب او هر څه تېريږي.
تېرو تاريخونو او پيښو ته او اوسني پېچلو شرائطو ته چي سړی ګوري داسي ښکاري چي امريکايان او پلويان يې لا هم د هر غښتلي، خپلواک او پر مختللي اسلامي هيواد پر ضد خپلو دسيسو او توطئو ته دوام ورکوي او لا هم د با احساسه او ويښو ولسونو فزيکي او فکري تسخير کولو  لپاره کوښښ کوي.
په داسي شرائطو کي د ټولو مسلمانانو لپاره ويښتوب او تفکر ډېر مهم دی او تر بل هر وخت بايد مسلمانان د امريکايانو په شمول د هر بالفعل او بالقوه دښمن دسيسو ته متوجه وي او ددې تر څنګ چي په لاس ورغلي فرصتونه ضايع نکړي او خپلي نيمګړتياوي درک کړي بايد د ډېر اوږد وخت لپاره د دښمنانو د احتمالي خطر په وړاندي ځانونه آماده کړي.
مسلمانانو ډېر ځايونه ميدان ګټلی وي خو د خوشباورۍ، سادګي، جذباتو، بې اعداده توکل، منفي انحصار او خپل مينځي ستونزو له کبله يې نه وي ساتلی ځکه نو مسلمانانو ته لازمه ده چي خپل هيڅ دښمن ناديده و نه نيسي او هيڅ وخت دي ځان د دښمن د فريب او مکر څخه په آمان نه ګڼي.
نن يې موږ وينو چي د مسلمانانو د غفلت او بې اتفاقۍ په سبب په علني ډول اسرائيل پر فلسطيني مسلمانانو ظلمونه کوي او ډېر وحشي بريدونه او بمبارۍ ورباندي کوي او امريکا يې هم په علني ډول هر ډول مرسته او کومک کوي.
په پای کي هغو کسانو ته خطاب کوم چي اوس هم امريکا ته د يوه بشر دوست هيواد په سترګه ګوري او په امريکا کي دېخوا او هغي خوا ته ځغلي تر څو د خپلو مسلمانانو وړونو او اسلامي هوادونو پر ضد د هغوی ناوړه موخي عملي کړي بس دي نور د امريکا د ګرېوان او لمني څخه خپل لاسونه خطا کړئ او که ځانونه مسلمانان او يا پوره انسانان بولی د امريکا غوندي غدار او انسان وژونکي هيواد لپاره د خپلو اسلامي هيوادونو ا وهيوادوالو لپاره ستونزي مه جوړوئ! په خاصه توګه هغو افغانانو ته وايم چي د امارت د راتګ وروسته د امريکا غوندي کفري هيوادونو په غېږه ننوتي او د هغه ځای څخه د مبارزې او مخالفتونو ږغونه پورته کوي.
مولوي نورالحق مظهري  

۱۴۰۲/۰۹/۱۷

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(پنځمه شبهه)

منبع: المنبر ويب پاڼه.
ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري.
د حجاب او اسلامي ستر ځيني دښمنان داسي شبهه واردوي چي ګويا حجاب تنها په محمدي او اسلامي دين كي سته، په نورو اديانوكي كڅه هم په خپل وخت كي برحقه اديان وه حجاب هيڅ شتون نه در لودی، همدا راز خپله په عربي جزيرې كي حجاب شتون نه درلودی سره د دې چي د دغه اسلام مخكي خو د نورو انبياؤ دعوتونه هم چلېدلي دي او هر يوه يې ځان ته حقه طريقه او لاره درلودل چي هغه وخت يې تعبير په اسلام سره كېدی نوكه حجاب ډېر مهم وای نو بيا ولي هغوی ورته هيڅه پاملرنه نه كول؟.
همدا راز دوی حجاب ته د يوه عربي كلتور او فرهنګ په سترګه ګوري او وايي: حجاب د عربي جزيرې څخه پيل سوی دی او په جبري واكمنۍ باندي پر نورو خلګو باندي تپل سوی دی.
 *ځواب:* د دوی په ځواب كي بايد وويل سي: چي كڅه هم اوسنی تورات او انجيل پر خپل اصل باندي پاته ندي بلكي يهودو او نصاراوو ډېر تحريفونه پكښې كړي دي خو بيا هم كه په همدغه توراتونو او انجيلونوكي په دقت سره او بغير له تعصبه وكتل سي نو ډېر داسي ځايونه به مخي ته درسي چي په هغه كي د حجاب ذكر او يادونه سوېده، همدا راز د پلټني په پايله كي به دا خبره ثابته سي چي د زمانې څخه د ابراهيم عليه السلام په عبرانيانوكي حجاب ډېر شهرت درلودی. 
‌همدا راز د دې خبري به هم ښه وضاحت وسي چي حجاب د نورو انبياؤ په زمانه كي هم په عملي توګه وجود او پوره شتون درلودی. 
آن د مسيحيت د ښكاره كېدلو وروسته هم په هغه خلګو كي چي پرخپل دين باندي پاته وه حجاب شتون درلودی د پخوانۍ زمانې او اوسنۍ زماني په انجيلونوكي ډېر ځايونه حجاب ته اشاره سوېده چي موږ په حيث د نمونې يوڅو بيلګي او ځايونه ذكر كوو:
په څلورويشتم اصحاح كي د سفرنامې څخه د تكوين راغلي دي: دې(يعني ښځي) لوړ وكتل اسحاق يې وليدی نو د خپل اوښ څخه را كښته سوه او ويې ويل: دغه نفر چي پياده ځي څوك دی؟ خادم ورته وويل زما بادار دی ‌نو دغي ښځي خپله بغري واخيستل او خپل مخ يې ورڅخه پټ كړ.
او په پنځم نشيد كي د اناشيدو څخه د سليمان راغلي دي: ښځي وويل: ای هغه څوكه چي زما نفس ستا سره محبت لري په غرمه كي پسونه چيري ګورې؟ او په څه خاطر زه په بغرۍ كي ستا د انډيوالانو د مالونو سره پټه وسم؟.
او په درېيم اصحاح كي د سفرنامې څخه د اشعيا راغلي دي: الله به لوڼو ته د صهيونستيانو پر ښكاره كولو د زينت د دوی او فخر كولو د دوی په ږغونو سره د هغو ږغږغو يا زنګولو چي دوی په پښو كړيدي داسي عذاب وركړي چي ښكلا د ږغږغو، كوڅيو، ‌د ورېښتيانو د خريلو او ښكلا د بنګړيو او بغريو ورڅخه ليري كړي؛ يعني دوی به رسوا كړي او سخت عذاب به يې په برخه سي.
او په 38 اصحاح كي د سفرنامې څخه د تكوين راغلي دي چي : تامار (د يوې ښځي نوم دی) ولاړه او د پلار په كور كي كښېناستل د ډېر وخت په تېرېدلو سره دوی ورڅخه هغه دكونډيتوب كالي وكښله او بوغري يې پر سر وركړه او پكښې پټه يې كړه.
او بولس رسول په خپلي رسالې كورنثوس الاولی كي وايي: نقاب د ښځي لپاره عزت او شرف دی. په دوی كي داسي اصطلاح وه چي ښځي به خپله بوغري د بېګانه سره د ملاقات كولو په وخت كي پر خپل مخ باندي اچول او خپل مخ به يې د بېګانه خلګو څخه پټوی او كله چي به بيا كورته راغله نو برقه به يې د مخ څخه ليري كړه.
نو پخواني ديني كتابونه چي كفار يې لولي په ډېرو ځايونو كي د برقې او حجاب يادونه كوي.
په رومانيايانو كي خو دوه سوه كاله مخكي تر ميلاد  د "أويبا" په نامه قانون موجود وو چي له مخي يې ښځو ته د دې اجازه نه وه چي خپل زينت او ښايست په كوڅو كي ښكاره كړي؛ آن تر دې  چي په كور كي يې لا د ډېر زينت كولو څخه منع كړېوه.
حتی په زمانې كي د جاهليت هم داسي خلګ وه چي د تېرو اديانو څخه په تأثر يې حجاب ته پوره پاملرنه كول، ‌كڅه هم ډېری خلګ د حجاب سره نابلده وه ځكه چي پر دوی شرك او كفر دومره غلبه كړېوه چي په دوی كي د دين او پخواني اسلام ډېر اصول تر پښولاندي سويوه خو بيا هم د ګوتو په شمېر خلګ موجود وه چي لا هم حجاب ته پابند وه‌ او حجاب يې د ښځي لپاره عزت او ساتنه بلل.
مشهوره قيصه ده چي د فجار اول د جنګ چي د جاهليت په زمانه كي وو؛ لامل يې د يوې ښځي د حجاب سپكاوی وو؛ هغه داسي چي څو ځوانانو د قريشو او بني كنانه د عكاظ په بازار كي يوه ښځه وليدل چي په رنګ ښايسته او په بدن باندي چاغه وه، نو دوی ورڅخه غوښتنه وكړه چي خپل حجاب دي د مخه څخه ليري كړي هغې انكار وكړ تر څو يوه نفر د هغې ښځي حجاب د مخه څخه ليري كړ هغې هم خپل قوم ته ناري كړل او هغوی يې د ځان څخه دفاع کولو ته را دعوت كړل چي په نتيجه كي لوی جنګ وسو او ډېر خلګ پكښې مړه سوه.
همدا راز كه سړی د جاهليت د وخت اشعار چي د يوې قبيلې د كلتور او فرهنګ بيانوونكي دي وګوري نو دا به ورته ثابته سي چي هغه وخت هم په ځينوخلګو كي حجاب وو.
لكه ربيع بن زياد عبسي چي د مالك بن زهير د مړيني وروسته يې كوم شعر ويلی دی هغه كي د حجاب يادونه سوېده:
من كان مسرورًا بمقتل مالك فليأت نسوتنا بوجه نهار
يجد النساء حواسرًا يندبنه يلطمن أوجههن بالأسحار
قد كن يخبأن الوجوه تسترًا فاليوم حين برزن للنظار
يعني څوك چي د مالك په وژلو باندي خوشحال وي هغه دي د ورځي له مخي زموږ د ښځو څخه راسي،‌ دی به زموږ ښځي په داسي حال كي وويني چي سرونه به يې لڅ وي پر مالك باندي د غم په ښكاره كولو كي به خپل مخونه په څپيړه باندي وهي ‌كڅه هم د دوی مخونه پخوا په حجاب كي پټ وه خو نن يې د كتونكو لپاره ښكاره كړيدي.
د دې شعر څخه له ورايه ښكاري چي په نورو حالتونو كي به ښځو خپل مخونه پټول خو په داسي حالاتو كي به يې بيا ښكاره كول ځكه غم د ښځي څخه ټوله هغه شيان هېروي چي دا يې په عادت كي كوي لكه حجاب او ستر.
په جاهليت كي د هغه حجاب لپاره چي ځينو ښځو به كوی  په تاريخونو كي مختلف ډولونه راغلي دي.
يو خمار وو چي هغه عبارت دی د هغه لوی ټوكر څخه چي ښځه خپل سر او مخ ورباندي پټوي.
بل نقاب وو چي هغه عبارت دی د هغه ټوكر څخه چي ښځه خپل مخ ورباندي داسي پټوي چي تنها د سترګو سوريان يې معلوميږي نور ټول مخ يې پټ وي. 
ځينو به داسي نقاب ځان ته جوړوی چي تنها يوه سترګه به يې تر ښكاره كېدل نور ټول مخ به يې د يوې سترګي په شمول پټ وو.
بل وصواص نومېدی چي هغه عبارت وو د هغه ټوكر څخه چي د پزي لوړ يې تړی او د ټوله مخ څخه تنها دوې سترګي ورڅخه ښكاره کېدلې.
او بل لباس برقع وو هغه داسي وو چي ټوله مخ به يې پټ وو تنها سترګي به يې ورڅخه ښكاره كېدلې.
لنډه دا چي حجاب په ټولو اسلامي أديانو كي د يو الهي دستور په حيث وجود درلودی البته شايد نوعيت به يې توپيركوی خو خپله حجاب په هراړخيزه توګه شتون درلودی‌ لكه مخكي تر نزول د آيتونو د حجاب، چي په عربوكي په اوسني نوعيت چي د مخ پټول دي حجاب شتون نه درلودی وروسته تر نزول د حجاب په داسي شكل او نوعيت حجاب د الهي دستور په صفت په مسلمانانو كي عملي سو.
عن عروة بن الزبير عن عایشة أم المؤمنين أنها أخبرته :أن أفلح أخا أبي القعيس جاء يستأذن عليها وهو عمها من الرضاعة بعد أن أنزل الحجاب قالت فأبيت أن آذن له علي فلما جاء رسول الله صلى الله عليه و سلم أخبرته بالذي صنعت فأمرني أن آذن له علي.[ موطأ إمام مالك1256]
ژباړه: عروه بن زبير د حضرت عایشې رضي الله عنها څخه روايت كوي چي د ابوالقعيس ورور أفلح د دې اجازه وغوښتل چي زما سره وويني البته د حجاب د نزول وروسته او هغه د دې رضعي آكا وو، حضرت عایشه وايي ما ورته اجازه ورنكړه، كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی نو دی مي پدې خبره باندي خبركړ(چي افلح راغی غوښتل يې زما سره وويني خو ما ورته اجازه ور نكړه) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم زه په دې باندي امر كړم چي اجازه د ملاقات وركړه ځكه چي هغه د دې رضعي آكا وو.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : لَمَّا تَزَوَّجَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم زَيْنَبَ ابْنَةَ جَحْشٍ دَعَا الْقَوْمَ فَطَعِمُوا ثُمَّ جَلَسُوا يَتَحَدَّثُونَ ، وَإِذَا هُوَ كَأَنَّهُ يَتَهَيَّأُ لِلْقِيَامِ فَلَمْ يَقُومُوا فَلَمَّا رَأَى ذَلِكَ قَامَ فَلَمَّا قَامَ قَامَ مَنْ قَامَ وَقَعَدَ ثَلاَثَةُ نَفَرٍ فَجَاءَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لِيَدْخُلَ فَإِذَا الْقَوْمُ جُلُوسٌ ثُمَّ إِنَّهُمْ قَامُوا فَانْطَلَقْتُ فَجِیتُ فَأَخْبَرْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُمْ قَدِ انْطَلَقُوا فَجَاءَ حَتَّى دَخَلَ فَذَهَبْتُ أَدْخُلُ فَأَلْقَى الْحِجَابَ بَيْنِي وَبَيْنَهُ فَأَنْزَلَ اللَّهُ : {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ} الآيَةَ.[ صحيح البخاري4791]
ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د زينب بنت جحش سره واده وکړ نو خلګ يې د ډوډۍ خوړلو ته را وبلل، خلګ د ډوډۍ د خوړلو وروسته سره کښېناستل او خبري يې پيل کړې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي کول لکه دی چي ځان ولاړېدلو ته آماده کوي خو خلګ نه ولاړېدل، کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي حالت وليدی نو ولاړ سو د ده سره نور خلګ هم ولاړ سوه خو درې نفره پاته سوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی که ګوري چي لا هم ځيني خلګ ناست دي؛ هغه وو چي هغه خلګ هم ولاړه زه ورغلم او رسول الله صلی الله عليه وسلم مي خبر کړ چي هغه خلګ ولاړه، رسول الله صلی الله عليه  وسلم راغی او خپل کور ته داخل سو ما هم و غوښتل چي داخل سم خو رسول الله صلی الله عليه وسلم زما او ځان تر مينځ پرده را شوه کړه هغه وو چي الله پاک دغه آيت نازل کړ: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ} الآيَةَ.يعني ای مؤمنانو د پيغمبر کورونو ته مه ننوځئ مګر دا چي دی درته اجازه درکړي.

۱۴۰۲/۰۹/۱۲

د افغانستان څخه تښتېدلو انسانانو ته!

رښتيا چي د تېر تاريخ څخه يواځي هوښياران او عاقلان عبرت اخلي!
د افغانستان تاريخ ته که ځير سو دا به راته ثابته سي چي کوم کسانو د افغانستان د حاکميت لپاره په پرديو هيوادونو کي زوزنه ليدلې وي او يا د بهرنيو تر تر څار او فشار لاندي هلته غونډي او حزیونه جوړوي د هغوی آرمان د افغانستان په پوره حاکمیت ندی ختلی او نه هم افغانستان ته د آبادۍ او نيکمرغۍ لپاره راغلي دي؛ د دې لويه بېلګه کمونستيان او سيکولران دي چي په ترتيب د شورويانو او امریکایانو لخوا وروزل سوه، د هغوی لخوا پر ټانګونو سپاره افغانستان ته راوستل سوه او د هغوی په زور پر چوکيو کښېنول سوه؛ خو افغان مسلمان ولس ځکه دوی و نه زغمل چي دوی د شوروي او امريکا د ساتلو لپاره راغلي وه نه د افغانستان د ساتلو او ترقۍ لپاره.
کمونستيانو او سيکولرانو چي د افغانانو سره کوم ظلمونه وکړه ټول په تاريخ کي ليکلي او چي افغانستان يې په فساد او بدبختۍ کي کومي رتبې ته ورسوی ټول نړيوال ورباندي شاهدان دي خو هغه مشهوره خبره چي: درواغجن حافظه نه لري او کم عقل تجربه نه لري.؛ نن د افغانستان څخه تښتېدلي هماغه زاړه کمونستيان او سيکولران بيا په ځينو بدنامو او منافقو هيوادونو کي ډلي ډلي کيږي چي ګویا موږ په افغانستان کي د نوي حاکميت لپاره مبارزه کوو.
په فارسي کي يو متل دی چي: آزموده شده را نا آزموده نگیر! دوی ته بايد وويل سي چي تاسي خپله آزموينه ورکړېده هيڅ کله به بيا افغان مسلمان ولس په تاسي باندي باور ونکړي او د الله تعالی په زور به د حاکميت آرمان ګور ته يوسی!
د انساني او بشري خوا خوږۍ له مخي او ايماني اخلاقو په سبب داسي نصيحت درته کوو چي د ځانه سره فکر وکړئ، خپل سر ګرېوان ته ټيټ کړئ او تېر تاريخ ته په غور وګورئ همداسي که په رښتيا ځانونه د افغانستان غمخوري ګڼی د افغانستان د څو لسيزو را پدې خوا دربدرۍ او ناخوالي په پام کي ونيسئ زه ډاډه يم چي که تاسي خپلواک فکر او مستقل تصميم ولری او د حريت احساس در پکښې ژوندی وي ارومرو به د هر ډول مخالفت او بغاوت څخه لاس اخلی چي په نتيجه کي به يا خپل هيواد ته ستنېږی او يا به هم هلته خپل عادي او آرام ژوند پر مخ وړی.
ای هغه کسانو چي د افغانستان څخه تښتېدلی يی که تاسي لږ غوندي عقلانيت په کار واچوی هيڅ وخت به ځان د داسي منفي او بې فايدې سرګردانۍ سره مخامخ نکړی چي يوه ورځ په امريکا کي په کښته سترګو سترګو غونډه جوړوی، بله ورځ په تاجکستان کي بې فايدې د موسيقۍ محفل جوړوی او بله ورځ په ويانا هيواد کي دېرش متفاوت ناکام فکرونه سره را ټولېږی او په خپل فکر د افغانستان لپاره ناسته کوی.
په دې باندي پوه سئ چي په بهر کي هر تصمیم ونيول سي هغه به يا بهرنيان عملي کوي او يا به يې په تاسي باندي عملي کوي چي بيرته هماغه د شوروي او امريکا تاريخ بياځلي راځي چي بيرته خبره د بادار او غلام رامينځ ته کيږي، بيرته خبره د کفر او اسلام را ګرځي او بيرته خبره د غلامۍ او خپلواکۍ ميدان ته راځي چي په نتيجه کي بيرته تاسي هم تاواني یاست او هم بدنام.
البته په دي باندي هم سر خلاص کړئ چي تر ډېره بريده په نړۍ کي هيڅ هيواد اوس پر افغانستان برید کولو او ستاسي سره مرستي کولو ته ليوالتیا نه لري؛ تاسي يې هم وينی چي ورځ تر بلي نړيوال حقائق درک کوي او د امارت په وړاندي خپله پاليسي ارزوي چي تر ټولو لوی شاهد يې په ډېرو هيوادونو کي امارت ته د سفارتونو سپارل دي.
تر اوسه لا د توبې دروازه خلاصه ده، پر خپلو تېرو جرمونو توبه وباسئ او اوس آرام کښېنئ تر څو په دنيا کي د نوري رسوايۍ او په آخرت کي د الله تعالی د عذاب څخه نجات ومومئ.
مولوي نورالحق مظهري