۱۴۰۲/۱۱/۱۱

د امريکا د دروغجن سياست حاکميت پر ختمېدو دی:

د چين هيواد لخوا د اسلامي امارت د سفير باور ليک منل د دې ښکارندويي کوي چي نړيوال ورو ورو عملا د حقائقو منلو ته تسليميږي، د غربي فتنه ګري نړۍ فاسد فکر او جامد باورونه ختميږي او د امريکا څخه د ويري ټغر نور د نړۍ څخه ټوليږي.

د ډېر پخوا څخه ډېرو هيوادونو حقائق درک کول خو د امريکا له ويري يې شی نسوه ويلای خو نن افراد او هيوادونه پوه سوي دي چي د امريکا ټولي خبري د حقائقو په وړاندي تبليغاتي جګړه وه او پر نړۍ امريکايي ښکېلاک ته لاره آوارول وو.

په تاريخ کي د اهل باطلو دا عادت دی چي د عامو فکرونو لخوا د حقائقو د نه پېژندلو لپاره هرج او مرج جوړوي، خاص افکار تهديدوي او خپل باطل ته د حق پوښ ور اغوندي چي په نتيجه کي هر ډول انحراف ته لاره آواريږي او د اهل حق په وړاندي په پټو سترګو د باطل پالو او باطل پلوو انسانانو لخوا اجماع جوړيږي او په ډېر تأسف سره بايد ووايو چي ځيني ساده انسانان د دوی سره په څپه کي پساو سي؛ خو تاريخ ښودلې ده چي يوه ورځ ارومرو حق ښکاره کيږي او باطل د خپل کاذب رعب سره له ميدانه تښتي چي د افغانستان د دوو لسيزو حالات د دې حقيقت لپاره قوي دليل دی چي هر سالم عاقل والا يې درک کولای سي.

نور بايد هيڅ هوښيار انسان د امريکا او د هغې د همفکرو هيوادونو په تبليغاتو دوکه نسي بلکي د خپل عقل څخه په استفاده او د تعصب، سرټمبګۍ او منفي تقليد څخه ليري حقائق وپېژني.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۱/۱۰

د عاجزۍ ګټه او د تکبر تاوان:

ژباړه: عمر رضي الله عنه پداسي حال کي چي پر منبر ولاړ وو وفرمايل: ای خلګو عاجزي وکړئ! ځکه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چي ويل يې: هر څوک چي د الله لپاره عاجزي وکړي الله پاک به يې لوړ کړي، نو د ته ځان کوچنی ښکاري خو د خلګو په سترګو کي لوی ښکاري. او هر څوک چي تکبر وکړي الله پاک به يې بې اعتباره کړي، نو دی خلګو ته کوچنی (سپک) ښکاري خو ځان ورته لوی ښکاري، آن تردې چي خلګو ته تر سپي او سرکوزي هم بې اعتباره وي.
 
توضيح: يعني څوک چي د الله لپاره عاجزي وکړي داسي چي پر نورو انسانانو باندي ځان لوړ و نه بولي، د الله پاک اطاعت او بنده ګي وکړي او د تکبر څخه ځان وساتي نو الله پاک به و دې انسان ته دومره عزت او اعتبار ورکړي چي د خلګو په سترګو کي به يې لوړ او عزتمند کړي او د الله پاک په نزد به هم معتبر او عزتمند وي.
او څوک چي تکبر او غرور کوي الله پاک به يې دومره بې اعتباره کړي چي خلګ به يې تر سپي او سرکوزي هم سپک ګڼي کڅه هم ده ته خپل ځان لوی او معتبر ښکاري.

هيڅ وخت په خپل فکر کي ځان تر نورو انسانانو لوړ مه ګڼئ تر څو مو الله پاک عزتمند کړي او په ښو باندي مو په انسانانو کي مشهور کړي.
 
قَالَ عُمَرُ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ: أَيُّهَا النَّاسُ، تَوَاضَعُوا فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:مَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ رَفَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي نَفْسِهِ صَغِيرٌ، وَفِي أَعْيُنِ النَّاسِ عَظِيمٌ، وَمَنْ تَكَبَّرَ وَضَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي أَعْيُنِ النَّاسِ صَغِيرٌ، وَفِي نَفْسِهِ كَبِيرٌ، حَتَّى لَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِمْ مِنْ كَلْبٍ أَوْ خِنْزِيرٍ.[شعب الايمان ۷۷۹۰]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۱/۰۸

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې(څلورمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عباسي خلافت آخري خليفه معتصم بالله د تساهل او آسانۍ په نتيجه کي يوه منافق ځان ورته نژدې کړ او د خلافت تر وزارت او مشاورې پوري يې ځان ورسوی.
نوموړی کس محمد بن ابي طالب مؤيدالدين العلقمي نومېدی، علقمي کوښښ کوی چي خلافت د اهل سنتو له لاسه وباسي او روافضو ته يې په لاس ورکړي خو په دې خاطر چي په دې وخت کي روافض ډېر ضعيف وه نو دغه منافق قصد وکړ چي اسلامي خلافت ړنګ کړي او کفارو ته يې په لاس ورکړي هغه، وو چي په پټه يې د تتاريانو له مشر هولاکو سره تماس ونيوی او د هغه څخه يې د عباسي خلافت پر ضد د حملې کولو غوښتنه وکړه.
په دې خاطر چي عباسي خلافت ډېر تکړه ځواکونه درلودل هولاکو نه غوښتل د داسي لوی فوج سره ځان په جګړه بوخت کړي ځکه تر دې مخکي د مستنصر بالله په وخت کي يوځل هولاکو پر بغداد بريد وکړ چي بريد يې ناکامه سو او ډېر کسان يې په بغداد کي ووژل سوه له همدې امله هولاکو علقمي ته وويل: مخکي تر دې چي زه پر بغداد باندي بريد وکړم  ته بايد ما ته خپله ملګرتيا او صداقت په اثبات ورسوې او پر بغداد زموږ حملې ته زمينه برابره کړې.
په دې خاطر چي علقمي خليفه ته ځان ډېر نژدې کړی وو او د هغه باور يې تر لاسه کړی وو نو يې د خليفه د دوکه کولو اراده وکړه تر څو په يو ډول يې خطاباسي او داسي غلط تصميم په ونيسي چي په نتيجه کي يې عباسي خلافت ړنګ سي.
علقمي منافق، خليفه ته په ډېره پسته لهجه او خوږه ژبه وويل: زموږ او ستاسي ښارونه اوس د ښه امنيت درلودونکي دي او د هيڅ دښمن لخوا موږ ته خطر ندی متوجه په داسي حال کي چي زموږ اقتصادي وضعيت هم برابر ندی نو که ستا خوښه وي لښکر به کم کړو؟ خليفه غريب هم دده خبره ومنل او نوموړي ته يې ددې کار د اجراء کولو اجازه ورکړه؛ علقمي پر فوجيانو معاشونه بند کړه او په لومړي قدم کي يې 15000 تکړه او غښتلي فوجيان د فوج څخه و ايستل، څه مده وروسته يې 20000 پياوړي او تکړه فوجيان د فوج څخه بهر کړه؛ بيا يې ټولو ته وويل: نور په بغداد کي ستاسي پاتي کېدلو ته اړتيا نسته د بغداد څخه ووځئ او ځانونو ته د روزۍ پيدا کولو لپاره کار پيدا کړئ او په دې ډول يې د عباسي خلافت ډېر فوجيان د صف څخه بهر کړه تر څو په بغداد کي يواځي 10000 عسکر پاتي سوه؛ هغه وو چي وروسته يې هلاکو ته خبر ورکړ، هولاکو راغی او پر بغداد يې بريد وکړ چي په نتيجه کي يې خليفه شهيد کړ بغداد يې ونيوی او همدغه علقمي خبيث يې د بغداد والي وټاکی؛ چي بيا بيرته د هولاکو لخوا ووژل سو ځکه هغه په دې باور وو چي دا سړي کله د معتصم بالله سره خيانت وکړ زما سره يې خو بيخي کوي.[سیر اعلام النبلاء]
په هره زمانه کي منافقين کوښښ کوي چي ځان ته په اسلامي نظام او يا اسلامي خلافت کي ځای پيدا کړي چي په نتيجه کي د نظام رهبرۍ ته ځان ورسوي او د ګڼو دسيسو له لاري نظام ضعيف او ړنګ کړي.
منافقين هيڅ وخت د اسلامي نظام حاکميت نه غواړي او ډېری وختونه يهودان او نصاری خپل پلانونه د دوی په واسطه عملي کوي له همدې امله که تاريخ ته وګورو نو دا به راته ثابته سي چي  د تاريخ په اوږدو کي هر اسلامي هيواد ته کفار راغلي وي همدغه منافقينو لاره ورته آواره کړې وي.
منافق هغه داخلي دښمن دی چي په خپله هم فساد کوي او نورو بهرنيو دښمنانو ته هم د  فساد کولو فرصت په لاس ورکوي او که د منافقينو خصلت ته وګورو او په تاريخ کي د منافقينو حالات وڅېړو دا به راته ښکاره سي چي منافق توبه هم نه باسي او ډېر لږ داسي پيښيږي چي منافق دي د خپل نفاق څخه لاس واخلي چي لويه او نژدې بېلګه يې زموږ په هيواد کي هغه کسان دي چي د شورويانو سره هم ولاړ وه او چي کله امريکايانو پر هيواد يرغل وکړ  تر ټولو مخكي دوی ورته ښه راغلاست ووايه او په صف کي ورسره ودرېدل.
د منافقينو سره ډېر احتياط په کار دی؛ الله تعالی مسلمانانو ته د دوی په اړه داسي خبره کړېده چي د يهودو او نصاراوو په اړه يې نده کړې او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون4] يعني دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړئ.
که څه هم هر کافر د مسلمانانو دښمن دی خو په دې خاطر چي د منافق دښمني خطرناکه او ډېره پېچلې ده ځکه نو الله تعالی مسلمانان د دوی په وړاندي په احتياط کولو سره امر کوي.
دوام لری....