۱۴۰۳/۰۳/۱۶

د تکبر ګناه، ډولونه، لاملونه او درملنه:

ګرانه وروره او ګرانې خوري! تکبر او غرور هغه باطني ناروغي ده چې د انسان ظاهر او باطن دواړه بربادوي او د دې تر څنګ چې د مسلمان لپاره قطعي حرام کار دی ډېر زيانونه هم ورباندي مرتب دي له همدې امله په احاديثو کې راځي: لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ.[صحيح مسلم275] ژباړه: جنت ته به داخل نشي هغه څوک چې په زړه کې يې يوه ذره لويي/تکبر وي.
همداسي په بل حديث کې راځي: عن ابن عمر يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من تعظم في نفسه، واختال في مشيته، لقي الله وهو عليه غضبان.[مساوئ الأخلاق 547]
ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چې ځان غټ وګڼي او په تګ کې تکبر وکړي نو د الله سره به په داسي حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته په قهر وي.
يعني څوک چې ځان تر نورو خلکو لوړ او غټ ګڼي او په دې باور وي چې تر نورو خلکو بايد زما تعظيم ډېر وشي او يا د خپل تعظيم لپاره تکلف او کوښښ کوي، همداسي په رفتار او د نورو خلکو سره په چلند کې تکبر کوي دغه انسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی سره په داسي حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته ډېر په قهر وي.
دغه انسان ته د الله تعالی قهر په دوه سببه دی يو دا چې ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او په تکلف باندي ځان ته د تعظيم هڅه کوي، دويم دا چې تکبر کوي.
او په بل اثر کې راځي: وكان يحيى بن معاذ يقول: إِياكم والعجب، فإِنَّ الْعجبَ مهلكة لِأَهْلِه، وَإِنَّ الْعجب ليأكل الحسَنَات كَمَا تأكُلُ النَّار الحطب.[شعب الايمان 6861]
ژباړه: يحيی بن معاذ به ويل: ځانونه د لويۍ او غرور څخه وساتئ ځکه چې غرور خپل خاوند بربادوي او غرور د انسان نيکي داسي خوري لکه اور چې بوټي خوري.
غرور او لويي دېته و ايي چې انسان ته ځان ډېر غټ معلوميږي او داسي فکر کوي چې زه خو نو تر ډېرو خلکو غوره او بهتره يم چې په عربي ژبع مې کې ورته عجب او کبر وايي او دا په خپله معنی د تکبر ده.
تکبر هغه ناروغي ده چې د انسان شخصيت او حيثيت دواړه وژني ځکه د تکبر نتيجه رسوايي او خواري ده لکه په حديث کې چې راځي: مَنْ تَكَبَّرَ تَعَظُّمًا وَضَعَهُ اللهُ، وَمَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ تَخَشُّعًا رَفَعَهُ اللهُ.[شعب الايمان7794] ژباړه: څوک چې د لويۍ له امله تکبر وکړي الله تعالی به يې کښته/خوار کړي او څوک چي د وېري له کبله عاجزي وکړي الله تعالی به يې لوړ/پورته کړي.
وروره او خوري! کله چې دي په زړه کې د تکبر اراده هم راځي دستي الله تعالی ته رجوع وکړه، توبه وباسه او استغفار وکړه؛ په استغفار او توبې مه شرمېږه ځکه چې په استغفار او توبې شرمېدل د منافقينو خصلت دی په قرآن عظيم الشأن کې د منافقينو په باره کې راځي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ.[سورة المنافقين5] ژباړه: كله چې دوی ته وويل شي راسئ چې د الله رسول ستاسو لپاره بخښه وغواړي دوی خپل سرونه وپېچي او ته به دوی ووينې چي د دين/ استغفار څخه ممانعت کوي او دوی تکبر کوونکي دي.
نو هيڅ وخت په بښنه او توبه باندي مه شرمېږه، که دي خپل او الله تر مينځ ګناه کړېوي الله تعالی ته راجع شه او بښنه وغواړه، که دي د نورو مسلمانانو حق ضائع کړی وي او يا دي هم د کوم مسلمان پسې بدي خبري کړيوي نو بيا د هغه مسلمان څخه بښنه وغواړه او توبه وباسه.

د متکبر تکبر مات کړئ! 
که څه هم تکبر ډېره لويه ګناه ده خو پر متکبر باندي تکبر کول د دې ګناه څخه استثناء دی او صدقه بلل سوېده ځکه که متکبر ته تواضع وکړې نو دی نور هم ګمراه کيږي او که تکبر ورباندي وکړې بيا تنبيه کيږي له همدې امله امام شافعي رحمه الله فرمايلي دي: پر متکبر انسان دوه ځله تکبر وکړه، امام زهري فرمايلي دي: د دنيا پر زامنو باندي تکبر کول د اسلام ټينګ پيوند دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله څخه روايت دی: تر ټولو ظالم انسان هغه څوک دی چې داسي چا ته تواضع کوي چې هغه و د ته هيڅ پاملرنه نه کوي، همداسي ويل سوي دي چې کله نا کله تکبر د متکبر د تنبيه لپاره وي نه د ځان لوړولو لپاره نو بيا خو داسي تکبر ښه دی لکه پر جاهلانو او اغنياؤ تکبر، يحيی بن معين رحمه الله فرمايلي دي: هغه څوک چې په خپل مال باندي پر تا تکبر کوي پر هغه باندي تکبر کول تواضع او عاجزي ده.
التَّكَبُّرُ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ صَدَقَةٌ ؛ لِأَنَّهُ إذَا تَوَاضَعْت لَهُ تَمَادَى فِي ضَلَالِهِ وَإِذَا تَكَبَّرْت عَلَيْهِ تَنَبَّهَ.
وَمِنْ هُنَا قَالَ الشَّافِعِيُّ تَكَبَّرْ عَلَى الْمُتَكَبِّرِ مَرَّتَيْنِ وَقَالَ الزُّهْرِيُّ التَّجَبُّرُ عَلَى أَبْنَاءِ الدُّنْيَا أَوْثَقُ عُرَى الْإِسْلَامِ .
وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَظْلَمُ الظَّالِمِينَ مَنْ تَوَاضَعَ لِمَنْ لَا يَلْتَفِتُ إلَيْهِ وَقِيلَ قَدْ يَكُونُ التَّكَبُّرُ لِتَنْبِيهِ الْمُتَكَبِّرِ لَا لِرِفْعَةِ النَّفْسِ فَيَكُونُ مَحْمُودًا كَالتَّكَبُّرِ عَلَى الْجُهَلَاءِ وَالْأَغْنِيَاءِ.
قَالَ يَحْيَى بْنُ مُعَاذٍ: التَّكَبُّرُ عَلَى مَنْ تَكَبَّرَ عَلَيْك بِمَالِهِ تَوَاضُعٌ.[بريقة محمودية]

د اهل علم او جاهل د تکبر پرتله:
تکبر او حسد د انسان هر عمل خرابوي خو علم بيا بيخي ډېر او ژر خرابوي، د متکبر او حسود عالم په علم کې هيڅ ډول برکت نه وي او د علم څخه يې هيچا ته داسي ګټه نه رسيږي چې د هغه د اصلاح او سمون سبب دي وګرځي.
عام انسان تر ډېره بريده په تکبر او حسد باندي ځان ته تاوان رسوي خو اهل علم په تکبر او حسد ځان او ټولني ته تاوان رسوي.
په متکبر او حسود عام انسان پسې خلک نه ځي او د هغه په کړنو باندي دليل نه نيسي خو د متکبر او حسود عالم پسې ځيني خلک ځي او د هغه په کړنه دليل نيسي.
د عام انسان د تکبر او حسد څخه عنعنات او رواجونه نه جوړېږي خو د عالم په تکبر او حسد باندي په ټولنه کي ډېر ناوړه اصطلاحات او بې کاره دودونه جوړېږي او په مسلمانانو کې د عمل او اخلاقو هسته له منځه وړي.
د عام متکبر انسان په نسبت د عالم متکبر انسان مشترکات د شيطان سره ډېر دي نو ځکه يې په تکبر باندي شيطان ډېر خوشحاله کيږي.

د تکبر اړوند يادوني! 
1 - ای د الله بنده! ته د ځانه سره فکر وکړه! د کوچنۍ ناروغۍ او تبي طاقت نه لرې او په يو ګړي دي تر بستر رسوي، د وړوکي غم طاقت نه لرې او په چيغو دي را ولي او د لږي ستړيا طاقت نه لرې پر ځای دي کښېنوي نو بيا ولي تکبر کوې؟ ته نه يې خبر چې الله تعالی فرمايي: خلق الانسان ضعيفا. يعني انسان ضعيف پیدا سوی دی. خپل ضعف درک کړه او د تکبر څخه ځان وساته!

2 - ای د الله بنده! وظيفه چې هرڅومره غټه وي د دې ارزښت نه لري چې انسان يې د درلودلو په سبب تکبر وکړي او ځان تر نورو انسانانو وره او بهتره وګڼي.
3 - ای د الله بنده! ته نه يې خبر چي تکبر د شيطان او فرعون صفته خلکو کار دی؟ تکبر خو شیطان داسي خوار کړ چې د الله تعالی په لعنت يې ګرفتاره کړ او فرعون يې په داسي عذاب هلاک کړ چې د ټول عالم لپاره يې عبرت جوړ کړ.
4 - ای د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا په زړه کي چې يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نه شي.؟
5 - ای د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث نه دی اورېدلی چې الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چې په هغه کې زما سره لانجه کوي یعني تکبر کوي زه به يې اور ته وغورځوم؟
6 - ای د الله بنده! تا هغه حدیث نه دی اورېدلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چې د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسي بې ارزښته کړي چي آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي؟
7 - او ای د الله بنده! ته چې هر څومره تکبر وکړې نه ځان ته ګټه په رسولای شې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چې هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندي ته هم يو انسان يې؛ د دوی غوندي ډوډې خورې او قضاء حاجت کوې، د دوی غوندي په ناروغۍ لوېږې او په اجل باندي مړ کېږې.

د تکبر ډولونه:
تکبر د متکبر په اعتبار پر درې قسمه دی:
1 – تکبر پر الله تعالی باندي؛ لکه فرعون چي کوی او دا تر ټولو بد تکبر دی.
2 – تکبر پر پيغمبرانو باندي؛ لکه بني اسرائيلو او مشرکينو د مکې چي کوی.
3 – تکبر پر بندګانو باندي چي څوک ځان پر بل مسلمان لوړ ګڼي او هغه ته په سپکه سترګه ګوري.

د تکبر  اسباب او لاملونه:
1 – بې عمله علم؛ هغه خلک چې په خپل علم عمل نه کوي همدغه علم يې د تکبر سبب جوړيږي او په خپل عمل پر نورو انسانانو تکبر کوي.
2 – بې اخلاصه او غير مقبول عمل؛ هغه خلک چې عمل يې د الله تعالی لپاره نه وي او الله تعالی ته د ده عمل مقبول هم نه وي نو په خپلو ځينو نيکو اعمالو تکبر کوي او ځان تر نورو انسانانو لوړ بولي.
3 – نسب او قوم؛ ځيني خلک د جاهليت زمانې د خلکو په څېر په خپل نسب فخر کوي او ځان تر نورو انسانانو لوړ بولي چي په نتيجه کي تکبر ورڅخه کيږي.
4 – ښايست؛ ځيني انسانان په خپل ظاهري ښايست مغرور وي او دا يې هېر وي چي  دا د الله جل جلاله يو احسان دی نو ځکه په خپل ښايست سره پر نورو انسانانو تکبر کوي.
5 – مال او دنيا؛ ځيني هغه خلک چې ډېر مال او دنيا ولري دا يې هېر وي چې دا ټوله الله تعالی راکړيدي او دا پر ما باندي د الله تعالی احسان دی نو ځکه په خپل مال او دنيا پر نورو انسانانو تکبر کوي او تر ناداره او مسکينانو خلګو ځان لوړ بولي.
6 – زور او چوکې؛ ځينو خلکو ته چي زور او چوکې ورکول سوې وي د دې پر ځای چې د الله تعالی شکر آداء کړي په خپلي چوکۍ او زور نازيږي او د نمرود په څېر پر نورو انسانانو تکبر کوي.
7 – د پلويانو ډېروالی؛ کله ناکله د پلويانو ډېروالی د تکبر او غرور لامل جوړيږي ځکه کم عقله انسانان تل د دنيا ظاهري برم او زور ته ګوري او په خلکو کي د ده مطرح کېدل يو ډول د ځان فطرتي حق بولي نو ځکه چي کله يې پلويان ډېر شي نو پر نورو خلګو تکبر او لويي کوي.
8 – ناپوهي او سرټمبګي؛ ځيني خلک بيا د پورته شيانو څخه هيڅ شی هم نه لري خو د نفس او شيطان په لمسون ځان ورته ډېر غټ معلوميږي ځکه نو پر نورو انسانانو تکبر کوي.

د تکبر درملنه:
د تکبر د درملني لپاره دوې لاري شته: لومړی دا چي د خپل زړه څخه بايد د تکبر ريښه وباسي هغه داسي چي ځان خوار وبولي، نورو انسانانو ته تر ځان په درنه سترګه وګوري او الله جل جلاله خاوند د عزت وبولي.
دويمه لاره يې دا ده چې د تکبر د اسبابو څخه ځان پاک کړي، هغه شيان چي له امله يې انسان ته تکبر پيدا کيږي د ځانه څخه ليري کړي د بېلګي په ډول: په خپل علم، اعمالو، نسب، ښايست، مال، قدرت، طرفدارانو او نورو دنيوي مادياتو فخر ونکړي همداسي د خپل عقل څخه په استفاده د ځان او نورو انسانانو په وړاندي خپل مسئوليت درک کړي.
مولوي نورالحق مظهري