۱۳۹۵/۰۹/۲۳

ترانه بسیار زیبا

ترانه بسيار زيبا:
مؤمنین بپاخیزید این ندایی قرآنست
جان به کف زجا خیزید جنگ کفروایمانست

برای شنیدن ودانلود کردن اینجارا کلیک کنید

حلب ښاروسوځیدئ

حلب ښاروسوځیدئ
___________
دیهودو، اونصاراوو او روافضوپه بمباریوباندی
دبی غیرته اوبی همته مسلمانانو په سکوت باندی
دعیاشو اوبی حیاء عربو واکمنانوپه عیاشۍ باندی
داسلامی نړۍ دناپوهو واکمنانوپه ناپوهۍ باندی
په ټولی نړۍ کی دمسلمانانو په بی اتفاقۍ باندی
په علمانیت ، سکولاریزم ، آزادۍ اودیموکراسۍ باندی
دستر اسلامی خلافت په نه موجودګۍ باندی

یاالله نور مسلمانان ستاددین ددفاع څخه عاجزسول ته یی په خپل نورو مخلوقاتو باندی وساتی!

۱۳۹۵/۰۹/۲۰

ښکلی اوپه زړه پوری ترانه:

ښکلی اوپه زړه پوری ترانه:
دبسم الله امینی او عبدالجبارمحمدی په غبرګور آوازونوکی ښکلی ترانه:
توری شپی دی تورتمونه کړاوونه دی ظلمونه

خدایه رحم پرموږ وکړی هردم کیږی بمبارونه

۱۳۹۵/۰۹/۱۰

دعلماؤ سپکاوئ کفردئ

دعلماؤ سپکاوئ کفردئ:
ــــــــــــــــــــــــــ
عن عبادة بن الصامت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
"ليس من أمتي من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا حقه".
رواه أحمد والطبراني في الكبير وإسناده حسن.[مجمع الزوائد ومنبع الفوائد جلد 1حدیث 532]
ژباړه: دعبادة بن صامت رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما دامت څخه ندئ هغه څوک چی زموږ دمشر احترام ونکړی، اوزموږ پرکشرانو باندی شفقت ونکړی او زموږ دعالم حق ونه پیژنی.
دعلماؤ دحق پیژندل دادی چی باید دعلماؤ احترام وکړی هرهغه مرتبه اوحق چی الله پاک ورته ورکړئ وی هغه ورته ورکړی اوپه دینی امورو کی یی اطاعت وکړی، پدی شرط چی پرمعصیت باندی یی امرنکړی.
مسائل
1. دعلماؤ اهانت ددوی دعلم په خاطر کفردئ. الاستهزاء بالعلم والعلماء كفر[الاشباه والنظائر1/215 المکتبة]
یعنی په علم اوعلماؤ باندی ملنډی وهل کفردئ.
2. که چا عالم ته " عویلم " وویل اویایی علوی (سید) ته علیوی وویل اوقصد دده سپکاوئ وو نودئ پدی سره کافرسو.
وَمَنْ قَالَ لِلْعَالِمِ عُوَيْلِمٌ أَوْ لِعَلَوِيٍّ عُلَيْوِيٌّ قَاصِدًا بِهِ الِاسْتِخْفَافَ كَفَرَ .[مجمع الانهر باب استخفاف العلم]
3. کچیری یی دعالم اوسید خولی ته ښکنځل وکړه نوکافر کیږی .ولو شتم فم عالم فقيه أوعلوي يكفر.[مخکنی مرجع]
4. اوداغه رقم چی څوک دیو ښوونکی عالم چم کوی نولرګی په لاس کی واخلی هلکان په وهی هم کافر کیږی.
وكذا من تشبه بالمعلم على وجه السخرية وأخذ الخشبة ويضرب الصبيان كفر.[مخکنی مرجع]
5. مَنْ قَالَ لِفَقِيهٍ يَذْكُرُ شَيْئًا مِنْ الْعِلْمِ أَوْ يَرْوِي حَدِيثًا صَحِيحًا هَذَا لَيْسَ بِشَيْءٍ أَوْ قَالَ لِأَيِّ شَيْءٍ يَصْلُحُ هَذَا الْكَلَامُ يَنْبَغِي أَنْ يَكُونَ الدِّرْهَمُ لِأَنَّ الْعِزَّةَ وَالْحُرْمَةَ الْيَوْمَ لِلدِّرْهَمِ لَا لِلْعِلْمِ كَفَرَ.[مخکنی مرجع]
ژباړه: که چا یوفقیه عالم ته پداسی حال کی چی هغه یوه علمی خبره کول، اویایی یوصحیح حدیث راویت کوئ، وویل : داخو هیڅ شئ ندئ ، یایی وویل: داخبره دهیڅ شی لپاره په درد نه خوری ، مناسبه داده چی ده پیسو خبره دی وسی ځکه اوس خو عزت اواحترم دپیسو لپاره وی نه دعلم لپاره، نودغه سړئ پدی خبره باندی کافرسو.
6. وَلَوْ قَالَ رَجُلٌ " دِرْهَمٌ بايد عِلْم بجيه كَارِ آير " أَوْ قَالَ " عِلْمٌ بكاسه اندرشكست " كَفَرَ .[مخکنی مرجع]
ژباړه: که یوسړی وویل: پیسی ښه دی علم څه پکار دئ. یایی وویل علم په کاسه مات سو نودا سړئ پدی باندی کافرشو.
7. إذا تخاصم رجلان فقال أحدهما تعالى حتى نذهب إلى العالم أو إلى الشرع فقال الآخر من علم جه دانم يكفر. [مخکنی مرجع]
ژباړه: که دوو نفرو جنګجال سره وکئ، نویوه هغه بل ته وویل: راځه ځو وعالم ته او وشریعت ته ، نوهغه بل وویل: زه په علم څه کوم؟ نوداسړئ پدی باندی کافرکیږی.
8. ومن رجع من مجلس العلم فقال الآخر رجع هذا من الكنيسة كفر.[مخکنی مرجع]
ژباړه: که څوک دعلم دمجلس څخه راغئ نو بل چا وویل : داسړئ د معبد څخه دیهودو راغئ، نودئ پدی خبره کافرسو.
9. ويكفر بقوله قصعة ثريد خير من العلم.[مخکنی مرجع]
ژباړه: اوپدی خبره کافرکیږی چی دئ وایی: ترعلم خو یوه کاسه ریزه ډوډی لاښه ده.
10. وبقوله الجهل خير من العلم وبقوله الجاهل خير من العالم وبقوله زاهد جاهل خير من عالم فاسق.[مخکنی مرجع]
ژباړه: پدی هم کافرکیږی چی دئ وایی: ناپوهی ترعلم ښه ده ، یاوایی: ناپوه سړئ ترعالم ښه دئ، یا وایی: متقی ناپوه تر فاسق عالم ښه دئ.

لنډه خبره

لنډه خبره:
ــــــــــــــ
دهرچاچی اسلام،اسلامی ثقافت، مساجد،مدارس اوعلماء نه خوښیږی دافغانستان څخه دی ووځی ځکه چی افغانستان دکافرانو ځای ندئ.

سخن کوتاه

سخن کوتاه:
ــــــــــــــــ
هرکسی که اسلام،ثقافت اسلامی، مساجد،مدارس وعلماء را دوست ندارد از افغانستان بیرون شود زیرا افغانستان جای کفارنیست.

حقیقت

حقیقت:
ـــــــــــ
پراسلام اواسلامی ثقافت باندی نیوکه داسی مثال لری لکه لمرته چی څوک ډبری غورځوی.

پیژندنه

پیژندنه:
ــــــــــــ
په نړۍ کی لیونیان ډیردی خوترټولو لیونئ إنسان هغه دئ چی اسلام او دیموکراسی سره پرتله کوی.

شخصی آند

شخصی آند:
ــــــــــــــــــ
تکیه کلام ډیر کارول دهرچاسره بد ښکاری خو دمسلمان سره د " تروريست " لفظ کارول ډیر بدښکاری.

۱۳۹۵/۰۸/۲۳

اسلامی نشرات

زیبا

مبارک

ښکلی

۱۳۹۵/۰۸/۲۲

د"صفرالمظفر" مياشته:

د"صفرالمظفر" مياشته:
ــــــــــــــــــــــــــــــ
عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحیح مسلم 5929]
ژباړه: جابررضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دناروغۍ سرایت نسته ، دإنسان څخه لاره ورکوونکئ پیرئ نسته ، او په صفر(میاشتی) باندی بدپالی نسته.

توضیح: پورته هغه شیان دی چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل خو داسلام په راتګ سره پرهغوی باندی عقیده درلودل رد سوه.

د" عدوی " لپاره څوتفسیرونه راغلی دی خویو تفسیریی دادئ چی دیوه شخص څخه ناروغی بل شخص ته ورتلل ، پدی روایت باندی صراحتا ددی خبری رد سوئ دئ چی دیوه شخص ناروغی دی بل چاته سرایت وکړی ، خودنورو احادیثو څخه داسی ښکاری چی ناروغی سرایت کوی ، په تطبیق کی یی مختلف قولونه راغلی دی، خو معتبر قول دادئ چی دناروغۍ ورتلل دیوشخص څخه وبل شخص ته دالله پاک ترقضاء او فیصلی پوری اړه لری ، داسی نده چی که یوه سړیته یوه ناروغی ورغله نو ارومرو دبل إنسان څخه ورغلی ده که هغه نه وایی نودغه ناروغی به ده ته نه ورتلل، او داهم یقینی خبره نده چی دناروغ إنسان سره دی تماس نیول دناروغۍ دإنتقال سبب سی، دجهالت دزمانی دخلګو داسی عقیده وه چی جوړ سړیته ورغلی ناروغی هماغه ناروغی ده چی هغه بل إنسان ورباندی اخته وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:داسی نده. بلکی دغه سړیته ناروغی دهغه ذات په قضا باندی سویده کوم چی دلومړنی سړی دناروغۍ فیصله یی کړیوه ، نوإنسان باید دناروغۍ څخه پدی خاطر کرکه ونکړی چی که می دناروغ سره ارتباط ونیوئ نو ارومرو یی ناروغی ماته راځی.
او " غول " ویل کیږی هغه تخیلی شیطان یا پیری ته چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل. دوی پدی باور وه چی په دښت کی یو شیطان اویاپیرئ دئ چی دإنسانانو څخه لاره ورکوی او یاإنسان ویروی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: داسی نده . دغول په نامه هیڅ شئ نسته.
د" صفر " په تفسیر کی هم مختلف اقوال راغلی دی خو مشهور قول یی دادئ چی ددی څخه دصفر المظفر میاشته مراد ده.
دجاهلیت دزمانی خلګو به دصفرالمظفر په میاشتی باندی بدپالی کول، پدی میاشتی کی به یی سفر نکوئ ، پدی میاشتی کی به یی کوزده او واده نکوئ ، دا میاشت به یی دآفتونو اوبلاګانو میاشت بلل او همدا راز نوری فاسدی عقیدی چی دوی ددی میاشتی په باره کی درلودلی.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ټولی رد کړی ؛ داسی چی دصفرالمظفر دمیاشتی په هکله چی خلګ کوم فاسد باور لری هغه درست ندئ، پدی میاشت کی واده کول اوسفرکول هیڅ پروا نلری ، او پدی میاشتی کی هیڅ ځانګړئ مصیبت اوغم نسته اونه هم دغه میاشت یوځانګړئ عبادت اوطاعت لری ، دنورو میاشتو غوندی داهم یوه د دوولسو میاشتو څخه ده چی کال ورڅخه جوړدئ.

نو دی میاشتی ته دغم اوبلاګانو میاشت ویل او یا ددی میاشتی په تیریدلو باندی خوشاله کیدل او دمیاشتی په آخره کی دخوشالۍ مراسم نیول داټوله هغه شیان دی چی مسلمان یی په کولو باندی ګناهکاره کیږی او په کله باید ځان ورڅخه وساتی.

بي اهميته خلګ څوک دی؟

بي اهميته خلګ څوک دی؟
سئل ابن المبارك: من الناس؟ فقال: العلماء قيل: فمن الملوك؟ قال: الزهاد. قيل: فمن السفلة؟ قال: الذين يأكلون الدنيا بالدين.
دعبدالله ابن مبارك څخه وپوښتل سوه: خلګ څوک دی؟ ده ورته وویل: علماء. بیایی ورڅخه پوښتنه وکړه: پاچاهان څوک دی؟ ده ورته وویل: متقیان.بیایی ورڅخه وپوښتل: بی اهمیته اوبی اعتباره خلګ څوک دی؟ ده ورته وویل: هغه خلګ چی ددین په مقابل کی دنیاخوری. یعنی خپل دین  ددنیا دلاسته راوړلو لپاره کاروی او یا پلوری.

عجیبه ده

عجیبه ده :

عجیبه ده ځینی خلګ داسی فکر کوی چی راډیو تنها دموسیقی ، لهو ولعب ، ټوکی ټکالی اوشهوت پرستۍ لپاره جوړه سوی اوکاریدلائ سی.
خوداسی نده که إنسان لږڅه دخپل عقل څخه کارواخلی ، سرخپل ګریوان ته ښکته کړی ، خپل مسئولیت دځان په نسبت او دځان څخه غیر دنورو شیانو په نسبت وپیژنی له ورایه به ورته ښکاره سی  چی راډیو یوماشین دئ دنورو ماشین آلاتوغوندی د وسپنی ، سیمانو ، ژړو ، پلاسټیکو او نورو موادو څخه جوړ سوئ دئ إستفاده یی دهرچا په فکر اوعقیدی پوری تړاو لری ، هرډول استفاده چی ته ورڅخه وکړی راډیو ستاڅخه سرغړونه نکوی ، هرقسم ږغ چی ته پکی پوه کړی هغه یی پورته کوی ، دانو ستاپه : عقل ، ضمیر، زیرکتیا، پوهنی ، روغتیا او سکون پوری اړه لری.
څوک چی عقل یی سالم او درست وی.
ضمیر یی ویښ وی.
زیرکتیا یی په برخه وی.
پوهنه یی کامله وی په خاصه توګه دینی پوهنه.
په روحی لحاظ هیڅ قسم ناروغی ونلری او باطن یی دفسق وفساد څخه پاک وی هیڅ وخت.
دباطنی سکون خاوند وی.
هیڅ وخت داسی فکری نکوی چی راډیو تنها دموسیقی اوپورته فسادونو لپاره جوړه سویده.
بلکی د راډیو څخه مدرسه اومکتب جوړیدلائ سی
ده راډیو څخه پوهنتون اوجامعه جوړیدلائ سی
ده راډیو څخه دوولس لپاره ښکلئ خادم او لارښوونکئ جوړیدلائ سی
په راډیو باندی هراړخیز مثبت خدمات کیدلائ سی.

۱۳۹۵/۰۸/۱۵

ده زړه درد

ده زړه درد دشعر په ژبه:

کامیابه اداره اوبریالئ مدیر:

کامیابه اداره اوبریالئ مدیر: ــــــــــــــــــــــ
دامعلومه خبره ده چی دهری اداری لپاره کامیابی او دهرمدیر لپاره برئ ډیر اړین او مهم دئ ځکه دیوی اداری دجوړیدلو څخه کوم هدف چی دهغی بنسټ ایښوونکئ یی لری هغه وخت لاسته راځی چی اداره دکامیابۍ صفت خپل کړی ، او مدیر هغه وخت د اداری مهمی چاری په ښه توګه پرمخ بیولئ سی چی په خپل کارکی بریالئ او کامیابه وسی دلاندی صفاتو په موجودیدلو سره اداره کامیابه کیدلائ سی.
د اداری دجوړښت څخه لومړنئ هدف او موخه دالله رضا ، دین ته هر اړخیزه خدمت او دعوت ، دخلګو اصلاح او دهغوی لپاره مشروع خدمت وی.
د ادارې نسبت ټولو کارکوونکوته یوشان وی ، داسی چی هیڅ کارکوونکی ته تربل کارکوونکی ترجیح ورنکړل سی.
اداره دهغه چا وبلل سی چی خدمت کوی؛ ژبه ، وطن، قوم او شخصی ارتباطات معیار دترجیح او استخدام ونه ګرځول سی.
دکارکوونکی په استخدام او تقرر کی دپوره دقت څخه کار واخستل سی؛ لیاقت، کاری ظرفیت او استعداد داستخدام او ټاکنی لپاره معیار وګرځول کړل سی.
د اداری دچارو دښه سمون لپاره او د ادارې دهراړخیز پرمختګ په موخه اودبی نظمۍ څخه دمخنیوی په هدف باید داداری لپاره جامع او تطبیق کیدونکی اصول کښیښودل سی او په عملی کولوباندی یی هرهغه څوک چی اصول ورته راجع کیږی مکلف کړل سی.
د ادارې پر کارکوونکو دی داصولو څخه بغیر دنورو شرایطو دایښودلو څخه ډډه وسی ترڅوچی کار سخت او ناشونئ نسی ، او کارکوونکی پرخپل نفس باندی اعتماد دلاسه ورنکړی اوددی احساس ونکړی چی زه پداسی کار باندی مکلف سوئ یم چی زه یی توان نلرم.
ترډیرو وظایفواو کارونو یومهم کاربهتره وی ، نوبناء کارکوونکی ته دی ډیر کارونه کڅه هم سپک وی نه سپارل کیږی بلکی دومره کارونه دی ورته وسپارل سی چی دئ یی په پوره ډاډسره کولائ سی.
کارکوونکی ته مخکی تردی چی کار وسپارل سی ، مدیرباید ځان همدغه کارکوونکئ فرض کړی اوچی په کومه طریقه ورڅخه کار غواړی هماغسی یی دځان دنده هم وبولی ، ترڅوچی دمسئولیت اهمیت اومشقت ورته په ښکاره توګه بیان سی اودنورو دپه عذابولوڅخه ځان وساتی.
مدیر باید دفرامینو په صادرولو کی او دهدایاتو په بیانولوکی تنها خپل مشرتوب په نظرکی ونه نیسی بلکی دمأمور داستعداد سره سره دهغه ځای شرایط هم په نظرکی ونیسی.
د اداری د کارکوونکی او یامأمور له خوا چی کله په اصولو کی دننه د اداری دپرمختګ لپاره مثبت او ګټور کار کیږی او هغه ته دده په سپارل سوو مسئولیتونو کی توجیه جوړیدلائ سی ، مدیردی تنها پدی پلمه نه ردوی چی زما سره ورباندی مشوره نده سوی بلکی دهغه دمنلو برسیره دی کار کوونکئ نورهم تشویق کړی چی داسی مثبت کارونه نور هم پرمخ بوزی ترڅو د اداری په پرمختګ کی هر کارکوونکئ کارنده رول ولوبوی.
که دیوه کارکوونکی او یامأمور له خوا سهوا او یاهم په غیرعمدی او غیر اختیاری توګه داسی کار کیږی چی هغه د موضوعه اصولو خلاف وی ، نو مدیر دی دا کار دتمرد او سرکښۍ په صفت نه پیژنی اوندی هم ورباندی منفی اجراات کوی ، بلکی کارکوونکئ دی پوه کړل سی ترڅو چی دتکرار اوبیاکیدلو څخه یی مخه بنده سی.
مدیر دی دیوه کارکوونکی خبره دبل کارکوونکی پرضد نه منی ترڅوچی یی خپله معلومات نوی کړی ، ځکه چی عادتا دکارکوونکو ترمینځ رقابت موجود وی ، هریو دهغه بل دکوټلو لپاره هڅی کوی.
کڅه هم هرکارکوونکئ دالله درضا لپاره کار وکړی ، خوبیاهم مدیر دی دکارکوونکی پر کار اوابتکار باندی سترګی نه پټوی دهغه څخه دتشکر اومننی په موخه او نورو ته دتشویق لپاره دی دهغه دمثبتو کارونو یادونه وکړی. البته که هغه خوشاله وو.
مدیرباید ټوله کارکوونکی پوه کړی چی دیوبل سره مرسته وکړی ولی دیوبل په کارکی مداخله ونکړی.
مدیر باید دخپلی اداری کارکوونکئ او مأمور د ادارې دچارو څخه بهر په نورو چارو کی دځان کارکوونکئ اوتحت الأمر ونه بولی ، البته کوم شرایط چی داستخدام لپاره سته که کارکوونکئ دهغوڅخه سرغړونه وکړی مدیر کولائ سی اجراات وکړی ، اوباید یی وکړی.
مدیرباید دکارکوونکو دکارڅخه د څارنی ترڅنګ هغوی ته هم داسی ښکاره کړی چی تاسو هم کولائ سئ زما پرکار څارنه وکړئ ، ترڅو وړاندیز ، نیوکی او مشوری ته په پوره توګه لاره اواره سی او مدیر خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه سی.
ډیر ښه کار دئ چی مدیر په پلان جوړولو کی دهغه کارونو چی مسئولیت یی تنها دته راجع کیږی دنورو سره مشوره وکړی خوپه کولو کی یی باید یواځی اقدام وکړی.
مدیر باید دخپلو مأمورینوسره دښائسته محمدی (ص) اخلاقو په چوکاټ کی ژوند وکړی.
دمدیر باید عملی کار ترخبرو ډیروی ، حسن ظن یی پرسوء ظن باندی غالب وی ، په ښواخلاقو او مدبرانه فکر باندی دقهر اوغضب د راپورته کیدلو مخه ونیسی.
مدیرباید دکارونو لومړیتوب او اولویت ته پوره پاملرنه وکړی ، کارکوونکئ دهغه کار په کولوباندی لومړئ مکلف کړی چی هغه کار نسبت ونورو کارونو ته لومړیتوب ولری.

۱۳۹۵/۰۷/۱۴

دمحرم الحرام میاشتی په هکله:


بسم الله الرحمن الرحیم
دا په قرآن باندی ثابته سوی خبره ده چی الله پاک ، کال ددوولسو میاشتوڅخه جوړ کړئ دئ لکه په قرآن شریف کی چی راځی: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] یعنی شمیر دمیاشتو دالله په نزد دوولس دئ چی په کتاب الله کی لیکل سویدی مراد ورڅخه لوح محفوظ دئ.
یوه ددغه دوولسو میاشتو څخه دمحرم الحرام میاشته ده چی دهجری سپوږمیز کال لومړنئ میاشته کیږی ، اودڅلوروځانګړیو میاشتو څخه چی الله پاک په حرم باندی متصف کړیدی یوه میاشت ده. دا میاشته هم ده نورو میاشتو غوندی دوخت اوزمانی یوه برخه ده چی پر انسانانو باندی راځی ، دنورو میاشتو غوندی پدی میاشتی کی هم ځینی پیښی سوی او لاهم کیږی ، پدی لیکنه کی به موږ ددی میاشتی په اړه ځینی مهمی مسئلی او اړین ټکی ستاسو درنو لوستونکی مخی ایږدو.
دمحرم الحرام دمیاشتی شرعی حیثیت:
دمحرم الحرام میاشته هم دکال ده دوولسو میاشتو څخه یوه میاشته ده ، په شریعت کی فقط دومره ثابته ده چی پدی میاشتی کی د روژی نیول سنت اویامستحت کار دئ لکه په لاندی حدیث کی چی راځی: عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ » [صحیح مسلم2698].
دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی دجاهلیت دوخت خلګو به د(محرم الحرام) لسمی ورځی روژه نیول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو هم مخکی تردی چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سی دغه روژه نیول ، کله چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ دالله پاک دورځو څخه یوه ورځ ده دهرچاچی زړه غواړی روژه دی ونیسی او که یی زړه غواړی ندی نیسی.
پدی خاطر هم دبخاری شریف په حدیث کی راځی چی عبدالله بن عمر رضی الله عنه ددی ورځی روژه نه نیول: عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[صحیح البخاری 1892]. دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشوراء دورځی روژه نیول نورو ته یی هم دهغی دنیولو امر کوئ ، خوکله چی رمضان فرض سوه نو دغه روژه پریښودل سوه ، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما به دغه روژه نه نیول مګر داچی دده دعادی روژو سره یی موافقت راغلئ وای.
پدی میاشتی کی څومهمی پیښی:
پدی میاشتی کی ډیر پیښی سویدی خو موږ په حیث دنمونی څومهمی پیښی بیانوو:
1.              په همدی میاشتی کی موسی علیه السلام او ورسره مسلمانان دفرعون دظلم څخه خلاص سوه پر رود نیل باندی تیرسوه او فرعونیانو پکی غرق سوه.
2.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم  دجنګ اوجهاد کولو لپاره دصحابه وو دلګۍ لیږلی دی او غزوی یی کړیدی لکه:سریه ابی سلمه بن عبدالاسد ، سریة محمدبن مسلمه ، غزوه دنجد ، غزوه دقرارة الکدر اوخیبرته تلل.
3.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دصفیه بنت حیی سره نکاح وکړه.
4.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دنړۍ مختلفو واکمنانو ته ددعوت لیکونه واستول.
5.              په همدی میاشتی کی دقادسیه سترجنګ دمسلمانانو اوکافرانو ترمینځ وسو چی دمسلمانانومشر سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه وو  او دکافرانو مشر رستم اوجالینوس وو چی جنګ مسلمانانو وګټئ.
6.              په همدی میاشتی کی دحضرت عثمان رضی الله عنه سره دخلیفه اوامیرالمومنین په صفت دمسلمانانو بیعت وسو.
7.              په همدی میاشتی کی حضرت عمر اوحسین رضی الله عنهما دشهادت لوړ مقام ته ورسیدل.
8.              بناء پریو روایت په همدی میاشتی کی حضرت علی رضی الله عنه د بی بی فاطمی رضی الله عنها سره واده وکړئ.
همدیته ورته نوری ډیری پیښی پدی میاشتی کی سویدی.
پدی میاشتی کی دعاشوراء دورځی عمل:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[سنن ترمذی1738]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: زه دالله تعالی څخه ددی طمع لرم چی دعاشوراء دورځی په روژی باندی به دتیرسوی کال ګناهونه عفوکړی.
البته کوم خلګ چی ددی میاشتی دعاشوراء دورځی روژه نیسی هغوی ته دشریعت لخوا لارښوونه سویده چی باید دنهمی ورځی روژه هم ورسره ونیسی ترڅوچی په روژه نیولو کی دیهودو سره مشابهت رانسی ، ځکه چی هغوی هم ددی ورځی روژه نیسی ، پدی خاطر چی موږ دیهودو سره په مخالفت باندی امرسوی یو نوموږ باید یوه ورځ مخکی تردغی ورځی روژه ونیسو ، اوکه دچاڅخه نهمه ورځ تیره سوی وی نوبیا هغه دی دیوولسمی ورځی روژه ورسره ونیسی.
دمحرم په میاشتی که هیڅ ځانګړئ مصیبت نسته:
دشریعت دعمومی اصل پربنیاد چی مصیبت تردرو ورځو اضافه نسته ، نو پدی میاشتی اویا ددی میاشتی پرلسمه چی په هغه وخت کی کومی دمصیبت پیښی سویدی ، اوس یی لمانځل اویایی کلیزه نیول نه رواکیږی لکه چی په حدیث کی راځی: لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحیح البخاری 1281]
یعنی دهیڅ هغی ښځی لپاره چی پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری نه رواکیږی چی پرمړی باندی تر درو ورځو اضافه زینت اوځان جوړل پریږدی (دمصیبت اظهار وکړی) مګر پرخپل خاوند باندی چی څلور میاشتی او لس شپی زینت اوځان جوړل پریږدی (اظهار دمصیبت کوی). په خاصه توګه په نیاحت او لوړ آواز باندی ژړل چی هیڅوخت نه رواکیږی لکه په حدیث کی چی راځی: عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.
[صحيح البخاري كتاب بدء الوحی، حدیث 1294]
ترجمه : دعبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ : چی رسول اکرم (ص) وفرمایل: زموږ څخه ندئ څوک چی خپل باړخوګان په څپیړه (چپلاخه ) ووهی، اوخپل گریوان څیری کړی ، اودجاهلیت دوقت خبری وکړی.
نوپدی میاشتی کی او یا ددی میاشتی په لسمه ورځ چی په " عاشوراء " باندی مشهوره ده هیڅ شرعی مصیبت وجود نلری هیڅ مسلمان باید دا میاشته او یا دا ورځ ، دمصیبت او غم ونه بولی ، همدا راز پدی میاشتی کی ځانګړی خوشالۍ او مراسم هم وجود نلری ، دا معلومه خبره ده چی پدی باندی چی الله پاک په لسمه ورځ ددی میاشتی موسی علیه السلام اومسلمانانو ته نجات ورکړئ هرمسلمان خوشال دئ خو داچی ددی خوشالۍ لپاره دی ځانګړی مراسم جوړ سی شرعا هیڅ ثبوت نلری.
پدغه میاشته کی هم دنورو میاشتو غوندی که څوک وغواړی نکاح او واده پکی کولائ سی همدا راز هغه خوشالۍ چی شرعا یی اظهار په واده کولوکی روا وی هم ښکاره کولائ سی هیڅ ممانعت پکی نسته ، که دچا مړئ وسی دنورو میاشتو په څیر پدی میاشتی کی هم ودته نور مسلمانان شرعی تعزیه ویلئ او ورکولئ سی.

خلاصه داچی مسلمان باید پدی باندی پوه سی چی:
1.  پدی میاشتی کی واده کول هیڅ پروا نلری که څوک یی روا نه بولی هغه ګناهکاردئ.
2.  دا میاشت هیڅ ځانګړی مراسم دغم یا دخوشالۍ نلری.
3.  دا میاشته دغم او مصیبت میاشته بلل ګناه ده.
4.  پدی میاشتی کی سفر کول هیڅ پروا نلری.
5.  دا میاشته هیڅ ځانګړی خیرات او ذبیحه نلری.
6.  پدی میاشتی کی لکه چی دنیاحت اوغم دمجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل هم حرام اوګناه ده.
7.  پدی میاشتی کی که چا داسی خیرات کړئ وی چی بغیرله الله نه یی دبل چا په نامه ذبح کړئ اویا نذر کړئ وی باید مسلمان یی دخوړلو څخه ډډه وکړی.
8.  پدی میاشتی کی باید مسلمان دهیچا سره دمصیبت دمجلس په جوړولو کی مرسته ونکړی.
وماتوفیقی إلا بالله علیه توکلت وإلیه أنیب




۱۳۹۵/۰۷/۰۸

دموسیقی حرمت


دمال بیځایه مصرف مکوئ!

عَن أبي هُرَيرة ، قال : قال رَسُول اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وَسَلَّم : لا يحب الله إضاعة المال.[ مسندالبزار8463]
ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دمال بیځایه مصرف دالله پاک نه خوښیږی.
پدی هیله چی دحجاجو د راتګ په وخت کی زموږ وړونه دبیځایه مصارفو څخه ځان وساتی.

الشکوی والدعاء:

إلیکم یاحکام العرب تبًا لکم ولمن یدعمکم! 
صوت هذا الطفل نموذجة من نتائج جبنکم وسکوتکم حول الحوادث التی تمر فی العالم الإسلامی ، تعیشون فی الرخاء والرفاهیة وهذا حال المسلمین فی الدول الإسلامیة!!!
یارب العالمین یاهازم الأحزاب أنصرإخواننا فی کل مکان اللهم ثبت أقدام إخواننا وسدد رمیهم واقو قلوبهم واجعلهم صفا واحد مرصوصا ویدا واحدة قویة أمام الیهود والنصاری والروافض والعلمانیین ونجهم من التفرق والتشتت والتشقق.
اللهم لانشک فی أنک تسمع صراخ هذا الطفل ولانشک أنک تنصرالمسلمین فاسمعه سماع قبول ونصر یاناصرالمظلومین!لمشاهدة الفیدیو اضغط هنا!

۱۳۹۵/۰۳/۱۳

دموسیقی حکم

موسیقی ویل ، موسیقی اوریدل او دموسیقی مجلس اومحفل ته ورتلل ټوله حرام دی:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة .[مسندالبزار]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دوه ږغه دی چی الله پاک په دنیا او آخرت کی په لعنت کړیدی : سروز ویل او غوږ ایستل دنعمت په وخت کی ، او بل په چیغو باندی ژړل دمصیبت په وخت کی.
ټولووړونوته!
ـــــــــــــــــــ
هرڅوك چي انټرنټ ته لاس رسي ولري كولائ سی دخپلی منطقی پنځه شرعی وختونه داونۍ ، میاشتی او کال په حساب دلاندی ویب پاڼی څخه ترلاسه کړی.
http://www.islamicfinder.org/cityPrayerNew.php…Islamicfinder
دبیلګی په توګه دفراه وخت ده را روانی روژی میاشتی لپاره پرلاندی تړون باندی کتلائ سئ:
http://www.islamicfinder.org/prayerPrintableHijri.php…اوقات نماز فراه