۱۴۰۲/۰۵/۱۸

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه:
۱ – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء ۳۶]
ژباړه: د هغه شي پسې مه ځه كوم چي ته ورباندي علم نلرې، يقينا چي غوږونه او سترګي او زړه د هر يوه په هكله د دوی څخه پوښتنه كيږي.
يعني په هغه شي پسې مځه كوم چي ته ورباندي خبر نه يې، او هغه خبره مكوه كومه چي ته يي په ثبوت باندي يقين نلرې.

۲ – د شرعي مصلحت څخه په استثناء هيڅ وخت درواغ مه وايه ځکه د درواغو ويل د انسان ايمان په خطر کي اچوي؛ په اثر کي راځي: عن قيس بن أبي حازم، قال: سمعت أبا بكر الصديق يقول: اتقوا الكذب، فإن الكذب مجانب للإيمان.[مساوئ الأخلاق۱۲۸]
ژباړه: قيص بن ابي حازم وايي: ما د ابوبکر رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: ځانونه د درواغو څخه وساتئ ځکه درواغ د ايمان ليري کوونکي دي.
يعني درواغ ويل د ايمان د زوال سبب جوړيږي.

۳ – د چا سره په مقابله کی ښكنځل او سپکي سپوري خبري مكوه د دې ترڅنګ چي په ښکنځلو باندي د خبري تأثير او خوند له مينځه ځي ناروا او حرام کار هم دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللِّعَانِ وَلاَ الْفَاحِشِ وَلاَ الْبَذِي.[مسندالبزار۳۲۰۷]
ژباړه: مسلمان باید طعن ویونکی، لعنت ویونکی، ښکنځل کوونکی او بد ویونکی نه وي.

۴ – د باطل په وړاندي باید تل ثابته پالیسي او ښکاره موقف ولرې په حديث شريف کي راځي: عَنْ حُذَيْفَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً، تَقُولُونَ: إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَسَأْنَا، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنُوا أَنْ تُحْسِنُوا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَلاَّ تَظْلِمُوا.[مسندالبزار۲۸۰۲]
ژباړه: د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بې موقفه مه جوړېږئ چي تاسي واياست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو، که خلګو بد کول موږ هم بد کوو بلکي ځانونه پر دې باندي مجبور کړئ چي که خلګو ښه کول تاسي هم ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسي ظلم مکوئ.
يعني د ځانه څخه هيڅ وخت بې موقفه او بې رأيي انسان مه جوړوه بلکي هميشه بايد د ځان لپاره ثابته او مثبته پالېسي ولرې، په هر څه کي دي موقف معلوم وي او د هر شي په وړاندي روښانه دريځ ولرې! داسي مکوه چي خلګو ته ګورې او په کړنو کي هغوی د ځان لپاره مقتدا او مشران جوړوې، که هغوی ښه کول ته هم د هغوی په پلوۍ ښه کوې او که هغوی بد کول ته هم بد کوې ځکه د مسلمان سره داسي متزلزله او مبهمه پالېسي مناسبه نده.
قال عبد الله بن مسعود: لا يكونن أحدكم إمعة. قالوا: وما إمعة؟ قال: يجري مع كل ريح. [مساوئ الاخلاق۲۸۷]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: د ځانه څخه بې موفقه مه جوړوئ! چا پوښتنه وکړه چي بې موقفه څنګه شی دی؟ هغه ورته وويل: هغه څوک چي د هر باده سره روان وي. يعني د هر چا په ډول پالېسي او فکر غوره کوي او د ځانه څخه ثابت موقف نلري.

۵ – پر خپل مسلمان ورور هيڅ وخت ناحقه او بې ثبوته خبره مکوه ځکه د دې تر څنګ چي بې ثبوته خبره انفرادي او اجتماعي فساد د ځانه سره لري تاوان یې خپله انسان ته رسيږي؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک ۷۸۹۳]
ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړه چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړې او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ ونكړې چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسې.

۶ – کوښښ وکړه چي د هر مسلمان په غیاب کي د هغه دفاع وکړې په خاصه توګه د خپلو مشرانو او علماء کرامو؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَسْمَاءِ بِنْتِ يَزِيدَ قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ يَقُولُ: مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيهِ فِي الْمَغِيبَةِ، كَانَ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنَّ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ.[الزهدلإبن مبارک۶۸۷]
ژباړه: اسماء بنت يزيد وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي په غياب کي د خپل ورور د غوښو حمايت وکړي الله پاک به يې ارومرو د اور څخه آزادوي.
يعني څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب کي د هغه څخه دفاع وکړي، اتهامات ورڅخه ليري کړي او چاته يې د غيبت کولو اجازه ورنکړي الله پاک به دی د قيامت په ورځ د جنهم د اور څخه وساتي.

۷ – د هر چا سره بايد ستا دوستي او دښمني د الله لپاره او د دين پر اساس وي د قومۍ و وطن پر اساس بايد نه وي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ ».[صحیح مسلم ۷۰۲۸]
ژباړه: څوک چي عمل یې وروسته کړي نسب یې نسي مخته کولای.
یعني د چا چي عمل سم نه وي او په عمل باندي مخ ته ولاړ نسي په نسب باندي مخ ته نسي تللای.

۸ – د خپل دعوت او مبارزې لپاره د مصلحتونو او حکمتونو څخه ډکي طریقې انتخاب کړه او په ښه تګلاره حق د خلګو تر غوږو پوري ورسوه؛ الله جل جلاله فرمايي: ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ.[فصلت ۳۴] ژباړه: په هغه خصلت باندي دفع وکړه چي ډېره ښه وي نو هغه څوک چي ستا او دده تر مينځ دښمني وي ستا سره به داسي سي لکه صميمي دوست.
يعني په ښه طريقه د ځان څخه بدي دفع کړه تر څو ښه تأثير وکړي او دښمنان درته داسي وګرځي لکه صميمي ملګري او دوستان.

۹ – نيک اخلاق غوره کړئ او د هر چا سره د نبوي اخلاقو پر اساس مقابله وکړئ ځکه د نيکو اخلاقو غوره کول ددې تر څنګ چي خپل ډېر مثبت تأثيرات لري د انسان پر ښه توب او غوراوي باندي هم دلالت کوي په حديث شريف کي راځي:
إِنَّ مِنْ أَخْيَرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ خُلُقًا.[صحيح البخاري۶۰۲۹]
ژباړه: يقينا چي بهترينه ستاسي هغه څوک دی چي ښه اخلاق ولري.

۱۰ – د چاپلوسۍ او دوه مخي سياست څخه ځان وساتئ ځکه دوه مخی سياست او چاپلوسي د منافقينو عادت دی مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي؛ امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسير کي وايي: إنما كان ذو الوجهين شر الناس، لأن حاله حال المنافق، إذ هو متملق با لباطل وبا لكذب.[حاشيه صحيح ابن حبان]
ژباړه: دا چي دوه مخی انسان د ټولو خلګو شرير وبلل سو پدې خاطر چي دوه مخی انسان داسي دی لکه منافق؛ ځکه دوه مخی انسان په باطل او درواغو باندي چاپلوسي کوي.

۱۱ – د خپل اسلامي نظام څخه دفاع وکړئ ځکه دا نظام په ډېرو قربانيو باندي راغلی دی او د اسلامپالو لپاره يواځنې ځاله ده، که خدای مکړه ددې نظام په سمبالولو او ساتلو کي ناکام راځو دا به موږ ته د ټول وخت لپاره د محروميت معنی ولري او د نورو منحرفو انسانانو خبري به راباندي جوړي سي چي دين د حکومتولۍ څخه بېل بولي او اسلام د نظام چلولو لپاره کافي نه بولي.
د اسلامي نظام او مسلمان باچا په ارزښت باندي بايد موږ خپل سر خلاص کړو او خپل ټوله توان د اسلامي نظام ساتلو او مسلمان باچا پلوۍ لپاره وکاروو؛ په اثر کي راځي:
عن عثمان بن عفان رضي الله عنه أنه قال: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد]
ژباړه: حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.
يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.
نو اوس چي الله تعالی موږ ته اسلامي نظام راکړی دی بايد دفاع يې وکړو او ترڅنګ يې ودريږو ترڅو مو نظام سمبال او ټينګ سي.

۱۲ – تقوی غوره کړئ! تقوی د هر مسلمان لپاره لازمه ده خو د مبارز لپاره تقوی ځکه په نسبي ډول ډېره اړينه ده چي په تقوی باندي د مبارز په ګړنو کي برکت او معنويات پيدا کيږي چي په نتيجه کي به يې استقامت په برخه سي او په مبارزه کي به يې الله تعالی خاص او ځانګړی چټک تأثير کښيږدي.
په آخره کي  درته وایم: دا نظام هم د خدمت دی هم غيرت بناء چي څومره مو په هره برخه کي خدمت په طاقت وي ويې کړئ او چي څومره مو توان وي ځانونه غيرتمند ونيسئ.
په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي نو ځکه د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي او اعتبار ورکول کيږي.
په اسلامي نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په اداري تشکيلاتو کي ددوی شتون د قوت سبب او د بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي مخکي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله اوس يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.زموږ د واټساپ ګروپ لينک

۱۴۰۲/۰۵/۱۷

د کامياب انسان ځيني صفتونه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
۱ - د کامياب انسان يو صفت دا دی چي ستونزي ګالي، د ستونزو ګاللو ته آمادګي نيسي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ نوي نوي تجربې حاصلوي.
کامياب انسان د پوره جرأت درلودلو په سبب هيڅ وخت د ستونزو په وخت کي خپله روحيه او استعداد له لاسه نه ورکوي او د دنيا هري ستونزي ته د تېرېدونکي په سترګه ګوري ځکه نو هيڅ مشکل ته د لاينحل نوم نه ورکوي.
که غواړی د کاميابو انسانانو په نوملړ کي وشمېرل سی نو په ځان باور ولرئ او هيڅ وخت خپله روحيه او حوصله له لاسه مه ورکوئ همداسي د ستونزو او مشکلاتو په وړاندي مه مأيوسه کېږئ او ستونزو جوړوونکو انسانانو ته هيڅ وخت مه تسلمېږئ.
 
۲ - کاميابه انسان د نيک کار د انتخاب وروسته پر هغه باندي دوام او استقامت کوي او په کولو کي يې ډېر جدي وي ځکه نو د کار په مخ کي راتلونکي ستونزي حل کوي او په وړاندي يې دريږي خو خپل شروع کړی نيک کار نه پسې پريږدي.
که نقلي شرعي دلائلو، عقلي استنباطاتو او تجربو ته وګورو دا به راته ثابته سي چي په نيک کار کي استقامت د کاميابۍ او برياليتوب مهم راز او هدف ته د رسېدلو لپاره کيلي ده له همدې امله د تاريخ په اوږدو کي چي څومره بريالي انسانان تېر سوي دي د ټولو د برياليتوب راز د نورو سببونو تر څنګ په استقامت کي پروت وو.
نو داسي ويلای سو چي استقامت او دوام د کامياب انسان لپاره دويم مهم صفت دی.
 
۳ - د کامياب انسان بل لوی صفت په تېروتنه باندي اعتراف دی ځکه چي ځيني وختونه د تېروتني څخه ډېر شی زده کيږي او د آينده لپاره ډېر عبرتونه او درسونه انسان ته حاصليږي.
تېروتنه داسي انساني عارضه ده چي بېله پيغمبرانو نور انسانان ورڅخه خوندي ندي له همدې امله د لومړي تېروتني مخنيوی ډېر ګران وي خو مهمه دا ده چي د تېروتني وروسته د انسان مسئوليت څشی دی؟ د تېروتني وروسته بايد انسان د ځان سره فکر وکړي، د پښېمانتيا تر څنګ پر خپلي تېروتني اقرار وکړي، د تېروتني لاملونه و پلټي او د آينده لپاره يې د بياځلي کېدلو مخه ونيسي.
پر تېروتني ټينګار ددې سبب جوړيږي چي انسان دي په شعوري ډول نوري تېروتني هم وکړي او هيڅ کله دي د خپلي اصلاح لپاره کار ونکړي.
په دې باندي بايد ټول ځانونه پوه کړو چي د دنيا ژوند هره شيبه د آزموينو وخت او ځای دی ځکه نو بايد تېر ژوند ټول د را روان ژوند لپاره تجربه سي او د هري ورځي په تېرېدلو سره زموږ تفکر، تعقل او هوښياري ډېروالی پيدا کړي.
 
۴ – د کامياب انسان بل مهم صفت دا دی چي يو بريالی انسان د دې توان لري چې د برياليتوب لپاره د پلان سوي لاري څخه بهر که بالفرض د کومو خنډونو او ستونزو سره مخامخ کيږي ځان ورسره عيار او برابر کړي.
بريالی انسان د هدف د ټاکني وروسته ارومرو ځان خپل هدف ته رسوي او چي په لاره کي يې کوم خنډونه راځي د هغو سره ځان عياروي او مبارزه ورسره کوي.
 
۵ – کامياب او بريالی انسان د دې توان لري چي په ژوند کي د ګڼو وېرو سره مخامخ سي او په ښه تدبير باندي خپلې وېري او خپل ژوند کنټرول کړي، ځکه چي بريالی انسان دا نه پرېږدي چي وېري يې پر باور غلبه وکړي او هوډ يې کمزوری کړي.
 
۶ – د کامياب انسان بل مهم صفت تمرکز، استقامت او دوام دی؛  دا معلومه خبره ده چي بريا په يوه شپه، ورځ او څو شېبو نه راځي بلکي ډېري ژمنتيا، بشپړ تمرکز، د ستونزو او سختيو د زغملو وړتيا او د هدفي خوبونو له لاسه نه ورکولو ته اړتيا لري. که څه هم په ژوند کي بريالی کس ارومرو د نا اميده، منفيګرا او بدنيته خلګو سره مخامخ کيږي خو بريالی کس ځان تر ټولو لنډمهاله خنډونه تېروي، پر ټولو ننګونو ځان بريالی کوي، د منفيګرا انسانانو د کمين څخه ځان باسي او خپل هدف ته ځان رسوي.
نو که غواړی بريالي پاتي سی هيڅ وخت تر خپل هدف مه تېرېږئ او په نيمه لار کي مه ناهيلي کېږئ.
 
۷ – د کامياب انسان بل مهم صفت خوشبيني او مثبت انګېرنه ده؛ يو بريالی کس له اعتماد، خوشبينۍ او مثبتګرايي څخه برخمن وي او د امکان تر حده هڅه کوي تر څو د هغه شيانو څخه ډډه وکړي چي د هغه د اهدافو سره په ټکر کي وي او د هغه شيانو په اړه مثبت او خوشبينه فکر وکړي چي د هغه سره د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کي مرسته کوي. دا ټول ددې لپاره چي خپل فعاليت دوامداره وساتي او ځان خپل ټاکل سوي هدف ته ورسوي.
 
۸ – د کامياب او بريالي انسان بل صفت دا دی چي کوم کار چي يې په غاړه اخيستی وي د هغه سره مينه او محبت لري او دا ددې سبب جوړيږي چي خپل کار دي بېله کومي ستړيا سر ته ورسوي او بېله دې چي په ځان پوه سي د کار لپاره ډېر وخت ورکوي ځکه دی د خپل کار څخه خوند اخلي او د کار په کولو کي ځانګړی هدف لري چي د لاس ته راوړلو اراده يې لري.
نو کوم کار چي په غاړه اخلی په ډېري ليوالتيا سره يې تر سره کړئ تر څو په کار کي بريالي سی او خپله وړتيا هم په ننداره پرېږدی.