د اسلامي لباس نه انتخاب:
زموږ په زمانه کې د ځوانانو د انحراف بله بېلکه دا ده چې ځيني ځوانان د ځان لپاره اسلامي لباس او يونيفورم نه انتخابوي بلکې داسي لباس په تن کوي چې د مسلمان ځوان سره هيڅ نه ښايي.
په اسلام کې د لباس او کالو لپاره درې اصله وجود لري چې په کالو به عورت پټ وي، د جنس مخالف سره به مشابهت نه راځي او د کفارو ځانګړي کالي به نه وي تر څو د دوی سره هم مشابهت را نه شي.
له بده مرغه چې اوس ځيني ځوانان او نجوني داسي کالي په تن کوي چې عورت نه په پټيږي او يا هم په کالو کې ځوانان د ښځو سره او ښځي د ځوانانو سره مشابهت کوي او يا هم داسي کالي اغوندي چې په هغو باندې انسان د کفارو سره مشابه کيږي.
نارينه بايد په استثناء د شرعي ضرورته هميشه داسي لستوڼي والا کالي واغوندي چې لږترلږه د نامه څخه تر ځنګنو پوري يې بدن په پټ وي، په اسلامي ټولنه کې د نفرت او بې حيايۍ سبب ونه کرځي او داسي پيراخه وي چې د بدن د غړو انعکاس ورنکړي.
مسلمانه ښځه بايد داسي کالي واغوندي چې هم پنډ هم پيراخه او هم اوږده وي او ټوله بدن يې ورباندې پټ وي او د دې تر څنګ اوږد او غټ پړونی هم ولري چې د اړتيا په صورت کې يې پرځان باندي راتاو کړي.
نارينه او ښځينه دواړه دا مسئوليت لري چې د کالو په اغوستلو کې د يوبل سره مشابهت ونکړي يعني نارينه د ښځي کالي وا نه غوندي او ښځينه د نر کالي وا نه غوندي همدا راز خپل کالي داسي جوړ نکړي چې د يو بل سره يې ورته والی راځي.
همدا راز مسلمان او مسلمانه په دې باندې مکلف دي چې د داسي کالو د اغوستلو څخه په کلکه ډډه وکړي چې هغه د کافرانو کالي وي او يا يې هم په اغوستلو سره يې د کفارو سره مشابهت راځي لکه ځيني دريشۍ او نيکټايي چې مسلمان ته يې اغوستل نه رواکيږي.
نو زموږ مسلمان ځوانان بايد په دې باندي خپل سر خلاص کړي چې کالي او يونيفورم د انسان د شخصيت ښکارندويي کوي که څوک غواړي خپل شخصيت دروند او مسلمان ښکاره کړي نو داسي کالي دي واغوندي چې د مسلمان سره مناسب وي او د داسي کالو د اغوستلو څخه دي ځان وساتي چې خدای مکړه انسان يې په اغوستلو کافر او سپک معلوميږي.
په اسلام کې کالو ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی، دا شرعي مسئله ده چې کله د کفارو او مسلمانانو مړي داسي سره ګډ شي چې تشخيص يې نه کيږي نو د کالو او نورو نښو پر اساس دي وپېژني، کوم چا چې د مسلمان کالي اغوستي وي هغه مسلمان شمېرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي کيږي او د مسلمانانو په هديره کې ښخيږي او کوم چا چې د کفارو کالي اغوستي وي او د کفارو نښي ورباندي وي هغه کافر شمېرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي نه کيږي او د مسلمانانو په هديره کې نه ښخيږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر