۱۴۰۲/۰۳/۲۷

د استعداد لوړېدلو اسباب:(دريمه برخه)

دريم سبب: درېيم هغه شی چي د انسان علمي استعداد ورباندي لوړېږي د الله پاک په لاره کي کوښښ کول دي، په دې معنی سره چي سړی هر نيک کار کوي لومړی کوښښ پکښې وکړي او بيا يې په کولو کي خپل نيت صفا کړي يعني د الله لپاره يې وکړي.
دا معلومه خبره ده چي د علم زده کړه او تحصيل ډېر ښه کار دی ځکه نو که څوک په تحصيل کي د علم کوښښ وکړي او بيا د الله لپاره يې وکړي الله پاک به لاره د تحصيل ورته آسانه کړي چي په دې لاره کي يوه آساني د لوړ استعداد درلودل دي ځکه د لوړ استعداد سره علم ډېر آسانه وي. الله جل جلاله فرمايي: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ [العنکبوت69]
ژباړه: هغه خلګ چي زموږ په لاره کي کوښښ کوي موږ به يې يقينا خپلو لارو ته هدايت کړو او يقينا چي الله د نيکوکارانو سره دی.
د الله تعالی په لاره کي کوښښ په هره مشروعه طريقه باندي کېدلای سي که طاعت وي، که د الله په لاره کي جنګ وي، که امربالمعروف او نهي عن المنکر وي، که تحصيل د علم وي او که نور شيان وي...
څوک چي غواړي لوړ علمي استعداد ولري لومړی بايد ډېر زيار وباسي؛ عرب شاعر وايي: بقدر الکد تکتسب المعالي   ومن طلب العلي سهر الليالي. يعني د زيار په اندازه لوړي مرتبې  لاسته راوړلای سې، او هرڅوک چي د لوړي مرتبې طلب کوي بايد شپې روڼي کړي.
د علم لپاره بل زيار دا دی چي انسان په خپل علم باندي عمل وکړي ځکه عمل د علم او پوهي ډېر والي ته نوره هم لاره آوار وي.
عمر بن عبدالعزيز رحمه الله فرمايي: إنما قصّر بنا عن علم ما جهلنا تقصيرنا في العمل بما علمنا، ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير]
ژباړه: دا چي موږ د هغه شيانو علم نه لرو چي نه په پوهيږو سبب يې دا دی چي موږ په هغه څه چي پوهيږو سم عمل نه دی کړی، که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چي موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول سوی وای چي زموږ بدنونو نسو ټينګولای.
نو د علم په لاره کي زيار ايستل انسان ته استقامت ورکوي چي شيطان، نفس او منفي ګرايي ټوله ورڅخه ورک کيږي او ددې تر څنګ چي انسان په ځان باندي باور پيدا کوي يو قسم خوندور لذت ورته حاصليږي چي نور هم دی و تحصيل ته تشويقوي.
خپل نيت صفا کول او خپل کوښښونه د الله پاک لپاره ګرځول ددې سبب جوړېږي چي پر انسان دي د الله پاک لخوا معنويات نازل سي او الهامات دي ورته وسي چي يقينا استعداد او حافظه به يې دواړه قوي کيږي.
او په علم باندي عمل کول يو ډول تکرار دی او د علمي قوې لپاره سپورت دی چي د انسان استعداد ته د قوت او مطالعې مثبت چارچ ورکوي او ذهن يې ورباندي تېزيږي.
ځینو علماو داسي هم لیکلي دي چي انسان په هره برخه کي ددین کوښښ کوي نو الله پاک به ورته خاص الهام کوي ځکه د هر عبادت لپاره ځانګړی الهام موجود دی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۲۵

د استعداد لوړېدلو اسباب:(دويمه برخه)

دويم سبب: سالم محيط او ښه چاپېريال د انسان سره د استعداد په قوي کولو کي ډېره مرسته کوي؛ په دې معنی سره چي که انسان په داسي چاپېريال کي ژوند وکړي چي هلته ګناهونه نه کيږي، د انسان پر ذهن باندي روحي او فکري فشار نه راځي نو ارو مرو به هلته د انسان علمي استعداد وده کوي او جوړ استعداد به یې همداسي سالم پاتيږي او د انحطاط څخه به ژغورل کيږي.
الله تعالی فرمایي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ.[الروم 41]
ژباړه:ښکاره سو فساد په وچه او دريابونو کي په خاطر د هغو کارونو چي د خلګو لاسونو کړي دي ددې لپاره چي الله په دوی باندي وګالي جزاء د ځينو هغو اعمالو چي دوی کړي دي تر څو الله ته رجوع وکړي.
يعني د انسانانو د کارونو له وجهي په مځکه او دريابونو کي فساد ښکاره سوی دی. فساد عام دی که اقتصادي او مالي فساد وي که ځاني او معنوي فساد وي، که وچکالۍ راځي او برکتونه پورته کيږي دا هم فساد دی که ګمراهۍ، انحرافات او ناآرامۍ ډېريږي دا هم فساد دی، د استعداد ټيټ کېدل چي هم نا آرامي ده او هم سبب د انحراف کيږي دا هم فساد دی، خو هر ډول فساد چي وي سبب يې د انسانانو ناوړه کړه وړه دي.
نو که موږ غواړو د نورو فسادونو تر څنګ د استعداد د ټيټ كېدلو د فساد څخه هم ځانونه وساتو بايد خپل چاپېريال برابر کړو او د هر ډول ګناهونو او نافرمانيو څخه يې پاک کړو.
دا تجربه سوې خبره ده چي سالم محيط د انسان د طبيعت او استعداد په جوړېدلو کي ډېر مهم رول لري.
د چاپېريال خرابوالی لکه د انسان پر معنوياتو باندي چي منفي تأثير کوي همداسي په ښکاره بڼه هم د انسان پر ذهن باندي بده اغېزه کوي چي په نتيجه کي يې استعداد هم ورڅخه اغېزمن کيږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۲۳

د استعداد لوړېدلو اسباب:(لومړی برخه)

لومړی سبب: لومړی هغه شی چي د انسان علمي استعداد ورباندي ډېرېږي تقوی او پرهيزګاري ده، ځکه په تقوی باندي د انسان زړه ته سکون او اطمينان راځي، کله چي زړه ته سکون راغی د انسان درک به هم ورسره راټوليږي چي په نتيجه کي پر هر شي تمرکز وکړي هغه به ښه زده کوي او سم به يې حفظ کوي، د الله تعالی ذکر کول چي د تقوی پيدا کېدلو يوه ذريعه ده الله تعالي يې په اړه فرمايي: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ.[الرعد۲۸] يعني خبر اوسئ چي د الله په ياد باندي زړونه آراميږي.
پدې خاطر چي د انسان ذهن بسيط دی په يو وخت کي ډېرو شيانو ته پاملرنه نسي کولای نو چي څومره ذهن راټوليږي او د پاشل کېدلو څخه نجات مومي په هماغه کچه يې قوت او ادراک هم قوي کيږي چي دا خپله د استعداد د لوړېدلو معنی ده او په تقوی باندي د انسان ذهن د پاشل کېدلو څخه نجات موندلی سي.
بله خبره داده چي د نيکو اعمالو پر کولو باندي چي د تقوی يوه ذريعه ده الله پاک د ښه ژوند ورکولو وعده کړېده او فرمايي: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً...[النحل۹۷] يعني هر نارينه او ښځينه چي نيک عمل وکړي پداسي حال کي چي دی مؤمن وي زه به ورته پاک (ښه) ژوند ورکوم.
علامه ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسير کي ليکلي دي: د ښه ژوند څخه مراد هغه ژوند دی چي پر ټولو راحتونو او آسانتياو باندي مشتمل وي.
او يقينا تر ټولو مهمه آسانتيا ښه ذهن او لوړ استعداد دی نو چي څوک نيک اعمال تر سره کړي او تقوی تر لاسه کړي د نورو راحتونو تر څنګ چي الله پاک به يې ورکوي د ښه استعداد څخه به يې هم برخمن کوي.
همدا راز د ګناه نه کول چي د تقوی لپاره بله ذريعه ده د انسان د استعداد لوړولو لپاره ډېر مهم سبب دی؛ يعني کوم خلګ چي د ګناه څخه ځانونه ساتي د هغوی به استعداد نسبت و هغه خلګو ته چي ګناه کوي ډېر قوي وي.
امام شافعي رحمه الله ته دا وينا منسوبه ده چي:
شَكَوْتُ اِلَي وَكِيْعٍ سُوْءَ حِفْظِي
فَاَوصَانِي اِلَي تَركِ المَعَاصِي
فَاِنَّ العلْمَ نُورٌمّنْ اِلَــهٍ
وَنُـورُاللهِ لاَيُعطَ لِعَـاصِي
ژباړه: ما خپل استاد ته د حافظې د بدوالي شکايت وکړ، هغه راته د ګناه پرېښودلو توصيه وکړه، ځکه علم د الله تعالی لخوا يو نور دی او د الله تعالی نور وګناهکاره انسان ته نه ورکول کيږي.
همدا راز د ګناه کول ددې لامل جوړېږي چي انسان دي د ډېر سخت او تنګ ژوند سره مخامخ سي چي طبعا پر استعداد به يې هم منفي تأثير ايږدي، د هغه چا په اړه چي د الله تعالی د ذکر څخه مخ اړوي الله پاک فرمايي: وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى.[طه ۱۲۴] ژباړه: څوک چي زما د ياد څخه مخ واړوي د هغه لپاره به ډېر تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې موږ ړوند را حشر کوو.
د الله تعالی د ذکر پرېښودل چي د تقوی ختمېدلو يوه ذريعه ده ددې سبب جوړېږي چي انسان دي د ناوړه ژوند او خراب حالت سره مخامخ سي چي د استعداد ضعيف کېدل او استعداد د لاسه ورکول هم د خراب ژوند او ناوړه حالت يوه برخه ده.
پورته استدلال ته په کتو سره موږ وينو چي په تاريخ کي مسلمان پوهان او د استعداد خاوندان د څومره ډېري او لوړي تقوی خاوندان وه چي يقينا همدغه تقوی وه چي د نورو سببونو تر څنګ د دوی د لوړ استعداد سبب جوړ سوی وو.
تقوی غوره کړئ ترڅو ښه استعداد او قوي حافظه تر لاسه کړئ!
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري