ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه د بنی اسرائيلو په منځ کې د کمزورۍ او فساد لومړۍ نښه دا وه چې یو سړي به د بل سړي سره ملاقات وکړ نو ورته ویل به يې: ای فلانیه! د الله څخه ووېرېږه او دا کار پرېږده، ځکه دا کار ستا لپاره حلال نه دی. خو کله چې به يې سبا د هماغه سړي سره ملاقات وسو نو هغې خبري به دی د دې څخه نه منع کوی چې د دغه سړي سره به یې خوراک، څښاک او ناسته کول. کله چې هغوی داسې کول، الله جل جلاله د ځينو زړونه د ځينو په زړونو ووهل. (د زړونو ترمنځ يې کینه او کرکه پيدا کړه)
تشريح: يعني په بني اسرائيلو کې لومړۍ نيمګړتيا د دې څخه را پيدا شوه چې يو کس به بل کس د منکر کار په کولو کې وليدی نو ورته ويل به یې: دا کار مه کوه ځکه دا کار ستا لپاره حرام دی، خو بله ورځ چې به همدغه سړي هغه سړی د منکر کار د کولو په حالت کې وليدی بيا به يې د منکر کار څخه نه منع کوی بلکې د هغه سره به کښېناستی او خوراک به يې ورسره کوی چې په نتيجه کې الله تعالی د دوی تر زړونو تر منځ تفرقه او فاصله راوړه او د يو بل څخه يې کرکه د دوی په منځ کې پيدا کړه.
نو موږ بايد هيڅ وخت په نهي عن المنکر کې په يوځل ويلو بسنه ونکړو بلکې هر وخت او په دوامداره توګه نور انسانان د منکر کار د کولو څخه منع کړو.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ أَوَّلَ مَا دَخَلَ النَّقْصُ عَلَى بَنِى إِسْرَائِيلَ كَانَ الرَّجُلُ يَلْقَى الرَّجُلَ فَيَقُولُ يَا هَذَا اتَّقِ اللَّهِ وَدَعْ مَا تَصْنَعُ فَإِنَّهُ لاَ يَحِلُّ لَكَ ثُمَّ يَلْقَاهُ مِنَ الْغَدِ فَلاَ يَمْنَعُهُ ذَلِكَ أَنْ يَكُونَ أَكِيلَهُ وَشَرِيبَهُ وَقَعِيدَهُ فَلَمَّا فَعَلُوا ذَلِكَ ضَرَبَ اللَّهُ قُلُوبَ بَعْضِهِمْ بِبَعْضٍ.(سنن ابی داود: 4338)
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۷/۰۲
۱۴۰۴/۰۷/۰۱
د بدعت د بدۍ په اړه د ځينو علماؤ ويناوې:
د سعید بن عنبسه څخه روایت دی: هیڅ داسې څوک نه دی چې یو بدعت یې اختراع کړی وي، مګر دا چې د مسلمانانو په وړاندې یې زړه د کینې او بغض څخه ډک سوی وي او امانتداري ورڅخه تللې وي.
د اوزاعي څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې پیدا کړی وي، مګر دا چې تقوی او د الله تعالی څخه وېره ورڅخه اخيستل سوې وي.
د حسن بصري څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې ایمان ورڅخه بېزاره کېږي. يعني ایمان ورڅخه ليري کېږي.
د ابن عون څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې الله تعالی حیاء ورڅخه اخيستې وي او د هغه په وجود کې سخت زړه توب او توندخويۍ ځای نيولی وي.(الإبانة الصغری لإبن بطة)
که غواړی الله تعالی مو د دغسي بدو عاداتو او ناوړه حالاتو څخه وساتي نو د بدعاتو او خرافاتو څخه ځانونه وساتئ.
مولوي نورالحق مظهري
د اوزاعي څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې پیدا کړی وي، مګر دا چې تقوی او د الله تعالی څخه وېره ورڅخه اخيستل سوې وي.
د حسن بصري څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې ایمان ورڅخه بېزاره کېږي. يعني ایمان ورڅخه ليري کېږي.
د ابن عون څخه روایت دی چې هغه ویلي: هیڅ داسې څوک نه دی چې بدعت یې رامنځته کړی وي، مګر دا چې الله تعالی حیاء ورڅخه اخيستې وي او د هغه په وجود کې سخت زړه توب او توندخويۍ ځای نيولی وي.(الإبانة الصغری لإبن بطة)
که غواړی الله تعالی مو د دغسي بدو عاداتو او ناوړه حالاتو څخه وساتي نو د بدعاتو او خرافاتو څخه ځانونه وساتئ.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۶/۳۱
د عمر څخه غفلت:
هغه غفلت چې د انسان د خوارۍ او ذلت سبب جوړيږي د خپل عمر څخه غفلت دی، عمر په استثنائي ډول هغه لوی نعمت دی چې په څېر يې بل نعمت نه سي پيدا کېدلای خو له بده مرغه چې ډېری انسانان يې په ارزښت نه پوهيزي.
مشهور متل دی چي عمر داسي دی لکه سره زر؛ خو زه وايم عمر تر سرو زرو هم ارزښتناکه دی ځکه په عمر باندې چې کوم کارونه کيږي په سرو زرو يې انسان لاس ته نه سي راوستلای، که انسان خپل عمر او ځوانۍ ته پوره ځير سي دا به ورته ثابته سي چې هر ځوان که وغواړي يواځې په ځوانۍ کې د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي او ځان د بريا هغې لويي څوکي ته رسولای سي چې څوک يې فکر هم نه کوي.
که موږ د مسلمانانو زرين تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چې ډېر کسان د څلويښتو او پنځوسو کلونو څخه مخکې داسي لوړي مرتبې ته رسېدلي دي چې نن زموږ په زمانه کې خلک افتخار په کوي چې لويه بېلګه يې په سياسي او علمي ډګرونو کې ځيني مسلمان باچاهان او ستر علماء دي.
د وخت ارزښت او اهميت ته په کتو په حديث کې راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ.[المجالسة وجواهرالعلم1675] ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه نعمته دي چې ډېری خلک پکې تاوانيان دي: روغتيا او فراغت دی.
همداسي په بل حديث کې راځي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ، شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ.[شعب الايمان 9768] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي حال کې چې يو سړي ته يې نصيحت کوی وفرمايل: پنځه شيان د پنځو شيانو مخکې غنيمت وشمېره: ځواني د سپينږيرتوب مخکې، روغتيا د ناروغۍ مخکې، بډايي د نادارۍ مخکې، فراغت د مصروفيت مخکې او ژوند د مړيني مخکې.
نو راځئ وخت او عمر غنيمت وګڼو او سمه ګټه ورڅخه پورته کړو! زموږ د عمر هره شيبه چې تېريږي زموږ څخه يو فرصت له لاسه وځي او تللي فرصتونه بيا هيڅ وخت په لاس نه راځي.
د ژوند په هره برخه کې چې مصروفيت لرو په هماغه برخه کې د خپل معيشت سره تر څنګ د ځان او نورو مسلمانانو نيکمرغۍ ته هم پاملرنه وکړو او د خپل عمر په هره لحظه کې د ځان او نورو مسلمانانو د دنيا او آخرت لپاره کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري
اشتراک در:
پستها (Atom)