۱۳۹۷/۰۶/۲۸

دلائل فاسد حکومت:

حکومت میگوید بندر میل ۷۸ ابونصر فراهی بخاطری برچند اقلام اموال تجارتی مسدود گردیده که در گمرک فساد اداری وجود داشت.
ما میگوئیم فساد اداری در کجا وجود ندارد؟ باید تمام دوایر دولتی را بسته کرد زیرا هیچ اداره دولتی وجود ندارد که در آن فساد اداری موجود نباشد.
وهمچنان سبب فساد اداری همین دولت است که جلو کارکنان مفسد خود را نمیگیرد تجار ومردم را مجبور میکند که بخاطر پیش بردن کارهای تجارتی خویش رشوت بدهد.
غیر از گمرک در ادارت دیگر هم مردم برای پرداخت رشوت مجبور می شود در مستوفیت، ثبت احوال نفوس وغیره همه شان بدون رشوت کار نمی کنند ومردم بخاطریکه کار شان نماند مجبوراست پول غیر قانونی را پرداخت کند.
اگر حکومت واقعا میخواهد فساد اداری را ریشه کن کند از همه جلوتر باید سیستم اداری خود ر ا پاک ومنزه کند، خائنان را از وظیفه سبکدوش کند، کسیکه خیانت بر اوثابت میشود مجازات شود و اشخاص صادق ومومن استخدام شود یقینا فساد اداری گم میشود.
اگر سپردن وظیفه براساس لیاقت ومسلمانی نباشد بلکه براساس واسطه وپول باشد هیچوقت فساد اداری گم نمیشود.
پس نباید چنین تصمیم غیر معقول وسطحی گرفته شود بجای مخنوق کردن مفسدین، تجار ومردم عام متضرر شود وکار وبار شان متوقف گردد.

د خائنو مشرانو عاقبت:

عن معقل بن يسار قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : " ما من وال یلي رعية من المسلمين فيموت وهو غاش لهم إلا حرم الله عليه الجنة "[متفق علیه]
ژباړه: معقل بن یسار وایی: ما درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یې: هرڅوک چی دمسلمانانو د یوې ټولۍ مشر سی او دئ پداسی حالت کی مړسی چی دهغوی سره یې خیانت کړئ وی الله پاک به پرده باندی جنت حرام کړی.

ددولت سرچپه کار او زموږ غبرګون:

ددې پر ځای چی دفراه ولایت په ګمرک کی مفسدینو او رشوت خوړونکوته مجازات ورکړل سی پر تجارانو او عامو خلګوباندی بندر تړل کیږی او د ایران هیواد څخه پر۷ قلمه واردیدونکو توکو باندی بندیز لګول کیږی چی پدې کار باندی تجارانو او عامو خلګو ته ډیر زیان رسیږی.
موږ دحکومت دا کار په کلکه غندو او دخپلو تجارانو او عامو خلګو ترڅنګ ولاړ یو د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره یې د هر مثبت اقدام تأیید کوو او ملاتړته یې پوره اماده یو.

هغه چی نه رغیږی

د علم او جهاد آزار وهلی نه رغیږي او نه هم شرمیږي.

د بی ګناه وژنی لوی تاوان:

لَنْ يَزَالَ الْمُؤْمِنُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا. [رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ]
ژباړه: مسلمان ترهغه وخته پوری ددین په ترقۍ کی وی ترڅو چی د حرامی وینی مرتکب سوئ نوی.
توضیح: یعنی مسلمان ترهغه وخته پوری په دینی ترقۍ کی وی او دینی پوهه اوعمل یې ډیریږی ترڅوچی یې بی ګناه قتل نوی کړئ که یې بی ګناه قتل وکئ نو ددین دترقۍ مخه یې نیول کیږی او دینی پرمختګ یې ټکنئ کیږی.

څوک چی ډاکټرنوي ډاکتري کوي:

عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَدِّهِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ تَطَبَّبَ وَلَمْ يُعْرَفْ مِنْهُ طِبٌّ فَهُوَ ضَامِنٌ.[المستدرک7484]
ژباړه: څوک چی ډاکټری وکړي پداسی حال کی چی دئ په ډاکټرۍ باندی نه پوهیدئ نودئ باید تاوان ورکړی.
توضیح: څوک چی دعوه د ډاکټرۍ کوی او دناروغانو درملنه کوی خو په اصل کی دئ ډاکټر نوی او د ناروغ په ناروغۍ باندی نه پوهیږی نو دده دمعالجې او درملنی په سبب که هرچاته تاوان ورسیدئ دئ یې ضامن دئ یعنی دئ یې باید تاوان ورکړی.
ټول ډاکټران باید ډیر کوښښ وکړی لومړئ دی په زدکړه او تجربه باندی ځان پوه کړی بیا دی دناروغانو درملنه شروع کړی او چه کله یوناروغ ورته راځی لومړئ باید دهغه د ناروغۍ تشخیص وسی وروسته ورته درمل تجویز سی.
اوبله خبره داده چی هر ډاکټر باید دناروغ د ناروغۍ په اندازه او دهغه داخیستنی په مقدار دوا مریض ته ورکړی داسی نوی چی په لومړئ نسخه کی ورته یو پټو دوا ورکوی هغه هم معلومه نوی چی آیا دمریض به همدا ناروغی وی اوکه یا؟

د بي ګناه وژني عاقبت:

وَعَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " «لَا يَزَالُ الْمُؤْمِنُ مُعْنِقًا صَالِحًا، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا، فَإِذَا أَصَابَ دَمًا حَرَامًا بَلَّحَ» ". [رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: ابوالدرداء رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی مسلمان تل دنیکو کارونو په کولو کی چټک او صالح وی ترڅو چی دحرامی وینی مرتکب سوئ نوی کله چی دحرامی وینی مرتکب سی نو دنیکو کارونو دکولو څخه بند سی.
توضیح: یعنی مسلمان تل دنیکو کارونو کولو ته چټک او آماده وی او په شوق باندی نیک کارونه کوی او دالله پاک پرطاعت باندی سم ولاړوی خوکله چی بی ګناه وژنه ځینی وسی بیا دغه ټوله انرژی یې ورسره ختمه سی دنیکو کارونو سره یې رابطه قطعه سی او دالله پاک په طاعت کی ډیر ټنبل سی.
باید هرمسلمان کوښښ وکړی چی بې ګناه إنسان ورڅخه قتل نسی.

د صله رحمی ګټی او فایدې:

عَنِ الْعَلاءِ بن خَارِجَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:"تَعَلَّمُوا مِنْ أَنْسَابِكُمْ مَا تَصِلُونَ بِهِ أَرْحَامَكُمْ، فَإِنَّ صِلَةَ الرَّحِمِ مَحَبَّةٌ لِلأَهْلِ، وَثَرَاءٌ لِلْمَالِ وَمَنْسَأَةٌ لِلأَجَلِ".[المعجم الکبیرللطبرانی14598]
ژباړه: علاء بن خارجه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل نسبونه دومره وپیژنئ چی خپله صله رحمی وصل کړئ ځکه چی صله رحمی دکورنۍ لپاره محبت دئ، دمال لپاره ډیروالئ دئ او د اجل لپاره ځنډیدل دی.
توضیح: یعنی په خپل مینځ کی خپله قومی اونسب دومره وپیژنئ چی د یوبل ترمینځ صله رحمی وصل کړئ ځکه چی دصله رحمی ډیری ګټی دی:
•  په کورنۍ کی محبت پیدا کوی.
•  د انسان مال ورباندی ډیریږی.
•  او دانسان اجل ورباندی ځنډیږی یعنی عمر یې اوږدیږی.

لنډه خبره

میلر به هم د نیکلسون په څیر خړ او شرمیدلئ سي.

که

که په یوه اداره کی د الله لپاره خدمت کوې نو بیله الله د بل چا څخه د امتیاز غوښتنه هم مکوه.

لویه بې عقلي او بې غیرتی

زموږ په زمانه کی تر ټولو لویه بې عقلي او بې غیرتی په کفارو باندی باور کول دی.

مننه

د ټولو هغو مسلمانو هیوادونو او اشخاصو څخه مننه کوو چی په هالنډ هیواد کی یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین او سپکاوی دکیدلو په مقابل کی تند عکس العمل ښکاره کړ په خاصه توګه د ترکیې، سوډان، پاکستان او افغانستان اسلامی امارت هیوادونو څخه چی تر نورو ټولو هیوادونو یې د عکس العمل په ښکاره کولو کی سبقت او وړاندي والی وکړ.
همدا راز دهغو ټولو جهادي تنظیمونو څخه منندوي یو چی ددې کار کوونکی ته یې اخطارونه ورکړ او دهغه څخه یې د غچ اخیستولو ګواښ وکړ.
او دهغو خلګو او ټولنو څخه هم تشکر کوو چی ددې کار په لغو کیدلو کی یې په لاریونونو او خبرو باندی خپل رول ولوبوئ.
بیا دی الله پاک دداسی غمیزو کوونکی نه پیدا کوي.