۱۳۹۳/۰۲/۲۷

دنیکټایی شرعی حکم

بسم الله الرحمن الرحیم


الحمدلله الذی هدانا لهذا وماکنالنهتدی لولا أن هداناالله والصلوة السلام علی خیرخلقه محمد وآله وصحبه وعلی من والاه. اما بعد:

درنو اوقدرمنو مسلمانانو وړونو!

لکه څرنګه چی الله پاک إسلام اوکفر سره متناقض اومتفاوت ګرځولیدی، پدی معنی: چی دچاسره اسلام وی نودهغه سره بیا کفرنشته، اودچاسره چی کفروی دهغه سره بیااسلام نشته، اوداغه ډول یی تقوا اوعصیان سره متناقض ګرځولیدی، یعنی چی دچاسره تقوی وی دهغه سره نوبیا عصیان نشته اودچاسره عصیان وی نودهغه سره بیا تقوی نشته، همدا راز الله پاک هغه خلګ چی مسلمانان دی دهغو خلګوڅخه متمایز اوجدا ګرځولیدی چی کافران دی، هم په عقیده اوعمل کی اوهم په ظاهری بڼه کی، پدی معنی سره چی مسلمانان باید تل ځان داسی جوړکړی چی دکفاروسره یی فرق اوتمییز وسی ، یعنی هرهغه شئ چی کافر یی اغوندی اوهغه ددوی دخصوصیاتو اوعقایدو څخه وی نومسلمان باید دهغه شیانو داستعمالولو څخه په کلکه ډډه وکړی ، همداراز هغه کارونوکی چی دمتقی مسلمان مشابهت راوړی دیو عاصی اوګنهګار انسان سره لکه متکبرین، اهل بدعت اواهل هوی البته هغه شیان چی دغو ګنهګارو خلګو خارج ددین څخه دځانه څخه خپل دامتیاز اونفسانی غوښتنی پربنسټ جوړکړیوی متقی مسلمان باید دهغه څخه پرهیز وکړی ، داځکه چی ددی څخه ډیر سخت ممانعت راغلئ تر داسی اندازی پوری چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: من تشبه بقوم فهومنهم. یعنی څوک چی ځان دهرقوم سره مشابه کړی نودئ دهغه قوم څخه دئ. اوبل حدیث کی راځی : ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري فإن تسليم اليهود الإشارة بالأصابع وتسليم النصارى الإشارة بالأكف.یعنی زمونږڅخه ندئ هغه څوک چی مشابهت په غیرزمونږسره وکړی، ځانونه مه مشابه کوئ په یهودو اونصاراوو سره، سلام دیهودو اشاره ده په ګوتوسره اوسلام دنصاراوو اشاره ده په لاس سره. یعنی دسلام پرځای چاته لاس اویاګوتی مه پورته کوئ. بلکه په خوله باندی " السلام علیکم " سره سلام وکړئ. اوس پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دهغه طریقی څخه مونږ منعه کوی کومه چی یهود اونصاری یی استعمالوی کڅه هم پدی حدیث کی داتفصیل سته چی :که څوک په خوله سلام کوی اولاس ورسره پورته کوی نوبیاپدی کښی کوم مشکل نشته، اوداشرعاروا دی.چی داسی خپله رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وآله وصحبه وسلم هم کړی دی چی په مسجدکی څودانی ښځی ناستی وی ، نورسول اکرم (ص) چی کله پردوی تیریدی نوپه لاس باندی یی ورته سلام وکئ، چی پدی کی علماء همدغه توجیه کوی، چی ددی لاس پورته کولوسره دخولی تلفظ هم وو.

چی همداسی په فتح الباری ، فیض القدیرشرح جامع الصغیرکښی راغلی دی.

خوهغه قسم سلام چی اوس په مابین کی دځنی خلګو(لکه دسپورت کوونکی) رواج دئ، چه کله دوی خپل کلب ته داخلیږی نودسنت سلام پرځای خپل ځانونه کږه وی اولاسونه سره یوځای کوی پرنامه ئی نیسی اویاداسی نوری طریقی دظاهری احترام چی دکفاروڅخه په تقلید رانقل سویدی نوداقسم سلام شرعاً حرام دئ.

خوپه هرصورت ددی حدیث په تطابق دنورو هغه احادیثو سره چی پکی دمطلقی مشابهت څخه منعه راغلی وی داسی برداشت کیدلای شی، چی دکفارو سره مشابهت حرام اوناروا دئ، البته په هغه شیانو کی چی دینی بڼه ولری، کوم شیان چی دانسانی نوعی تقاضاوی په هغو کی مشابهت مذموم ندئ لکه چی کفار په موټرانو سوریږی مونږ هم پکی سوریږو، کفار په طیارو کی سوریږی مونږهم سوریږو، اویا په ځینو نورو خوراکی توکو کی چی دوی یی هم خوری مونږ یی هم خورو، پدی شیانو کی مشابهت شرعا ممنوع ندئ، بلکه دیته سړی مشابهت نسی ویلای ځکه چی ددی شیانو څخه استفاده کول دهرانسان انسانی اوبشری حق دئ، فرق نلری که هغه انسان مسلمان وی اوکه کافروی، کوم مشابهت چی هغه شرعا حرام دئ هغه دئ چی په دینی امورو کی وی یاپه هغه قسم لباس اوخوراک کی وی چی هغه دکفارو دخصوصیاتو څخه وی او په دوی کی یو دینی حیثیت اویوه مذهبی بڼه ولری ، یعنی هغه شیان چی په هغه باندی کافر پیژندل کیږی، چی یوقسم دهغه لباس څخه چی په کفاروکی عقیدتی بڼه لری هغه ټوکردئ چی اوس یی خلګ په غاړه کوی او په عامه اصطلاح کی ورته "ټایی" یا " نکټایی" وایی، ددی لباس دعقیدتی بڼی تفصیل داسی دئ، چی دوی دغه لباس پدی عقیده په غاړه کوی چی عیسی علیه السلام وژل سوئ دئ اوپه دار باندی ځړول شوئ دئ، یهود وایی مونږ وژلئ دئ، نودا دځان لپاره یو افتخار بولی ، اونصاری وایی عیسی علیه السلام زمونږ لپاره ځان قربان کړئ دئ، نو دوی هم پدی باندی فخرکوی او وایی: څوک چی عیسوی سو، نور چی هرڅه کارونه وکړی معاف دئ ځکه چی عیسی علیه السلام یی په حق کی ځان قربان کړئ دئ، هره ګناه یی عیسی علیه السلام په غاړه اخیستی ده، ځکه دوی پخوا دځانه سره طلیسم دصلیب ګرځوی چی بیا وروسته چی کله دوی دغه اوسنی مادی اوظاهری دنیوی ترقی وکړه ، اوپه اصطلاح دکم عقلانو متمدن شوه نویی هغه پخوانی اصطلاح ده صلیب چی د اوسپنی اویا لرګی اوبل درانه شی څخه به یی جوړوئ پریښوده اوپرځای یی دغه سپک ټوکر راواخیستئ چی سپک هم دئ او ددوی په فکر څه زینت هم پکی سته، نو په کومه عقیده چی دوی دغه نکټایی تړی دغه عقیده صراحتا دقرآن خلاف ده ځکه قرآن خو وایی: وماقتلوه وماصلبوه ولکن شبه لهم. یعنی دوی نه عیسی علیه السلام وژلئ نه یی هم په دار ځړولئ بلکه دوی ته مشابه کړل شو، یعنی خدای پاک یی شبه پربل چاواچوله چی دوی هغه مړکئ ، الله پاک عیسی علیه السلام یی و آسمانونو ته پورته کړئ.

البته ددی لپاره چی ستاسو سرښه خلاص شی ، نکټایی اودهغی حکم ښه درته معلوم شی نولاندی تحقیق په غورباندی مطالعه کړئ ، الله پاک دی مو دخپلو مخلصو بندګانو څخه وګرځوی. آمین.

دنيکټايی تعريف:

نیکټایی هغه اوږد ټوکر دئ چی غاړی ته اچول کیږی اوپرغاړه باندی ترزنی لاندی پرځګر سربیره غوټه ورکول کیږی، اوپه مختلفو رنګونو په بازارونوکی خرڅیږی[ویکی پډیا]

دنيکټايی نومان:

نکټایی هم دنورو شیانو غوندی په هرژبه کی یوخاص نوم لری چی څودانی یی په لاندی ډول دی:

په عربی کی ورته : ربطة العنق، الكرفتة، الغرافة. ویل کیږی.

په فارسی کی ورته : کراوات اونکتایی ویل کیږی.

په پښتوکی ورته : نکټایی یا ټایی ویل کیږی.

په انگلیسی کی ورته : Neck Tie ویل کیږی.

په فرانسوی کی ورته : Cravate ویل کیږی.

په روسی کی ورته : Галстук ویل کیږی.

په اسپانیایی کی ورته : Corvatta ویل کیږی.

په کرواتی کی چی لومړنئ ژبه ده چی پکی نکټایی پیداشویده Kravata ویل کیږی.



دنکټايی تاريخ:

دنکټایی دلومړنی پیل اووجود په هکله دعلماؤ اومؤرخینو اختلاف دئ، خوپه ټولوکی دوه نظره ددی وړدی چی باور ورباندی وشی چی زه یی دعربی څخه پښتوژباړه ستاسو په خدمت کی ایږدم:

لومړنئ نظر:

کوم شئ چی ورته اوس نیکټایی ویل کیږی هغه هم دجملی څخه دهغه لباس ده چی خاص په کفارو پوری دی، ځکه ماپه ځینو تاریخی کتابونوکی چی پدی هکله لیکل شویدی، لوستلی دی چی دغه نکټایی پر ځای دصلیب راغلیده، ځکه چی دوی مخکی خپل په غاړه باندی دصلیب علامه چی دلرګی اویا نورو شیانو څخه یی جوړول زړول، بیاچی کله دوی اوسنی ترقی اوپیشرفت وکئ، اوپه اصطلاح متمدن شوه، نو هغه دصلیب علامه ورباندی درنه شوه نویی یوشئ په نامه د " فوونکا " اویادهغه سره مشابه چی اوږد ګل یی درلودئ اولاندی به یی اوږد تار زړیدئ دصلیب پرځای استعمالوئ ، بیایی وروسته د " فوونکا " څخه اوسنی نکټایی جوړه کړه، اودوی یی دتړلو لپاره داسی کړی چی په لاندی جانب کی به غوټه لری او مابین به یی د رسی غوندی زړیږی، نودوی دغه قائم مقام دصلیب ګرځولیده، نوځما په نظر ددی استعمال دمسلمانانو لپاره نه رواکیږی.



[د الشيخ الدكتور سليمان بن سليم الله الرحيلي - حفظه الله دږغیږ درسونو دمجموعی څخه چی دحج په موسم کی یی په مسجد نبوی شریف کی کړیدی.]

چی دغه یی ددرس د کښته کولو لپاره تړون دئ:

http://www.archive.org/download/shar...-3-osoul_16.rm[/URL

[ملتقی اهل الحدیثwww.ahlalhdeeth.com/vb/showthread ]





دويم نظر:

اصل تاریخ د نکټایی راجع کیږی ولومړیو ته د شپاړسم قرن چی حدودا په مابین کی د1618 – 1648 کلونو کیږی، چی هغه د اروپایی جنګونو وقت وو چی تقریبا دیرش کاله وغځید، پدی جنګونوکی د" کرواتیانو" لښکر دداسی ټوکر څخه استفاده کوله چی هغه یو اوږد ټوکروو چی داوسنۍ نکټایی په ډول به یی خپل پرغاړه باندی تړئ، چی اصل ددغه "ربطة العنق" (نکټایی) چی هغه "کرافات" ده د کلمی څخه د " کراوات " جوړشوئ دئ ، اودا جنګونه ډیر سخت اودرانه وه ترداسی اندازی پوری چی د "کرواتیانو" لښکر چی به څوک اعداموئ نوبه یی دغه خپل ټوكر غاړه ته ورواچوئ او وبه یی زړ وی، نوددغه ځای څخه هم انگلیسی اصل ددغی کلمی راغی چی Necktie (یعنی دغاړی تړونکئ دسمال ځکه Neck په انگلیسی کی مغزی ته وایی اوTie دسمال ته وایی.

اولښکر دکرواتیانو په اروپاکی ډیر خپاره شوه په ځانګړی توګه په پاریس کی، نو دفرانسی خلګوته ددوی دغه دسمال خوند ورکئ، ترداسی اندازی پوری چی په زمانه کی "دشپاړسم لویس" یی دا دمشرانو او غټو خلګو لپاره رسما ځانګړئ لباس وګرځوی اوپرهغه یی د" آ لا کروات " (a la croate) نوم کښیښودئ، داغسی په مرور سره دزمان آخر عامو خلګو ددی لباس څخه استفاده کوله ، چی بیا فرانسویانو ورته " کراوات "Cravarte ویل او ددی دتړلو ډیر طریقی دی.اوعربوهم داروپایی استعمار په وقت کی نکټایی وپیژندله.

[ ویکی پډیاعربی www.wikipidia.com]

اوس نظر ولومړنی قول ته چی پکی ویل شوی وه چی نکټایی دکفارو یوعقیدتی لباس دئ، نومعلومه خبره ده چی استعمال یی مسلمانانوته دنورو عقیدتی کالو په شان حرام اوناروا دئ، اونظر ودویم قول ته چی دلومړی ځل لپاره نکټایی کرواتیانو جوړه کړیده، هم دغسی معلومیږی چی هغوی بناء پریوه مفکوره اوعقیده ددی څخه استفاده کوله، ځکه چی هغوی هم عیسویان وه ، چی اوس ورته کرواسی وایی، اوس هم عیسویان دی، نو په مابین کی دپورتنی دوو قولونو تعارض هم نشته، ځکه چی امکان لری چی کومو خلګو چی نکټایی استعمالول لکه کرواتیان هغوی به پرځای اوعقیده دصلیب استعمالول لکه چی په لومړنی قول کی ویل شویوه، اوبیاچی کله دغه خلګ نوری نړیته ورسیدل نوبیا په نوری نړی کی هم ددوی دغه لباس خپور شو لکه چی ددویم قول څخه هم دغه معلومیږی، خو دومره تفاوت شته چی لومړنئ قول دیودینی عالم دئ هغه یی دحرمت اوتحلیل خبره کوی، نوځکه یی عقیدتی اودینی جانب ته اشاره کړی، اودویم قول دیو ازادخیالی ویب پاڼی دئ، چی په مذهب اوتحلیل اوتحریم باندی دشیانو کارنلری، نوځکه یی تنها تعریف اوعلت دتشهیر لیکلئ دئ، حرمت اویاتحلیل ته یی کومه اشاره نده کړی اونه یی پکی دکوم مذهب اودین خبره کړیده.

په فقه کی دنکټايی مثالونه:

په فقه کی چی کوم شئ ذکر شوئ دئ چی حکم یی همدغه نکټایی ته ورته دئ، هغه " زنار ،" دئ، زنار دګوتی په اندازه پنډ تاردئ چی اهل ذمه اویا نصرانی یی خپل پرملا باندی تړی.

وفي البحر عن المغرب أنه خيط غليظ بقدر الأصبع يشده الذمي فوق ثيابه[ردالمحتار 4/207 المکتبة الشاملة]

ژباړه: بحر- نوم دکتاب دی – دمغرب – نوم دکتاب دئ – څخه نقل کړئ چی زنار په اندازه دګوتی پنډ تار دئ چی ذمی یی پرکالو لوړتړی.

الزنار: بضم الزاي وتشديد النون، ج زنانير، حزام خاص يشده النصراني.[معجم لغة الفقهاء حرف الزاء]

ژباړه: زنار: په ضمه سره د زا اوتشدید سره دنون چی جمع یی زنانیر راځی ، هغه تناب دئ چی نصرانی یی تړی.

فقهاء یی په هکله فرمایی:

وَبِوَضْعِ قَلَنْسُوَةِ الْمَجُوسِيِّ عَلَى رَأْسِهِ عَلَى الصَّحِيحِ إلَّا لِضَرُورَةِ دَفْعِ الْحَرِّ أَوْ الْبَرْدِ وَبِشَدِّ الزُّنَّارِ فِي وَسَطِهِ إلَّا إذَا فَعَلَ ذَلِكَ خَدِيعَةً فِي الْحَرْبِ وَطَلِيعَةً لِلْمُسْلِمِينَ [بحرالرائق باب احکام المرتدین]

ژباړه: اوکافرکیږی په ایښودلو سره دخولۍ دمجوسی پر خپل سرباندی پرصحیح قول، مګرداچی دپاره دضرورت ددفع کولو دګرمۍ او یا یخ یی پرسرکړی وی، اوهمداراز کافر کیږی په تړلو سره دزنار په خپل مابین(ملا) مګرداچی په جنګ کی دکفارو دخطاایستلو لپاره اویا دمسلمانان دپیشرفت لپاره یی وتړی.

كما إذا فرضنا أن أحداً صدق بجميع ما جاء به النبي عليه السلام وسلمه وأقر به وعمل، ومع ذلك شد الزنار بالاختيار أو سجد للصنم بالاختيار نجعله كافراً لما أن النبي عليه السلام جعل ذلك علامة التكذيب والإنكار.[شرح العقاید النسفیة69]

ژباړه: لکه فرض یی کړو چی یوڅوک په هغه شیانو باندی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم راوړیدی تصدیق لری، اومنلی یی دی، اقرار اوعمل یی هم په کړئ دئ، خوسره ددی بیاهم په خپل اختیار باندی زنار تړی اویایی په خپل اختیار بت ته سجده وکړه ، نومونږ دئ کافر بولو ځکه چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، داشیان علامه د تکذیب اوانکار ګرځولیده.
نوربیا.............

هیچ نظری موجود نیست: