۱۴۰۳/۰۱/۱۰

د روژې مياشتي شيلم برکت:

بل برکت د دې مبارکي مياشتي دا دی چې په دې مبارکه مياشت کې الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نوم ښکلی عبادت ورکړی دی چې نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کې کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کې کوي.

اعتکاف هغه عبادت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کوی او کله چې دی مبارک وفات سو بيا د ده ميرمنو اعتکاف کوی.

د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کي ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چې: د معتکف مثال د هغه چا دی چې د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چې زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چې دی په اعتکاف کې کښيني نو داسي مثال لري لکه دی چې د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چې تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه و نه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره د دې ډېر احتمال سته چې الله پاک دي د ده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کې د اختر په ورځ چې د روژاتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ډېر ثواوبونه ورکړي.

خلاصه داسي ويلای سو چې اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد له لاسه ورنکړي.

همداسي په يوه حديث کې راځي: څوک چې د روژې مياشتي په لسو شپو کې اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کيږي.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنِ اعْتَكَفَ عَشْرًا فِي رَمَضَانَ كَانَ كَحَجَّتَيْنِ وَعُمْرَتَيْنِ. إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ وَمَا قَبْلَهُ فِيهِ ضَعْفٌ، وَاللهُ أَعْلَمُ[شعب الايمان 3680]
ژباړه: علي بن حسين د خپل پلار څخه روايت کوي چې هغه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د روژې مياشتي په لسو شپو کې اعتکاف وکړي داسي مثال لري لکه ده چې دوه حجه او دوې عمرې کړي وي.
مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۳/۰۱/۰۶

عالم شاګرد او ملګري ته توصيې او پيغامونه:

۱ ـ د هيچا د شخصيت سره دښمني مکوه بلکې د هر چا سره باید ستا دوستي او دښمني د هغه د کردار په خاطر او د کردار په اندازه وي.
۲ ـ هيڅ وخت خپل تېر ژوند او حالت مه هېروه، په اوسني ژوند مه مغروره کېږه او مه ناهيلی کېږه او را روان ژوند پر تېر سوي او اوسني ژوند مه قياسوه.
۳ ـ د هغو کسانو سره د رازونو ملګرتيا کوه چې ستا همفکره او همعقيده وي د داسي چا سره مه همرازه کېږه چې ستا سره فکري اختلاف ولري.
۴ ـ هيڅ وخت بې هدفه ژوند مکوه بلکي ته بايد په خپل ژوند کې کوچني او لوی هدفونه ولرې تر څو د لاس ته راوړلو لپاره يې کوښښ وکړې.
۵ ـ په مثبت کې د خپلي بريا څخه هيڅ وخت مه نا اميده کيږه بلکي که ته مقاومت، استقامت او صبر وکړې ارومرو بريالی کيږې کڅه هم د څلورو ديوالونو تر منځ بندي وسې.
۶ ـ پخواني دوستان د نوو دوستانو په خاطر د ځان څخه مه بېګانه کوه بلکې د پخوانيو سره دوستي وغځوه او د نوو دوستانو سره دوستي ونښلوه خو د تعارض په صورت کې د پخوانيو دوستۍ ته ترجيح ورکړه.
۷ ـ په دې خاطر چې ته عالم يې نو د هر کار په کولو کې دي د خپل علم عزت، وقار او ارزښت په پام کې ونيسه او هر هغه کار چې ستا د علميت سره مناسب نه وي ځان ورڅخه وساته.
۸ ـ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو په استناد چاپلوسي د انسان لپاره ډېره بده ناروغي ده او د منافقت يو ښاخ دی ځکه نو هيڅ وخت يې د هيچا په مخ کې ونکړې تنها د استاذانو مخ ته ځينو علماؤ په ځينو خاصو مواردو کې اجازه ورکړې ده.
۹ ـ باطل او بدعت ته تسليم نسې کڅه هم د مځکي ټول مخ د باطل او بدعت په واک کې وي.
۱۰ ـ په دعوت او خدمت کې نيک اخلاق د ځان سپر او سورلی جوړ کړه تر څو هم پر مخ ولاړ سې او هم د آينده نسلونو لپاره مقتدا جوړ سې.
۱۱ ـ د علم طلب هيڅ وخت مه دروه بلکي تر مرګه د خپل علم د زياتوالي کوښښ وکړه.
۱۲ ـ په افاده کي د بخالت او په استفاده کې د شرم څخه ځان وساته تر څو دې د علم کميت او کيفيت دواړه قوي سي.
۱۳ ـ ښه خبره اوره او منه يې هر څوک چې يې وکړي او بده خبره مه اوره او مه يې منه هر څوک چې يې وکړي.
۱۴ ـ په اسلام کې دي بايد پاليسي سپينه وي او د تلفيق او تلبيس څخه پاکه وي البته د حربي کافر په وړاندي د "الحرب خدعة" په تقاضا مداراتي پاليسي انتخابولای سې.
۱۵ ـ ځان داسي ويښ ونيسه چې هيڅوک دي دوه ځلي دوکه نکړي او هيڅوک درڅخه بده استفاده ونکړي.
۱۶ ـ د ژوند کارونه درجه بندي کړه او د لمړيتوبونو پر اساس يې سر ته ورسوه.
۱۷ ـ وخت ستا عمر دی په تېريدلو کې ستا خوښي ته نه ګوري ځکه نو بايد کوښښ وکړې چې بې فايدې يې تېر نکړې.
۱۸ ـ ځواني د ژوند يو پسرلی دی ځکه نو د خپل ټول ژوند لپاره بايد ښه کښت پکې وکړې.
۱۹ ـ ديني خدمت داسي دی لکه کښت چې ويې کرې ارومرو حاصل کوي که يې څوک غواړي او که يې نه غواړي ځکه نو په ديني خدمت کې د خلکو افواهاتو او د خپلو مخالفينو تبليغاتو ته هيڅ پاملرنه مکوه.
۲۰ ـ د اهل باطل په چيغو او د اهل حق په مصلحتي سکوت معکوسه فيصله مکوه بلکې هر څه ته د ثابتو نصوصو او سالم عقل په چوکاټ کې وګوره.
۲۱ ـ د باطل سکوت ته د ختم په سترګه مه ګوره او هيڅ وخت يې په وړاندي مبارزه مه دروه.
مولوي نورالحق مظهري