۱۴۰۴/۰۵/۲۸

د اسد ۲۸ د خپلواکۍ ۱۰۶ کليزه دې ټولو ته مبارک وي:

د انګريزانو څخه د افغانانو خپلواکي دي ټولو ته مبارک وي خو د تېرو کارنامو په اړه يواځي مبارکي او نمانځنه زموږ مسئوليت نه دی بلکې د يادوني تر څنګ د تېرو کارنامو ساتل او د پخوانيو په څېر چې دغه کارنامې يې ګټلي د ځان جوړول هم زموږ وظيفه ده.

زموږ نيکه ګانو او پلرونو چې په کومه روحيه او ايماني جذبه د انګريزانو سره مبارزه کول او ۶۰ زره مسلمان افغانان د ۳۴۰ زره فرنګيانو په وړاندې بريالي و جنګېدل او هغوی ته يې ډېره سخته ماتې ورکړه موږ هم بايد په ځان کې د هغوی په څېر روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړو او تل د هر بهرني يرغلګر د هر یرغل په وړاندې هغه پاليسي غوره کړو کومه چې زموږ نيکه ګانو درلودل.

که موږ تل تر خپل منځ په اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ژوند وکړو او ځانونه په عقيدوي او عملي لحاظ پر اسلام برابر کړو دا به په هر وخت کې د هر باطل په وړاندې زموږ د آماده ګۍ ښګارندويي کوي او موږ ته به د هر ډول نظامي، فرهنګي، فکري  او سياسي يرغل په وړاندې د فعالي مبارزې روحيه راکوي.

اوس چې الحمدلله په تمام معنی سره هيواد خپلواک دی او په هره سياسي پرېکړه کې زموږ هيواد د هيچا تر اغېزي نه دی لاندي موږ بايد د الله تعالی د شکر آداء کولو تر څنګ د دغي خپلواکۍ د ساتلو په کوښښ او تلاش کې وشو او د تېرو يرغلونو پاتې فکري او اقتصادي منفي اغيزې هم د هيواد او هيوادوالو څخه ختمي کړو.

مسلمان نه تنها دا چې د هر نظامي يرغل څخه د ځان په خلاصون مکلف دی بلکې د فکري، فرهنګي، سياسي او اقتصادي يرغلونو څخه هم بايد ځان وساتي تر څو په هيڅ ډول د کافر او منحرف انسان تر تأثیر لاندې را نه شی او په ټولو ډګرونو کې ځان د غلامۍ او مرييتوب څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: