پنځم هغه شی چې د انسان استعداد ورباندې لوړېږي د علماؤ او ښو خلکو سره رابطه ده، ځکه د ښو خلکو سره رابطه د دې تر څنګ چې انسان ته معنويات بښي د انسان معلومات هم ډېريږي او انسان ته يو قسم د اطمينان احساس هم ورکوي ځکه خپل هر سوال او پوښتني ته په آسانۍ سره جواب پيدا کولای سي.
په دې خاطر دی چې الله پاک مسلمانان په تقوی باندې د امر کولو وروسته د ښو خلکو په ملتيا باندې امر کوي او فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.[التوبه:119]
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتيا ويونکو سره وسئ.
همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د دې سپارښتنه کړېده چې تاسو هميشه د مؤمن ملتيا وکړئ ځکه چې د کافر او بد سړي په ملتيا کې ارومرو انسان ته تاوان رسيږي چې يو تاوان يې دغه دی چې د انسان پر پوهه او استعداد باندې منفي تأثير ايږدي.
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تُصَاحِبْ إِلاَّ مُؤْمِنًا وَلاَ يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلاَّ تَقِىٌّ.[سنن ابي داود 4834]
ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ملګرتيا مکوه مګر د مسلمان سره او ستا ډوډې دي نه خوري مګر نيک انسان.
په دې خاطر چې د نيک ملګري څخه انسان ته ډېره فايد او د بد ملګري څخه انسان ته ډېر بد رسيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښه او بد ملګري پرتله کوي او د هر يوه لپاره يو مثال ذکر کوي:
عَنْ أَبِى مُوسَى عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً.[صحيح مسلم:6860]
ژباړ: د ابو موسي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښه او بد ملګري مثال داسي دی لکه د مشکو د وړونکې او د آهنګر د پښ پوف کوونکې، د مشکو وړونکی به يا تا ته يوشی درکړي، يا به يې ته ورڅخه رانيسې او يا به هم ښه بوی ورسره ومومې، او د آهنګر د پښ پوف کوونکی به يا ستا کالي وسوځوي او يا به هم بد بوی ورسره ومومې.
يعني د ښه ملګري څخه سړي ته فايده رسيږي او د بد ملګري څخه سړي ته تاوان رسيږي، که څه هم فايده او تاوان لږ وي خو د ملګري په سبب انسان ته رسيږي.
نو که هميشه انسان د ښو خلکو سره ملتيا وکړي د نورو ښېګڼو تر څنګ چې د دغي ملګرتيا په سبب به يې تر لاسه کوي ښه استعداد، ځيرګتيا، تيزفهمي او حضور د ذهن به هم تر لاسه کوي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر