۱۴۰۴/۰۲/۳۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(درېيمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عثمان او علي رضي الله عنهما په وړاندي د منافقينو دسيسې:
کله چې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل شو حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله د لاري تعقيبول پيل کړه او د هغو ناتمامو پروژو اکمال يې شروع کړ کومې چې د حضرت عمر رضي الله عنه څخه پاتي شوي وې د بېلګې په ډول: د اسلامي حاکميت په داخل کې به د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اصلاح ته کار کوي، د اسلامي نظام حاکميت به نورو سيمو ته غځوي او د الله تعالی دين به ټولي نړۍ ته رسوي، دلته د يهودو په زړه کې اورونه بل شوه او د وخت منافقين يې د اسلامي نظام په وړاندي ورانيو ته ودرول.

عبدالله بن سبأ يهودي چې په ابن السوداء باندي مشهور وو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې يې د اسلام اظهار وکړ تر څو په مسلمانانو کې د مسلمان په نوم نفوذ وکړي او د يهوادنو پلانونه عملي کړي.

ابن سبأ يهودي د اسلامي نظام په حاکميت کې خپل شيطنت پيل کړ او د خپلو شخصي منافقو ملګرو په ذريعه يې ډېر منافقين او ساده فکره مسلمانان پر ځان باندي راټول کړه او په عراق، شام او مصر کې يې د اسلامي نظام او حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد تبليغات شروع کړه البته تبليغات يې د ښکاره منفي خبرو په شکل نه کول بلکې په ډېري چاپلوسۍ سره يې د نصيحت او خير خواهۍ په بڼه تبليغات کول او د نظام او خليفه پر ضد يې د خلکو په ذهنونو کې شبهات پيدا کول.[الفتنة في عهدالصحابة ج1ص96]

عبدالله بن سبأ منافق د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد خلک را وپارول او ډېره لويه فتنه يې پيل کړه آن تردې چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د عزل او ګوښه کېدلو غوښتنه يې وکړه چې په سبب يې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد شو او د مسلمانانو په منځ کې ډېرو لويو فتنو ځای ونيوی، او همدغه عبدالله بن سبأ وو چې حضرت علي رضي الله عنه ته يې د خدای نسبت وکړ چې وروسته يې پر همدغه عقيده لويه ډله جوړه شوه.[تاريخ الأمم والملوک ج2 ص647]

ابن سبأ يهودي د مسلمانانو په منځ کې خپل  منافقين داسي پاشلي وه چې مؤرخين وايي: د جمل او صفين لوی جنګونه چې د عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته وشوه سبب يې هغه منافقين وه چي د مسلمانانو په صفونو کې يې ځای نيولی وو او په خاصو دسيسو باندي به يې مسلمانان يو د بل په وړاندي تحريکول.
د همدغه ابن سبأ د منافقت په سبب په مسلمانانو کې د هغه وخت څخه دوې لويي فتنه اچوني ډلي روافض او خوارج پيدا شوه.[ابن السبأمؤسس الماسونیة فی الاسلام ص92]

نو منافقين تل د دې کوښښ کوي چې په مسلمانانو کې بې اتفاقي پيدا کړي، د مسلمانانو پر اسلامي نظام د خلکو باورونه له منځه يوسي، د مسلمانانو پر خليفه يا اميرالمؤمنين شبهات واردوي او تبليغات پسې کوي تر څو مسلمانان يې په وړاندي را وپاريږي، د مسلمانانو په منځ کې د يو بل په وړاندي مخالفتونه پيدا کوي او بالآخره کوښښ کوي چې مسلمانانو په ګڼو ډلو او حزبونو سره وويشي.

په دويمه صدۍ کې د ابوالخطاب ابن الاجدع په نوم يو منافق چې د جعفر الصادق رضي الله عنه څخه يې په دې پلمه چې ګويا زه ستا خدمت کوم بده استفاده کول او د مسلمانانو تر منځ يې نفاق خپروی تر څو همدغه منافق د خطابيه په نوم ډله جوړه کړه او د ده يو شاګرد وو چې ميمون القداح نومېدی او په اصل کې يهودي وو د إباحيه په نوم ډله جوړه کړه چې بيا د ده يوه لمسي چې سعيد نومېدی د دې دعوه يې وکړه چې زه د اسماعيل بن جعفر د هغو زامنو څخه يم چې ځانونه يې پټ کړيدي؛ بيا يې پر ځان د عبيدالله نوم کښېښودی او ملګرو يې په نوم تبليغات شروع کړه چې ګويا دی د فاطمې رضي الله عنها د اولادې څخه دی چې په سبب يې په المغرب، بحرين او يمن کې ډېر پلويان پيدا کړه او د عبيديينو په نوم يې ځان ته حکومت جوړ کړ چې په المغرب کې د 297هـ ق څخه بيا تر 363 هـ ق پوري د دوی حکومت دوام وکړ.[سيراعلام النبلاء ج15ص142]

د عبيديينو عادت دا وو چې ځانونه به يې يهودو او نصاراوو ته ډېر نژدې کول، د هغوی سره به يې د نکاح دوستۍ کولې، هغوی ته به يې په خپل دولت کې وظيفې ورکولې تر څو آخر د دوی حکومت د يهودو لاس ته ولوېدی او د دوی مشران د شام څخه چې د دوی په لاس کې وو وتښتېدل چې د هغه وروسته يهودانو په سميه کې ډېر نفوذ وکړ او د اقصي مسجد يې اشغال کړ.

مسلمانان بايد تل هوښيار وي او د منافقينو په وړاندي ځانونه ډېر ځيرک ونيسي تر څو خدای مکړه دوکه يې نکړي، اسلامي نظام يې بدنام او ړنګ نکړي او د دوی دښمنان ورباندي واکمن نکړي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۹

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په وړاندې د منافقينو دسيسې
لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې منافقينو د اسلام او مسلمانانو پر ضد خپل ناوړه کارونه کول د هغه د وفات وروسته يې نور هم خپلو کارونو ته کش ورکړ او د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس جوړ شوی اسلامي نظام ړنګ کړي او د اسلام د پرمختګ مه ونيسي د صحابه وو په زمانه کې يې هم خپل منافقت ته دوام ورکړ او د وخت اسلامي نظام يې د ګڼو ننګونو سره مخ کړ. 

د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې ډېرو منافقينو ظهور نه شو کولای خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ځينو يې سر راپورته کړ او د وخت حاکم اسلامي نظام پر ضد يې بغاوت وکړ چې لويه بېلګه يې د زکات څخه انکار وو او بيا ارتداد وو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ځينو خلکو لکه اسد او غطفان قبيلو زکاتونه په اخلاص نه آداء کول چې همدې خبري ته په قرآن شريف کې هم اشاره شوېده: وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.[التوبة98] ژباړه: ځيني د اعرابو هغه کسان دي چې د الله په لاره کې مال مصرفول تاوان ګڼي او ستاسي لپاره آفتونو ته انتظار کوي، پر دوی باندي به بد آفت وي او الله تعالی اورېدونکی او باخبر دی.

په تفاسيرو کې راځي چې دغه آيت د دوی په باره کې نازل شو چې په اخلاص يې زکات نه ورکوی، کله چې ابوبکر رضي الله عنه خليفه وټاکل شو دوی وړانديز ورته وکړ چې زموږ څخه زکات معاف کړي خو ابوبکر رضي الله عنه د دوی خبره و نه منل او زکات يې ورته معاف نه کړ، هغه وو چې د خپل قوم پر يوه سړي طليحة الاسدي باندي راټول شوه چې هغه د پيغمبرۍ دعوه کړېوه چې هغه بيا د خالد بن وليد رضي الله عنه سره په جګړه کې ماتي وخوړل او بيرته مسلمان شو.[حقبة من التاريخ ج1ص67]

مؤرخينو ليکلي دي چې دا د منافقينو په دسيسه يو لوی سياسي ارتداد وو چې هدف يې د اسلامي نظام دړي وړي کېدل او د عربو ټوټه ټوټه کېدل وو تر څو اسلامي نظام ړنګ شي او يا هم لږترټږه د پرمختګ  مخه يې ونيول شي خو الله تعالی د ابوبکر رضي الله عنه او نورو صحابه وو په قوي ايمان او جديت سره دا دسيسه شنډه کړه.

بايد ووايو چې د دين څخه د مسلمانانو اړول د منافقينو لوی هدف دی چې هم يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د لاس ته راوړلو کوښښ کوی او هم يې د صحابه وو په وخت کې کوی؛ دا ځکه چې د مسلمانانو د يووالي او اتحاد محور يواځي دين دی تر څو چې دوی پر دين سره راټول وي هيڅ وخت يې په منځ  کې تفرقه او درځ نه راځي خو که د دين څخه واووښتل بيا به يې په منځ کې هر ډول طبقاتي توپيرونه، ژبني تبعيضونه، قومي شخړي او سيمه ايز وېشونه راځي چې په نتيجه کې به د هر ډول قوي او خپلواک نظام څخه محروم وي؛ چې دا ترخه تجربه مو د اسلامي خلافتونو له ړنګېدلو څخه بيا تر اوسه په خپلو حواسو او ذائقو ليدلې او څکلې ده.

د ابوبکر رضي الله څخه وروسته چې حضرت عمر رضي الله عنه خليفه شو بيا هم منافقين آرام نه وه ناست خو د حضرت عمر رضي الله عنه الهي رعب پر دوی غالب شوی وو ځکه يې نو په چټکۍ او زغرده کوم کار نه شو کولای.

د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان هم دوو منافقينو جوړ کړ او امکانات يې د ابولؤلؤ مجوسي په لاس ورکړه ترڅو چې يې عمر رضي الله عنه په شهادت ورسوی.[الفتنة في عهدالصحابةج1ص95]

د تاريخ په کتابونو کې راځي: هرمزان د فارس د حاکمانو څخه يو حاکم وو کله چې مسلمانانو ګير کړ نو ده په ښکاره د حضرت عمر رضي الله عنه مخ ته ايمان راوړ خو په اصل کې يې د حضرت عمر رضي الله عنه وژلو ته فرصت جوړوی ځکه نو ډېر وختونه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه نه جلا کېدی هغه وو چې زهرجن خنجر يې جوړ کړ او د ابولؤلؤ مجوسي په لاس يې ورکړ هغه حضرت عمر رضي الله عنه ورباندي شهيد کړ، دويم منافق د حيرې اوسېدونکی جفينة نصراني وو چې سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه مدينې منورې ته را لېږلی وو تر څو مسلمانانو ته ليکل او لوستل ور زده کړي خو هغه بدمرغه د هرمزان سره په ګډه د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان جوړ کړ.[اسدالغابة ج2ص331][الأوائل للعسکري ج1ص52]

د اوږد تاريخ په پاڼو کې دا يوه وړوکې بېلګه ده؛ خو که موږ تاريخ وګورو دا به راته ثابته شي چې د هر مسلمان رهبر په وژلو، متهم کولو او ضعيف کولو کې د منافقينو لاس دی په خاصه توګه هغه منافقين چې اصليت يې يهودي وي ځکه يهودان بيا په شيطنت، منافقت او دسيسه جوړولو کې خورا ډېره لويه سابقه لري.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۸

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(لومړی برخه)

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري
په دې خاطر چې اسلامي نظام په مځکه کې د الله تعالی دين پياده کوي، د حقيقي سياسي اسلام نماينده ګي کوي، د ظالمانو د ظلم مخه نيسي او د هر ډول فساد مخنيوی کوي ځکه نو هر اهل باطل يې په وړاندي دريږي او د حاکم کېدلو مخه يې نيسي او که اسلامي نظام حاکم وي بيا يې د توسعې او بقاء پر ضد دسيسې جوړوي تر څو يې ړنګ کړي. 

اهل باطل د عقيدې، عمل او سياسي ليدلوري په لحاظ ډېر دي خو د اسلامي نظام لپاره تر ټولو ډېر خطرناک يې منافقين دي کوم چې ځانونه د اسلام يا تقوی په لباس کې ښکاره کوي خو اصالت يې بل ډول وي له همدې امله الله تعالی مسلمانان د دوی سره په احتياط کولو امر کوي او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون: 4] ژباړه: دوی دښمنان دي نو احتياط ورسره وکړئ. يعني منافقين ستاسي دښمنان دي ځکه نو تاسي مأمور ياست چې د دوی سره ډېر احتياط وکړئ او د دوست په سترګه مه ورته ګورئ تر څو مو دوکه نکړي او د ستونزو سره مخامخ نه شی.
منافقين دوه ډوله دي: عقيدوي منافق او عملي منافق؛ لکه امام ترمذي رحمه الله چې د حسن بصري رحمه الله په حواله فرمايي: النفاق نفاقان: نفاق التكذيب ونفاق العمل.[سنن ترمذي2632] ژباړه: نفاق پر دوه ډوله دی: د تکذيب نفاق او د عمل نفاق.
د تکذيب نفاق هغه وي چې څوک په ښکاره ايمان راوړي خو په اصل کې يې ايمان نه وي راوړی بلکې کافر وي او د عمل نفاق هغه دی چې ايمان يې راوړی وي خو کارونه د منافق کوي لکه په احاديثو کې چې ځيني نښي د عملي نفاق ذکر شوي دي.

د تاريخ په اوږدو کې دواړي ډلي د اسلامي نظامونو په وړاندي خطرناکې تمامي شوي دي په خاصه توګه عقيدوي منافقين چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې  پوري يې تل عموما د مسلمانانو پر ضد او بيا يې په خاصه توګه د اسلامي نظامونو پر ضد ناوړه کړني ترسره کړيدي چې موږ يې په څو کتګوريو کې په دې مقاله کې ذکر کوو:
شرعي نصوصو او تجربو ته په کتو داسی ویلای سو چې د اسلامي نظامونو په وړاندي منافقين ډېر خطرناک دي او دسیسې یې ډېري ستري دي ځکه نو مسلمانان او اسلامي نظام بايد د دوی په وړاندي تل ويښ وي.

د اسلامي نظام ارزښت ته په کتو او په هکله يې د ټولو مسلمانانو مسئوليت درلودل د دې غوښتنه کوي چې موږ د اسلامي نظام د ساتني لپاره د منافقينو دسيسې وپېژنو تر څو چې د مسلمانانو اسلامي نظامونه د تېر په څېر د ننګونو سره مخ نکړي او اسلامي نړۍ د اسلامي نظام د شتون څخه محرومه نکړي.

په دې خاطر چې په هر وخت کې اسلامي نظامونه د کفارو او د هغوی د پلويانو لخوا تر فشارونو لاندي وي او په هره زمانه کې د دين دښمنان اسلامي نظام ته په کمين کې ناست وي دا مو لازمه وګڼله چې د ويښتوب لپاره د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو ځيني دسيسې په ګوته کړو او په يوې ليکني کې يې سره راټولي کړو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د منافقينو چلند او دسيسې
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د يهودو او عربو منافقينو تل د دې کوښښ کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته ستونزي جوړي کړي او د دوی نوی تأسيس شوی اسلامي نظام ړنګ کړي او يا يې هم لږ تر لږه د توسعې او پرمختګ مخه ونيسي؛ منافقينو به په دين کې شبهات پيدا کول، مسلمانان به يې پر دين باندي بې باوره کول، د مسلمانانو په منځ کې به يې بې اتفاقي خپرول، په مسلمانانو کې نيک خلک به يې په بدو کارونو متهم کول آن تر دې چې خپله پر رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده پر مبارکي کورنۍ به يې هم تهمتونه ويل او ټول هغه کارونه به يې کول چې د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمامېدل؛ د بېلګي په ډول: 
1 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته آمادګي نيوله او صحابه يې وتلو ته امر کړه منافقينو د دې ترڅنګ چې ځانونه يې د جهاد څخه کښل او د تللو څخه يې ډډه وکړه بلکې نور مسلمانان يې هم د جهاد څخه راګرځول او کوښښ يې کوی چې مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت وکړي؛ الله تعالی د دوی په اړه فرمايي:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ.[التوبة81]
ژباړه: خوشحاله شوه پاته شوي کسان په ناستي سره د دوی، وروسته تر رسول الله صلی الله عليه وسلم او دوی بد وګڼل چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي او دوی وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ! ورته ووايه چې د جهنم اور ډېر ګرم دی که دوی پوهيږي.
دلته منافقين خپله هم جهاد ته نه تلل او د مسلمانانو په منځ کې  يې نفاق ته هم لمنه وهل تر څو هغوی هم د دوی غوندي جهاد ته ولاړ نه شي ځکه يې نو ورته وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ.

2 – کله چې رسول الله صلی الله عليه د تبوک غزوې ته د وتلو اراده وکړه نو جد بني قيس ته يې ويل: څنګه يې د بني الاصفر قوم سره جنګ کولو ته؟ هغه ورته وويل: يارسول الله ته پوهېږې  چې زه د ښځو ډېر شوقي يم نو که زه جنګ ته درسره ولاړ شم ممکن د ښځو په فتنه کې ولوېږم او دين به مي خراب شي؛ مفسرينو ليکلي دي چې دا سړی منافق وو په دې ډول يې د جهاد څخه ځان کښووی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې درواغ ويل؛ الله تعالی يې په اړه دا آيت نازل کړ: وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلا تَفْتِنِّي أَلا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكافِرِينَ.[التوبة49]
ژباړه: ځيني د دوی(د منافقينو څخه) هغه څوک دی چې وايي: ما ته اجازه( د پاتي کېدلو) راکړه او په فتنه کې مي مه اچوه، خبر اوسه چې دوی په فتنه کې لوېدلي دي او يقينا چې جهنم پر کافرانو باندي راګرځېدلی دی.
دې منافق د دې تر څنګ چې خپله جهاد ته نه تلی نور مسلمانان يې هم د جهاد نه تللو ته هڅول او هغوی ته يې هم د عذر او ګناه نقل ورکوی.

3 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته د تللو اراده وکړه څو منافقين د يوه يهودي چې سويلم نومېدی په کور کې سره راټول شوه تر څو مسلمانان د کفارو سره د جګړې څخه را وګرځوي؛ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خبر شو طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه يې د څو نفرو سره ور واستوی او امر يې ورته وکړ چې د سويلم کور وسوځوي او راټول شوي خلک پسې واخلئ؛ طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه دا کار وکړ او منافقين ټول و تښتېدل.
دا د مسلمانانو پر ضد د منافقينو د دسيسو څخه يوه دسيسه وه تر څو په مسلمانانو کې وېره خپره کړي، د دښمن څخه يې ووېروي او د جهاد کولو څخه يې را وګرځوي.

4 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته تلی حضرت علي رضي الله عنه يې د لنډ وخت لپاره په مدينه منوره کې د خليفه په حيث پرېښودی دلته نو منافقينو په خپل منافقت پيل وکړ او آوازه يې ګډه کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم علي رضي الله عنه په دې خاطر د ځانه سره نه بيايي چې زړه يې  نه غواړي او د هغه تلل ورباندي سخت تماميږي؛ علي رضي الله عنه راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ويل: يا رسول الله ځيني خلک وايي: ته ځكه ما دلته پرېږدې چې زما په تللو نه يې خوشحاله او زما تلل پر تا باندي سخت تماميږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا ته نه خوشحاله کېږې چې ته زما سره داسي شې لکه هارون عليه السلام د موسی عليه السلام سره؟ يعني کله چې موسی عليه السلام د طور غره ته تلی نو هارون عليه السلام يې تر خپل راتګ پوري د ځان نماينده وټاکی؛ زه هم تر خپل راتګ پوري تا خپل نماينده ټاکم؛ حضرت علي رضي الله عنه په دې باندي خوشحاله شو او د منافقينو د نفاق پلان شنډ شو.
د لته منافقينو غوښتل د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د صحابه وو تر منځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي ترڅو د ده ملګري د ده د امر مخالفت وکړي او په خپل منځ کې سره اخته شي او د کفارو سره جګړه کول ورڅخه پاته شي.

5 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه د خيراتونو او صدقاتو ورکولو ته تشويق کړه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څلور زره ديناره د صدقې لپاره راوړه؛ منافقينو وويل: دا خو يې د رياء لپاره راوړي دي؛ او چه کله بل صحابي دوه پيمانې خورما  د صدقې لپاره راوړه منافقينو وويل: الله او د هغه رسول ستا دغه پيمانې ته هيڅ ضرورت نه لري.

د منافقينو هدف دلته دا وو چې مسلمانان د خيراتونو د ورکولو څخه را وګرځوي ځکه يې نو پر ډېر مال ورکوونکې او لږ مال ورکوونکې دواړو نيوکې وکړې، يو يې په ريا متهم کړ او د هغه بل صدقه يې بې ارزښته وګڼل؛ الله تعالی د دوی په رد کې دا آيت نازل کړ: الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[التوبة79]
ژباړ: هغه منافقان چې عيب وايي پر خيرات ورکوونکو د مؤمنانو په خيراتونو کې او د هغه کسانو عيب وايي چې دوی نه شي موندلای مګر د خپل کوښښ په اندازه الله تعالی به د دوی د مسخرو عذاب ورکوي او د دوی لپاره سخت عذاب دی.
منافقانو پر هغو مؤمنانو هم بد ويل چې ډېر خيرات يې ورکړی وو او پر هغو مسلمانانو يې هم بد ويل چې لږ خيرات يې ورکړی وو ځکه دا د منافق عادت دی چې په هر شي کې پلمه او فاسده خبره پيدا کوي؛ الله تعالی د دوی دغه کار وغندی او دوی يې مؤمنانو ته رسوا کړه.

6 – کله مسلمانان د تبوک غزوې ته د روميانو سره جګړې ته روانېدل ځينو منافقينو ورته ويل: تاسي پر روميانو د عربو ګمان کوی چې جګړې مو ورسره کولې؟ هدف يې دا وو چې مسلمانان و وېروي او د روميانو سره د جګړې څخه يې را وګرځوي.

7 – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينې منورې کې د اسلامي نظام بنسټ کېښودی او مهاجرين او انصار يې سره وړونه کړه د منافقينو دغه حالت نه خوښېدی نو د دې لپاره چې د مسلمانانو په منځ کې بې اتفاقي راولي مسجد ضرار يې جوړ کړ خو الله تعالی دوی رسوا کړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې مسجد وران کړ.

8 – منافقينو د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم شخصيت داغداره کړي او د ده مبارکه کورنې بدنامه کړي د مشهور منافق عبدالله بن ابی بن سلول په دسیسه يې پر عائشې رضي الله عنها تهمت ولګوی ځکه تهمت لګول هم د فکري جګړې هغه برخه ده چې تل يې کفار او منافقين د مسلمانانو او بيا اسلامي نظامونو پر ضد کاروي؛ خو الله تعالی د عائشې رضي الله عنها پر پاکۍ قرآن نازل کړ او منافقين يې رسوا کړه.

لنډه دا چې په زمانه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم منافقينو ډېر کوښښونه وکړه تر څو د صحابه وو تر منځ اختلافات پيدا کړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اطاعت ارزښت په صحابه وو کې کم کړي، د مسلمانانو دښمنان پر دوی باندي را وپاروي، انصار او مهاجرين، اوس او خزرج سره وجنګوي او د دوی ترمنځ قومي جګړې پيل کړي؛ دا ټول د دې لپاره چې په مدينه منوره کې د اسلامي نظام مخنيوی وکړي.

په هره زمانه کې بايد مسلمانان په خاصه توګه د اسلامي نظام مشران د منافقينو مکر او فريب ته متوجه وي او د دوی په چاپلوسۍ، خوړمالۍ، خوږو خبرو او ظاهري دوستۍ دوکه نه شي تر څو خدای مکړه تسلط، نفوذ او اقتدار يې له منځه يو نه شي.
دوام لري...