۱۴۰۱/۰۸/۱۵

د لقمان حکيم ځيني نصيحتونه:

ژباړه: د حسن رحمه الله څخه روایت دی چي لقمان حکيم خپل زوی ته وويل:
۱ – زويه ما ډبره، وسپنه او هر دروند شی پورته کړی دی خو تر بد همسايه مي هيڅ شی دروند ندی ليدلی.
۲ - زويه ما د ډېرو تارخو خوند کتلی خو تر فقر مي هيڅ شی تريخ ندی ليدلی.
۳ – زويه د خپل ځان د ځايه څخه ناپوه سړی مه استوه که دي پوه سړی پيدا نکړ خپله د ځان نماينده ګي وکړه.
۴ – زويه د درواغو څخه ځان ساته ځکه هغه داسي خواږه دي لکه د مرغۍ غوښه چي ډېره لږ ده خاوند يې کبابوي.
۵ – ای زويه جنازو ته ورځه او ودونو ته مځه ځکه جنازې آخرت ستا په يادوي او ودونه تا په دنيا مشغول کوي.
۶ – ای زويه په ماړه نس ډوډې مه خوره چي سپي ته يې واچوې درته ښه ده تر دې چي په ماړه نس يې وخورې.
۷ – ای زويه مه داسي خوږ کيږه چي وخوړل سې او مه داسي تريخ کيږه چي  وغورځول سې.[شعب الايمان4548]
د پورته نصيحتونو څخه درسونه:
۱ – تل بايد انسان د ښه ګاونډي په طلب کي وسي او د بد ګاونډي د ګاونډيتوب څخه ځان وساتي.
۲ – انسان بايد د فقر سره مبارزه وکړي ځکه فقر پر انسان باندي ډېر سخت تماميږي.
۳ – هيڅ وخت دي انسان د ځان لپاره ناپوه نماينده او استازی نه ټاکي.
۴ – د درواغو څخه بايد سړی ځان وساتي ځکه د درواغو څخه هيڅ معتبر شی په لاس نه راځي.
۵ – د مسلمانانو په جنازو کي بايد سړی ګډون وکړي او د موسيقۍ په مراسمو کي ګډون ونکړي.
۶ – انسان دي پر ماړه نس ډوډې نه خوري ځکه پر ماړه نس ډوډې خوړل ډېر تاوانونه لري.
۷ – انسان بايد په اخلاقي لحاظ هميشه معتدل وي نه داسي نرم خويه وي چي خلګ يې بيخي په پام کي نه نيسي او نه هم داسي تند وي چي خلګ يې د ځانه څخه وشړي.
مولوي نورالحق مظهري