۱۴۰۱/۱۰/۱۷

د ذوالقرنين خوندوره قيصه:

ژباړه: وهب بن منبه وايي: ذوالقرنين د لمر لوېدلو طرف ته ولاړی، هلته يې يو قوم وليدی چي هيڅ کار يې نه کوی، کورونو يې دروازې نه درلودلې، باچاهان او قاضيان يې نه درلودل؛ نو يې دغه خلګ سره راټول کړه او پوښتنه يې ورڅخه وکړه: زه تاسي ته په تعجب کي يم! هغوی ورته وويل: ولي په تعجب کي يې؟ ذوالقرنين ورته وويل: ستاسي قبرونه ولي د کورونو پر دروازو دي؟ هغوی وويل: ددې لپاره چي مرګ مو هېر نسي. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ولي ستاسي ټولو د غنمو درمندان يو دي؟ هغوی ورته ويل: ددې لپاره چي موږ تر خپل مينځ مساوي وېش کوو؛ که يې کښت کړی وي او که يې نه وي کړی موږ برخه ورکوو. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ولي  ستاسي کورونه دروازې نلري؟ هغوی ورته وويل: ځکه چي په موږ کي هيڅوک متهم نسته. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ولي ستاسو پر شااوخوا لړمان او ماران ګرځي خو تاسي ته تاوان نه رسوي؟ هغوی ورته وويل: الله تعالی زموږ د زړونو څخه چم او ګناه ايسته کړېده نو ځکه الله تعالی د لړمانو او مارانو څخه زهر هم ايسته کړيدي. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ولي تاسي باچاهان نلری؟ هغوی ورته وويل: په موږ کي داسي څوک نسته چي پر بل چا ظلم وکړي. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ولي ستاسي عمرونه ډېر اوږده دي؟ هغوی ورته وويل: موږ صله رحمي وصل کړېده نو ځکه الله تعالی زموږ عمرونه اوږده کړيدي.[المجالسة وجواهرالعلم1201]
مولوي نورالحق مظهري

عَنْ وَهْبِ بْنِ مُنَبِّهٍ: أَنَّ ذي القرنين أتى مغارب الشَّمْسِ، فَرَأَى قَوْمًا لا يَعْمَلُونَ عَمَلًا؛ وَإِذَا مَنَازِلُهُمْ لَيْسَ لَهَا أَبْوَابٌ، وَلَيْسَ لَهُمْ حُكَّامٌ وَلا قُضَاةٌ، فَاجْتَمَعُوا إِلَيْهِ، فَقَالَ لَهُمْ: قَدْ رَأَيْتُ مِنْكُمْ عَجَبًا! قَالُوا: وَمَا رَأَيْتُ مِنَ الْعَجَبِ؟ قَالَ: أَرَى قُبُورَكُمْ عَلَى أَبْوَابِ مَنَازِلِكُمْ! قَالُوا: كَي لا نَنْسَى الْمَوْتَ! قَالَ: فَمَا لِي أَرَى بَيَادِرَكُمْ وَاحِدَةً؟ قَالُوا: نَتَقَاسَمُ بِالسَّوِيَّةِ؛ نُعْطِي مَنْ زَرَعَ وَمَنْ لَمْ يَزْرَعْ. قَالَ: فَمَا لِي أَرَى بُيُوتَكُمْ لَيْسَ لَهَا أَبْوَابٌ؟ قَالُوا: لَيْسَ فِينَا مُتَّهَمٌ. قَالَ: فَمَا لِي أَرَى الْحَيَّاتِ وَالْعَقَارِبَ تَدُورُ فِيمَا بَيْنَكُمْ ولا تضركم؟! قالو: نَزَعَ اللهُ مِنْ قُلُوبِنَا الْغِشَّ وَالْحِنَاثَ؛ فَنَزَعَ اللهُ مِنْهَا السُّمَّ. قَالَ: فَمَا لِي لا أَرَى فِيكُمْ حُكَّامًا؟! قَالُوا: لَيْسَ فِينَا مَنْ يَظْلِمُ صَاحِبَهُ. قَالَ: فَمَا لِي أَرَاكُمْ أَطْوَلَ النَّاسِ أَعْمَارًا؟! فَقَالُوا: وَصَلْنَا أَرْحَامَنَا؛ فَطَوَّلَ اللهُ أَعْمَارَنَا.[المجالسة وجواهرالعلم1201]

کومه ملګرتيا ښه ده؟

انسان په دنيا کي د ډېرو انسانانو سره د مختلفو لاملونو پر اساس ملګرتيا کوي؛ خو تر ټولو مهمه او دوامداره ملګرتيا هغه ده چي د عقيدې او فکر پر اساس وي.
په فکري او عقيدوي ملګرتيا کي نه ناځواني راځي او نه هم بې وفايي خو ددې پر عکس د نورو شيانو لپاره ملګرتيا کول نه دوام لري او نه هم د پام وړ فايده.
د کوم چا سره چي د مال لپاره دوستي کوې که يې مال در څخه بند کړ او يا يې هم مال د لاسه ولاړی ستا د ملګرتيا تړون ورسره پرې کيږي، د چا سره چي د وظيفې او منصب لپاره ملګرتيا کوې که يې وظيفه او منصب زائل سوه ملګرتيا هم ورسره له مينځه ځي، د چا سره چي د قوم او وطن په خاطر ملګرتيا کوې د نورو اسبابو تر څنګ چي دغه ملګرتيا ګواښي د قوم او وطن د لاس څخه وتلو سره دا ملګرتيا هم له مينځه ځي، د چا سره چي د نورو مادياتو پر اساس دوستي کوې د مادياتو د نه شتون سره سم دغه ملګرتيا هم پای ته رسيږي او د چا سره چي د کوم شخصي منفعت او ګټي پر اساس ملګرتيا کوې هغه هم د ګټي سره پورته کښته کيږي؛ که ګټه وه ملګرتيا به م وي او که ګټه نه وه ملګرتيا به هم نه وي.
تر ټولو مهمه دا ده چي ته لومړی خپل فکر سم کړې او د ځان لپاره داسي ثابته پاليسي غوره کړې چي محور يې د الله تعالی دين او اسلامي اخلاق وي وروسته بيا د همدغي پاليسۍ پر اساس د ځان لپاره ملګري غوره کړې؛ دغه ملګرتيا نو په ژوند کي نه زوال مني او نه هم سستي؛ بلکي چي څومره ډېر وخت ورباندي تيريږي په هماغه اندازه نوره هم قوي کيږي.
د فکر ملګری تا ته تر هر شي تېريږي؛ که دي مال ته اړتيا سوه مال درکوي، که دي مادياتو ته اړتيا سوه ماديات درکوي او که دي اخلاقي او فزيکي ملاتړ ته اړتيا سوه فزيکي او اخلاقي ملاتړ دي کوي.
فکري ملګری ستا څخه هيڅ شي نه سپموي او په ظاهر او باطن ستا لپاره خيرخواه او مدافع وي.
فکري ملګری دي دښمنانو ته قوي معرفي کوي، بدخواهانو ته دي نيکمرغه معرفي کوي، حسد کوونکو ته دي بريالی معرفي کوي، د غيبت کوونکو مخ ته دي دفاع کوي او دوستانو ته دي غمخور او زړه سواند معرفي کوي.
فکري ملګری تا ته د ځان حيثيت درکوي ځکه نو ستا په خوښۍ خوشحاله کيږي او ستا په غم درسره غمجن کيږي.
فکري ملګری ستا په اړه يواځي ستا خبره مني، ستا په اړه د هيچا منفي خبرو ته غوږ نه نيسي او د هيچا مخ ته ستا په ملګرتيا نه شرميږي.
فکري ملګری تا د ځان لپاره لوی غر ګټي او ځان ستا لپاره سپر جوړوي تر څو خپلي لاسته راوړني تا ته منسوب کړي او ستا سره په لاسته راوړنو کي پوره مرسته وکړي.
فکري ملګری تا نورو خلګو ته غټ او باحيثيته معرفي کوي ځکه ستا غټوالي د ځان غټوالي بولي او ستا حيثيت ته د خپل حيثيت په سترګه ګوري.
فکري ملګري ستا د شخصيت او ګرنو سره مينه لري ځکه نو هيڅوخت ستا په ديدن او مجلس باندي نه مړيږي.
لکه ستا فکر چي څنګه دوامداره دی د فکري ملګري سره دي ملګرتيا به هم همداسي دوامداره وي نو کوښښ وکړه چي د ځان لپاره فکري ملګري غوره کړې او فکري تړون په ملګريتوب کي د قبوليت معيار او محور وګرځوې.
مولوي نورالحق مظهري

تر ټولو ښه ژوند:

ژباړه: وهب بن منبه ويلي دي: تر ټولو د هغه چا ښه ژوند دی چي د نورو خلګو ژوند دده په ژوند کي ښه سي.
يعني په ټولو انسانانو کي د هغه انسان ښه ژوند دی چي نورو انسانانو ته يې ګټه ورسيږي او د هغوی ژوند دده په ژوند کي سم او برابر سي.
قَالَ وَهْبُ بْنُ مُنَبِّهٍ: إِنَّ أَحْسَنَ النَّاسِ عَيْشًا مَنْ حَسُنَ عَيْشُ النَّاسِ فِي عَيْشِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1113]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۶

د نورو انسانانو شکر به څنګه آداء کوو؟

ژباړه: ځينو حکماوو ويلي دي: د شکر لپاره درې درجې دي: تر تا د لوړ څخه شکر دا دی چي اطاعت يې وکړې، ستا د مساوي څخه شکر دا دی چي د هغه سره برابروالی وکړې او تر تا د کښته څخه شکر دا دی چي ته نيکي ورسره وکړې.
يعني ستا په وړاندي انسانان درې ډوله دي: هغه چي تر تا لوړ وي، هغه چي ستا سره مساوي وي او هغه چي تر تا کښته وي.
که ته غواړې د هر يوه څخه شکر آداء کړې نو داسي يې آداء کولای سې چي تر ځان د لوړ انسان اطاعت وکړې، د ځان سره د مساوي انسان د هري نيکۍ برابره بدله ورکړې او تر ځان پر کښته انسان احسان او نيکي وکړې.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: الشُّكْرُ ثَلاثَةُ مَنَازِلٍ: لِمَنْ فَوْقَكَ بِالطَّاعَةِ، وَلِنَظِيرِكَ بِالْمُكَافَئَةِ، وَلِمَنْ دُونَكَ بِالإِفْضَالِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۱۵۸]
مولوي نورالحق مظهري

بې عيبه ورور نسې پيدا کولای!

ژباړه: فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: څوک چي بې عيبه ورور لټوي هغه به بې وروره پاته سي.
يعني هيڅوخت داسي فکر مکوه چي زه به بې عيبه انسان پيدا کوم او د هغه سره به دوستي او ورورګلوي کوم؛ که دي داسي فکر درلودی نو د تل لپاره به بې وروره او بې دوسته پاته سې ځکه بې عيبه انسان نسې پيدا کېدلای؛ هر انسان ارومرو يو عيب لري.
که موږ د ځانونو سره حساب وکړو هر يو ګڼ شمېر عيبونه لري ځکه نو  د عيب له امله څوک مه ردوه بلکي د ځان او د هغه د عيبونو په اصلاح کي کار وکړه.
قال فضيل بن عياض: من طلب أخا بلا عيب أصبح بلا أخ.
مولوي نورالحق مظهري

درې کسان درې بد کارونه نکوي:

ژباړه: احنف بن قيس ويلي دي: عزتمند انسان خيانت نکوي، هوښيار انسان درواغ نه وايي او مسلمان غيبت نکوي.
يعني د عزتمند انسان سره خيانت کول نه ښايي، د هوښيار انسان سره درواغ ويل نه ښايي او د مسلمان سره غيبت کول نه ښايي.
قَالَ الأَحْنَفُ بْنُ قَيْسٍ: مَا خَانَ شَرِيفٌ، وَلا كَذَبَ عَاقِلٌ، وَلا اغْتَابَ مُؤْمِنٌ.[المجالسة وجواهرالعلم1128]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۵

ابوموسی اشعري ته د حضرت عمر ليک:

ژباړه: عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته ـ چي د بصرې والي وو ـ وليکل: خلګ د خپلو باچاهانو څخه بد وړي نو په الله باندي پناه غواړم د ځان او ستا لپاره د نا څرګندي ړوندتيا او اخيستل سوو کرکو څخه؛ د الله تعالی حدود عملي کړه کڅه هم د ورځي د يو کړي لپاره وي، کله چي تا ته دوه کاره وړاندي سي چي يو د الله لپاره وي او بل د دنيا لپاره وي؛ نو ته د الله تعالی څخه خپله برخه غوره کړه ځکه دنيا ورانيږي خو آخرت پاتيږي، د فاسقانو څخه و وېرېږه او دوی لاس لاس او پښې پښې کړه، د مسلمانانو پر ناروغ پوښتنه وکړه، د مسلمانانو جنازو ته ولاړ سه، خپله دروازه د مسلمانانو پر مخ خلاصه کړه، د مسلمانانو کارونه خپله کوه ځکه ته ددوی څخه يو فرد يې مګر دا چي الله تعالی تر دوی ستا بار دروند کړی دی، ما ته خبر را رسېدلی دی چي ستا او ستا د کورنۍ لپاره په کالو، خوړو او سورليو کي ځانګړی هيأت ښکاره سوی هغه چي د نورو مسلمانانو لپاره نسته؛ نو ای د الله بنده! ځان دداسي حالت څخه وساته چي ته د هغه حيوان په څېر سې چي پر آبادي شېلې تېريږي خو غم يې يواځي چاغوالی او اوبه وي سره ددې چي په چاغوالي کي يې مرګ دی، پوه سه چي کله مشر د حق څخه انحراف وکړي دده رعيت هم انحراف کوي او تر ټولو بدبخته انسان هغه دی چي دده رعيت دده په خاطر بدبخته سي.[المجالسة وجواهرالعلم۱۱۹۸]
 د ليک مهم ټکي:
۱ – حضرت عمر رضي الله عنه په الله تعالی باندي د ځان او ابوموسی اشعري رضي الله عنه لپاره د ناڅرګند ړوندوالي او اخيستل سوي کرکي څخه پناه غواړي؛ ځکه کوم څوک چي په ناڅرګند ړوندوالي باندي اخته سي هغه بيا هيڅ حق نسي ليدلای او څوک چي په کرکه او کينه باندي اخته سي هغه بيا هيڅوخت د هيچا لپاره خيرخواه نسي جوړېدلای. په ځانګړې توګه مشران بايد ددغه دوو ناوړه صفتونو څخه ځانونه وساتي. 

۲ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته د الهي حدودو د جاري کولو سپارښتنه کوي کڅه هم د ډېر لږ وخت لپاره وي ځکه چي د حدودو په جاري کولو سره عدالت او نظم را مينځ ته کيږي.

۳ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: کله چي ته د داسي دوو کارونو تر مينځ راسې چي يو د الله لپاره وي او هغه بل د دنيا لپاره وي نو هغه د الله تعالی کار ته د دنيا تر کار ترجيح ورکړه ځکه د دنيا کار د فاني دنيا لپاره وي خو د الله تعالی کار د پاته کېدونکي آخرت لپاره وي.

۴ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د فاسقانو سره ډېر احتياط کوه، ملګرتيا مه ورسره کوه او دوی ته د فساد او بغاورت وخت مه ورکو ځکه فاسقان تل د اسلامي نظام نړولو ته کار کوي.

۵ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو پر ناروغانو پوښتنه وکړه؛ ځکه پر ناروغانو باندي د مشرانو پوښتنه کول مسلمانان خوشحاله کوي او د خپلو مشرانو اطاعت ته هڅول کيږي.

۶ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعر رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو په جنازو کي ګډون وکړه؛ ځکه د مسلمانانو په جنازو د مشرانو ګډون د مسلمانانو د سکون او آرامۍ سبب جوړيږي او پر مشرانو يې نور هم باور ټينګيږي.

۷ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د مسلمانانو کارونه خپله کوه؛ يعني د مسلمانانو په کارونو کي ډېر جدي وسه او نورو کسانو ته يې مه پرېږده ځکه ممکن نور کسان يې ونکړي چي بيا ولس درڅخه خوابدی کيږي او ستا څخه واټن پيدا کوي.

۸ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: خپلي دروازې د ولس پر مخ پرانيستي پرېږده تر څو په آسانۍ ستا سره ملاقات وکړي او خپلي ستونزي ژر تر تا پوري ورسوي؛ ځکه که د مسلمانانو ستونزي تر تا پوري و نه رسيږي نو ته يې په حال نه خبرېږي چي په نتيجه کي د مسلمانانو مشکلات نسې آوارولای. ددې څخه داسي ښکاري چي تل خپل پر ساتونکو او باډيګارډانو باندي باور مکوه چي هغوی د ځان او ولس تر مينځ واسطه جوړوې ځکه ددې امکان سته چي هغوی دي په وظيفه کي ناغېړي وکړي او د نورو مسلمانانو ږغونه دي تر تا پوري را و نه رسوي.

۹ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: ځان ته تر نورو مسلمانانو امتيازات مه ځانګړي کوه چي ستا کالي د نورو مسلمانانو د کاليو سره توپير ولري، ستا خواړه د نورو مسلمانانو د خوړو سره توپير ولري او ستا سورلي د نورو مسلمانانو د سورليو سره توپير ولري يعني چي ستا کالي، خواړه او سورلي دي د نورو مسلمانانو تر کاليو، خوړو او سورليو بهتره وي؛ ځکه دداسي کار په کولو سره د حاکم او رعيت تر مينځ واټن پيدا کيږي او ددې تر څنګ چي ولس د ځان لپاره د حقارت احساس کوي پر خپلو مشرانو يې ګمان بديږي.

۱۰ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وايي: د حق څخه انحراف مکوه ځکه چي کله مشر انحراف وکړي ولس او خلګ هم ورسره انحراف کوي چي په نتيجه کي فساد ورڅخه پيدا کيږي.

۱۱ – حضرت عمر رضي الله عنه ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته آخري خبره دا کوي چي د خپل رعيت او ولس د بدبختۍ سبب مه جوړېږه ځکه تر ټولو بدبخته مشر هغه دی چي خلګ دده په سبب بدبخه او ګمراه سي. 
مولوي نورالحق مظهري

كَتَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ إِلَى أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا : أَمَّا بَعْدُ ؛ فَإِنَّ لِلنَّاسِ نَفْرَةً عَنْ سُلْطَانِهِمْ ؛ فَأَعُوذُ بِاللهِ أَنْ يُدْرِكَنِي وَإِيَّاكَ [ عَمْيَاءُ مَجْهُولَةٌ ، وَضَغَائِنُ مَحْمُولَةٌ ] ؛ فَأَقِمِ الْحُدُودَ وَلَوْ سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ، وَإِذَا عَرَضَ لَكَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلَّهِ وَالْآخَرُ لِلدُّنْيَا ؛ فَآثِرْ نَصِيبَكَ مِنَ اللهِ ، فإن الدنيا تنفذ وَالْآخِرَةُ تَبْقَى ، وَأَخِفِ الْفُسَّاقَ ، واجعلهم يدا يدا ورجلارجلا ، عُدْ مَرِيضَ الْمُسْلِمِينَ ، وَاحْضَرْ جَنَائِزَهُمْ وَافْتَحْ بَابَكَ ، وَبَاشِرْ أُمُورَهُمْ بِنَفْسِكَ ؛ فَإِنَّمَا أَنْتَ رَجُلٌ مِنْهُمْ ؛ غَيْرَ أَنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ جَعَلَكَ أَثْقَلَهُمْ حِمْلًا ، وَقَدْ بَلَغَنِي أَنَّهُ قَدْ فَشَا لَكَ وَلِأَهْلِ بَيْتِكَ هَيْئَةٌ فِي لِبَاسِكَ وَمَطْعَمِكَ وَمَرْكَبِكَ لَيْسَ لِلْمُسْلِمِينَ مِثْلُهَا ؛ -[43]- فَإِيَّاكَ يَا عَبْدَ اللهِ أَنْ تَكُونَ بِمَنْزِلَةِ الْبَهِيمَةِ مَرَّتْ بِوَادٍ خَصْبٍ ؛ فَلَمْ يَكُنْ لَهَا هَمٌّ إِلَّا السَّمْنُ وَالْمَاءُ ، وَإِنَّمَا حَتْفُهَا فِي السِّمَنِ ، وَاعْلَمْ أَنَّ الْعَامِلَ إِذَا زَاغَ زَاغَتْ رَعِيَّتُهُ ، وَأَشْقَى النَّاسُ مَنْ شَقِيَتْ بِهِ رَعِيَّتُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم1198]
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

د ښه ګاونډيتوب او پټي صدقې ګټه:

ژباړه: جعفر بن محمد رضي الله عنه ویلي دي: ښه ګاونډيتوب د کورونو آبادي ده او پټه صدقه د مال ډېروونکې ده.
قَالَ جَعْفَرُ بْنُ مُحَمَّدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: حُسْنُ الْجِوَارِ عِمَارَةُ الدِّيَارِ، وَصَدَقَةُ السِّرِّ مَثْرَاةٌ لِلْمَالِ.[المجالسة وجواهر العلم1090]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۴

کوم اولاد پر پلار ګران دی؟

ژباړه: يو صحرايي ته وويل سوه: پر تا باندي ستا کوم بچی ګران دی؟ هغه ورته وويل: کوچنی بچی تر څو چي لوييږي، ناروغ بچی ترڅو چي جوړيږي او غائب بچی تر څو چي راځي.
هدف يې دا دی چي د اولاد سره انسان ډېر په عذاب وي خو په دغه درو حالتونو کي د پلار د ډېر شفقت او مهربانۍ په سبب اولاد ورباندي ډېر ګران وي؛ البته د تجربو پر اساس انسان د نا اهله اولاد سره په تکليف کيږي خو چي کله ماشوم وي، يا ناروغ وي او يا هم غائب وي نو بيا يې زړه ور پسې سوځي کنه نو صالح او نيک اولاد خو تل پر مور او پلار ګران وي.
ګرانو ځوانانو! د خپلو پلرونو سره داسي ژوند مکوئ چي يواځي په دغه درو حالتونو کي محبت درسره ولري بلکي داسي ژوند ورسره وکړئ چي تل محبت درسره ولري او د ژوند په هره برخه کي ستاسو څخه خوشحال وي.
قِيلَ لِأَعْرَابِيٍّ: أَيُّ وَلَدِكَ أَحَبُّ إِلَيْكَ ؟ فَقَالَ: صَغِيرُهُمْ حَتَّى يَكْبَرَ، وَمَرِيضُهُمْ حَتَّى يَبْرَأَ، وَغَائِبُهُمْ حَتَّى يَقْدِمَ.[المجالسة وجواهرالعلم 1096]
مولوي نورالحق مظهري

اسلامي مبارز ته:

د خوبانو سره مينه

۱۴۰۱/۱۰/۱۳

د پلار آزار کړي سره دوستي مکوه!

ژباړه: عمر بن عبدالعزيز رحمه الله فرمايلي دي: د پلار آزار کړي سره دوستي مکوه، دی به څنګه ستا سره دوستي وکړي پداسي حال کي چي خپل پلار يې آزار کړی دی؟.
پدې خاطر چي د پلار آزارول ډېره لويه ګناه ده نو کوم څوک چي په دغه ګناه اخته وي په هغه باندي باور کول ندی په کار او مسلمان بايد د داسي انسان سره دوستي ونکړي چي خپل پلار يې آزار کړی وي او يا يې آزاروي.
قَالَ عُمَرُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: لَا تَوَدَّنَّ عَاقًّا، كَيْفَ يَوَدُّكَ وَقَدْ عَقَّ أَبَاهُ ؟!.المجالسة وجواهرالعلم 1091]
مولوي نورالحق مظهري

د اسلامي مقالو ګروپونه:

لومړی ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

دويم ګروپ: 
https://chat.whatsapp.com/KcX9xus9JI0G11q6gCB4ct

دريم ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/IKXrxlPFRKcGvmZyfCHrcV

څلورم ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/HeQuObUr6oMJrKb8Eh43G2
د ملګرو سره يې شريک کړئ تر څو هر مسلمان زموږ د اسلامي نشراتو څخه ګټه پورته کړي.

د محترمو تجارانو د پام وړ:

د هيواد معززو او ديندوستو تجارانو!
لکه څنګه چي تاسي پوهېږی موږ په خپل هيواد کي الحمدلله ډېري ديني خصوصي مدرسې لرو چي هم يې تأسيس ستاسي په مرسته سوی او هم ستاسو په مرستو چليږي.
پام چي خپلي ديني مدرسې هېري نکړئ! په هره برخه کي چي ستاسو په وسه وي د ديني مدرسو سره خپلي مرسته وکړئ ځکه ددې تر څنګ چي په ديني مدرسه کي ستاسو مالي مرستي به درته لويه او عظيمه صدقه وي په مدرسه کي چي هر څومره طالبان روزل کيږي او د دين څومره خدمتونه کيږي په ثواب يې تاسي ورسره شريکان ياست او د معنوي برکتونو سره سره به الله تعالی ستاسي په مال، ځان، اولاد، کورنۍ او هرڅه کي برکت واچوي.
دا معلومه خبره ده چي په مدرسه کي د طالبانو پر تعليم او اصلاح دواړو کار کيږي نو که د طالب څخه عالم جوړيړي هم يې تاسي په ثواب ورسره شريکان ياست او که طالب العلم په فکري او عملي لحاظ اصلاح کيږي هم يې تاسي په ثواب ورسره شريکان ياست؛ لږ تر لږه د يوه انسان د اصلاح کېدلو دومره ثواب دی چي د بنده تر فکر لوړ دی: رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وايي: که الله تعالی يو سړی ستا په سبب هدايت کړي تا ته تر سرو اوښانو بهتره دی او حضرت معاذ رضي الله عنه ته فرمايي: که الله تعالی ستا په سبب يو نفر هدايت کړي تا ته تر دنيا او هغه څه چي په دنيا کي سته غوره دی؛ نو دا چي الله تعالی ستاسي په مالي مرسته  سلګونه او زرګونه نفر هدايت کړي ددې به څومره ثواب وي؟
دا ثابته خبره ده چي د مدرسې سره مرسته کول پر نيک او ښه کار باندي مرسته کول دي کوم شی چي الله تعالی موږ ورباندي امر کړي يو او فرمايي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى.[سورة المائدة۲] ژباړه: د يو بل سره پر نيکۍ او تقوی مرسته وکړئ.
په حديث شريف کي راځي: انسان بايد د ځان څخه يا عالم جوړ کړي، يا متعلم جوړ کړي، يا د علم اورېدونکی جوړ کړي او يا د علم محب او خوښوونکی جوړ کړي؛ پنځم دي د ځان څخه نه جوړوي چي هلاک به سي.
په حديث شريف کي راځي: عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرَةَ، عَنْ أَبِيهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " اغْدُ عَالِمًا أَوْ مُتَعَلِّمًا أَوْ مُسْتَمِعًا أَوْ مُحِبًّا، وَلَا تَكُنِ الْخَامِسَةَ فَتَهْلِكَ.[شعب الايمان۱۵۸۱] ژباړه: عبدالرحمن بن ابي بکره د خپل پلار څخه  روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ځانه څخه عالم، يا متعلم، يا اورېدونکی او يا محبت کوونکی جوړ کړه! پنځم د ځانه څخه مه جوړوه چي هلاک به سې.
دا يقيني خبره ده چي د ديني مدرسو سره ستاسي مرسته ددې ښکارندويي کوي چي تاسي د علم، علماو، طالبانو او ديني مراکزو سره مينه لري او د هغه کسانو څخه ياست چي الله تعالی د هلاکت او بربادۍ څخه ژغورلي دي.
نو کوښښ وکړئ د خپلو ديني مدرسو سره مرسته وکړئ او د ډېر لوی ثواب ګټونکي سئ.
مولوي نورالحق مظهري

په دنيا کي د ګزارې حالت کفايت کوي:

ژباړه: صفوان بن محرز به ويل: چي زه خپل کور ته داخل سم، خپله ډوډې وخورم او اوبه وڅښم نو د دنيا لپاره دي هلاکت وي.
يعني چي ما ته دومره ماسر سي چي زه کور ولرم، د خوړلو لپاره ډوډې  ولرم او د څښلو لپاره اوبه ولرم نو نوره دنيا زما په کار نده او زه ځان نه ورباندي مصروف کوم.
كَانَ صَفْوَانُ بْنُ مُحْرِزٍ يَقُولُ: إِذَا دَخَلْتُ بَيْتِي، وَأَكَلْتُ رَغِيفِي، وَشَرِبْتُ مِنَ الْمَاءِ؛ فَعَلَى الدُّنْيَا الْعَفَاءُ.[المجالسة وجواهرالعلم781]
مولوي نورالحق مظهري

د حکومت او ملت پر يو بل باندي پنځه حقوق:

۱ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد په ټولو فرمانونو او حکمونو کي اطاعت وکړي؛ په استثناء د هغه مواردو چي د صريح نص سره په ټکر کي وي.
۲ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد پوره درناوی او احترام وکړي او په هيڅ صورت کي يې سپکاوی ونکړي.
۳ – حکومت پر ملت دا حق لري چي  په ملت کي پوهان خلګ بايد خپل حاکم/مشر ته نيکه مشوره ورکړي او په سمه طريقه نصيحت ورته وکړي.
۴ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت بايد خپل حکومت ته دعا وکړي او د ضرورت په صورت کي يې مالي ملاتړ وکړي.
۵ – حکومت پر ملت دا حق لري چي د اړتيا سره سم بايد ملت د خپل حکومت څخه دفاع وکړي او په رسنيز، فزيکي او اخلاقي برخو کي يې شاته ودريږي.
۱ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت يې بايد په مينځ کي عدالت وکړي، د توان سره سم يې ټول ديني او دنيوي اړتياوي پوره کړي، بېله تبعيضه د ټولو په مينځ کي عمومي مصلحت مراعات کړي او ټول مهم خدمتونه ورته عرضه کړي.
۲ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت بايد پر دوی نيک، ښه او مسلکي مسئولين وګماري او ملت ته د ښه خدمت په موخه خپل ټاکل سوي کسان تر جدي او ټينګ مراقبت او نظارت لاندي ونيسي.
۳ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت بايد په مځکه کي د الله تعالی دين نافذ کړي، په ټولنه کي د ننه امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي، ټول فرائض عملي کړي او هيڅوک د ديني شعائرو د لاس نيوي څخه منع نکړي.
۴ –  ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت يې بايد د ځان، مال، آبرو، کورنۍ، کور او وطن ساتنه وکړي او د هر ډول يرغلګر او ظالم څخه يې و ژغوري.
۵ – په صريح ډول ملت پر حکومت دا حق لري چي د ملت د اسلامي عقيدې ښکاره کولو، ديني اعمالو کولو او معيشت برابرولو آسانتياوي ورته برابري کړي.
مولوي نورالحق مظهري

د بدن ناروغي، درمل او روغتيا:

ژباړه: ربيع بن خثيم وايي: ګناهونه د بدن ناروغي ده، استغفار يې درمل دي او ګناه ته بيرته نه راګرځېدل يې روغتيا ده.
که غواړی بدن ناروغ نکړی نو ګناهونه مکوئ، که غواړی د خپلو ځانونو درملنه وکړی نو استغفار ډېر وکړئ او که غواړی روغتيا تر لاسه کړئ ګناهونو ته بيرته مه ورګرځئ.
قَالَ الرَّبِيعُ بْنُ خُثَيْم: دَاءُ الْبَدَنِ الذُّنُوبُ، وَدَوَاؤُهَا الِاسْتِغْفَارُ، وَشِفَاؤُهَا أَنْ لَا تَعُودَ فِي الذَّنْبِ.[المجالسة وجواهرالعلم ۹۲۵]
مولوي نورالحق مظهري

محترمو واعظانو ته!

لکه چي ټول پوهېږو د قرآن شريف سم لوستل د ټولو وظيفه ده ځکه نو موږ باید د تبليغ کولو په وخت کي د آيتونو سم لوستلو ته پاملرنه وکړو.
مخکي له دې چي ستيج ته ولاړ سو پوره آمادګي ونيسو، آيتونه او احاديث د ځانه سره تکرار کړو او خپلي خبري ښه سره ترتيب کړو.
که مو آيت د یادو څخه وځي ددې پر ځای چي غلط يې ووایو دا ډېره ښه ده چي يواځي په صحي ژباړي یې بسنه وکړو او داسي يې و نه وايو چي د آيت په نظم، اعراب، او ترکیب کي غلطي راڅخه وسي.
د آحاديثو په نقل بالمعنی کي د علماو اختلاف دی د قرآن نقل بالمعنی خو په هيڅ صورت کي جائز ندی.
بله خبره دا ده چي په تبليغ کي د ډېرو چيغو او احساساتي کېدلو څخه ځان وساتو ځکه ددې تر څنګ چي ممکن خبري راڅخه ګډوډي سي ددې احتمال سته چي بې مورده او ضعيفي خبري هم راڅخه وسي هغه فارسي متل دی چي: جوش هوش را از بين ميبرد.
دريمه مهمه خبره داده چي د احاديثو، آثارو او اقوالو تر مينځ توپیر وکړو او هر يو په صحي حواله بيان کړو.
څلورمه مهمه خبره داده چي د موضوعي او ضعيفو آحاديثو او قيصو څخه ډډه وکړو تر څو خدای مکړه په شعوري ډول درواغ راڅخه و نه ويل سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۰/۱۱

د شهيد مرتبې او فضيلت:

ژباړه: حسن رحمه الله فرمايي: شهيد ته الله تعالی شپږ فضيلتونه ورکړيدي:
۱ – د لومړي څاڅکي ويني د تويېدلو سره يې ټول ګناهونه ورته بخښل کيږي.
۲ – د قيامت په ورځ يې پر سر د ياقوتو داسي افتخاري تاج ايښوول کيږي چي تر دنيا او هغه څه چي په دنيا کي سته غوره دی.
۳ – د خپلو خپلوانو څخه د ۷۲ نفرو د شفاعت اجازه ورکول کيږي.
۴ – په جنت کي ۷۲ ډېري ښائستې حوري ورته په نکاح کيږي.
۵ – د قبر د عذاب څخه ساتل کيږي.
۶ – د قيامت ورځي د ويري او وارخطايي څخه ساتل کيږي.
عَنِ الْحَسَنِ ؛ قَالَ: للشهيد عندالله تَبَارَكَ وَتَعَالَى سِتَّ خِصَالٍ: الْأُولَى: أَوَّلُ قَطْرَةٍ تَسْقُطُ مِنْ دَمِهِ عَلَى الْأَرْضِ يُغْفَرُ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَا تَأَخَّرَ. وَالثَّانِيَةُ: يُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ تَاجُ الْوَقَارِ مِنْ يَاقُوتَةٍ خَيْرٍ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا. وَالثَّالِثَةُ: يُشَفَّعُ فِي اثْنَيْنِ وَسَبْعِينَ مِنْ أَقَارِبِهِ. وَالرَّابِعَةُ: يُزَوَّجُ اثْنَتَيْنِ وَسَبْعِينَ زَوْجَةً مِنْ حُورِ الْعِينِ. وَالْخَامِسَةُ: أَمَانٌ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ. وَالسَّادِسَةُ: يَأْمَنُ مِنَ يَوْمِ الْفَزَعِ الْأَكْبَرِ.[المجالسة وجواهرالعلم ۷۸۰]
مولوي نورالحق مظهري

په خپل تعریف مه خوشحاله کېږه.

ژباړه: وهب بن منبه وایی: کله چی یو څوک په تا کی داسی ښېګڼه بیان کړی چی هغه په تا کی نه وی نو هیڅ باور مه ورباندی کوه چی دغه سړی به په تا کی داسی بدی بیان کړی چی هغه به په تا کی نه وی.
یعنی که چا د درواغو څخه په نیکو باندی ستا صفت کوی او داسی کارونه یې تاته منسوبول چی هغه تا نه وه کړی نو لیری نده چی دغه سړی یو وخت تا پداسی بدو کارونو یادوی چی هغه به په تا کی نه وی.
عَنْ وَهْبٍ؛ قَالَ: إِذَا قَالَ الرَّجُلُ فِيكَ مِنَ الْخَيْرِ مَا لَيْسَ فِيكَ؛ فَلَا تَأْمَنْهُ أَنْ يَقُولَ فِيكَ مِنَ الشَّرِّ مَا لَيْسَ فِيكَ.[المجالسة وجواهرالعلم883]
مولوی نورالحق مظهری