۱۴۰۲/۰۶/۱۱

که ضعيف يې نو مسئوليت مه منه!

انسان لکه د ځان په نسبت چي مسئوليت لري د نورو مسلمانانو په نسبت يې هم لري آن تر دې چي په خپل چاپيريال کي د موجوده حالاتو، نظامونو او ژويو په نسبت يې هم لري ځکه نو انسان بايد تر خپل شخصي صلاحيت اضافه د مسئوليت په منلو کي ډېر دقت او غور وکړي په دې معنی سره چي د نورو شيانو او انسانانو په نسبت ځيني هغه مسئوليتونه دي چي انسان ته د انسانيت او دين په سبب متوجه کيږي لکه بشري خواخوږي، بشري نزاکتونه او هغه حقوق چي په اسلام کي د مسلمانانو تر مينځ پر يو بل لازم سوي دي او ځيني هغه مسئوليتونه دي چي انسان ته د نورو انسانانو يا نظامونو لخوا سپارل کيږي دداسي مسئوليتونو په منلو کي بايد انسان ډېر دقت او غور وکړي.
داسي مسئوليت بايد و نه مني چي دی نه په پوهيږي او يا يې سر ته نسي رسولای تر څو خدای مکړه پر ځان دروند بار و نه مني او په امانت کي خيانت ورڅخه ونسي؛ کله چي ابوذر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ځان لپاره د دندي او وظيفې غوښتنه کوي هغه ورته وايي:
يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةٌ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْىٌ وَنَدَامَةٌ إِلاَّ مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِى عَلَيْهِ فِيهَا.[صحيح مسلم۴۸۲۳]
ژباړه: ای ابوذره ته ضعيف يې، مسئوليت امانت دی او د قيامت په ورځ رسوايي او پښېماني ده مګر هغه څوک چي د حق سره يې اخيستلای سي او هغه څه آداء کولای سي چي ددې مسئوليت په اړه پر ده باندي لازميږي.
يعني د دندي د آداء کولو لپاره توان او قدرت ضروري دی کوم څوک په کومي دندي نه پوهيږي يا يې حق نسي آداء کولای هغه بايد د داسي دندي غوښتنه ونکړي ځکه چي دنده امانت دی که ورڅخه ضايع سي د قيامت په ورځ به الله تعالی حساب ورسره کوي چي د ناکامه کېدلو په صورت کي به يې رسوايي په برخه وي او پښېمانتيا به هم ګټه نه ورته کوي.
امام نووي رحمه الله د پورته حديث په تشريح کي ليکلي دي: دا حديث د وظيفو څخه د ځان ساتني لپاره لوی دليل دی په ځانګړې توګه د هغه کسانو لپاره چي ضعيف وي او د وظيفو حق سم نسي آداء کولای.[شرح النووي علي مسلم۳۴۰۴]
وظيفه بايد څوک د عوائدو د سرچينې په صفت و نه مني بلکي د خدمت او مسئوليت لپاره يې ومني؛ د وظيفې څخه چي کوم معاش د خدمت او کار په مقابل کي تر لاسه کوي هغه دده ضرورت او اړتيا ده ځکه دی د وظيفې سره بل کار نسي کولای نو بايد د بيت المال څخه دده د اړتيا په اندازه معاش ورکول سي تر څو په سمه توګه وظيفه سر ته ورسوي.
له همدې امله څوک چي په کوم کار نه پوهيږي يا يې سم سر ته نسي رسولای د هغه کار او مسئوليت د منلو څخه دي ډډه وکړي او داسي چا ته دي پريږدي چي هغه يې اهل وي او سم يې سر ته ورسوي ځکه نا اهل نه تنها دا چي وظيفه سم سر ته نسي رسولاي د وظيفې په نيمګړي آداء کولو سره نورو خلګو او نظام ته هم تاوان رسوي او په محوله دنده کي احتمالي ترقي ډېره شا ته غورځوي چي طبعا پر هيواد، خلګو او نظام يې منفي اغيزه پرې وځي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۶/۰۹

د سنبلې د نهمي په مناسبت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د سنبلې۹د مؤمنانو د بريا او کفارو د ماتي ورځ ده، په دې ورځ د اهل ايمان د ايماني جذبې د بريا څرک د آسيا په لوړو څوکو کي و پړکېدی او د اهل باطل د طغيان او سرکښۍ متمرد سر را ټيټ او د غرور دبدبه يې په نړۍ کي نسکوره سوه، په دې ورځ کي ايمان د کفر څخه او خپلواکۍ د اشغال څخه د مبارزې ميدان وګټی، په دې ورځ کي د ملحدينو هغه خوبونه په اوبو لاهو سوه چي د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان د دیموکراسۍ ځالګې جوړه کړي او ددې پر عکس د هغو مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل سوې چي د لسيزو را پدې خوا يې په افغانستان کي د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کول، په دې ورځ کي د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه وړاندوينه په واقعيت بدله سوه چي د امريکايي اشغال په پيل کي يې کړېوه او ويل يې: يوه ورځ به آمريکا د لست د سر څخه و پای ته را شوه کيږي.

هوکې؛ همداسي وسوه آمريکا خپل نظامي او سياسي ارزښت له لاسه ورکړ او په نړۍ کي يې هغه هيبت ختم سو چي يو وخت به يې خلګ د نوم په اورېدلو لا وېرېدل او هغه باورونه درواغ وختل چي آمريکا ګرسره ماتي نه خوري.

د سنبلې۹د افغانانو لپاره د تاریخي وياړونو د اعادې او په ۲۱ پېړۍ کي د زرين تاريخ د پيل ورځ ده په دې ورځي کي افغانانو هغه څه تر لاسه کړ چي د لاس ته راوړلو لپاره يې په لکهاوو شهيدان او ټپيان ورکړه، ډېري قربانۍ يې ورکړې او ډېر مالي زيانونه يې وليدل هغه مبارک شی خپلواکي او آزادي وه چي د هر انسان فطرتي حق دی.

دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي او الله تعالی دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چي ګټلې خپلواکي او راغلی اسلامي نظام په سمه توګه وساتو او د پوره سمبالولو او دوام لپاره يې مناسب او کوټلي ګامونه واخلو.

د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او حوصله مندۍ سره بېله کوم تبعيضه په اتفاق او اتحاد باندي د هيواد د ترقۍ او هيوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او ددې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کي پوره مرسته او کومک وکړي.

د دې تر څنګ چي موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کي کارنامې نه هېروو د تېر ژوند څخه به عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټوله به په ګډه ددې لپاره کار کوو چي بيا ځلي زموږ هيواد د پرديو د يرغل هدف و نه ګرځي، زموږ افغانان د پرديو لخوا ښکار نسي، په هيواد کي د ننه نظام او ولس د ننګونو سره مخامخ نسي، د نظام او ولس تر مينځ واټن پيدا نسي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول سي، ځان ځانۍ او تفردات ختم سي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نسي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ګران هيواد افغانستان په په پاتي سوي رغنيزي سيالۍ کي د نړۍ په کچه مخ ته کړي او د سيالانو سيال يې وګرځوي.

۱۴۰۲/۰۶/۰۸

د استعدادونو او قابليتونو څخه غفلت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
انسان د الله تعالی عجيب او غريب مخلوق دی چي د ډېر ارزښت او اکرام خاوند يې ګرځولی دی، همدغه انسان دی چي الله تعالی د مځکي خلافت په لاس ورکړی آن تر دې چي لومړي انسان يعني آدم عليه السلام ته د الله تعالی ملائکو سجده هم کړېده او الله تعالی د داسي شيانو علم ورکړ چي ملائکي هم په خبري نه وې؛ بلکي دده د ارزښت اعلان خپله الله تعالی کړی او فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْناهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْناهُمْ مِنَ الطَّيِّباتِ وَفَضَّلْناهُمْ عَلى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنا تَفْضِيلاً.[الاسراء70] ژباړه: يقينا چي موږ د آدم اولاد ته عزت ورکړی او دوی مو سواره کړي په دښته او درياب کي او دوی ته مو رزق ورکړی د پاکو شيانو څخه او دوی ته غوراوی ورکړی پر ډېرو هغو شيانو چي موږ پيدا کړي دي په غوراوي ورکولو سره.
همداسي فرمايي: لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.[التين4] ژباړه: يقينا چي موږ انسان په ډېر ښه صورت کي پيدا کړی دی.
انسان ته الله تعالی په مادي او معنوي لحاظ ډېر ارزښت ورکړی؛ انسان ته يې د ځان سره پوره اکرام ورکړی، علم يې ورکړی، خبري يې ورکړي، ښه معتدل صورت يې ورکړی، په مځکه کي يې خپل خليفه ګرځولی، د ډېرو حقوقو خاوند يې ګرځولی، په دنيا کي يې د ژوند واک او ټولنيز مصئونيت ورکړی او د مځکي ټوله شيان يې دده لپاره پيدا کړي دي.
ددې ټولو فضائلو او ځانګړتياوو تر څنګ يې ډېر استعداد او قابليت ورکړی او لوی مسئوليت يې هم ورته سپارلی؛ الله تعالی فرمايي: هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا.[البقرة29] ژباړه: الله هغه ذات دی چي ستاسي لپاره يې ټوله هغه شيان پيدا کړي دي چي په مځکه کي دي.
الله تعالی که انسان ته د مځکي د شيانو څخه د استفادې او ګټي پورته کولو حق ورکړی د هغو په وړاندي يې مسئوليت هم ورته سپارلی او فرمايي: أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى.[القيامة36] ژباړه: آيا انسان دا ګمان کوي چي دی به بې ځايه پاته سي. يعني آيا انسان دا ګمان کوي چي دی به په دنيا کي بې ځايه او بې تکليفه پاته سي، په هيڅ شي به نه امر کيږي، د هيڅ شي څخه به نه منع کيږي او په هيڅ شي به نه مکلف کيږي؟ همداسي په آخرت کي به دده سره حساب نه کيږي؟ داسي نده؛ بلکي ارومرو به په دنيا کي د ته مکلفيتونه ورکول کيږي او په آخرت کي به حساب ورسره کيږي.
انسان ته الله تعالی دده د ځان او نورو مخلوقاتو په نسبت ډېر مسئوليتونه ورکړيدي چي دی يې بايد سر ته ورسوي بلکي الله تعالی په مځکه که دی خپل امين ګرځولی دی او خاص آمانتونه يې ورته سپارلي دي؛ الله تعالی فرمايي: إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا.[الأحزاب:72] ژباړه: يقينا چي موږ وړاندي کړ امانت پر آسمانونو او مځکه باندي خو هغوی يې د منلو څخه ډډه وکړه او ورڅخه و وېرېدل او انسان هغه امانت واخيستی يقينا چي انسان ډېر ظالم او ناخبره دی.
مراد د امانت څخه شرعي تکاليف دي کوم چي پر کولو يې الله تعالی ثواب مرتب کړی او پر پرېښودلو يې عذاب مرتب کړی دی، دا شيان الله تعالی پر آسمانونو او مځکو وړاندي کړه خو هغوی و وېرېدل او قبول يې نکړه خو انسان ومنل او قبول يې کړه.
الله تعالی دغه امانت انسان ته وسپاری او د ته يې وظيفه ورکړه چي خيانت به نه پکښې کوي او چي څنګه ورته سپارل سوی او څنګه ورڅخه غوښتل سوی هماغسي به يې الله تعالی ته سپاري.
که ددې امانت سپارلو او قبلولو حکمت ته وګورو دا به راته ثابته سي چي الله تعالی انسان ته د ډېر لوی مسئوليت تر څنګ ډېر زيات صلاحيتونه هم ورکړيدي چي دی بايد د هغو څخه کار واخلي او ياد امانتونه آداء او خوندي کړي او ياد امانتونه هغه وخت ساتلای او خوندي کولای سي چي انسان د خپلو استعدادونو او قابليتونو څخه ګټه پورته کړي او د خپل دنيوي او اخروي ژوند سمون ته پوره پاملرنه ولري.
لنډه دا چي په مځکه کي د تصرف واک الله تعالی انسان ته ورکړی دی او که د انسان د پيدايښت څخه بيا تر اوسه تاريخ ته وګورو انسان د مځکي واکدار او متصرف پاته سوی دی نو که انسان په مځکه کي هر ډول حالات او شرايط وغواړي د الله تعالی په قدرت او تقدير سره راتللای سي ځکه نو ځينو انسانانو خپل استعدادونه د مځکي د آبادۍ لپاره کارولي وي او مځکه يې آباده کړې وي خو ځينو بيا د مځکي د ورانۍ لپاره کارولي وي او مځکه يې خرابه کړې وي.
دا په انسان پوري اړه لري چي ځان او خپل استعداد څنګه پېژني او څنګه ګټه ورڅخه پورته کوي؟ مځکه آبادوي او که يې خرابوي؟ په مځکه کي اصلاحي راوړي او که فساد خپروي؟.

۱۴۰۲/۰۶/۰۵

افغانستان انټرنشنال په اړه:

افغانستان انټرنشنال هغه ټلويزيوني شيطاني شبکه ده چي د سټلايټ او تولنيزو شبکو له لاري نشرات کوي.
ددې رسنۍ کار د پيل څخه بيا تر اوسه پوري فساد او فحشاء دي او تل يې کوښښ کړی چي حقايق د خلګو څخه پټ کړي او پر ځای يې شايعات او درواغ نشر کړي.
نوموړې رسنۍ د درواغو خبرونو تر څنګ د فاسدو تحليلونو او تبصرو په ذريعه د خلګو ذهنيتونه هم خرابوي او کوښښ کوي تر څو زموږ ولسونه په خاصه توګه ځوانان په فکري او سياسي انحراف روبدي کړي.
يادي رسنۍ په بهر کي يو څو منحرف او غوليدلي په نامه سياست پوهان پیدا کړي چي تل مرکې ورسره کوي او د افغانستان په اړه د هغوی ببولالي او اوتي بوتي د سياسي شننو او څېړنو په نوم پر خلګو تېروي.
زموږ مسلمان ولس بايد ډېر هوښیار وي او هيڅ وخت دداسي مفسدو او مبتذلو رسنيو په تبليغاتو دوکه نسي.
داسي رسنۍ زموږ د دين او وطن د دښمنانو لخوا زموږ د تخريب او ورانۍ په موخه تمويليږي ځکه نو دوی تل زموږ د هيواد او هيوادوالو په اړه منفي تبلیغات خپروي، په هیواد کي نا امنۍ او نا آرامۍ ته لمن وهي، زموږ دښمنانو ته کمپاين کوي، حقايق پټوي او شايعات خپروي تر څو بغاوت، ناشکرۍ، وارخطايۍ او مأیوسۍ ته لاره آواره کړي او زموږ د ولس څخه راغلی امنيت، سوله او کراري واخلي.
يو ځل بيا خپلو افغانانو وړونو ته وايم چي ددغي درواغجني رسنۍ خبرو ته هيڅ ارزښت ورنکړي زه په پوره ډاډ او باور سره وايم چي دا رسنۍ درواغ وایي او کوم کسان چي ددې رسنۍ له لاري پر اوسني نظام بې ځايه نیوکي کوي د افغانستان قسم خوړلي دښمنان او ناپوهان دي.
مولوي نورالحق مظهري

د عمر څخه غفلت:

هغه غفلت چی د انسان د خوارۍ او ذلت سبب جوړيږي د خپل عمر څخه غفلت دی، عمر په استثنائي ډول هغه لوی نعمت دی چي په څېر يې بل نعمت نسي پيدا کېدلای خو له بده مرغه چي ډېری انسان يې په ارزښت نه پوهيزي.
مشهور متل دی چي عمر داسي دی لکه سره زر؛ خو زه وايم عمر تر سرو زرو هم ارزښناکه دی ځکه په عمر باندي چي کوم کارونه کيږي  په سرو زرو يې انسان لاس ته نسي راوړلای، که انسان خپل عمر او ځوانۍ ته پوره ځير سي دا به ورته ثابته سي چي هر ځوان که وغواړي يواځي په ځوانۍ د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي او ځان د بريا هغي لويي څوکي ته رسولای سي چي څوک يې فکر هم نه کوي.
که موږ د مسلمانانو زرين تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چي ډېر کسان د څلويښتو او پنځوسو کلونو څخه مخکي داسي لوړي مرتبې ته رسېدلي دي چي نن زموږ په زمانه کي خلګ افتخار په کوي چي لويه بېلګه يې په سياسي او علمي ډګرونو کي ځيني مسلمان باچاهان او ستر علماء دي.
د وخت ارزښت او اهميت ته په کتو په حديث کي راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ.[المجالسة وجواهرالعلم1675] ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه نعمته دي چي ډېری خلګ پکښې تاوانيان دي: روغتيا او  فراغت دی.
همداسي په بل حديث کي راځي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ، شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ.[شعب الايمان 9768] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم پداسي حال کي چي يو سړي ته يې نصيحت کوی وفرمايل: پنځه شيان د پنځو شيانو مخکي غنيمت وشمېره: ځواني د سپينږيرتوب مخکي، روغتيا د ناروغۍ مخکي، بډايي د نادارۍ مخکي، فراغت د مصروفيت مخکي او ژوند د مړيني مخکي.
نو راځئ وخت او عمر غنيمت وګڼو او سمه ګټه ورڅخه پورته کړو! زموږ د عمر هره شيبه چي تېريږي زموږ څخه يو فرصت له لاسه وځي او تللي فرصتونه بيا هيڅ وخت په لاس نه راځي.
د ژوند په هره برخه کي مصروفيت لرو په هماغه برخه کي د خپل معيشت سره تر څنګ د ځان او نورو مسلمانانو نيکمرغۍ ته هم پاملرنه وکړو او د خپل عمر په هره لحظه کي د ځان او نورو مسلمانانو د دنيا او آخرت لپاره کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري