۱۴۰۲/۰۸/۲۰

غزه لا هم په اور کي سوځي:

تر يوې مياشتي ډېر وخت وسو چي غاصبو يهودي اسرائيلو د غزې پر مسلمانانو خپل ظالمانه بريدونه پيل کړي چي په ترڅ کي يې په زرهاوو مظلوم فلسطينيان شهيدان، ټپيان او بې کوره سوي او د غزې ښکلی ښار د خاورو سره خاوري سوی خو اسلامي نړۍ لا هم په ننداره ورته ناسته ده.
د فلسطين ګاونډي هيوادونه لکه مصر او اردن د فلسطينيانو پر ځای د اسرائيلو سره مرسته کوي او امريکايان ددوی له لاري اسرائيليانو ته نظامي مرستي رسوي، د سوريې او لبنان واکمنان د خپل ضعف له وجهي يا د امريکا له ويري د فلسطينيانو سره مرستي کولو ته زړه نه ښه کوي.
نور ځواکمن اسلامي هيوادونه لکه ترکيه، سعودي، مالیزيا، اندونيزيا او ايران هسي د درواغو لاپي ولي او يا هم د بې غیرتۍ په سکوت چوپ دي.
او د قوي فوځ او اټومي وسلو درلودونکي اسلامي هيواد پاکستان بيا د مظلومو مهاجرينو افغانانو په ځورولو او ربړولو مصروف دی او نور اسلامي هيوادونه هم ددې نه دي چي د غزې په ملاتړ دي کوم کار وکړي.
يو افغانستان دی چي د ټولو مسلمانانو سره د مرستي رښتيني روحيه او هر اړخيزه خواخوږي لري خو له بده مرغه چي هغوی بيا نه امکانات لري او نه هم د غزې سره پوله لري.
د قيامت په ورځ به الله تعالی ارومرو د هغه اسلامي هيوادونو د واکمنانو څخه پوښتنه کوي چي د غزې سره مرسته کولای سي خو د خپلو شخصي ګټو او يا يې د امريکا له ويري نه ورسره کوي.
مسلمانانو وړونو او خويندو!
که مو د خپلو فلسطيني وړونو سره نظامي، مالي او بشري مرسته نسي کولای دعا خو ورته کولای سی؛ دعاګاني ورته وکړئ ځکه دعا د مظلوم مسلمان داسي وسله ده چي د ډېرو لويو ستونزو مخه په نيول کېدلای سي په حديث کي راځي: لايردالقضاء إلا الدعاء. يعني قضاء بېله دعا بل شی يې نسي ردولای نو که تاسي د خپلو فلسطيني مجاهدينو وړونو لپاره دعا وکړی ارومرو يې الله تعالی درڅخه قبلوي او ان شاء الله ددې اميد سته چي بلکي دا زموږ لپاره د مسئوليت رفع کول او آداء کول هم سي.
مولوي نورالحق مظهري