۱۴۰۲/۰۴/۱۰

د مسلمان باچا حقوق:

اسلام د حقوق ساتني لپاره داسي جامع او شامل دين دی چي د هر چا حقوق پکښې خوندي دي او د هر چا لپاره يې پر نورو باندي د ثابتو حقوقو بيان کړی وي د هغې جملې څخه مسلمان باچا هم دی چي پر خپل رعيت باندي ډېر حقوق لري چي موږ يې ځيني ذکر کوو.
لومړی حق: د مسلمان باچا د خبري منل او اطاعت؛ الله جل جلاله فرمايي: يَآ أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ.[النساء۵۹] ژباړه: ای هغه کسانو چي ايمان يې راوړی دی د الله اطاعت وکړئ، د رسول او خپلو هغه کسانو چي خاوندان د حکم دي اطاعت وکړئ.
ابوبکر جصاص رحمه الله په خپل تفسير کي ددې آيت په تشريح کي ويلي دي: د اولي الامر څخه امراء او علماء دواړه مراد کېدلای سي.[احکام القرآن ج ۳ ص۱۷۷]
ځکه نو پر مسلمانانو د خپل مسلمان امير او باچا اطاعت فرض او واجب دی البته تر هغه وخته پوري چي په ګناه باندي امر ونکړي.
په اوږد حديث کي چي په صحيح مسلم کي روايت سوی دی رسول الله صلي الله عليه وسلم حذيفه بن اليمان ته وايي: تَسْمَعُ وَتُطِيعُ لِلأَمِيرِ وَإِنْ ضُرِبَ ظَهْرُكَ وَأُخِذَ مَالُكَ فَاسْمَعْ وَأَطِعْ.[صحيح مسلم۴۸۹۱]
ژباړه: ته به د خپل امير خبره اورې او اطاعت به يې کوې کڅه هم ستا ملا ووهي او ستا مال درڅخه واخلي، خبره واوره او اطاعت وکړه.
له همدې وجهي چي د مسلمان امير او مشر اطاعت ډېر مهم دی صحابه وو به د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پر اطاعت باندي بيعت کوی لکه په حديث کي چي راځي: عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ بَايَعْنَا رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِي الْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ. [صحيح البخاري۷۱۹۹]
ژباړ: عباده بن الصامت رضي الله عنه فرمايي: موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پر اورېدلو او اطاعت کولو په خوښۍ او نا خوښۍ کي بيعت وکړ.
په هره زمانه کي د مسلمانانو دا وظيفه ده چي د خپل مسلمان امير اطاعت وکړي که څه هم په داسي شيانو کي وي چي د دوی د طبيعت خلاف وي البته د صريح ګناه په کولو کي يې د امر اطاعت واجب نه دی.
که زموږ د فقهي کتابونو ته رجوع وکړو په اتفاق باندي زموږ فقهاء فرمايي: لِأَنَّ طَاعَةَ أُولِي الْأَمْرِ وَاجِبَةٌ بِالْآيَةِ الشَّرِيفَةِ.[البحرالرائق ج۱۸ص۱۳۸] يعني د خاوندانو د حکم اطاعت په آيت شريف باندي واجب دی. البته په ګناه کي د هيچا اطاعت واجب نه دی لکه په بحرالرائق کتاب کي چي راځي: لِأَنَّ طَاعَةَ الْإِمَامِ فِيمَا ليس بِمَعْصِيَةٍ فَرْضٌ. يعني د امام اطاعت په هغه شي کي چي ګناه نه وي فرض دی.
دوام لري.....
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۰۹

د تاریخي غیرت لنډه قیصه:

په 1890 ميلادي کال کي يو فرانسوي ډرامه ليکونکي د محمد په نامه ډرامه وليکل هغه يې فرانسوي فيلم جوړوونکو ته ورکړه چي فيلم ورڅخه جوړ کړي او نندارې ته يې وړاندي کړي.
دا فيلم چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپکاوي کي جوړ سوی وو د فرانسې د حکومت په خوښه نندارې ته وړاندي کېدی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی پکښې کېدی.
خو کله چي د عثماني خلافت د هغه وخت خليفه سلطان عبدالحميد رحمه الله خبريږي په ډېري چټکۍ سره ددې فيلم د نشرېدلو مخه نيسي او د فرانسې د حکومت څخه په ډېره تنده لهجه ددې کار د مخنيوي غوښتنه کوي، د فرانسې حکومت ته چي د سلطان عبدالحميد خبره رسېږي سمدستي نندارې ته ددې فيلم د وړاندي کولو مخه نيسي.
د فيلم جوړوونکی کوښښ کوي چي په امريکا کي خپل فيلم په ننداره کښېږدي خو سلطان عبدالحميد رحمه الله يې هلته هم نه پرېږدي او د فيلم نشرولو مخه يې نيسي.
نن که مسلمانانو نړيوال اسلامي خلافت درلودلای په سويډن کي به د قرآن شريف سپکاوی نه کېدلای او د سويډن حکومت به علني د قرآن سوځولو اجازه نه ورکولای.
اسلامي نړۍ د هيوادونو وېش او د مسلمانانو بې اتفاقۍ تباه او برباد کړه چي پر يوه مشر او امير نه سره راټوليږي او په نړۍ کي ډېرو اسلامي هيوادونو خپل استقلال د لاسه ورکړی او په کفري هيوادونو پوري يې ځانونه تړلي وي.
که موږ مسلمانان د خپل زور او عزت د بيرته تر لاسه کېدلو هوډ لرو بايد د نړيوال يوه اسلامي خلافت را ژوندي کولو هڅي وکړو او د هغه مسلمانو مبارزينو سره پوره ملګرتيا وکړو چي د نړيوال اسلامي نظام او اسلامي خلافت إحياء ته يې ځانونه وقف کړيدي.
تر څو چي موږ مسلمانان نړيوال اسلامي خلافت را ژوندی نکړو او پر يوه مسلمان رهبر سره راټول نسو همداسي ذليل او خوار به ګرځو.
منبع: ترک پرس ویب پاڼه
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۰۶

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام:

د نيکمرغه لوی اختر د را رسېدلو په مناسبت د ګروپ ټولو ګډونوالو، ملګرو، مینوالو او ټولو مسلمانانو ته مبارکي ډالۍ کوم.
الله تعالی دي ټولو ته د خوښۍ، نيکمرغۍ او برکتونو اختر وګرځوي او د ټولو مسلمانانو قربانۍ، طاعتونه او دعاګاني دي الله تعالی په خپل دربار کي قبولي کړي.
رب العالمين دي ددې مبارکي ورځي په برکت دي زموږ د حجاجو حجونه، د علماؤ خدمتونه، د مسئولينو زحمتونه، د مجاهدينو جهادونه، د مخلصينو اخلاصونه، د زده کوونکو درسونه او د ټولو مسلمانانو نيک کارونه په دربار کي قبول کړي.
الله تعالی دي ددې ورځو په برکت په اسلامي ملت کي اصلاح او سمون راوړي او نا اهلانو، منحرفینو، متعصبينو او ټولو بې لارو ته دي پوره او چټک هدایت په نصيب کړي.
پروردګار دي ددې مبارکي ورځي په برکت د دین تولو خادمانو ته د نورو خدمتونو توفيقات په نصيب کړي او زموږ اسلامي نظام ته دي الله تعالی هر اړخیزه پياوړتيا او ابدي بقاء ورکړي.
په آخره کي يو ځل بیا ټولو ته د لوی اختر مبارکي وايم.
په پوره درنښت:
ستاسي ورور: مولوي نورالحق مظهري

د اختري(قربانۍ) په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندي شيان چي په ځينو ځايونو کي رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
۱ – مخکي تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندي تورول.
۲ – د اختري په خوله باندي مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.
۳ – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.
۴ – د اختري د حلالولو په وخت کي چي کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو دېوال باندي د هغې مښوول.
دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کي رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.
د اختري حيوان هم لکه نور حيوانان داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چي مخکي تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندي ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چي يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

اختر او رسنۍ:

دا يقيني خبره ده چي د اختر مبارکه ورځ د هغو نيکو ورځو څخه ده چي ټول مسلمانان بايد پوره پاملرنه ورته وکړي او هر يو يې ځان په ښه لمانځنه کي مسئول او ملکلف وګڼي او دا هم ثابته سوې خبره ده چي رسنۍ د نورو مهمو ورځو په څېر ددې ورځي په لمانځنه کي هم لوی او اړين رسالت لري چي بايد يې په پوره ايماندارۍ سره سر ته ورسوي.
د اختر د ورځو په ښه لمانځنه کي لاندي شيان ډېر مهم دي:
۱ – ددې ورځو د فضيلت او ارزښت پېژندنه.
۲ – په دې ورځو کي د فرائضو، واجباتو، سنتونو او آدابو پېژندنه.
۳ – په دې ورځو کي د کېدونکو منکراتو پېژندنه او ځان ساتنه.
۴ – په دې ورځو کي خلګو ته ددوی مکلفيتونه او مستئوليتونه په ګوته کول.
۵ – په دې ورځو کي د نظام سره په هره برخه کي په خاصه توګه د امنيت په برخه کي پوره مرسته.
۶ – په دې ورځو کي د ترافيکو پيښو د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی او سر خلاصی.
۷ – په دې ورځو کي د ښاري صفايې او نظامت د ساتني لپاره عامه پوهاوی او خلګو ته معلومات ورکول.
۸ – په دې ورځو کي د اړو انسانانو، يتيمانو او کونډو لاسنيوی.
۹ – په دې ورځو کي د احتمالي منفي پيښو په اړه د تشويشونو او تخريشونو مخنيوی.
۱۰ – په دې ورځو کي ځوانانو ته روا او ښې تفريګاني او سرګرمۍ په نښه کول تر څو چي د بدو او ناروا کارونه لپاره بديل هم سي او ځوانان هم ورسره په سمه توګه مصروف سي.
۱۱ – په دې ورځو کي په فردي او ټولنيز ډول لومړيتوبونه پېژندل.
په پورته برخو کي که رسنۍ په ژوندۍ او ثبتي بڼه خپروني جوړي کړي او بيا يې نشر کړي ددې تر څنګ چي خپل رسالت به سر ته ورسوي په يقيني ډول د ولس او نظام سره به ډېر مرسته وکړي.
که په هره برخه کي د علماؤ، کارپوهانو او تکړه وياندويانو څخه استفاده وسي دا به د خلګو په پوهاوي او ښه فضاء جوړولو کي ډېر مؤثر تمام سي، همداسي د خپرونو په مينځ کي پر ښه محتوی مشتمل لنډ پيغامونه نشر کول ډېره ګټه لري.
په دې خاطر چي رسنۍ د هر شي په رسولو کي مهم رول لري او تر ډېره بريده خلګ هم غوږ ورته نيسي نو دا به ډېره ښه وي چي د داسي ورځو په ارزښت او کيفيت لومړی خپله رسنۍ ځانونه خبر کړي بيا يې د خاص طرزالعمل او ځانګړي مهالويش له مخي تر عام ولس پوري ورسوي.
په دې خاطر چي زموږ ټولنه ډېره سنتي او مذهبي ټولنه ده د داسي خپرونو سره مينه هم ډېره لري او پر هغه رسنۍ ډېر بارو لري کومه چي دوی ته داسي ښې موسمي او معلوماتي خپروني نشروي؛ له همدې امله د اختر په ورځو کي د ښو خپرونو نشرول رسنيو ته دوې مهمي ګټي لري چي يوه يې د خپلي دندي او رسالت سم سر ته رسول دي او بل يې د خلګو باور تر لاسه کول دي.
راځئ که ټلويزيون لرو، که راډيو لرو، که ويب پاڼه لرو، که ورځپاڼه يا مجله لرو او که په ټولنيزو شبکو کي آکونټ يا چينل لرو د ټولو له لاري د اختر مبارکي ورځي ښه ولمانځو او د خپل دين، خلګو، نظام او عقل په وړاندي احساس د مسئوليت وکړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

د اختر په ورځو کي د هر هيوادوال ځيني مهم مسئوليتونه:

۱ ـ د اختر په ورځو کي د مهمو او ضروري کارونو څخه يو دا هم دی چي په امنيتي برخه کي د امنيتي، کشفي او استخباراتي ارګانونو سره مرسته وکړو او ددې لپاره چي هيوادوال په ډاډمنه فضاء کي اختر ولمانځي د امنيه قومندانۍ او استخباراتو لخوا ټاکل سوي اصول عملي کړو او د دوی تر څنګ ودريږو.
۲ ـ په دې خاطر چي په دې ورځو کي د ترافيکو ډېر ازدحام وي نو د ترافيکي پيښو د مخنيوي لپاره بايد د ترافيکو پوليسو سره مرسته وکړو، ترافیکي اصول په پام کي ونيسو او په موټروانۍ کي د ډېر سرعت او بې احتياطۍ څخه ډډه وکړو.
۳ ـ په دې ورځو کي مسلمانان اختريان حلالوي چي طبعا د چاپېريال پر نظافت تأثير اچوي ځکه نو موږ بايد په سړکانو، کوڅو او عامه ځايونو کي د وينو، پوستونو، لريو او نورو کچرو د غورځولو څخه ډډه وکړو تر څو مو خپل ښار پاک ساتلی وي او د ښاروالۍ سره مو د تنظيف په برخه کي پوره مرسته کړې وي.
البته که د ښاروالۍ لخوا د پسونو د حلالولو لپاره مسلخ يا کوم بل ځای په نښه سوی وي نو ډېره به ښه وي چي موږ همالته خپل پسونه حلال کړو.
۳ ـ کوم ځايونه چي د حج او اوقافو د ریاست لخوا د اختر د لمانځه لپاره په نښه سوي وي همالته د اختر لمنوځ آداء کړو او بې نظمۍ څخه ځان وساتو.
مولوي نورالحق مظهري

اختری د څشي لپاره کيږي؟

د اختري د وجوب لپاره ډېر حکمتونه سته خو موږ يې يو څو دانې ذکر کوو:
۱ – اختری کول د ابراهيم عليه السلام سنت دی موږ هم د هغه د سنت په ژوندي ساتلو باندي امر سوي يو لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چي فرمايي: سنة ابيکم ابراهيم. يعني ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی.
۲ – د اختري په حلالولو کي پر خپل ځان، اولاد، کورنۍ، دوستانو او مسکينانو باندي پيراخي د رزق ده او دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي.
څوک چي د طاقت او توان سره پر خپل اولاد باندي د رزق او روزۍ  پيراخي کوي، د خپلو خپلوانو او نورو مسکينانو سره مرسته کوي دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي له همدې امله د اختري په غوښو کي مستحب دا دی چي درې  برخي سي يوه برخه يې انسان خپله د خپلو اولادونو سره وخوري، بله برخه يې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او دريمه برخه يې نورو بېګانه مسکينانو ته ورکړي.
۳ – د اختري په حلالولو باندي د الله جل جلاله شکر اداء کيږي ځکه ددې تر څنک چي د اختري په کولو باندي د الله پاک امر عملي کيږي د الله تعالی د رضايت لپاره مالي لګښت او مصرف هم کيږي چي د الله جل جلاله د خوشالۍ سبب جوړيږي.
۴ – د اختري په کولو باندي انسان ته ثواب په لاس ورځي  لکه په فضائلو کي د اختري چي راځي: د اختر په ورځ کي تر بل هر عمل الله پاک ته د اختري حلالول ډېر خوښ دي او انسان ته د اختري د غوښو، ښکرونو، ورېښتيانو او ښنګوروکو په مقابل کي ثواب ورکول کيږي او د اختري د لومړي څاڅکي ويني سره د انسان هره ګناه ورته بخښل کيږي.[سنن ترمذي]
مولوي نورالحق مظهري

په اختر کي بايد څه وکړو؟

۱ – خوابدي ملګري او دوستان پخلا کړئ ځکه چي دا ورځي د خوابدتيا نه دي؛ د مسلمان سره هر وخت خوابدتيا ښه کار نه دی خو په دې مبارکو ورځو کي بيا ډېر بد کار دی.
نو که ددې ورځو څخه مخکي له کوم مسلمان سره خوابدي ياست پدې ورځو کي يې د ځانه څخه خوشحاله کړئ او ورسره پخلا سئ.
۲ – پدې ورځو کي د ډېرو خوراګونو څخه ځانونه وساتئ تر څو ناروغ نسئ.
۳ – پدې ورځو کي عادتا د نقليه وسائطو ازدحام وي نو ځکه ځانونه د موټر او موټرسايکل بې ځايه ځغلولو څخه وساتئ تر څو ځان او نور مسلمانان د ټکر او خوږ څخه وژغوری.
۴ – پدې ورځو کي ځانونه د ټولو منکراتو څخه وساتئ په خاصه توګه هغه منکرات چي په ځينو ځايونو کي د ځينو بې کاره خلګو لخوا کيږي  لکه د سپو جنګول، د کرکانو او چرګانو جنګول، د هګيو جنګول، د موسيقۍ مراسم نيول او داسي نور....
۵ – پدې مبارکو ورځو کي ځانونه د هر ډول اسراف څخه وساتئ.
۶ ـ پدې ورځو کي د خپلو امنيتي، کشفي او استخباراتي ارګانونو سره پوره مرسته وکړئ تر څو د هيوادوالو امنيت ښه تضمين سي او د امنيت اخلالوونکو شريرو انسانانو مخنيوی وسي.
۷ ـ خپل اختریان مناسب ځای حلال کړئ او کچره يې پر سړکانو او کوڅو مه غورځوئ تر څو د چټليو مخه ونیول سي او د ښاروالۍ سره مو د ښار په صفايۍ کي پوره مرسته کړې وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۰۵

د اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
 د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلګو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو باندي يې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلګ ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندی روا.
په خلاف د هغو خلګو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام ددين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام ددين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نه لري بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته ددې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چي ددې اجازه لا نسته چي د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چي مخکي تر اسلام خلګو لمانځلې او ددې لپاره چي مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي سي الله پاک ورته دغه مبارکي ورځي ورکړیدي.

 د لوی اختر د ورځي فضايل:
۱ – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
۲ – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چي کله دا مبارکه ورځ را رسیږي پدې ورځي کي مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه پدې ورځ کي مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکينانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سرته رسوي، چي دا ټوله ددې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
۳ – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده پدې ورځو کي حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر مينځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چي ددې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
۴ – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کي نه خلاصيږي بلکي څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چي مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکي ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

 د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چي الله پاک پر انسان باندي خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چي د الله پاک شکر پر ځای کړي چي يقينا د شکر په آداء کولو باندي د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چي همداسي دی: چي ای بندګانو که چيري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چي زما عذاب ډېر سخت دی.

 د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای سو:
• د اختر په ورځو کي بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولو کي اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکين غم هم بايد ورسره وي، ددې پر ځای چي پر شيرينۍ او خوراکي شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکين ته ورکړي تر څو مسکين هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کي بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چي نفلي عبادات ډېر کوي بلکي متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چي د عباداتو د کولو تر څنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کي دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان  وساتي، ځيني داسي مراسم سته چي نه تنها دا چي جايز ندي او فايده نه لري بلکي شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چي ځيني د دين څخه ناخبره خلګ يې پدې مبارکو ورځو کي جوړوي. 
همدا راز پدې ورځو کي ځيني خلګ فاتحه نيسي چي دا کار هم شرعا ندی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکي د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کي چي مسلمان لمونځ په جماعت باندي کوي د اختر په ورځو کي هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت باندي وکړي او پدې پلمه چي ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه روا کيږي.
• په ځينو سيمو كي داسي رواج دی چي د اختر مخکي د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکویي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید ددې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چي د اختر مخکي یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کي د کلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره ددې چي د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکي خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کي نسته دا چي څو میاشتي یا هفتې وروسته ته ورځې بیرته یې مصیبت را تازه کوې دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

 د اختر د ورځي آداب:
ددې مبارکي ورځي د آدابو د پر ځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تر دې چي د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
پدې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نه کړي ځکه چي پدې ورځي کي نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کور ته راسي، په لوی اختر کي دي مخکي تر تللو و عيدګاه ته هیڅ شی نه خوري بلکي د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چي یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
کله چي د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کي ښه خبره داده چي خپله یې حلال کړي که یې خپله نسو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کي سنت طریقه داده چي غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او دریمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.

 اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کورته ځي که ګوري چي مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه ... ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد. ای وروره! اختر د هغه چا لپاره دی چي الله پاک يې روژه قبوله کړې وي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دی، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دی او هره هغه ورځ چي موږ د الله پاک نافرماني پکښې ونکړو زموږ لپاره اختر دی.
په لوی اختر کي هم موږ داسي ویلای سو چي اختر د هغه چا لپاره دی چي الله پاک یې طاعتونه او عبادتونه قبول کړي وي په خاصه توګه هغه عبادتونه چي د ذوالحجې میاشتي په تیرو ورځو کي یې کړیدي.
همداسي راغلي دي: ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد. يعني اختر د هغه چا لپاره ندی چي نوي کالي واغوندي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي ډېر طاعت او بندګي وکړي. ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار. اختر د هغه چا لپاره ندی چي ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي د عزيز او غفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلګو لپاره دي خوشحالي او مبارکي وي چي د ذوالحجې په نورو ورځو کي یې عبادت کړی وي، د مساکينو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.

 د اختر د ورځي پيغام: 
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چي مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کي خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کي چي د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چي مسلمانان په يو ځای کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چي دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او ددې ښکارندويي کوي چي مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ پشان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چي ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونوته  ستانه سو.

د لوی اختر د ورځي فضائل:

۱ – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
۲ – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چي کله دا مبارکه ورځ را رسیږي په دې ورځي کي مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه په دې ورځي کي مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکينانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سر ته رسوي، چي دا ټوله ددې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
۳ – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده په دې ورځو کي حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر مينځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چي ددې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
۴ – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کي نه خلاصيږي بلکي څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چي مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکي ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.
لیکنه: محمد مروان.
ژباړه او زيادت: مولوي نورالحق مظهري