۱۴۰۲/۰۶/۲۴

قهر او خښم مکوه تر څو د الله تعالی د خښم او قهر څخه وساتل سې!

د عبد الله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دی چي ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه: څشی ما د الله تعالی د غضب څخه ليري کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: خښم/قهر مکوه.
يعني که غواړې چي ته د الله تعالی د قهر او غضب څخه خوندي سې نو پر نورو انسانانو قهر او غضب مکوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د غضب کولو څخه ځکه ممانعت کوي چي غضب د ناوړه شيانو څخه پيدا کيږي او د ډېرو بديو سبب جوړيږي.
خطابي رحمه الله فرمايلي دي: ددې حديث څخه مراد دا دی چي ځان د اسبابو څخه د غضب وساته يعني هغه شيان چي انسان ته غضب پيدا کوي.
ځيني علماء وايي: د غضب څخه ځکه ممانعت راغلی دی چي د غضب لوی سبب تکبر او غرور دی ځکه انسان ته غضب هغه وخت ورځي چي د خپلي ارادې خلاف کار وويني نو تکبر يې غضب کولو ته هڅوي له همدې امله کوم کسان چي تواضع او عاجزي کوي تر څو د نفس غرور ورڅخه ولاړ سي هغوی د غضب د شر څخه نجات پيدا کوي.
ابن التين ويلي دي: په دې خبره کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دنيا او آخرت خير رانغښتی دی ځکه چي غضب د پرېکون سبب جوړيږي او له امله يې شفقت او مهرباني ختم کيږي او کله ناکله خو ددې سبب سي چي غضب کوونکی دي مقابل لوري ته آزار ورکړي چي په دې سره يې دين هم نيمګړی کيږي.
بيضاوي رحمه الله ويلي دي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل چي انسان ته ډېر تاوانونه دده د شهوت او غضب څخه رسيږي او د سوال کوونکي شهوت مات وو نو کله يې چي د داسي شي په اړه پوښتنه وکړه چي دی د بدو کارونو څخه ساتي رسول الله صلی الله عليه وسلم دی د غضب کولو څخه منع کړ ځکه چي انسان ته تر بل هر شي د غضب څخه تاوان ډېر رسيږي له همدې کبله يې په کنټرول کولو کي ډېري ګټي او ډېر ثوابونه ايښي دي او کنټرول کوونکی يې رسول الله صلی الله عليه وسلم لوی پهلوان ګڼلی دی.[فتح الباري]
که تجربې ته وګورو هم به دا راته ثابته سي چي قهر او غضب د انسان لپاره ډېر تاواني دی ځکه ډېر کسان د غضب په وخت کي داسي کارونه کوي چي وروسته بيا ورباندي پښېمانه وي او ځيني وختونه خو د غضب په سبب ناوړه کارونه ورڅخه  کيږي چي بيا يې د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کوي.
نو راځئ د قهر او غضب څخه ځان وساتو او هیچا ته د خښم په سترګه و نه ګورو تر څو د الله تعالی د خښم او قهر څخه نجات پیدا کړو.
عن عبد الله بن عمرو انه: سأل رسول الله صلى الله عليه و سلم ماذا يباعدني من غضب الله عز و جل قال لا تغضب.[مسند احمد بن حنبل6635]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۶/۲۰

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(څلورمه او آخري برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
که تاريخ ته وګورو د فرهنګي مبارزې په ډګر کي مسلمان شاعران په شعرونو او نظمونو باندي ډېر ځلېدلي او په هره برخه کي يې د خپلو اشعارو په ذريعه ډېر مثبت بدلونونه راوستلي په خاصه توګه د حماسو په ډګر کي چي تل يې ځانونو او اورېدونکو ته د خپل شعر په واسطه د داسي مبارزې روحيه ورکړې چي تر ډېرو ځايونو او ډېرو وختونو پوري يې د مثبتو بدلونونو تأثيرات رسېدلي دي.
د شعر او شاعرۍ په ډګر کي اسلامي تاريخ په خپله غېږه کي ډېر نامتو او زړور شاعران لري چي تل يې د دين، وطن او انسانيت په ساتلو کي ډېر فعال رول لوبولی دی د بېلګي په ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي حسان بن ثابت، عبدالله بن رواحة، زياد التميمي او کعب بن مالک رضي الله عنهم هغه تکړه شاعران وه چي تل يې په خپل شعر د اسلام او پيغمبر څخه دفاع کول او د شعرونو په ويلو يې مسلمانان د دين لپاره خدمت او جهاد ته تشويق کول.
که په عموم کي تاريخ ته ځير سو دا به راته ثابته سي چي په هره زمانه کي ځينو شاعرانو د خپل عصر د شرايطو سره سم د شعر په ژبه د ټولني د اصلاح لپاره کار کړی دی او په اخلاقي، ديني، ټولنيزو او تصوفي برخو کي يې لوی لوی کتابونه ليکلي دي چي يوه بېلګه يې علام اقبال لاهوري، خوشحال خټک او عبدالرحمان بابا دي چي د شعرونو په مطالعه کولو سره يې انسان ته د عباداتو، عقائدو او نورو مهمو موضوعاتو په برخه کي پوره معلومات حاصليږي.
مبارزو شاعرانو تل خپل چاپيريال او حالاتو ته په کتو په ټولنه کي د مثبتو بدلونونو لپاره کار کړی دی؛ د جهاد لپاره دعوت، د ظالمانو او جاهلانو څخه شکايت، د پوهي او روښن فکرۍ ترويج، د مظلومانو دفاع، د فکرونو ويښتوب، د فرهنګونو سمون، د انسانيت ارزښت، د بشريت مقام، د تقوی فضيلت او نور... هغه موضوګاني دي چي په هره زمانه کي شاعرانو شعرونه ورباندي جوړ کړي او ويلي دي چي نژدې بېلګه يې زموږ په افغانستان کي د جهادي حرکتونو پيل کېدل دي چي د انګريزانو، روسانو او امريکايانو په وړاندي په جهادي بهير کي شاعرانو ډېره لويه ونډه واخيستل او د مجاهدينو په تشويق او تحريک کي يې ډېر کار وکړ بلکي د کفري اشغال په ختم او کفري فکر په وژلو کي يې نه ستړي کېدونکي هڅي وکړې په خاصه توګه بيا ترنم ويونکو ډېر ستر خدمت وکړ چي په خپلو ترانو او زمزمو يې تل جهادي شعار چالانه او اوچت وساتي.
حماسي او انقلابي شاعرانو په خپلو جذباتي شعرونو او ترانو د کفري ميډيا ملا ماته کړه او ډېر خلګ يې ددوس د شيطاني موسيقۍ څخه را وګرځول همدا راز دغسي شعرونو او ترانو په هر وګړي کي د مثبت پاڅون جذبه راپوته کړه او هر با احساسه انسان يې په يوه نه بله طريقه د دين او اسلام دفاع ته وهڅوي.
ددې لپاره چي موږ په شعرونو او ترانو د فرهنګي مبارزې ميدان نور هم تود وساتو لاندي موارد بايد په پام کي ونيسو:
الف: شاعران او ترانه ويونکي نور هم تشويق کړو چي په ګڼو اصلاحي او فرهنګي برخو کي شعرونه او ترانې ووايي.
ب: د شاعرانو د خدمتونو د ښکاره کولو او ددوی د تشويق کولو لپاره د هغوی د شعرونو په چاپلولو او نشر کولو کي مرسته ورسره وکړو.
ج: ددې زمينه برابره کړو چي منل سوي او تکړه شاعران ځوانو شاعرانو ته ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي تر څو ددوی شعري قوت نور هم قوي سي او شعرونه يې معياري سي.
د: کوښښ وکړو چي د شعري شهرت معيار استعداد او پوهه وګرځوو نه زور او واسطه.
هـ: په ټولنيزو مراسمو او ناستو کي شاعرانو ته دعوت ورکړو تر څو د شعر په ژه د ولس، هيواد او نظام ږغ تر خلګو پوري ورسوي او په شعري ذوق حقائقو ته خوند ورکړي.

۱۴۰۲/۰۶/۱۹

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(دريمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
۳ – د اسلامي نظام څخه دفاع:
په دې خاطر چي اسلامي نظام د اسلام سياسي څېره او د مسلمانانو لپاره د ساتني او اتحاد محور دی ځکه نو بايد ټول مسلمانان په خاصه توګه فرهنګي مبارزين د هغه په واکمن کېدلو کي پوره زيار وباسي خو اوس چي الحمدلله حاکم سوی دی ټول يې بايد په سمبالولو او ساتلو کي خپل زيار او کوښښ وکړي؛ د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه په لاندي طريقو باندي کيږي:
الف: فزيکي فرهنګي فعاليت؛ فرهنګي مبارزين بايد د هغو رسمي اداراتو سره مرسته وکړي چي په خپلو وظايفو کي فرهنګي فعاليتونه لري لکه د اطلاعاتو او کلتور رياست، د حج او ارشاد رياست او د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست.
د يادو رياستونو سره ددوی د غوښتني سره سم د فرهنګي مبارزينو هغه همکاري ډېره ضروري ده چي په مټ يې په خلګو کي اصلاح او فرهنګ جوړونه راځي او ټول هغه فعاليتونه تر سره کيږي چي عملي کول يې د هيواد، خلګو او نظام په ګټه تماميږي او په يو ډول د نظام پر ځواکمنتيا او بقاء دلالت کوي.

ب: د خلګو پوهاوی؛ فرهنګي مبارزين بايد د اسلامي نظام د تعريف، ارزښت، اړتيا، ځانګړتياوو او لاس ته راوړنو څخه خلګ خبر کړي او ددې کار سم کېدل هغه وخت ممکن دي چي خپله مبارزين ځانونه په دې برخو کي ښه پوه کړي ځکه د ناخبر انسان دفاع ددې ترڅنګ چي چنداني ګټه نه لري بلکي ځيني وختونه تاوان هم کوي.
د اسلامي نظام پېژندل هغه وخت پوره ممکن دي چي خلګ يې د تعريف څخه خبر سي او په ګټو يې هغه وخت خلګ خبريږي چي په ارزښت يې پوه سي او د اړتيا حس يې وکړي او د نظام سره د خلګو مينه هغه وخت پيدا کيږي چي لاس ته راوړني يې وويني له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي فرهنګي مبارزين په پورته شيانو د خلګو د پوهاوي لپاره کار وکړي.

ج: پر نظام د شبهاتو جواب؛ دا معلومه خبره ده چي ځيني خلګ به د ناپوهۍ له وجهي پر نظام منفي اعتراضونه کوي، ځيني نور به يې ممکن د پوهي سره سره د بې دينۍ له وجهي کوي او ځيني نور به شايد د شايعاتو تر تأثير لاندي راغلي وي خو د هر چا لخوا چي پر اسلامي نظام بې ځايه شبهه وارديږي فرهنګي مبارز يې بايد قاطع جواب د ځانه سره ولري البته د شبهاتو په جوابولو کي درې شيان ډېر ضروري دي: يو دا چي هر مبارز به د نظام په نماينده ګۍ او وياندويۍ خبري نه کوي بلکي په عمومي ډول به په دلائلو باندي شبهه جوابوي، دويمه خبره دا ده چي د شبهې جواب به په شعوري ډول کوي تر څو مقابل لوري ته قناعت حاصل سي او دريمه خبره دا ده چي د شبهې په جوابولو کي به ټول بُعدونه او جوانب په پام کي نيسي او په ښه حکمتي لهجه او مصلحتي ژبه به يې جوابوي.
د شبهاتو په جوابولو کي بايد د شبهې وزن او اعتبار ته هم وکتل سي ځکه ځيني وختونه داسي شبهات وارديږي چي هغه په جواب ورکولو باندي نه ارزي بلکي ددې تر څنګ چي وخت ورباندي ضايع کيږي يو ډول شهرت او غټوالی هم پيدا کوي له همدې امله د مناظرو پوهان وايي: پر هره خبره سړی د چا سره مناظره نه کوي ځکه ځيني خلګ د مناظرې له لاري غواړي ځانونه مشهور کړي او خپل ځان په خلګو کي مطرح کړي.
البته که په راډيوګانو، ټلويزيونونو او نورو رسنيو کي د يوه خاص مهالويش سره سم د يوه پلان له مخي ځيني وختونه پوهان رسمي خلګ ميلمانه سي او د نظام په نماينده ګۍ شبهات جواب کړي او د مربوطه اداراتو لاس ته راوړني د خلګو سره شريکي کړي دا به فرهنګي مبارزه نوره هم چټکه کړي او د نظام په دفاع کي به ډېر ښه مؤثر تمام سي.

د: مشرانو ته مشوره ورکول؛ کوم کسان چي په لوړه سطحه علمي فرهنګي مبارزه کوي دا به ډېره ښه وي چي ځانونه د نظام په سيستم ښه پوه کړي او بيا مربوطه اداراتو ته ځيني وختونه ورسي او مسئولينو ته په کار کي د ښه پرمختګ په نيت نيکي مشورې ورکړي تر څو د ښې حکومتولۍ فرهنګ ترويج پيدا کړي او په اداراتو کي په هر اړخيز ډول اسلامي فرهنګ عملي سي.

هـ: د نظام مربوط مثبت خبرونه تکثير کول؛ د نظام په اړه د مثبتو خبرونو نشر کول او تکثير کول هم ددې لامل جوړيږي چي د نظام په لاس ته راوړنو دي خلګ خبر سي او د نظام په وړاندي د ډېرو ننګونو مخه دي ونيول سي له همدې امله که فرهنګي مبارزين په دې برخه کي هم د رسمي اداراتو سره مرسته وکړي دا به په فرهنګي برخه کي د نظام د دفاع لپاره ډېر ښه مؤثر تمام سي.
دوام لري...