۱۴۰۲/۰۱/۰۴

اسلامي مبارز ته پيغام:(۲)

مبارزه وروره! ستا اساسي هدف بايد د اسلام، مذهب او نظام څخه دفاع وي او هيڅ ځای ددې هدف څخه تر شا نسې او ددغه درو واړو څخه په دفاع کي ميدان خالي نکړې.
اسلام ستا دين دی او ستا د ژوند چوکاټ او قانون دی ځکه نو دفاع يې ستا ايماني دنده ده او پر اسلام باندي د شبهاتو جوابول ستا مسئوليت دی.
په دې باندي بايد ته خپل سر خلاص کړې چي الله تعالی ته اسلام تر ټولو غوره دين دی او بېله اسلام څخه بل هيڅ دين الله تعالی ته د منلو نه دی الله تعالی فرمايي: إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ.[آل عمران۱۹] ژباړه: يقينا الله تعالی ته غوره دين اسلام دی. همداسي فرمايي: وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ.[آل عمران۸۵] ژباړه: څوک چي بېله اسلام څخه بل دين وغواړي ګرسره  به ورڅخه قبول نسي.
د اسلام دين الله تعالی زموږ لپاره انتخاب کړی او موږ يې د هغه په پيروۍ باندي امر کړي يو الله تعالی خپل پيغمبر ته فرمايي: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا.[الروم۳۰] ژباړه: خپل مخ پر دين باندي ثابت کړه پداسي حال کي چي د نورو ټولو اديانو څخه و دين ته د اسلام مائل وسې.
يعني ته او ستا پلويان بايد پر دين د اسلام ټينګ ولاړ وي او د دين په ساتنه کي استقامت ولري.
ځکه نو مسلمان ته تر هر شي دين لومړيتوب لري او د دين په ساتنه او غځولو کي بايد خپل ټول توان په کار واچوي.
مذهب ستا د دين لپاره ډېره ښه تشريح ده او داسي اصولي چوکاټ دی چي ته  يې په منلو سره د هر ډول نفسي غوښتنو او ديني انحراف څخه ساتل کېدلای سې ځکه نو دا ستا مسئوليت دی چي د خپل حنفي مذهب دفاع په خپلو لومړيتوبونو کي وګرځوې او د هر ډول افراط او تفريط څخه په ډډي کولو سره خپل مذهب د تشدد او خرافاتو څخه وساتې.
د افغانانو د بريا او يووالي راز د پاک حنفي مذهب په منلو او ساتلو کي دی ځکه نو ته بايد دغه راز د ځانه سره وساتې او هيڅ وخت چا ته اجازه ور نکړې چي ستا د مذهب خلاف شبهات وارد کړي او يا ستا د مذهب خلاف بل فکر ته ترويج ورکړي.
اسلامي نظام ستا د سياست او اقتدار سمبول او کور دی ځکه نو ته يې په سمبالولو او ساتلو کي ډېر لوی مسئوليت لرې او ددې لپاره چي اسلامي ټولنه د سياسي انحراف څخه وساتل سي ته يې بايد د نظام څخه دفاع وکړې او پر نظام باندي هر ډول شبهات په مسلکي ډول په علمي ژبه او پوره استدلال جواب کړې.
موږ مسلمانان د اسلام په ساتلو او غځولو مأمور يو خو د اسلام ساتل او غځول د اسلامي نظام په شتون کي ممکن وي ځکه نو د اسلامي نظام اقامه زموږ دنده ده او د اقامې وروسته يې سمبالول او ساتل په هره طريقه چي وي زموږ فريضه ده.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۰۳

روژه د برکتونو میاشت:

د رسول الله صلي الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چي دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چي په قرآن کي او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کي مبارکه بللې همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده، موږ به په نوبت ددې مبارکي میاشتي ډډېر برکته ستاسي شريک کړو .

 لومړی برکت:
لومړی بركت ددې مياشتي دا دی چي الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې ددې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چي فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه.[ البقرة 185] ژباړ: څوک چي ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دي روژة ونيسي.
دا چي الله پاک دا میاشت دداسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید ددې میاشتي قدر وپېژنو پدې میاشتي کي د عظیم عبادت ترڅنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.

 دویم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي الله پاک پدې مياشتي کي قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چي د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چي د خلګو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.
نو موږ مسلمانان چي څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکي میاشتي احترام هم باید ولرو او چي په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه وکړو. 
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۲۹

اسلامي مبارز ته پيغام:(۱)

که ته پر شريعت برابر وې په دې مه خوابدی کېږه چي خلګ په تا بسې خبري کوي ځکه خلګو په پيغمبرانو او امامانو پسې هم خبري کولې او ممکن د خلګو خبري ستا د خدمت او تقوی په سبب را پورته سوي وي ځکه مشهور متل دی چي ميوه لرونکې ونه په ډبرو ويشتل کيږي.
او که تا د باطل په وړاندي مبارزه کول نو پوه سه چي د خلګو خبري ستا په وړاندي د باطل عکس العمل او غبرګون دی ځکه کله چي د حق آواز پورته سي باطل خپله چيغي وهي او رش جوړوي نو ددې پر ځای چي ته خوابدی وسې بايد خوشحاله وسې ځکه د حق لپاره د خدمت نتيجه هغه وخت ښکاره کیږي چي اهل باطل ستا په وړاندي په چیغو سي او تبليغات درپسې شروع کړي.
اهل باطل تل د اهل حق د خدمت په وړاندي غبرګون ښکاره کوي ځکه تر هغه وخته چي رسول الله صلی الله د دین لپاره دعوت شروع کوی هیچا بد ورباندي نه ويل بلکي په امین يې یادوی خو کله چي په پيغمبرۍ مبعوث سو او د دین لپاره یې دعوت پیل کړ بيا یې هماغه خلګ ټول دښمنان سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ساحر، کاذب، مجنون او نورو بدو نومونو متهم کړ.
اهل باطل د اهل حق چوپ کولو او ناهيلی کولو لپاره ډېر تاکتيکونه په کار اچوي چي يو تاکتيک یې منفي تبليغات او بدي خبري کول دي.
په دې باندي هم باید ته خوشحاله وسې چي اهل باطل هيڅوخت ستا سره ځان نه مخامخ کوي او که کله در سره مخامخ کیږي نو تا ته هيڅ نه وايي ځکه پر تا باندي دليل نلري، ځيني وختونه خو ستا مخ ته د شرم احساس کوي او په چاپلوسۍ دي تر ځان تېروي.
خو په دې باندي پوه چي باطل هر څومره رش جوړ کړي او چي هر څومره زورور وي يوه ورځ به ستا په وړاندي ماتي خوري ځکه د حق د بريالیتوب وعده الله تعالی کړېده او ددې لپاره لويه بېلګه د ا.ا.ا مجاهدين دي چي تقريبا ټولي نړۍ تبليغات او منفي خبري پسې کولې خو الله تعالی د ټولو چلينجونو سره سره برياليتوب ته ورسول او ټول مخالفين یې وشرمول.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۲۸

د نوروز د لمانځني پر حراموالي باندي دلائل:


ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
1. د نوروز په لمانځلوکي د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت دی، پداسي حال کي چي مسلمان د هغوی د نفسي غوښتنو د متابعت څخه صراحتا منع سوی دی.
الله جل جلاله فرمایي:وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: که چيري (بالفرض) ته د دوی (کفارو) د نفسي غوښتنو متابعت وکړې وروسته تر دې چي تاته علم درکړل سوی دی نو يقينا پدې وخت کي ته د ظالمانو څخه يې.
وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: او ته متابعت ددوی د نفسي غوښتنو مکوه د هغه څه نه چي تاسو ته د حق څخه راغلی دی، ستاسو څخه هر يوه ته مي لاره او طريقه جوړه کړېده.
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 – 2]
ژباړه: ای پيغمبره د الله څخه ووېريږه، د کافرانو او منافقينو پيروي مکوه يقينا چي الله پوه او حکمت والا دی، او د هغه څه متابعت وکړه چي تاته د الله له لوري د وحي په توګه راغلي دي يقينا چي الله پاک په هغه څه باندي ښه خبر دی چي تاسو يې کوی.
په پورته آیتونو کي الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چي د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت مکوه ستاسو لاره د هغوی د لاري څخه بېله ده یعني د مسلمانانو لاره بېله ده او د کفارو لاره بېله ده، دلته کڅه هم خطاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دی خو حکم یې عام دی هر مسلمان ورباندي مکلف دی.
2 - د نوروز په لمانځلو باندي ځان دکفارو غوندي جوړول دي، او مسلمان صراحتا ددې څخه منع سوی دی چي ځان دي د کفارو غوندي جوړکړي.
الله جل جلاله فرمایي:
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړيږئ په شان د هغو خلګو چي الله پاک يې هېرکړی دی نو دوی ځانونه هېرکړيدي، دوی هغه خلګ دي چي د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحديد]
آيا نه دی نژدې سوی هغه خلګو ته چي ايمان يې راوړی دا چي د دوی زړونه د الله د ذکر لپاره او د هغه حق څخه چي پر دوی نازل سوی دی ووېريږي، او د هغو خلګو په ډول نسي کوم چي دوی ته مخکي کتاب ورکړل سو، بيا پر دوی باندي زمانه اوږده سوه (يعني د دوی او أنبياؤ ترمينځ ډېره زمانه تېره سوه) نو د دوی زړونه کلک سوه او ډېری د دوی فاسقان دي.
په پورته آیتونو کي الله پاک مسلمانان د دې څخه منع کوي چي ځانونه دي د کفارو غوندي جوړ کړي.
3.  د نوروز په لمانځلوکي د کفارو لوري ته شوق او ميلان دی او الله پاک مسلمانان ددې څخه په ښکاره منع کړېده، فرق نلري که ميلان دوی ته په دوستۍ باندي وي، که د اسلام په هکله د دوی د خبرو په منلو باندي وي اوکه د دوی په کارونو باندي په خوشاله کېدلو باندي وي.
الله جل جلاله فرمایي:
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[هود113]
ژباړه: تاسو ميلان مکوئ هغوکسانو ته چي ظلم يې کړی(کافران سويدي) نو اور به مو مسه کړي، او تاسو لره بېله الله بل هيڅ دوست نسته بيا به ستاسو هيڅ نصرت ونسي.
پدې آیت کي الله پاک مسلمانان کفارو ته د شوق کولو او میلان کولو څخه منع کړيدي.
4. د نوروز په لمانځلوکي دکفارو سره مشابهت دی، او د هغه څخه رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل امت منع کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695]
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه دده د نيکه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی هغه څوک چي ځان د غير سره زموږ(چي کافران دي) مشابه کوي ، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابي داود 4033]
ژباړه: هرڅوک چي ځان د يوقوم سره مشابه کړي دی د هماغه قوم څخه شمېرل کيږي.
په پورته احادیثو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د کفارو سره د مشابهت څخه منع کړیدي.
5. د نوروز ورځي پر لمانځلو باندي عملا د رسول الله صلي الله عليه وسلم لخوا بنديز لګېدلی دی: 
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.
ژباړه: انس رضي الله عنه فرمايي: کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، د مدينې خلګو دوې ورځي لمانځلې او په هغو کي يې لوبي کولې، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: دا کومي ورځي دي؟ دوی ورته وويل: موږ د جاهليت په وخت کي (يعني مخکي تر اسلام) دا ورځي لمانځلې او لوبي مو پکښې کولې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغه دوو ورځو په بدل کي دوې نوري ورځي چي تر دغه دوو ورځو ډېري ښې دي درکړي چي د لوی او کوچني اخترونو ورځي دي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د حديث ددې جزء "قد ابدلکم بهما" له ورايه ښکاري چي د لوی او کوچني اخترونو ورځي د هغو دوو ورځو په بدل کي ورکول سويدي، معلومه خبره ده چي د بدل ورکولو وروسته، مبدل منه چي هغه پخوانۍ ورځي دي وروسته پر خپل حال باندي نسي پاته کېدلای. 
نو د نوروز او ميزان ورځي حرامي سوې پر ځای يې د لوی اوکوچني اخترونو ورځي کښيښودل سوې.

6. د نوروز د ورځي لمانځل صحابه کرامو غندلي او مسلمانان يې د لمانځلوڅخه وېرولي دي.
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم  وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة. [ سنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: د عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چي هر څوک د کفارو په ښارونوکي بناء وکړي، د دوی نوروز او ميزان و لمانځي او د دوی سره ځان مشابه کړي ترڅو چي پر دغه حالت باندي مړ کيږي نو دغه سړی به د دوی سره حشر کيږي.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.[رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي]
ژباړه: حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: د الله پاک د دښمنانو د اخترونو څخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چي " نوروز" د الله ددښمنانو اختر دی.

7. فقهاء کرامو د قرآن اوحديث څخه په استنباط د نوروز د ورځي لمانځل حرام بللی دی.
• قال المظهر: وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهر ويلي دي: پدې خبره کي دليل دی پردې باندي چي د نوروز اوميزان د ورځو تعظيم منع سوی دی، ابوحفص حنفي ويلي دي: څوک چي د نوروز د تعظيم په نيت يوکافر ته يوه هګۍ ورکړي دی پدې باندي کافر سو.
• ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.[مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية]
ژباړه: کافرکيږي په وتلو سره ونوروز ته د مجوسيانو اوپه موافقت باندي د دوی سره په هغه کارونوکي چي دوی یې پدې ورځ کي کوي. او کافرکيږي په رانيولو سره د يو شي د نوروز په ورځ کوم چي بله ورځ يې نه رانيوی. البته پخاطر ددې تعظيم د نوروز نه پخاطر د خوړلو او څيښولو، همدا راز کافرکيږي کافر ته په سوغات ورکولو پدې ورځ کي کڅه هم يوه هګۍ وي البته پخاطر د تعظيم ددې ورځي.
دنوروز لمانځل حرام دي کڅه هم د کافرانو او مجوسيانو په نيت باندي نه وي، ځکه چي د کافر سره پداسي شيانوکي مشابهت کول نيت نه غواړي، که په نيت باندي وي هغه خو علماء ليکي چي سړی ورباندي کافرکيږي او که بېله نيته وي نو حکم يې حراموالی دی.
د يادوني وړ ده چي دغه ليکنه په شريعت ورځپاڼه کي هم نشر سوېده.