د انګريزانو څخه د افغانانو خپلواکي دي ټولو ته مبارک وي خو د تېرو کارنامو په اړه يواځي مبارکي او نمانځنه زموږ مسئوليت نه دی بلکې د يادوني تر څنګ د تېرو کارنامو ساتل او د پخوانيو په څېر چې دغه کارنامې يې ګټلي د ځان جوړول هم زموږ وظيفه ده.
زموږ نيکه ګانو او پلرونو چې په کومه روحيه او ايماني جذبه د انګريزانو سره مبارزه کول او ۶۰ زره مسلمان افغانان د ۳۴۰ زره فرنګيانو په وړاندې بريالي و جنګېدل او هغوی ته يې ډېره سخته ماتې ورکړه موږ هم بايد په ځان کې د هغوی په څېر روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړو او تل د هر بهرني يرغلګر د هر یرغل په وړاندې هغه پاليسي غوره کړو کومه چې زموږ نيکه ګانو درلودل.
که موږ تل تر خپل منځ په اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ژوند وکړو او ځانونه په عقيدوي او عملي لحاظ پر اسلام برابر کړو دا به په هر وخت کې د هر باطل په وړاندې زموږ د آماده ګۍ ښګارندويي کوي او موږ ته به د هر ډول نظامي، فرهنګي، فکري او سياسي يرغل په وړاندې د فعالي مبارزې روحيه راکوي.
اوس چې الحمدلله په تمام معنی سره هيواد خپلواک دی او په هره سياسي پرېکړه کې زموږ هيواد د هيچا تر اغېزي نه دی لاندي موږ بايد د الله تعالی د شکر آداء کولو تر څنګ د دغي خپلواکۍ د ساتلو په کوښښ او تلاش کې وشو او د تېرو يرغلونو پاتې فکري او اقتصادي منفي اغيزې هم د هيواد او هيوادوالو څخه ختمي کړو.
مسلمان نه تنها دا چې د هر نظامي يرغل څخه د ځان په خلاصون مکلف دی بلکې د فکري، فرهنګي، سياسي او اقتصادي يرغلونو څخه هم بايد ځان وساتي تر څو په هيڅ ډول د کافر او منحرف انسان تر تأثیر لاندې را نه شی او په ټولو ډګرونو کې ځان د غلامۍ او مرييتوب څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۴/۰۵/۲۸
۱۴۰۴/۰۵/۲۶
د اسد ۲۴ د درسونو او عبرتونو ورځ:
د اسد ۲۴ هغه ورځ ده چې په نړۍ کې د وخت زبرځواک د ظاهرا ضعيفو انسانانو په وړاندې سخته ماتې وخوړه او په افغانستان کې يې د استعمار او استثمار ليدلي خوبونه په اوبو لاهو شوه او د ځان په ګټه يې د ټولې اسيا لپاره جوړ شوی پلان له خاورو سره خاورې شو ځکه د دوی د راتګ موخه يواځې د افغانانو د ايمان او خپلواکۍ خرابول نه وو بلکې دوی غوښتل د افغانستان له لارې د آسيا پر نورو هيوادونو هم خپله عملي ولکه يا نفوذ پلی کړي خو د افغان مجاهد ملت شل کلني مبارزې دوی په شرمونو وشرمول او ټيټ سرونه يې د افغانستان څخه وشړل؛ د دې تاريخي ورځي د شانداره حقيقت څخه موږ لاندې درسونه او عبرتونه زده کولای شو:
۱ - هيڅ وخت دې سړی ځان د نړۍ د زبرڅواک څخه په امان نه بولي او د هغه په وړاندي بايد تل خپل اکمالاتي آماده ګي ولري ځکه په عموم کې زبرځواک هيوادونه د ظاهري غرور په سبب د داسي لويو تېروتنو مرتکب کيږي چې په نتيجه کې ځان ته هم تاوان رسوي او تر يرغل لاندې راغلي هيوادونه هم زيانمند کوي يا يې لږ تر لږه پرمختګ ټکنی کوي.
۲ - د حقيقي جهادي مبارزه که څه هم ځنډنۍ شي خو که په استقامت او تدبير سره وشي ارومرو نتيجه ورکوي لکه زموږ په هيواد کې چې د مجاهدينو شل کلني مبارزې ځلانده نتيجه ورکړه او په پايله کې يې هغه زبرځواک هيواد ماتې ته مجبور کړ چې يو وخت يې خلکو ماتې خوړل محال باله او په هره برخه کې يې د تل لپاره د دوی بريا او بقاء حتمي ګڼل.
۳ – جهادي مبارزه بايد د يوه امير تر مشرۍ لاندې وشي تر څو په ظاهري او معنوي لحاظ صف يو وي، په مبارزه کې همږغي وي، مجاهدين د وېشلو او تقسيم څخه وساتل شي، په ولس کې تفرقه پيدا نه شي او د جهادي مبارزې څخه هيلي مړاوي پاتې نه شي لکه اسلامي امارت چې شل کلنه مبارزه د يوه امير تر مشرۍ لاندې وکړه له همدې امله صف متحد پاتې شو، ولس مجاهدينو ته د يوه ستر فعال حرکت په سترګه کتل، د نړيوالو د نفاقي دسيسو څخه وساتل شوه او د جهاد څخه مهم هدف چې د اسلامي نظام واکمنتيا وه په لاس راغلی.
۴ – اهل حق که د حق لپاره مبارزه وکړي ولو که د صفر څخه شروع شي او ورو ورو پر مخ روانه وي خو چې للهيت پکې وي ارومرو يوه ورځ بريا ته رسيږي او د اهل باطل په نسکور کېدلو باطل له منځه ځي لکه د اشغال په وړاندې د افغانانو مبارزه چې د پاکو او سپېځلو انسانانو لخوا د الله تعالی د رضا لپاره پيل شوه هغه دی داسي نتيجه يې ورکړه چې اهل باطل د خپل ټول واک سره د هيواد پرېښودلو ته مجبور شوه ځکه دلته امريکايانو او غربيانو يواځې نظامي اشغال نه وو راوړی بلکې دوی د ځانه سره فکري، فرهنګي او کلتوري اشغال هم راوړی وو تر څو نه تنها دا چې افغانستان په فزيکي لحاظ د ځان مستعمره جوړه کړي بلکې د افغانانو څخه د دوی ديانت، اسلامي اخلاق، ديني فرهنګ او افغاني کلتور هم واخلي چې دوی د دې کار د کولو لپاره ډېري عملي او مالي هڅي هم وکړې او په ډېره لوړه کچه بوديجه يې د افغانانو د بې دين کولو او ارتداد لپاره مصرف کړه، خو الحمدلله د الله تعالی په نصرت او د افغانانو په هراړخيزي مبارزې دوی د خپلو ټولو فکرونو او پلانونو سره وتلو ته اړايستل شوه.
۵ – په جهادي مبارزه کې معنوي او مادي قوتونه دواړه مهم دي ځکه معنوي قوت انسان ته روحي ځواک، استقامت، زغم، قوي اراده او د آينده لپاره فکر ورکوي چې په جګړه ايز ميدان کې د بريا لويه کيلي ده او مادي قوت انسان ته د دښمن په وړاندي د دفاع او بريد توان ورکوي چې هم د دښمن د بريدونو مخه ورباندي نيول کيږي او په مناسب فرصت کې پر دښمن بريد کولو ته زمينه هم برابريږي له همدې امله دی چې په اسلام کې دواړو قوتونو ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې پوري اسلامي دولتونو دې برخې ته ډېره پاملرنه کړېده او د جنګياليو د روزلو او خاصو وسلو جوړولو له لاري يې دې هدف ته د رسېدلو کوښښ کړی دی؛ دا يقيني خبره ده چې د امريکايانو په شل کلنه جګړه کې زموږ مجاهدينو ډېره ښه روحيه درلودل او په ډېره پخه عقيده باندې جنګېدل خو مادي امکانات ډېر کم وه ځکه نو د اسلامي کارپوهانو په وينا که مجاهدينو پرمختللي وسلې درلودلای امريکا به ډېر ژر او مخکي ماتې خوړلې وای او مجاهدينو به د دې تر څنګ چې تلفات لږ ورکولای فتح به يې هم ژر تر لاسه کړې وای.
۶ – د ملت د ارادې او اسلامي اصولو خلاف د يرغلګرو سره درېدل د ځانه سره ډېره تاريخي رسوايي او لويه ناکامي لري؛ که موږ د خپل هيواد تاريخ د انساني ارزښت او انساني آبرو له پلوه وګورو دا به راته ثابته شي چې تر ټولو بدنام کسان هغه خلک دي چې د خپل ملت د ارادې او اسلامي اصولو پر خلاف د يرغلګرو سره درېدلي او د خپل ملت او مبارزينو په وژلو او ځپلو کې يې د هغوی سره مرسته کړې لکه هغه کسان چې د انګريزانو سره ودرېدل، هغه کسان چې د روسانو سره ودرېدل او هغه کسان چې د صليبي امريکايانو سره ودرېدل په ټولو باندې نن هر هوښيار او عقل والا بد وايي او تر ټولو سپک او بې ارزښته خلک هم دوی دي ځکه دوی د ټولو نقلي او عقلي ارزښتونو خلاف داسي عمل کړی چې تجويز ته يې هيڅ ډول منلي دلائل نه شي پيدا کېدلای او يو په سلو کې هم مثبته کړنه ورته نه شي ويل کېدلای نو موږ ټوله بايد د دوی څخه درس واخلو او هيڅوخت داسي بدمرغي او ناوړي کړني ته زړه ښه نکړو.
۷ – د يو هيواد د خپلواکۍ په ګټلو او ساتلو کې د ويښو او بيدارو انسانو شتون ډېر ضروري دی ځکه په شل کلن اشغال کې د جګړه ايزي جهادي مبارزې ترڅنګ ډېرو ويښو انسانانو فرهنګي او فکري مبازه هم وکړه چې له يوې خوا يې جهادي مبارزه قوي کول له بلي خوا يې د دښمن فکري او تبليغاتي ملا ورته ماتول؛ که پر حقيقت سترګې پوټي نه کړو دا به راته ثابته شي چې د امريکايانو پر ضد په شل کلنه مبارزه کې په ښارونو کې ديني مدرسو او فرهنګي اسلامي مرکزونو ډېر مجاهدين وروزل بلکې په فکري او فرهنګي برخو کې يې د امريکايانو ډېر پلانونه د خاورو سره خاوري کړه، ځکه همدغه ديني مدرسې او اسلامي فرهنګي مرکزونه وه چې د خلکو پر فکرونو يې کار کوی، جهادي مبارزې ته يې ذهنونه جوړول، په خلکو کې يې د فکري او سياسي ارتداد د خپريدا مخنوی کوی، د مبتذلو رسنيو د فاسدو نشراتو په زيانونو يې خلک خبرول او لنډه دا چې د خپلو جګړه ايزو مجاهدينو تر څنګ يې په ډېري مېړاني او سالمي طريقې فرهنګي او فکري مبارزه وکړه. نو هميشه بايد په هيواد کې د ويښو انسانانو او فعاله روزنځايونو شتون ته ډېره پاملرنه وشي.
مولوي نورالحق مظهري
اشتراک در:
پستها (Atom)