۱۴۰۳/۰۲/۲۲

په ټولنه کې د رسنيو د ځينو منفي تأثيراتو ځيني کوچنۍ بيلګي:

په هر هيواد کې  رسنۍ د ملت د سترګو، غوږونو او خولې حيثيت لري او د دوی ږغ د ولس ږغ بلل کيږي له همدې امله يې پر ټولنه باندي تأثير هم ډېر دی د بېلګي په ډول.
۱ – په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ميلادي کلونو کې د الربيع العربي، عربي پسرلي Arab Spring په نامه چې کوم خوځښتونه پيل سوه چې په ځينو هيوادونو کې يې حکومتونه راوپرځول او نوي حکومتونه جوړ شوه او په ځينو هيوادونو کې لکه سوريه او ليبيا د داخلي جنګونو لامل شوه لوی محرک يې همدغه رسنۍ وې.

۲ – په ۱۸۶۸ ميلادي کال کې چې يهودي الاصل مدحت باشا د عثماني خلافت د وخت پر صدراعظم محمود نديم باندي کودتا وکړه او په زوره يې ځان صدراعظم کړ د هغه وخت د رسنيو څخه په استفاده يې د خلافت پر ضد تبلیغات پيل کړه، د سلطان عبدالعزيز مخالفت ته يې خلګ را وپارول چې بالآخره هغه يې په مرموزه توګه شهيد کړ، د هغه وروسته چې پنځم سلطان مراد خلافت ته ورسېدی د همدغه رسنيو په واسطه يې هغه ليونی معرفي کړ چې په نتيجه کې خلک او د خلافت نور مشران يې پر ضد راپورته شوه او هغه يې د قدرت څخه ليري کړ.

۳ – په ۱۳۵۷ کال کې پر ۷ د ثور پر سردار محمد داود باندي د حفيظ الله امين او نورمحمد ترکي لخوا چې کله کودتاه وشوه تر ټولو مخکې دوی ملي راډيو ټلويزيون اشغال کړ او د هغه ځای څخه يې د خپل انقلاب آواز پورته کړ وروسته يې نورو ځايونو او ارګ ته مخه کړه او د کودتاه په عملي کولو کې بريالي شوه.

۴ – په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د طالبانو د اسلامي تحريک پر ضد امريکايانو جګړه پيل کړه تر ټولو مخکې يې يوه ګرځنده راډيو جوړه کړه چې پر AM موج يې نشرات کول او ټوله ورځ يې افغانانو ته غولوونکي خبري کولې، او هم مهاله يې آزادي راډيو چې يو وخت يې نشرات کول خو بيا يې نشرات درېدلي وه بيرته فعاله کړه چې د ۱۵ د قيقو څخه يې نشرات په تدريجي ډول ۱۲ ساعته ته وغځېدل چې اوس يې نشرات دوام لري.

۵ – بي بي سي چې د روسانو د اشغال په وخت کې يې د افغانانو په ګټه نشرات کول هماغه وخت يې په خلګو کې اعتبار پيدا کړ چې تر اوسه يې خلګ اوري سره د دې چې د امريکايانو د راتګ سره د بي بي سي پاليسۍ هم پوره تغيير کړی وو او موږ ټوله شاهدان يو چې د بي بي سي په شمول ټولو غربي رسنيو د افغان ولس په تاوان باندي نشرات کول او لوی لوی حقائق يې د خلکو څخه پټول البته د شرائطو په بدلون دا څو کاله کيږي چي د بي بي سي په شمول ډېري غربي رسنۍ په نسبي ډول د حقائقو ويلو ته مجبوره شويدي.

۶ – په ټولي نړۍ کې په خاصه توګه په افغانستان کې چې کوم فکري او سياسي انحراف په عمومي ډول په ټولو خلګو کې بيا په خاصه توګه په ځوانانو کې ډېر سوی دی سبب يې همدغه منحرفي رسنۍ دي ځکه دا ټوله خلک پرديو او کفارو په مستقيم ډول نه دي روزلي بلکې د رسنيو په تزويري خبرونو، تحليلونو، تبصرو، فيلمونو، سريالونو او تبليغاتو باندي د  لاري څخه اووښتي دي.

۷ ـ د خلکو سره چې څومره منفيګرايي پيدا شوې ده او عقل يې سترګو ته را رسېدلی دی ډېره فيصدي يې د رسنيو د ناوړه نشراتو نتيجه ده ځکه خلک داسي فکر کوي چې يوه موضوع هغه وخت رښتينې بلل کیږي چې د رسنیو لخوا نشر شي.

د رسنيو ياد تأثير ته په پام داسي ويلی شو چې هيڅ وخت بايد رسنۍ ناديده و نه نيسو بلکې نظام يې بايد د پوره څارني ترڅنګ د بديل په لټون کې شي او خلک بايد د رسنيو په ښه او بد کې د خپلو علماؤ او مشرانو خبري ومني؛ خلک بايد د رسنيو پر هري خبري باور ونګړي بلکې هره خبره يې بايد د حقيقت په ترازو وتلي؛ ښه خبره يې واخلي او ناسمه خبره يې وغورځوي.

د نا اهله رسنيو د اصلاح او سمون لپاره بايد ګډ او کوټلي کامونه واخيستل شي او د دوی خپروني، تحليلونه، خبرونه، اداري تشکيلات او ټول نشراتي فعاليت د دين او افغاني فرهنګ چوکاټ ته داخل شي تر څو د رسنيو له کبله د اوسني او راتلونکي خطرونو مخه ونيول شي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۲/۱۹

د مرکزي غزې وروسته د رفح ښاګوټی د تولي نړۍ په مخ کې ورانيږي:

د اسلامي او غير اسلامي ټولي نړۍ په مخ کې اسرائيلو په ډېري بد معاشۍ سره په غزه کې د رفح پر ښارګوټي هم حمله وکړه او پر مظلومو ځايي او بې ځايه سوو فلسطينيانو يې ډېره درنه بمباري وکړه؛ د اسرائيلو په وينا چې دوی به پر رفح خپل بريدونه همداسي دوامداره ساتي.

اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت د بې غيرتۍ او غفلت په مرګوني خوب کې د بې ايمانه او بې غيرته حاکمانو له لاسه ويده ده که يواځي عربي هيوادونو تنها دومره کړي وای چې خپله مځکه، فضاء او سواحل يې د اسرائيلو پر مخ بند کړي وای زه په پوره ډاډ سره وايم چې نه تنها دا چې اسرائيلو به پر غزې خپل بریدونه درولي وای بلکې په ډېر لږ وخت کې به د غزې مجاهدين ورباندي بر لاسي سوي وای او تر تل ابیب به يې اسرائيل په ګونډو کړي وای.

خو له بده مرغه چې تر ټولو مخکي د  فلسطين سره ګاونډیو اسلامي هیوادونو لکه مصر او اردن خپله مځکه او فضا د اسرائيلو او امريکا په اختیار کې ورکړه او تر اوسه ترکيه او نور عربي هيوادونه د مظلومو مسلمانانو وژلو ته لاس تر زني ناست دي او ننداره يې کوي بلکې تر تولو لا بده خبره دا ده چې تر اوسه دوی د ظالمو اسرائيلو سره خپلي سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکي همداسي ګرمي ساتلي دي.

که په سوشل ميډیا کې پر خبرونو باور وسي خو تر اوسه د ترکيې بمونه او د سعودي او متحده اماراتو تېل په ورځني ډول په پېخر اسرائیلو ته روان دي.

د امریکا، بريتانیا، آلمان، ايټاليا، فرانسې او نورو کفري هيوادونو څخه موږ ګيله نه کوو او نه هم د مرستي او بشر دوستي طمعه ورته لرو ګیله مو د هغو کسانو څخه ده چې ځانونو ته مسلمانان وايي خو بيا هم د غزې په موضوع کې د امريکا او اسرائيلو تر څنګ دریږي؛ الله تعالی مو په خپل قدرت کامله سره تباه او برباد کړه چې ستاسي د بې غیرتۍ او کفري غلامۍ په سبب نن پر مسلمانانو مځکه تور تبی ده!

مسلمانانو وړونو! که مو نور په وسه نه وي پوره د ښځو غوندي دعا خو کولای سو؛ راځئ چې تر ټولو مخکې د اسلامي هيوادونو حاکمانو ته دعا وکړو چې که يې هدايت او غيرت مقدر نه وي الله تعالی يې را څخه واخلي او داسي سوچه اسلامي او غيرتي نظام په ټولو هيوادونو کې حاکم کړي لکه په افغانستان کې چې يې حاکم کړی دی.

بيا د غزې مسلمانانو ته په اخلاص دعا وکړو چې الله تعالی يې د خپل غيب څخه نصرت وکړي او کفري نړۍ داسي وشرموي لکه په افغانستان کې چې یې وشرمول.

دا د ټول بشر په تاريخ کې د ټولي نړۍ په خاصه توګه د مسلمانانو پر ټنډه تور داغ دی چې د دوی په مخ کې د غزې د مرکز وروسته د رفح ښارګوتی د اسرائيلي غاصبو ځناورانو لخوا ورانيږي او مظلوم مسلمانان په ډېر وحشت او بربريت سره شهيدانيږي.
مولوي نورالحق مظهري

د حضرت عمر رضي الله عنه جالبه وينا:

(په دوی کې خير نسته چې موږ ته خبري ونکړي او په موږ کې خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو) 
ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايي: يو سړي عمر رضي الله عنه ته وويل: ای عمره د خدای څخه و وېرېږه! او دا خبره يې بيخي ډېره ورته وکړه؛ يو کس دغه سړي ته وويل: چوپ سه امير المؤمنين ته دي ډېري خبري وکړې! عمر رضي الله عنه ورته وويل: دغه سړی پرېږده چې خپلي خبري وکړي؛ په دوی کې به خير نه وي چې موږ ته يې و نه وايي او په موږ کې به خير نه وي چې د دوی څخه يې و نه منو.

يعني پرېږده چې خپلي خبري ما ته وکړي؛ په دوی کې به هيڅ خير نه وي چې موږ ته خپلي خبري ونکړي او په موږ کې به هيڅ خير نه وي چې د دوی خبري و نه منو.

په بل روايت کې راځي چې يوه ښځه د أم حکيم په نامه د حضرت عمر رضي الله عنه مخي ته ولاړه سوه نيوکه يې ورباندي وکړه او ورته ويې ويل: د خدای څخه و وېرېږه ای عمره! د ناستو کسانو څخه يو چا اراده وکړه چې ښځه په چپلاخه/څپېړه ووهي، عمر رضي الله عنه منع کړ او ورته ويې ويل: پرېږده چې خپله خبره وکړي! زما دې په الله قسم وي چې په دوی کې هيڅ خير نسته که خپلي خبري موږ ته ونکړي او په موږ کې هيڅ خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو.  
که په کوم نظام کې ملت خپلي مشورې، وړانديزونه او سالمي نيوکي د مسئولينو تر غوږو پوري ورسوي او مسئولين يې هم په ورين تندي واوري لکه حضرت عمر رضي الله عنه چې د دغه سړي او د دغې ښځي خبري واورېدلې يقينا چې نظام به هم سمبال وي او هم به د خپل ولس ډېر باور تر لاسه کړي ځکه د هر ځای خپلواک نظام د هماغه ځای د خلکو څخه جوړ دی نو که د خلکو او نظام تر منځ پوره همږغي او د يو بل په وړاندي پوره خواخوږي  موجوده وي هيڅ کله به د نظام او ولس تر منځ منفي واټن نه پيدا کيږي او که خلک خپل ږغ تر مسئولينو پوري و نه رسوي او يا يې مسئولين ورڅخه وا نه وري يقينا چې دواړو د يو بل په وړاندي خپل مسئوليت سر ته نه دی رسولی او د کارونو په پرمختګ کې يې د يو بل سره مرسته نه ده کړې. 
عن الحسن البصري أن رجلا قال لعمر بن الخطاب: اتق الله يا عمر!(واکثر عليه) فقال له قائل: اسکت فقد أکثرت علي أميرالمؤمنين فقال له عمر: دعه، لا خير فيهم إن لم يقولوا لنا، و لاخير فينا إن لم نقبل.[الخراج ص 12]

قالت له أم حكيم بنت الحارث اتق الله يا عمر، فقام إليها أحد الحاضرين يريد لطمها، فمنعه عمر وقال له: دعها تقول، فوالله لا خير فيهم إن لم يقولوها، ولا خير فينا إن لم نسمعها.[الفتنة في عهدالصحابة98]
مولوی نورالحق مظهری