۱۴۰۲/۰۷/۰۱

په جنت کي غِلمان څوک دي او د څشي لپاره دي؟

دا به مو د علماؤ څخه اورېدلي وي چي الله تعالی په جنت کي جنتیانو ته غِلمان ورکوي تر څو ددوی خدمت وکړی چی په قرآن شريف کي د غِلمان او وِلدان په نومونو یاد سوي دي؛ دا چي همدغه غِلمان څوک دي او د څشي لپاره يې الله تعالی جنتيانو ته ورکوي؟ په لاندي کرښو کي یې جوابونه موندلی سی. 
کله چي الله تعالی جنتيان جنت ته داخل کړي د نورو نعمتونو تر څنګ چي دوی ته يې ورکوي په جنت کي خادمان هم ورکوي او ددې خادمانو څخه هدف دا نه دی چي جنتيان په جنت کي خدمت ته اړتيا لري او بېله دوی يې خدمت نه کيږي بلکي حکمت په دې کي د جنتيانو لپاره د لوی مقام او لوړي مرتبې ښکاره کول دي لکه په تفسير قرطبي کي چي همدې خبري ته اشاره سوېده او فرمايي: ولكنه أخبر بأنهم على نهاية النعيم.[القرطبي] ژباړه: مګر الله تعالی ددې خبر ورکړ چي جنتيان پر لوړي درجې د نعمتونو دي.
والمقصود:أن أهل الجنة على أتم السرور والنعمة، والنعمة إنما تتم باحتفاف الخدم والولدان بالإنسان.[تفسير قرطبي] مقصود دا دی چي جنتيان پر پوره خوشحالۍ او نعمتونو باندي دي، او د انسان لپاره نعمت په راګرځېدلو د خادمانو او ماشومانو پوره کيږي.

غِلمان څوک دي؟
دا چي غلمان څوک دي؟ په دې کي مختلف قولونه راغلي دي:
۱ - سلمان فارسي رضي الله عنه  فرمايي: د مشرکينو ماشومان د جنتيانو خادمان دي.
۲ - حضرت علي رضي الله عنه او حسن بصري رحمه الله وايي: دغه کسان چي د جنتيانو خدمت کوي د مسلمانانو هغه اولادونه دي چي په ماشومتوب کي مړه سوي وي.
۳ - ځينو علماؤ ويلي دي: دوی الله تعالی په خپل قدرت د جنتيانو لپاره پيدا کړيدي بېله دې چي د کوم چا څخه زېږېدلي وي.[تفسر قرطبي – روح البيان]
شمس الدين السفيري رحمه الله د صحيح البخاري په شرح کي دغه درې قوله را نقل کړي دي او د دريم قول د قوت نسبت يې ابن القيم رحمه الله ته کړی دی او فرمايي: قال ابن القيم: والأشبه أن هؤلاء ولدان مخلوقون من الجنة كالحور العين خدماً لهم وغلماناً.[شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري]
ژباړه: ابن القيم ويلي دي: ښه خبره دا ده چي دغه ماشومان لکه حورالعين د جنت څخه پيدا سوي دي تر څو د جنتيانو خدمت وکړي.
او تفسير خازن هم دغه قول ته ترجيح ورکړې ده چي دغه خادمان د جنت څخه د جنتيانو د خدمت لپاره پيدا سوي دي.

غِلمان د څشي لپاره دي؟
د تفاسيرو او احاديثو د کتابونو څخه له ورايه ښکاري چي دغه غلمان يا ماشومان چي په جنت کي يې الله تعالی جنتيانو ته ورکوي يواځي د خدمت لپاره دي او ددې لپاره دي چي الله تعالی د جنتيانو لوړه مرتبه دوی ته ثابته کړي چي د لاندي حديث څخه چي په تفسير قرطبي کي را نقل سوی دی همداسي معلوميږي: وعن الحسن أنهم قالوا: يا رسول الله إذا كان الخادم كاللؤلؤ فكيف يكون المخدوم؟ فقال: ما بينهما كما بين القمر ليلة البدر وبين أصغر الكواكب. ژباړه: حسن وايي: دوی پوښتنه وکړه: يا رسول الله چي د جنتيانو خادم داسي ښايسته وي لکه ملغلره نو مخدوم/جنتي به څنګه وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خادم او مخدوم ترمينځ توپير دومره دی لکه د څوارلسمي سپوږمۍ او کوچني ستوري تر مينځ.
او په تفسير بيضاوي کي خو يې  صراحتا ويلي دي: يطوف عليهم (للخدمة)[تفسير بيضاوي]
يعني دوی پر جنتيانو د خدمت لپاره ګرځي. همداسي په ډېرو تفاسيرو کي راغلي دي چي دوی خادمان د اهل جنت دي؛ البته خپله د قرآن شريف څخه  هم معلوميږي چي دوی به پر جنتيانو د جنت د مايعاتو ګلاسونه او پيالې ګرځوي.

د يوې شبهې جواب:
ځيني خلګ داسي ګمان کوي چي جنتيان به د دغو خادمانو څخه د نور خدمت تر څنګ جنسي ګټه هم پورته کوي چي دا خبره بالکل غلطه او ناروا ده ځکه لواطت لکه په دنيا کي چي حرام دی په آخرت کي هم حرام دی او نه يواځي لواطت بلکي جنتيان د هر ناوړه او بې ارزښته کار څخه پاک دي او په جنت کي هيڅ منفي غوښتنه او اشتهاء شتون نلري.
او دا چي ځيني ناخبره خلګ وايي: الله تعالی دغه خادمانو ته په مخ کي سوری ورکوي او جنتيان جنسي استفاده ورڅخه کوي. دا خبره هيڅ نقلي او عقلي لاسوند د ځانه سره نه لري او هسي اټکلي خبره ده لکه تفسير روح البيان چي همدې خبري ته اشاره کړې او فرمايي: وانما يدل على كونهم خدام اهل الجنة وان اهل الجنة يتلذذون بالنظر الى جمالهم وبهجتهم وهذا لا يقتضى التلذذ بالاستمتاع ايضا كما فى حق الحور.[تفسير روح البيان]
ژباړه: د خادمانو طواف پر جنتيانو په دې خاطر دی چي دوی د جنتيانو خدمت کوي او جنتيان ددوی د ښايست او ځلېدلو څخه خوند اخلي او دا ددې تقاضا نه کوي چي جنتيان دي ددوی څخه په ګټي پورته کولو سره داسي خوند واخلي لکه د حورالعين څخه چي يې اخلي.
يعني دا چي الله تعالی خادمانو ته ښه ښايست او ځلا ورکړېده ځکه نو د جنتيانو ددوی ښايست خوښيږي خو داسي نه چي ددوی سره دي جنسي مقاربت وکړي لکه د حورالعين سره يې چي کوي.
همداسي په روح البيان کي راځي: ومنه يعلم أن لا لواطة في الجنة وأن قول من جوزها مردود باطل على ما حققناه مراراً.[روح البيان]
ژباړه: ددې څخه معلوميږي چي په جنت کي لواطت نسته او هغه څوک چي يې جائز بولي د هغه خبره باطله ده لکه څنګه چي څو ځله موږ ددې خبري اثبات کړی دی.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۶/۲۸

په دين کي د آسانۍ ارزښت او د سختۍ تاوان:

دا يو حقيقت دی چي اسلام د دعوت او جهاد په واسطه راغلی دی او تر څنګ يې په تعليم او تزکيه باندي ساتل سوی او غځېدلی دی خو د دعوت او تعليم په ډګر کي مسلمانان په آسانۍ او سالم تساهل باندي امر سوي دي لکه په لاندي حديث کي چي راځي:
عن عائشة، قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من رفق بأمتي رفق الله به، ومن شق على أمتي شق الله عليه.[مسندالشهاب365]
ژباړه: د عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي زما د امت سره آساني وکړي الله تعالی به دده سره آساني وکړي او څوک چي زما د امت سره سختي وکړي الله تعالی به دده سره سختي وکړي.
په ځينو روايتونو کي دا حديث د دعا په شکل راغلی دی چي ای الله! هر څوک چي زما د امت سره آساني کوي ته آساني ورسره وکړه او څوک چي زما د امت سره سختي کوي ته سختي ورسره وکړه.
ځينو علماؤ په آسانۍ باندي د امر کولو په باره کي ليکلي دي: يعني په ټولو وختونو کي د خلګو سره آساني وکړئ او داسي شيان ورته بيان کړئ چي د وعظ د منلو سره ددوی محبت پيدا کړي تر څو پر دوی خبره درنه نسي دا ځکه چي په تعليم کي آساني د ځانه قبول د طاعت لري او په عبادت کي د انسان شوق پيدا کوي همداسي په آسانۍ علم او عمل دواړه آسانه کيږي.[مصباح التنوير]
په دې خاطر چي په دعوت او تعليم کي آساني ډېره مؤثره واقع کيږي په حديث کي آساني تر ټولو غوره دين بلل سوی دی په حديث کي راځي:
عن أبي قتادة عن الأعرابي الذي سمع رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : إن خير دينكم أيسره إن خير دينكم أيسره.[مسند احمد 15978]
ژباړه: ابي قتاده د هغه اعرابي څخه روايت کوي چي هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلی دی چي هغه وفرمايل: يقينا چي غوره ستاسي د دين هغه دی چي آسانه وي، يقينا چي غوره ستاسي د دين هغه دی چي آسانه وي.
همداسي په صحيح مسلم کي د يوه اوږد حديث په آخر راځي:
إِنَّ اللَّهَ لَمْ يَبْعَثْنِى مُعَنِّتًا وَلاَ مُتَعَنِّتًا وَلَكِنْ بَعَثَنِى مُعَلِّمًا مُيَسِّرًا.[صحيح مسلم 3763]
ژباړه: يقينا چي زه الله تعالی سختي کوونکی او خواروونکی نه يم رالېږلی بلکي زه يې آسانۍ کوونکي ښوونکی(معلم) را لېږلی يم.
يعني زه الله تعالی ددې لپاره نه يم رالېږلی چي پر خلګو سختي وکړم او خلګ د عزت او آبرو په آخيستلو باندي سپک کړم بلکي زه الله تعالی داسم ښوونکی را لېږلي يم چي د خلګو سره بايد آساني وکړم.
سخت دريځي دومره بده ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم سخت دريڅو انسانانو ته ښېر کړې او فرمايي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- «هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ». قَالَهَا ثَلاَثًا.[صحيح مسلم6955]
ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي وويل: سخت دريځه دي مړه سي.
محدثينو ددې حديث په تشريح کي ليکلي دي: سخت دريځه و هغه چا ته وايي چي په دين کي بې ځايه ډېره سختي کوي او په خبرو او کارونو کي تر ټاکلي شرعي حدودو تجاوز کوي.
مثلا: شرعي عذرونو ته اعتبار نه ورکوي، فقهي مراتب داسي سره ګډوي چي مباح د مستحب او سنت مرتبې ته او مستحب او سنت د فرض او واجب مرتبې ته رسوي او يا هم د تقوی په نامه مباح او مستحب شيان پر ځان فرض بولي.
وضاحت: په دين کي استقامت او ټينګوالي ته سخت دريځي نه ويل کيږي او نه هم پر دين باندي غيرت سخت دريځي ده البته کفار او بې دينه خلګ هر پرهيزګاره او مبارز مسلمان ته سخت دريځ وايي همداسي د اسلامي احکامو عملي کولو ته هم سخت دريځي وايي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۶/۲۶

د مصيبت او تاوان په وخت کي د غمګينۍ او پښېمانۍ خبري مکوه!

ژباړه: که يو شی در ورسيږي نو ته داسي مه وايه چي که چيري مي داسي کړي وای نو داسي او داسي به سوي وای بلکي ووايه د الله تقدير وو هر کار چي الله يې وغواړي کوي يې ځکه چي لو(که چيري) عمل د شيطان را خلاصوي.
توضيح: يعني کله چي د يو مصيبت سره مخامخ کېږې نو داسي مه وايه چي که چيري مي داسي کړي وای او يا داسي سوي وای نو دغه مصيبت به نه را رسېدلای؛ ځکه چي د داسي خبرو کول انسان ته دروازې د شيطاني کارونو او باورونو خلاصوي چي هغه د الله پر قضاء او قدر پښېماني او غمګيني ده او پر الهي تقدير باندي يو ډول نيوکه او اعتراض دی. 
بس سړی به داسي وايې: چي الله پاک په تقدير کي همداسي ليکلي وه ارومرو دغه پېښه کېدل؛ او د الله پاک خپله خوښه ده چي کوم شی وغواړي هغه کوي هيڅوک او هيڅ شی يې مخه نسي نيولای. 
په بل حديث کي راځي:اﺣﺮﺹ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻳﻨﻔﻌﻚ ﻭﻻ ﺗﻌﺠﺰ، ﻓﺈﻥ ﻏﻠﺒﻚ ﺃﻣﺮ ﻓﻘﻞ: ﻗﺪﺭ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﺎ ﺷﺎء ﺻﻨﻊ، ﻭﺇﻳﺎﻙ ﻭاﻟﻠﻮ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻮ ﺗﻔﺘﺢ ﻋﻤﻞ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ. [مسند ابي يعلي۶۳۴۶]
ژباړه: پر هغه شي باندي کوښښ وکړه چي تاته ګټه رسوي او مه ناتوانه کېږه که يو شی درباندي غالبه سو نو داسي ووايه: د الله تقدير دی کوم شی چي د الله خوښه وي هغه کوي او ځان د لو (که چيري) څخه وساته ځکه چي په هغه باندي د شيطان د کار دروازه خلاصيږي.
يعني تل د ځان لپاره د ګټي د لاسته را وړلو په هڅه کي وسه او ځان ناتوانه مه بوله خو که په يو کار کي ناکامه سوې او ستا ناخوښه حالت درباندي راغی نو داسي ووايه چي دا د الله تقدير دی کوم شی چي الله يې و غواړي هغه کوي. 
او هيڅکله داسي مه وايه: کاشکي مي فلانی کار نه وای کړی او يا که مي فلانی کار نه وای کړی نو داسي به نه کېدل. ځکه چي دداسي خبرو په کولو پر انسان د شيطاني کارونو او باورونو دروازې را خلاصيږي چي هغه د الله پاک پر تقدير پښېماني او غمګيني ده او يو ډول اعتراض دی پر تقدير باندي.
وإن أصابك شيء فلا تقل: لو أني فعلت لكان كذا وكذا ولكن قل قدر الله وما شاء فعل فإن - اللو - تفتح عمل الشيطان. [مسند ابي يعلي۶۲۵۱]
مولوي نورالحق مظهري