۱۴۰۲/۱۱/۲۵

د د لو ٢٦ او زموږ مسئوليتونه:

دا يقيني خبره ده چي د سلواغې ۲۶ د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل په وړاندي د حق د اوچت کېدلو څرک دی.
پدې ورځ کي د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروی يې د غريبو افغانانو په وړاندي په ګونډو کړ.
د دلو ۲۶ هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چي افغانانو د نړۍ په کچه د دويمي لويي امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروی يې د ګران افغانستان څخه وشړی.

زموږ مسئوليتونه:
۱ - موږ بايد يواځي د دې ورځي په لمانځلو او په دې ورځ کي په رخصتۍ کولو بسنه ونکړو بلکې دا ورځ د ټولو اړخونو سره د خپل آينده نسلونو په فکرونو کي د ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کښيږدي او د هر يرغلګر په وړاندي د خپلو نيکونو په څېر ودريږي.

٢ – د دې ورځي ټولي ظاهري او باطني برياوي وپېژنو او د ساتني کوښښ يې وکړو؛ په دې ورځ کي نه تنها دا چي په فزيکي ډول روسان د افغانستان څخه وشړل سوه بلکي د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسي غلامي واکمنۍ د پای پيل وو ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وکړي ته د دوی په وړاندي د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.

٣– دا معلومه خبره ده چي روسانو د ځانه سره کفري فکر هم راوړی وو تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونيزم تر سايه لاندي يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلي دې موخي ته و نه رسېدل.
زموږ افغانان بايد په دې باندي خپل سر خلاص کړي چي لکه د روسانو وتل چي د هر افغان وظيفه وه د روسي فکر ختمول او هيواد ورڅخه پاکول هم د هر افغان وظيفه ده ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندي مبارزه وکړو چي د هيواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کي داسي اصلاحات راولو چي د هيواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول سي.

٤ – دا يقيني خبره ده چي د روسانو په وړاندي د افغانانو مبارزه د وطن او دين د ساتني لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چي د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کي وي او په ټولو هيوادوالو کي د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کي هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.

٥ – کڅه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چي د هغوی د وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه د خاورو سره خاوري سوه او جهادي موخي د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځول سوې ځکه نو هيواد د قدرت په جزيرو و وېشل سو او هر چيري خپل منځي جګړې پيل سوې چي په نتيجه کي د روسانو د وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نسو او هيوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستل خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل مينځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه د افغانستان څخه ورک کړه او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد د تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلي داسي شرايطو ته زمينه برابره نکړو.

۶ – اوس چي الحمدلله په هيواد کي سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې په وړاندي دا مسئوليت لري چي د دې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د آينده لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کي دا خبره ثابته کړي چي  همدغه نظام زموږ د درو واړو جهادي مبارزې ثمره او نتيجه ده په هيڅ صورت کي يې له لاسه نه ورکوو.
مولوي نورالحق مظهري