۱۴۰۲/۰۳/۰۶

د اسلامي ثقاقت ارزښتونه:

څلورم ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان صورت او سيرت د نورو اديانو د خلګو څخه جلا کيږي؛  اسلامي ثقافت د اسلامي امت لپاره د نورو اديانو څخه د فرق او تمييز عمومي روح او روحيه ده، او مسلمانان په شکل او کړنو کي د نورو امتونو څخه جلا کوي يعني په کومو خلګو کي چي اسلامي ثقافت عملي سي هغه ټولنه د نورو غير اسلامي ټولنو څخه ډېر تفاوت او بېلوالی پیدا کوي، پدې خاطر دی چي د اسلامي تعليماتو په هره برخه کي مسلمانان د نورو خلګو د تقليد او پيروۍ څخه منع سويدي چي موږ د بېلګي په ډول يو حديث راوړو: عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695]
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه دده د نيکه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی هغه څوک چي ځان د غير سره زموږ (چي کافران دي) مشابه کړي، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.
تجربې او حالاتو هم داسي ښودلې ده چي کوم خلګ چي اسلامي تعليماتو ته توجه نه کوي، هغه نه زده کوي او په خپل ژوند کي يې نه عملي کوي هغوی د پردو فرهنګ او کلتور ته ډېر زور وهي ځکه چي دوی خپل اسلامي فرهنګ نه پيژني او په خوند يې پوهيږي نو ځکه خپل فرهنګ ورته نيمګړی ښکاري او د نورو فرهنګ ته يې زور وي.
نن چي زموږ په زمانه کي ځيني خلګ د نورو باطلو اديانو عادات کوي، خپلي څېرې او شکلونه د هغوی په څېر جوړوي، د هغوی په څېر يونيفورم آغوندي او په فکري لحاظ هغوی ته ميلان کوي لوی لامل يې همدغه دی چي د اسلامي تعليماتو سره رابطه نلري ځکه که دوی د اسلامي تعليماتو سره رابطه درلودلای په هيڅ شي کي به يې د نورو خلګو څخه تقليد نه وای کړی ځکه اسلام داسي خود کفاء دين دی چي د انساني ژوند د هري برخي لپاره پوره لارښووني لري او چي انسان په خپل ژوند کي د څومره مثبتو او منفي کارونو سره مخامخ کيږي د ټولو حکم په اسلام کي سته.
نو مسلمان دېته هيڅه اړتيا نه لري چي د ښه او بد په لحاظ دي د کارونو په انتخاب کي، د خپلي څېرې په جوړولو کي، د لباس او يونيفورم په خوښولو کي، د خبري او وينا په کولو کي، د نظام او حکومت په جوړولو کي، د قانون په تصويبولو کي او د دوستۍ او دښمنۍ په کولو کي  نورو اديانو ته مراجعه وکړي بلکي ددغه ټولو لپاره طرحه، لارښووني او حکمونه په اسلام کي سته کوم خلګ چي په خبر ندي د دوی ستونزه دغه ده چي دوی د اسلامي تعليماتو څخه بې برخي دي که اسلامي تعليمات په پوره توګه وکړي او عمل هم په وکړي بيا به په هيڅ وخت او هيڅ حالت کي بېله اسلامه بل دين او بل قانون ته رجوع ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۰۵

مسلمان مبارزه وروره!

دا ستا د مبارزې پر ارزښت او مؤثريت دلالت کوي چي تل دي کفرپال، فاسقان، خودخواه، او بې استعداده خلګ مخالفت کوي او ستا د علمي استعداد او بارز شخصيت د کم ارزښت کولو له لاري غواړي تا د مبارزې څخه را وګرځوي خو ته بايد د اوسپني په څېر کلک عزم، د اور په څېر تند او د سېلاب په څېر روان قلم، د باران په څېر اخلاق، د توري په څېر تېره فکر، د وړانګو په څېر تېز ذهن، د پيغمبرانو په څېر پراخه حوصله او د اسلامي نظام د مشرانو په څېر حکمتي او مصلحتي پاليسي ولرې تر څو دي مبارزه نوره هم اغيزمنه واقع سي او په اصلاحي، فکري، فرهنګي، سياسي او ټولنيزو برخو کي دي خدمتونه نور هم وځليږي.
مبارزه وروره! ستا مبارزه د سيلاب په څېر ده او هغه کسان چي ستا د مبارزې په وړاندي خنډونه جوړوي د خس او خشاک په څېر دي ځکه نو ممکن هر ځای او هر وخت ستا د مبارزې څخه ځپل سوي خلګ ستا په وړاندي را ښکاره سي لکه سيلاب اخيستي خس او خاشاک چي د اوبو په مخ او کنارونو کي را ښکاره کيږي.
تا ته ډاډ درکوم چي مبارزې دي نتيجه ورکړې او لا يې هم ورکوي کنه نو اهل باطل ستا په وړاندي نه درېدل، دا چي اهل باطل ستا په وړاندي عکس العمل ښکاره کوي دا خپله ستا د مبارزې مؤثريت په ډاګه کوي ځکه نو هيڅ وخت ناهيلی نسې او ورځ تر بلي خپله مبارزه چټکه کوه.
خو دې خبري ته ډېر پام وکړه چي مبارزه دي د کيف او کم په لحاظ د ټاکل سوو مشرانو سره په همږغۍ او د هغوی تر څارني لاندي وکړه تر څو دي مبارزه هم معیاري هم اصولي او هم نوره اغيزمنه سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۰۴

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

درېيم ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د مسلمان اسلامي شخصيت جوړېږي؛ اسلامي ثقافت د انسان د شخصيت پر جوړېدلو باندي په هر اړخيزه توګه ډېر ټينګار کړی دی تفاوت نه لري که هغه نفسي جنبه وي، روحي جنبه وي، عقلي جنبه وي او که جسدي او بدني جنبه وي په ټولو کي اسلامي ثقافت مثبت سمون راوړي.
دا په تجربه باندي ثابته سوېده چي د يادو برخو په سمون کي د اسلامي تعليماتو عملي کول ډېر رول لري، کوم خلګ چي اسلامي تعليمات يې کړيوي او بيا عمل هم ورباندي وکړي ارومرو د هغوی په نفسي حرکاتو کي تغيير راغلی وي پدې معنی سره چي نفس يې د بغاوت او سرکښۍ څخه نجات مومي او تر کنټرول لاندي راځي چي په نتيجه کي ناروا کارونو ته يې  شوق او ميلان کميږي او ښه سړی ورڅخه جوړېږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو په ويلو باندي انسان د ژوند په هره برخه کي روحيه پيدا کوي، الهي تقدير پيژني، د الله پاک پر قدرت پوره باور پيدا کوي، د ځان انساني نيمګړتيا او بشري نقصان پيژني، په ژوندانه کي د الله پاک پر ورکړي او تقسيم باندي قناعت کوي، په هيڅ حالت کي د ژوند څخه نه ناهيلی کيږي، د سختيو په حالت کي استقامت او د آسانيو په حالت کي عجز او تواضع د ځان عادت جوړوي چي ددې ټولو په شتون سره به ارو د روحي سکون او رواني آرامتيا خاوند کيږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو زده کړه د انسان د عقل پر کيفيت او کميت باندي هم ډېر مثبت تأثير ايږدي، کوم خلګ چي د اسلامي تعليماتو خاوندان وي د هغو خلګو په نسبت چي اسلامي تعليمات يې نه وي کړي عقل يې هم تيز او هم قوي وي له همدې امله د هر شي ښه او بد ژر پيژني او ادراک يې هم قوي وي.
د بدن په ساتنه او ښه ښکاره کولو کي هم د اسلامي تعليماتو ګټي د هيچا څخه پټي ندي ځکه چي اسلامي تعليمات انسان ته د خپل جسد د ساتني او ښه جوړوني سپارښتنه کوي او د هر هغه شي څخه يې منعه کوي چي د انسان بدن ورباندي ضعيفه کيږي او يا يې بدن ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري له همدې امله يې د هغو شيانو خوړل حرام کړيدي چي د انسان صحت ورباندي خرابيږي او بدن ته يې زيان رسيږي، همداسي د هغه لباس او يونيفورم اغوستل يې هم منعه کړيدي چي انسان ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري او يا هم د يوه کافر او بې دينه په بڼه ښکاره کيږي.
په همدې سبب موږ وينو چي نن ډيری هغه انسانان چي د خپل بدن غم ورسره نسته او يا ځان داسي جوړوي چي دده او يوه کافر تر مينځ په شکل او کالو کي هيڅ توپير نه کيږي هغه خلګ دي چي ديني تعليمات يې ندي کړي او يا يې هم عمل ورباندي ندی کړی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۰۳

دومره فکر بايد ولرې:(لومړی برخه)

۱ ـ دومره فکر بايد ولرې چي دنيوي ژوند ته د يوه آزمايښت او درس په سترګه وګورې تر څو د سختيو په وړاندي وارخطاء نسې او د ژوند د هري برخي څخه درس واخلې.
۲ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د پرون ورځي نيمګړتياوي نن ونکړې او د نن ورځي نيمګړتياوي نوټ کړې تر څو سبا يې بيا تکرار نکړې.
۳ ـ دومره فکر بايد ولرې چي يوه اشتباه په ژوند کي څو ځلي تکرار نکړې او يو فرصت په ژوند کي څو ځلي له لاسه ورنکړې.
۴ ـ دومره فکر بايد ولرې چي حاضر وخت د ځان لپاره غنيمت وبولې او د نن ورځي کار سبا ورځي ته پرې نږدې.
۵ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د ټنبلۍ او توکل تر مينځ فرق وکړې تر څو د توکل په نوم ټنبلي درڅخه ونسي.
۶ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د تنګ نظرۍ او جديت تر مينځ فرق وکړې تر څو د جديت په نوم تنګ نظري درڅخه ونسي.
۷ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د بې عقلۍ او اعتماد بالنفس تر مينځ فرق وکړې تر څو د اعتماد بالنفس په نوم بې عقلي درڅخه ونسي.
۸ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د خانۍ او سرټمبګۍ تر مينځ فرق وکړې تر څو د خانۍ په نوم سرټمبګي درڅخه ونسي.
۹ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د حکومتولۍ او ديکتاتورۍ تر مينځ فرق وکړې تر څو د حکومتولۍ په نوم ديکتاتوري در څخه ونسي.
۱۰ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د اقتدار او استبداد تر مينځ فرق وکړې تر څو د اقتدار په نوم استبداد درڅخه ونسي.
۱۱ ـ دومره فکر بايد ولرې چي د قوم پالني او قوم پرستۍ تر مينځ فرق وکړې تر څو د قوم پالني په نوم قوم پرستي در څخه ونسي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

دویم ارزښت:
په اسلام ثقافت باندي د انسان صحيح عقيده نوره هم ټنګيږي؛ د اسلامي ثقافت په زده کولو باندي په انسان کي صحيح عقيده راځي او ټينګيږي مثلا د الله پاک پر الوهيت، ربوبيت، نومونو، صفاتو او افعالو باندي د توحيد عقيده، هغه عقيده چي د کفر او اسلام جلا کوونکې ده او د هغې پر بنياد د انسان سره د قيامت په ورځ کي حساب کيږي، د هغې پر بنياد د انسان اعمالو ته اعتبار ورکول کيږي او د هغې پر بنياد انسان د ثواب او يا عذاب مستحق ګرځي. لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ.[النحل ۳۶]
ژباړه: موږ په هر امت کي رسول راليږلی وو چي خلګو ته ووايي: د الله عبادت وکړئ او د طاغوت څخه ځان وساتئ! د دوی څخه ځيني هغه خلګ وه چي الله هدايت کړه او ځيني نور بيا هغه خلګ وه چي ګمراهي پر دوی باندي ثابته سوه، نو په مځکه کي وګرځئ او و ګورئ چي د درواغجنو عاقبت څنګه سوی دی؟.
دا تنها اسلامي تعليمات دي چي په مټ يې د الله پاک او ملعون شيطان تر مينځ تفاوت زده کيږي، دا تنها اسلامي تعليمات دي چي په زده کولو يې انسان ته د الله پاک د عبادت حقانيت او د نورو شيانو د عبادت بطلان څرګنديږي، دا اسلامي تعليمات دي چي د هدايت او ګمراهۍ تر مينځ توپير کوي؛ هدايت ته تلل د انسان وظيفه او د انسان لپاره کمال ګڼي خو د ګمراهۍ پر لوري تلل د انسان لپاره انحراف او بربادي بولي، دا اسلامي تعليمات دي چي په زده کولو يې په انسان کي داسي مثبت بدلون راځي چي د رښتيني انسانيت معنی او د بشريت ارزښت ورته معلوميږي.
په هره زمانه کي چي کوم خلګ په بې دينۍ باندي روبدي سويدي يا زموږ په زمانه کي چي کوم خلګ په کمونيستي يا سيکولر عقيدې باندي اخته سويدي لوی لامل يې دا دی چي اسلامي تعليمات يې سم ندي کړي، اسلام يا په نامه پېژني او يا يې هم د يهودو او نصاراوو په تعبير باندي پېژني ځکه دغسي خلګ عموما پداسي هيوادونو کي زده کړي کوي چي هغه يا کفري هيوادونه وي او يا هم پر دين نه ولاړ هيوادونه وي چي طبعا پداسي هيوادونو کي شعوري يا غير شعوري اسلام و خلګو ته بد معرفي کيږي په خاصه توګه په ښوونيزو مرکزونو کي.
که زموږ د هيواد افغانستان د څو لسيزو تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چي د اسلام پر ضد شعارونه چا ورکړيدي ؟ او د اسلام پر ضد کومو خلګو حرکتونه کړيدي؟ په هيواد کي د اسلامي نظام د راتللو مخي ته خنډونه چا جوړ کړيدي؟ او د فساد او فحشاء لپاره مبارزه کومو خلګو کړېده؟.
جواب يې ډير واضح دی: د انګريز مزدورانو چي بې دينه خلګ وه، د روس مزدورانو چي بې دينه خلګ وه او د غرب مزدورانو چي بې دينه خلګ وه او دغه بې دينه خلګ يا په هماغه هيوادونو کي روزل سويوه او يا هم ځينو په ايمان سستو انسانانو د څه مادياتو لپاره خپل ايمان پسې پرېښودی او د يادو هيوادونو په خدمت کي يې د اسلام پر ضد ځانونه د هغو غېږي ته ور واچول.
که حقايقو ته وګورو دا به راته له ورايه ښکاره سي چي په څو لسیزو کي په هيواد کي ډېري ناخوالي د همدغه بې دينه کړيو لخوا پيښي سويدي د بېلګي په ډول: په هيواد کي فحشاء، اداري او ټولنيز فساد، سيمه ايزه او ژبني دښمني، د بې ګناه او مرموزو قتلونو رواجول، په هيواد کي د ميشتو قومونو تر مينځ طبقاتي توپير پيدا کول، په ښوونيز نصاب کي نفرتونه ګډول، د اسلامي شعايرو سپکاوی، په ځوانانو کي فکري او سياسي انحراف پيدا کول او په عمومي شکل نا آرامي جوړول ټول د همدغه بې دينه خلګو په لاس هيواد ته راغلي وه.
او دا خبره زه په پوره ډاډ باندي کوم که موږ اسلامي تعليمات زده کړو او په غوښتنه يې عمل وکړو نو يا به خپله ټولنه د داسي بدمرغيو څخه خلاصه کړو او يا به يې خلاصېدلو ته لاره آواره کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

اسلامي نظام هم د خدمت وي هم د غيرت:

اسلامی نظام هم د خدمت وی او هم د غيرت؛ ځکه نو اسلامی مبارزین باید د اسلامی نظام تر چتر لاندی ډېره چټکه او سنجیده مبارزه وکړی او په هره برخه کي یې چی خدمت په طاقت وي باید یې وکړی.
با احساسه او ویښ ضمیر والا انسانان چی هر وخت پر دین باندی غیرت کوی او پر اسلامی شعایرو ځان قربانوی د اسلامی نظام په شتون کی باید ځان څو برابره غیرتمند او با احساسه ونیسی او د دین د دفاع لپاره د نظام سره په همږغۍ تر بل هر وخت ډېر کار وکړی.
یقینی خبره ده چی په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي او د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي ځکه نو مبارز باید د مربوطه مسئولینو سره په هماهنګۍ د بل هر وخت په نسبت خپلی هلی ځلی څو برابره زیاتی او منسجمی کړی.
په نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت، دفاع او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په تشکيلاتو کي د دوی شتون د قوت او بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله د اسلامی نظام د حاکمیت وروسته يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۰۲

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

لومړی ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان ساتونکی او فعال عقل جوړیږي؛ اسلام د انسان د عقل پر حفاظت او ساتني باندي ډېر ټينګار کړی دی، عقل یې داسی اصل او عنصر بللی دی چی په در لودلو یې انسان د خرافاتو، اوهامو، درواغو او منفي سادګيو څخه ساتل کېدلای سي او انسان یې پدې باندی امر کړی دی چی د هر هغه شي څخه ځان وساتي چي عقل ورباندي زائليږي د بېلګي په ډول مخدرات او مسکرات يې حرام کړيدي کوم چي عقل ته زيان رسوي او د صحيح ادراک څخه د عقل مخنیوی کوي.
لکه څنګه چي الله پاک عقل ته حيثيت د يو ترازو ورکړی دی چي کارونه په تلي، د ښه او بد تشخيص کوي او مخکي تر اعتقاد د هغه ښه والی او يا بدوالی ځان ته معلوموي. الله پاک فرمايي: أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ.[الرعد۱۹] ژباړه: آیا هغه څوک چي پدې باندي پوهیږي چي هغه شی چي ستا رب تا ته نازل کړی دی حق دی داسي دی لکه هغه څوک چي ړوند دی او نه پوهیږي؟ یقینا چي یواځي د عقلونو خاوندان وعظ قبلوي.
مفسرینو لیکلي دي چي دغه آیت د حضرت حمزه رضی الله عنه او ابوجهل په باره کي نازل سو، حضرت حمزه رضي الله عنه چي د سالم عقل خاوند وو د قرآن حقانیت یې درک کړ او ایمان یې راوړ خو ابوجهل چي د سالم عقل څخه محروم وو د قرآن حقانیت یې درک نکړ او ایمان یې را نه وړ.
د درس ويلو او تحصيل په دوره کي د ديني علومو سره رابطه د انسان لپاره ډېره مهمه ده پدې معنی سره چي محصل بايد په هره تحصيلي دوره کي د ديني علومو زدکړي ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هر مضمون او هر پوهنځي څخه چي فارغ کيږي د ديني او اسلامي روحيې سره فارغ سي.
زموږ په زمانه کي ډېری محصلين چي د فراغت وروسته بې دينۍ ته مخه کوي يا خپلي دندي ته د يوه تجارتي بازار په سترګه ګوري لوی لامل يې دغه دی چي د زده کړي په دوران کي يې ځان په ديني عقيده باندي نه وي سمبال کړی ځکه نو د ټولني په نسبت خپل مسئوليت هم نه پېژني.
دا چي زموږ په زمانه کي ډېری ډاکټر صاحبان، انجينران، سياست پوهان او د عصري علومو استادان اسلامي اخلاقو او لمانځه ته ژمن ندي علت يې دغه دی چي د زده کړي په وخت کي يې پر ديني مضامينو باندي کوښښ ندی کړی نو ځکه مسلماني ورته يو ډول شاته تګ او انحطاط معلوميږي او ځان ته د يو مسلمان ډاکټر او انجينر په سترګه نه ګوري او د خپلو کارونو په ښه والي او بد والي کي ديني اصول په پام کي نه نيسي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۰۱

مدبر او سياست پوه امير تقبله الله:

په دنيا کي ډېر مهم شخصيتونه تېر سويدي چي ياد ساتل يې زموږ مسئوليت دی تر څو را روان نسلونه د هغوی په کارنامو خبر سي، د هغوی اهداف تعقيب کړي او د هغوی غوندي ځانونه جوړ کړي.

د مهمو شخصيتونو څخه يو هم شهيد ملا اخترمحمد منصور تقبله الله دی چي نظام ته د داخلېدلو څخه بيا تر شهادت پوري ټول ژوند يې د ابتکارونو، کارنامو او درسونو څخه ډک وو.

د اسلامي امارت په لومړني واکمنۍ کي په ورسپارل سوې دنده کي د نوموړي ځلېدل، د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اطاعت کي مخکښي، د خپلو صلاحيتونو په ساحه کي ولس ته د پام وړ خدمتونو عرضه کول، د ملګرو لپاره پوره غمخوري او خدمت، په افغاني ټولنه کي د علماؤ او مخورو کسانو احترام ته ژمنتيا او په اسلامي زرينو اخلاقو باندي سمبالوالی ځيني هغه نوښتونه او ځانګړتياوي وې چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله يې درلودونکی وو او په خپل وخت کي د ټولو انسانانو له مينځ څخه الله تعالی ددغه اخلاقي او نزاکتي بشري امتيازونو لپاره غوره کړی وو؛ الله تعالی دي شهيد امير ته جنت الفردوس په نصيب کړي.

د اسلامي امارت د لومړني واکمنۍ د ړنګېدلو څخه وروسته د امريکايانو په وړاندي د جهاد په پيل او غځېدلو کي د شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله فعالي او نه هېرېدونکي هڅي د هيچا هېري ندي او د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات او دده د ټاکني وروسته د مجاهدينو کاميابه رهبري، په هيواد کي د جهادي بهير چټکتيا، په سياسي ډګر کي په نړۍ باندي د اسلامي امارت منل، د خوارجو او مغرضو کړيو په وړاندي کلک درېدل، په هيواد کي د ننه د تکړه او ويښو افغانانو سره فعاله رابطه ساتل، په ډېرو حساسو شرايطو کي او لږو امکاناتو باندي د يرغلګرو په وړاندي د نظامي جهاد ترڅنګ د نړۍ سره ديپلوماتيکي اړيکي را ژوندۍ کول، اسلامي امارت د پاڅون د نوم څخه د يوه بالقوه نظام په نوم په نړۍ کي مطرح کول هغه تاريخي نوښتونه وه چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله يې د نړۍ په کچه د اسلام په تاريخ کي د لوی او ستر رهبر په نوم وليکی؛ الله تعالی دي نومړی په خپلو جنتونو او رحمتونو باندي ونازوي.

بېله مبالغې دا ويلای سو چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله څخه وروسته د سياسي اسلام او اسلامي حاکميت مجدد وو چي الله تعالی يې رهبري پر افغانانو لورولې وه لوی رب دي د جنتونو په نازونو باندي ونازوي.

موږ ته دا لازمه ده چي د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله جهادي لاره، جامع او پراخ فکر، سياسي ليدلوری، فکري استقلال او ټول شموله طبيعت تعقيب کړو تر څو لاس ته راغلی اسلامي نظام په سمه توګه سمبال کړو او ساتني ته يې لازم تدابير ونيسو.

مولوي نورالحق مظهري