۱۴۰۲/۰۴/۰۲

د نارينه او ښځينه ډولونه:

ژباړه: عمر رضي الله عنه فرمايي: نارينه درې ډوله دي او ښځينه هم درې ډوله دي: يوه هغه ښځه ده چي پاکه، مسلمانه، نرم خويه، مينه ناکه، اولاد زېږوونکې وي چي د خپلي کورنۍ سره د زمانې پر ستونزو مرسته کوي او د زمانې سره پر خپلي کورنۍ مرسته نه کوي – دا ډول ښځه ډېره لږ پيدا کيږي – دويمه هغه ښځه ده چي لکه لوښی وي بېله اولاد زېږولو بل کار نسي کولای او دريمه هغه ښځه ده چي الله تعالی يې د يو چا غاړي ته ور واچوي نو که يې دی د خپلي غاړي څخه وکاږي کښولای يې سي.
نارينه هم درې ډوله دي: يو هغه څوک دی چي پاک، آرام، نرم خويه او د رأيي او مشورې خاوند وي او کله چي يو مشکل ورته پېښيږي نو خپله رأيه آمانت ساتي او کارونه د خپلو ځايونو څخه کوي، دويم هغه څوک دی چي خپله رأيه نه لري خو چي کله يو مشکل ورته پيښ سي نو د رأيي او مشورې خاوند ته ورځي او دده په رأيه باندي عمل کوي او دريم هغه څوک دی چي حيران وي، په لارښوونکي پسې نه ځي او نه هم د لارښوونکي اطاعت کوي.
توضيح: لومړی ډول ښځه ډېره ښه وي او د الله تعالی هغه لوی نعمت وي چي خپلو ځينو بندګانو ته يې ورکوي ځکه نو کوښښ وکړئ چي دغسي ښځه د ځانونو لپاره پيدا کړی همداسي ښځي دي کوښښ وکړي چي د ځانونو څخه دغسي شياني جوړي کړي.
دويم ډول ښځه هغه وي چي د انسان ژوند ورسره کيږي او که وغواړي ښه استفاده ورڅخه کولای سي خو مشاوره او سلاکاره نسي جوړېدلای.
دريم ډول ښځه نو هغه وي چي د انسان غاړي ته لوېدلې وي که صبر ورباندي وکړي الله تعالی به اجر ورکړي او که صبر نه ورباندي کوي نو بيا بېله طلاق ورکولو په بل شي باندي نسي سمېدلای.
د نارينه وو لومړی ډول هغه انسان وي چي په عقل، تدبير، پوهه، اخلاق او اهليت کي کمال ته رسېدلي وي، د برياليو انسانانو په کتار کي شمېرل کيږي او په ژوند کي د ابتکار او نوښتونو خاوند وي؛ هر څوک بايد کوښښ وکړي چي د ځانه څخه دغسي نارينه جوړ کړي او د همداسي نارينه وو سره ملګرتيا غوره کړي.
دويم ډول نارينه هغه انسان وي چي کڅه هم خپله فکري استقلال او تدبير نه لري خو د نورو پوهانو سره د مشورې مثبته انګېرنه لري؛ داسي نارينه هم تر يوه بريده ځان تر هدف پوري رسولای سي او په ژوند کي ممکن په يو ډول خپل انساني رسالت آداء کړي.
او دريم ډول نارينه نو هغه انسان دی چي په فکر سرټمبه، په ذهن کوټه، په اخلاقو ټيټ او په عقل کي ډېر پاته دی؛ دداسي طبيعت څخه نو په الله تعالی باندي پناه وغواړئ او دداسي انسانانو سره د ملګريتوب څخه ځانونه وساتئ.
قَالَ عُمَرُ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: الرِّجَالُ ثَلَاثَةٌ، وَالنِّسَاءُ ثَلَاثٌ، فَأَمَّا النِّسَاءُ: فَامْرَأَةٌ عَفِيفَةٌ مَسْلَمَةٌ لَيِّنَةٌ وَدُودَةٌ وَلُودَةٌ تُعِينُ أَهْلَهَا عَلَى الدَّهْرِ، وَلَا تُعِينُ الدَّهْرَ عَلَى أَهْلِهَا - وَقَلِيلًا مَا تَجِدُهَا - وَامْرَأَةٌ وِعَاءٌ لَا تَزِيدُ عَلَى أَنْ تَلِدَ الْأَوْلَادَ، وَالثَّالِثَةُ يَجْعَلُهَا اللهُ فِي عُنُقِ مَنْ شَاءَ، فَإِذَا شَاءَ أَنْ يَنْزِعَهُ نَزَعَهُ، وَالرِّجَالُ ثَلَاثَةٌ: رَجُلٌ عَفِيفٌ هَيِّنٌ لَيِّنٌ ذُو رَأْيٍ وَمَشُورَةٍ، وَإِذَا نَزَلَ أَمْرٌ ائْتُمِنَ رَأْيُهُ وَصَدَرَ الْأُمُورَ مَصَادِرَهَا، وَرَجُلٌ لَا رَأْيَ لَهُ، وَإِذَا نَزَلَ بِهِ أَمْرٌ أَتَى ذَا الرَّأْيِ والْمَشُورَةِ فَنَزَلَ عِنْدَ رَأْيِهِ، وَرَجُلٌ حَائِرٌ لَا يَأْتَمُّ رَاشِدًا، وَلَا يُطِيعُ مُرْشِدًا.[شعب الايمان 7131]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۴/۰۱

د ديموکراسۍ سياست:

د ديموکراسۍ سياست دوست او دښمن نه لري او نه هم د ديموکراسۍ له لاري اسلام ته اساسي خدمت کېدلای سي د ديموکراسۍ په مټ اسلام ته خدمت کول داسي مثال لري لکه څوک چي د سلاتې په ماشين باندي غنم اوړه کوي.
د ديموکراسۍ نظام پر داسي اصولو باندي ولاړ وي چي هيڅ شرعي لاسوند د ځانه سره نه لري له همدې امله د يوه فاسق په يوه رايه باندي نړيږي او بسته نظام ته يو نا اهله انسان خنډ جوړولاي سي.
د ديموکراسۍ په نظام کي پر يوه دسترخان هم شراب څیښل کيږي او هم د قرآن تلاوت کيږي، يو سړی به نيمه ورځ د اسلام پر خلاف کار کوي او نيمه ورځ به بيا په مسجد کي تېروي، ميرمن به يې د شپې دده سره وي خو د ورځي به بيا نور خلګ خوندونه ورباندي اخلي.
د ديموکراسۍ په نظام کي به د انسانانو پر ځای خلګ د حيواناتو سره اړيکي ساتي، د دوستۍ معيار به انسانيت او اسلام نه وي بلکي دوستي او دښمني به د نفس په غوښتنه پر شهواتو او دنيوي خوندونو باندي ولاړه وي.
د ديموکراسۍ په نظام کي د دوستۍ او دښمنۍ په تعامل کي ديانت ته نه کتل کيږي بلکي د خپل واک او ديموکراسۍ بقاء ته کتل کيږي په هرکار کي چي د ديموکراسۍ بقاء وي او په واک کي د واکمن پاته کېدل وي هغه به سر ته رسيږي.
دا ډېر ښه کار سو چي زموږ د هيواد څخه د عملي ديموکراسۍ ټغر ټول سو خو د فکري ديموکراسۍ د ټغر ټولېدل به لا ډېر وخت ونيسي ځکه دلته د ديموکراسۍ فکري ودي ته ډېر کار سوی دی او ډېر مسلمان فکرونه د خپل اصلي مسير څخه اووښتي دي.
دا لازمه ده چي موږ د سياست په ټولو څانګو کي د هيواد په کچه فکري بدلون ته کار وکړو تر څو د حاکم نظام د سمبالښت او بقاء په وړاندي احتمالي ننګوني هم له مينځه ولاړي سي او د هيوادوالو فکرونه او آندونه د حاکميت تر پوښښ لاندي راسي.
کله چي فکري حاکميت د فزيکي حاکميت سره ملګری وي هلته بيا د حکومتولۍ لپاره هيڅ زور او فشار ته اړتيا نه پيدا کيږي او د نظام په وړاندي هيڅوک منفي تخنيک او تاکتيک نه کاروي بلکي د مملکت ټولي چاري به د اطاعت، انفعال، مشورې او يووالي تر سايه لاندي پر مخ ځي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۳۱

د استعداد لوړېدلو اسباب:(پنځمه برخه)

 پنځم سبب: پنځم هغه شی چي د انسان استعداد ورباندي لوړېږي د علماؤ او ښو خلکو سره رابطه ده، ځکه د ښو خلګو سره رابطه ددې تر څنګ چي انسان ته معنويات بخښي د انسان معلومات هم ډېريږي او انسان ته يو قسم د اطمينان احساس هم ورکوي ځکه  خپل هر سوال او پوښتني ته په آسانۍ سره جواب پيدا کولای سي.
په دې خاطر دی چي الله پاک مسلمانان په تقوی باندي د امر کولو وروسته د ښو خلګو په ملتيا باندي امر کوي او فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.[التوبه 119] ژباړه: ای مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتيا ويونکو سره وسئ.
همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته ددې سپارښتنه کړېده چي تاسو هميشه د مؤمن ملتيا وکړئ ځکه چي د کافر او بد سړي په ملتيا کي ارومرو انسان ته تاوان رسيږي چي يو تاوان يې دغه دی چي د انسان پر پوهه او استعداد باندي منفي تأثير ايږدي.
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ تُصَاحِبْ إِلاَّ مُؤْمِنًا وَلاَ يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلاَّ تَقِىٌّ.[سنن ابي داود 4834]
ژباړه: ابو سعيد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: ملګرتيا مکوه مګر د مسلمان سره او ډوډې مه ورکوه مګر نيک انسان ته.
په دې خاطر چي د نيک ملګري څخه انسان ته ډېره فايد او د بد ملګري څخه انسان ته ډېر بد رسيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښه او بد ملګري پرتله کوي او د هر يوه لپاره يو مثال ذکر کوي:
عَنْ أَبِى مُوسَى عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً.[صحيح مسلم 6860]
ژباړ: د ابو موسی رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښه او بد ملګري مثال داسي دی لکه د مشکو د وړونکي او د آهنګر د پښ پوف کوونکي؛ د مشکو وړونکی به يا تا ته يوشی درکړي، يا به يې ته ورڅخه رانيسې او يا به هم ښه بوی ورسره ومومې او د آهنګر د پښ پوف کوونکی به يا ستا کالي وسوځوي او يا به هم بد بوی ورسره ومومې.
يعني د ښه ملګري څخه سړي ته فايده رسيږي او د بد ملګري څخه سړي ته تاوان رسيږي، کڅه هم فايده او تاوان لږ وي خو د ملګري په سبب انسان ته رسيږي.
نو که هميشه انسان د ښو خلګو سره ملتيا وکړي د نورو ښېګڼو تر څنګ چي ددغي ملګرتيا په سبب به يې تر لاسه کوي ښه استعداد، ځيرګتيا، تيزفهمي او حضور د ذهن به هم تر لاسه کوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۳/۳۰

په اسلام کي د مسلمان باچا ارزښت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
که د بشر تاريخ ته ځير سو او د الله تعالی له لوري د انبياؤ د ليږلو په حکمت ځان پوه کړو او بيا په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مطالعه کړو دا به راته ښکاره سي چي په اسلام کي ولي مسلمان باچا ته ارزښت ورکول سوی دی؟
په دې خاطر چي د انسانانو دنيوي ژوند ځانګړي نظام او ترتيب ته اړتيا لري او بيا په ځمکه کي د الهي دين عملي کول، د توحيد دعوت چلول، د اسلامي احکامو نفاذ او خلګ دين ته رابلل د انسانانو وظيفه ده ځکه نو دېته اړتيا سته چي انسانان بايد يو امير او مشر ولري تر څو په يادو کارونو کي د دوی رهبري او سرپرستي وکړي، هغه مشر که د الله تعالی له لوري انتخاب سوی وي پيغمبر ورته ويل کيږي او که خپله د انسانانو له لوري انتخاب سوی وي خليفه، اميرالمؤمنين او باچا ورته ويل کېدلای سي.
د شرعي مقاصدو د حفاظت او ساتني لپاره الله تعالی ډېر پيغمبران انتخاب کړيدي او انسانانو ته يې راليږلي دي خو د نبوت د سلسلې د بندېدلو وروسته د وروستني پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د شريعت په چوکاټ کي الله تعالی پر ټولو انسانانو دا لازمه کړېده چي پر يوه امير سره راټول سي او د هغه په رهبرۍ کي د شرعي مقاصدو ساتنه وکړي. 
د لاندي ځينو د لائلو په رڼا کي د مسلمان باچا ارزښت بيانولای سو:
1 - کله چي ابراهيم عليه السلام د بيت الله د تعمير څخه فارغ سو ځان ته د شخصي دعا وروسته يې خپلو اولادونو ته لومړی دعا ددې وکړه: چي ای الله په دوی کي د دوی څخه ځانګړی رسول پيدا کړې! رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ.[البقرة129]
دا دعا يې ځکه لومړی وکړه چي د انسانانو لپاره تر ټولو مهم شی مصلح او غمخور رهبر دی، د رهبر په شتون کي په انسانانو کي يووالی، عدالت او حريت راځي چي په مټ يې پر ټولنه د ښېرازۍ او ترقۍ دروازې را خلاصيږي.
مفسرينو ددې آيت په تفسير کي ليکلي دي: الله تعالی د ابراهيم عليه السلام دعا قبوله کړه او محمد صلی الله عليه وسلم يې دده په اولاده کي را واستوی چي هم د الله تعالی لخوا رسول وو او هم د بندګانو لپاره رهبر او باچا وو.
2 - کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات سو دده ملګرو تر هرڅه مخکي د مسلمانانو لپاره رهبر يعني دده خليفه وټاکی تر څو په مسلمانانو کي د رهبرۍ خلاء را نسي او خلګ سره و نه پاشل سي.
امام الحرمين عبدالملک بن عبدالله الجويني په خپل کتاب غياث الامم کي ويلي دي: أما أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم رأوا البدار إلى نصب الإمام حقا وتركوا بسبب التشاغل به تجهيز رسول الله صلى الله عليه وسلم ودفنه مخافة تتغشاهم هاجمة محنة ولا يرتاب من معه مسكة أن الذب عن الحوزة والنضال دون حفظ البيعة محتوم شرعا ولو ترك الناس فوضى لا يجمعهم على الحق جامع ولا يزعهم وازع ولا يردعهم عن اتباع خطوات الشيطان رادع مع تفنن الآراء وتفرق الأهواء لتبتر النظام وهلك الأنام وتوثب الطغام والعوام وتحزبت الآراء المتناقضة وتفرقت الارادات المتعارضة وملك الأرذلون سراة الناس وفضت المجامع واتسع الخرق على الراقع ونشبت الخصومات واستحوذ على أهل الدين ذوو العرامات وتبددت الجماعات.[غياث الأمم والتياث الظلم صفحه17]
ژباړه: تر دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو د امام پر ټاکلو تلوار مهم وليد، او په هغه باندي د مصروفيت له امله يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د جنازې تيارول او د هغه ښخول له دې وېري پرېښودل چې دوی د مصيبت په بريد کې راګير نسي او هغه کسان چې د هغو سره لږ عقل وي بايد شک ونه کړي چې د ملکيت دفاع او مبارزه د بيعت له ساتلو پرته ناشونې ده، که خلګ پاشلي پرېښودل سي هيڅ راټولوونکی يې پر حق باندي سره راټول نکړي، هيڅ منع کوونکی يې منع نکړي، او هيڅوک يې د شيطان پر قدمونو د تللو څخه را و نه ګرځوي، سره د اختلاف د نظرونو او وېشل کېدلو د غوښتنو نو نظام به نسکور سي، خلګ به له مينځه ولاړ سي، ظالمان او عام خلګ به پاڅون وکړي، او متضاد نظريات به ډلي ډلي سي، مخالفي ارادې به سره و وېشل سي، ګمراهان به د خلګو ټولۍ په واک کي واخلي، مجلسونه به مات سي، په لوړه کچه به سرغړوني وسي، اختلافات به رامينځ ته سي، پر اهل دين به بدخصلته خلګ مسلط سي او ډلي ټپلي به را پيدا سي.
د پورته ټولو زيانونو او منفي احتمالاتو د مخنيوي لپاره اصحابو رضي الله عنهم د امام او باچا پر ټاکلو تلوار وکړ او دا خپله د لوی ارزښت ښکارندويي کوي.
3 - قالت الحكماء: إمام عادل، خير من مطر وابل؛ وإمام غشوم، خير من فتنة تدوم؛ وما يزع الله بالسلطان أكثر ما يزع بالقرآن.[العقدالفريد]
ژباړه: حکماؤ ويلي دي: عادل باچا تر توند باران ښه دی، ظالم باچا تر دوامداري فتنې ښه دی او په باچا باندي الله تعالی تر قرآن ډېر شيان دفع کوي.
يعني تر توند باران و خلګو ته د عادل باچا ګټه ډېره رسيږي ځکه چي په توند باران يواځي کروندې اوبيږي او د خلګو اقتصادي وضعيت برابريږي خو په مسلمان عادل باچا د خلګو ټوله ژوند برابريږي ځکه نو مسلمان عادل باچا ډېر ارزښت لري، او مسلمان باچا چي پر ځينو خلګو ظلم کوي تر دوامداري فتنې غوره دی ځکه د باچا په شتون کي ټول شرعي مقاصد خوندي ساتل کيږي او د فتنې په وخت کي ټول انساني نظام سره ګډوډ کيږي او د مسلمان باچا په ذريعه د ټولني څخه داسي جرائم او تخلفات ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.
4 - وقال كعب الأحبار: مثل الإسلام والسلطان والناس مثل الفسطاط والعمود والأطناب والأوتاد، فالفسطاط الإسلام؛ والعمود السلطان؛ والأطناب والأوتاد الناس. ولا يصلح بعضها إلا ببعض.[عقدالفريد]
ژباړه: کعب الاحبار ويلي دي: د اسلام، باچا او خلګو مثال داسي دی لکه د خيمې، د خيمې ستني، تناوونه او ميخونه؛ خيمه اسلام دی، ستني باچا دی او تناوونه او ميخونه خلګ دي چي ځيني يې په ځينو نورو باندي سميږي.
يعني لکه خيمه چي په درېدلو کي دغه شيانو ته اړتيا لري اسلام هم په ثابت پاته کېدلو کي دغه شيانو ته اړتيا لري؛ مسلمان باچا چي د خيمې د ستنو او پايو حيثيت لري د خلګو سره چي د تناوونو او ميخونو حيثيت لري په ګډه بايد د اسلام د ساتني لپاره کار وکړي.
دا معلومه خبره ده چي خيمه بېله پايې او ستني نه دريږي نو اسلام هم بېله مسلمان باچا نسي قائم کېدلای ځکه نو د مسلمان باچا وجود په اسلامي ټولنه کي ډېر اړين دی.
5 – امام غزالي رحمه الله په احياء علوم الدين کي فرمايي: فإن الدنيا مزرعة الآخرة ولا يتم الدين إلا بالدنيا والملك والدين توأمان فالدين أصل والسلطان حارس وما لا أصل له فمهدوم وما لا حارس له فضائع ولا يتم الملك والضبط إلا بالسلطان.[احياء علوم الدين صفحه 17]
ژباړه: دنيا د آخرت فارم او کښت دی او دين له دنيا پرته نه بشپړ کيږي، باچاهي او دين سره جوړه دي، دين اصل دی او باچا ساتونکی دی، هغه څه چي اصل و نه لري له مينځه ځي، او هغه څه چي ساتونکی نه لري برباد دی، سلطنت او واک له باچا پرته نسي بشپړ کېدلای.
يعني د دين په ساتلو کي مسلمان باچا ته اړتيا سته؛  د اسلامي خلافتونو د ړنګېدلو وروسته د دين څخه د ډېرو مسلمانانو انحراف ددې ښکارندويي کوي چي هر وخت مسلمان باچا شتون ونلري په هماغه وخت کي به خلګ د دين په لحاظ هم ډېر ضعيفه کيږي او د دين ساتل به ارومرو د ستونزو سره مخ کيږي.
د کومه وخته څخه چي په افغانستان کي اسلامي امارت حاکم سوی او د افغانستان خلګ پر يوه امير باندي سره راټول سويدي د نورو پر مختګونو تر څنګ په ديني برخو کي هم موږ د پرمختګ ليدونکي يو ځکه ډېره برخه د منکراتو له مينځه تللې او په خلګو کي د ديانت سره علاقه مندي ډېره سوېده.
6 - السلطان زمام الأمور، ونظام الحقوق، وقوام الحدود، والقطب الذي عليه مدار الدنيا؛ وهو حمى الله في بلاده، وظله الممدود على عباده؛ به يمتنع حريمهم، وينتصر مظلومهم، وينقمع ظالمهم، ويأمن خائفهم.[العقدالفريد صفحه1]
ژباړه: باچا د چارو واک دی، د حقوقو نظام دی، د سرحدونو بنسټ دی او هغه قطب دی چې د دنيا مدار پر ده باندي ولاړ دی. باچا د الله تعالی په ښارونو کي د هغه د دين ساتونکی دی او پر بنده ګانو يې غوړول سوی سيوری (رحمت) دی، په باچا سره الله تعالی  د دوی حريم ساتي، د دوی د مظلوم مرسته په کوي، د ظالمانو څخه انتقام ورباندي اخلي او وېرېدلي انسانان په خوندي کوي.
7 – په تهذيب الرياسة وترتيب السياسة کتاب کي يې د امام او باچا په ارزښت کي ليکي دي: فأقول نظام أمر الدين والدنيا مقصود ولا يحصل ذلك إلا بإمام موجود لو لم نقل بوجوب الإمامة لأدى ذلك إلى دوام الاختلاف والهرج إلى يوم القيامة لو لم يكن للناس إمام مطاع لانثلم شرف الإسلام وضاع لو لم يكن للأمة إمام قاهر لتعطلت المحاريب والمناظر وانقطعت السبل للوارد والصادر لو خلا عصر من إمام لتعطلت فيه الأحكام وضاعت الأيتام ولم يحج البيت الحرام لولا الأئمة والقضاة والسلاطين والولاة لما نكحت الأيامى ولا كفلت اليتامى لولا السلطان لكانت الناس فوضى ولأكل بعضهم بعضا.[تهذيب الرياسة وترتيب السياسة ج1 ص 8]
ژباړه: زه وايم: د دين او دنيا نظام مقصود دی او دغه مقصود بېله شتون څخه د امام په لاس نه راځي، که موږ د امام ټاکل و نه منو نو دا به د قيامت تر ورځي د اختلافاتو او ګډوډۍ لامل سي، که د خلګو لپاره اطاعت کېدونکی امام نه وي نو د اسلام عزت به له مينځه ولاړ سي، که امت فاتح امام ونلري نو جنګونه او منظرې به بندي سي او د راتلونکي او تلونکي پر مخ به لاري پرې سي، که کومه زمانه د امام څخه خالي وي نو په هغه وخت کي به احکام تعطيل سي او يتيمان به خوار سي او د بيت الله حج به څوک نسي کولای، که ائمه، قاضيان، باچاهان او واليان نه وي نو ناواده ښځي به په نکاح نه ورکول کيږي او د يتيمانو سرپرستي به نه کيږي او که باچا نه وي نو په خلګو کي به ګډوډي جوړه سي او ځيني به ځيني نور وخوري.
د پورته خبري په تأييد موږ ويلای سو چي د کومه وخته څخه چي په مسلمانانو کي د مسلمان امام او باچا خلاء راغلې ده د هماغه وخته څخه په مسلمانانو کي د اختلاف او ځان ځانۍ ګډوډي را مينځ  ته سوېده او د کومه وخته څخه چي په افغانستان کي اسلامي امارت حاکم سوی دی او مسلمان باچا ته واک په لاس کي ورغلی دی د ټولو ګډوډيو او ناخوالو مخه نيول سوېده.
8 - عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنَّ السُّلْطَانَ ظِلُّ اللهِ فِي الْأَرْضِ، يَأْوِي إِلَيْهِ كُلُّ مَظْلُومٍ مِنْ عِبَادِهِ، فَإِذَا عَدَلَ كَانَ لَهُ الْأَجْرُ وَعَلَى الرَّعِيَّةِ الشُّكْرُ، وَإِذَا جَارَ كَانَ عَلَيْهِ الْإِصْرُ وَعَلَى الرَّعِيَّةِ الصَّبْرُ.[شعب الايمان 6984]
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: باچا په مځکه کي د الله تعالی سيوری دی، د الله تعالی د بنده ګانو څخه هر مظلوم پناه ور وړي، که يې عدالت کوی نو د هغه لپاره مزدوري سته او پر رعيت شکر سته او که يې ظلم کوی نو پر هغه باندي ګناه سته او پر رعيت صبر سته.

۱۴۰۲/۰۳/۲۹

تجار او سرمايه دار ورور ته!

ای هغه وروره چي الله تعالی درته مال او سرمايه درکړې آيا غواړې  داسي کار وکړې چي د الله تعالی ډېر خوښيږي؟ آيا غواړې داسي کار وکړې چي د فرائضو وروسته الله تعالی ته غوره او بهتره کار وي؟
که يې غواړې نو د اختر په مبارکو ورځو کي خپل ناداره او ناتوانه وړونه د مرستي کولو څخه مه هېروه!
که ته ددوی سره د کالو، اختري او شرينۍ په رانيولو کي مرسته وکړې يقينا چي تا هغه کار کړی چي د الله تعالی ډېر خوښيږي ځکه چي تا پر خپل ورور خوشحالي راوستلې ده او پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل د الله تعالی ډېر خوښيږي.
په حديث شريف کي راځي: ژباړه: د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د فرائضو څخه وروسته الله تعالی ته ښه عمل، پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل دي.
او په بل حديث شريف کي راځي: ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وسوه چي کوم کارونه ښه دي؟ هغه ورته وويل: پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل؛ چي لوږه يې ليري کړې/موړ يې کړې، لڅوالی يې پټ کړې/کالي ورکړې او اړتيا يې ورته پوره کړې.
که د اختر په ورځو کي موږ نور مسلمانان د ځانه سره په خوشحالۍ کي شريکان کړو تر دې نو لوی ثواب او ډېر ښه کار کوم دی؟
ګرانه وروره! که ستا پر شا اوخوا مسکينان شتون لري د هغوی سره مرسته وکړه که شتون نلري کولای سې د ليري مسلمانانو سره مرسته وکړې او خپلي پيسې د باوري کسانو په لاس ورکړې چي مسکينانو ته يې ورسوي او الله تعالی تا د هغو کسانو څخه وګرځوي چي الله تعالی ورسره ډېره مينه او محبت لري.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ أَحَبَّ الأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ بَعْدَ الْفَرَائِضِ إِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُسْلِمِ.[المعجم الکبير للطبراني۱۰۹۱۶]
سئل رسول الله صلى الله عليه و سلم اي الاعمال افضل قال ادخالك السرور على مؤمن اشبعت جوعته او كسوت عريه او قضيت له حاجة.[المعجم الکبير للطبراني۵۰۸۱]
مولوي نورالحق مظهري

د استعداد لوړېدلو اسباب:(څلورمه برخه)

څلورم سبب: ډېره مطالعه او د کتابونو سره ډېره رابطه ساتل د انسان استعداد قوي کوي ځکه چي په ډېري مطالعې باندي د انسان ذهن توسعه پيدا کوي، شيان يې په  ذهن کي تر ډېره وخته پاتيږي، د معلوماتو درک ورته آسانه کيږي او معلومات يې نور هم ډېريږي آن تردې چي په سالمي ډېري مطالعې باندي غير فعالي عصبي حجرې هم فعاله کيږي چي دا خپله د لوړ او قوي استعداد معنی ده.
لکه څنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې  اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې  ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.
يعني څوک چي د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زده کړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره ونلري نو بيا به يې هېريږي.
علماؤ ليکلي دي: دلته کڅه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چي سړی رابطه ونلري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چي رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کي تر ډېره وخته پوري پاتيږي.
په مطالعه باندي نه تنها دا چي د انسان استعداد لوړيږي بلکي په هره برخه کي د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کي انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.
مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چي په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري