۱۴۰۱/۰۷/۰۹

دوه ژغورونکي او دوه بربادوونکي:

ژباړه: عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمايلي دي: دوه شيان ژغورونکي او دوه شيان بربادوونکي دي: هغه چي ژغورونکي دي نيت او منع دي. نيت دادی چي ته ددې اراده وکړې چي زه به په آينده کي د الله تعالی اطاعت کوم او منع داده چي ته به ځان د هغه شيانو څخه منع کوې کوم چي الله تعالی حرام کړيدي او دوه بربادوونکي شيان غرور(لويي) او نا اميدي ده.
تنبيه: نو که غواړی ځانونه د بربادۍ څخه وساتی غرور او لويي مکوئ او د الله تعالی د دربار څخه مه نا اميده کيږئ.
وقال عَبْد الله بن المبارك: اثنتان منجيتان واثنتان مهلكتان فالمنجيتان النية والنهي فالنية أن تنوي أن تطيع الله فيما يستقبل والنهي أن تنهى نفسك عما حرم الله عز وجل والمهلكتان العجب والقنوط.[حلية الاولياء]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۸

د غرور او لويۍ تاوان:

ژباړه: يحيی بن معاذ به ويل: ځانونه د لويۍ او غرور څخه وساتئ ځکه چي غرور خپل خاوند بربادوي او غرور د انسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
غرور او لويي دېته و ايي چي انسان ته ځان ډېر غټ معلوميږي او داسي فکر کوي چي زه خو نو تر ډېرو خلګو غوره او بهتره يم چي په عربي کي ورته عجب وايي.
وكان يحيى بن معاذ يقول: إِياكم والعجب، فإِنَّ الْعجبَ مهلكة لِأَهْلِه، وَإِنَّ الْعجب ليأكل الحسَنَات كَمَا تأكُلُ النَّار الحطب.[شعب الايمان 6861]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۷

مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.
توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی.
د حديث مقصد دادی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]
تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.
عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۳

هغه پنځه ګناهونه چي کفاره نلري:

ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه  شيان دي چي کفاره نلري: د الله تعالی سره شريک نيول، ناحقه وژل، پر مسلمان باندي تهمت ويل، د جنګ د ميدان څخه تښتېدل او ناحقه قسم چي په هغه باندي د مسلمان مال دده د لاسه وباسي.
پرتله: زموږ په زمانه او ټولنه کي په ټوليزه توګه د پورته پنځو شيانو څخه دوه شيان په خلګو کي ډېر عادي دي: پر مسلمان باندي تهمت ويل او د درواغو قسم.
سره ددې چي پر مسلمان باندي تهمت ويل دومره لويه ګناه ده خو بيا يې هم ځيني خلګ کوي او پر ناحقه خپل مسلمان ورور د درواغو څخه په يو شي باندي متهم کوي او سره ددې چي د درواغو قسم اخيستل دومره لويه ګناه ده خو بيا يې هم له بده مرغه ځيني خلګ اخلي.
عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ خَمْسٌ لَيْسَ لَهُنَّ كَفَّارَةٌ الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَقَتْلُ النَّفْسِ بِغَيْرِ حَقٍّ وَبَهْتُ الْمُؤْمِنِ وَالْفِرَارُ مِنَ الزَّحْفِ وَيَمِينٌ صَبْرٌ يَقْطَعُ بِهَا مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ.[مسند الشاميين 1161]
مولوي نورالحق مظهري