۱۴۰۲/۱۰/۰۲

د مېږو په پوست کي شرمښان:

دا هم د مکاري دنيا عارضه او په دنيا کي د نااهلو انسانانو عادت دی چي بد خلګ ځانونه د ښو خلګو په جامه کي ښکاره کوي، ګمراه انسانان پر ځانونو ښه نومونه ايږدي او مفسدي ټولني د ځانونو لپاره ښه شعارونه غوره کوي؛ د دې جملې څخه په ملګرو ملتونو کي د "امنيت شورا" نوم دی چي د نړۍ يو څو لنډغر او بدمعاشان سره راټول سوي او دا نوم يې پر ځانونو باندي ايښی دی.
لومړی خپله د ملګرو ملتونو نوم د مسمی او مصداق سره برابر ندی ځکه چي په ملګرو ملتونو کي واک او د فيصلې حق يواځي د څو خونخوارو او ظالمو هيوادونو سره دی چي په نړۍ کي يې هره ناروا زړه وغواړي کوي يې او تل په ملګرو ملتونو کي د مظلوم څخه د دفاع پر ځای د ظالم پر لکۍ د تشويق او هڅوني تارونه تاويږي او دې ته هڅول کيږي چي نور هم خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.
د امنیت په نوم خو چي کومه شورا نومول سوېده د نړۍ په هيڅ ځای کي يې تر اوسه د امنيت لپاره هڅي ندي کړي ځکه د امنیت شورا دائمي غړي د نړۍ تر ټولو بدنام او وحشي هيوادونه دي چي په تاريخ کي د مظلومانو سره د ظلم خورا لويه سابقه لري.
د امنيت شورا دائمي غړي پنځه هيوادونه دي: امريکا، چين، فرانسه، روسيه او بريتانیا خو په دوی کي ټوله يې بيا د امريکا تر تأثیر لاندي دي ځکه کوم شی چي امريکا يې و نه غواړي دوی يې نسي کولای.
که د ملګرو ملتونو او بيا په ملګرو ملتونو کي د امنيت شورا سابقه و څېړو دا به راته ثابته سي چي دوی په نړۍ کي د ملتونو د دفاغ او امنيت لپاره ندي رامينځ ته سوي بلکي په نړۍ کي د نړيوال استکبار ودي، د څو محدودو ظالمو هيوادونو د قدرت غځېدني، د شرقي او غربي کفري بلاکونو بقاء، د کفري هيوادونو له لوري د مظلومو هيوادونو په خاصه توګه د اسلامي هيوادونو د استعمار او په نړۍ کي د ګډوډۍ لپاره رامينځ ته سوي دي چي د دې خبري د ثبوت لپاره په منځنۍ آسيا او منځني ختيځ کي د جګړو او ناآراميو پيدا کول دي او ډېره نژدې بېلګه يې د فلسطين موضوع ده چي همدغي د امنیت شورا اسرائيلو ته مشروعيت ورکړ، هغوی يې په وسلو سمبال کړه، د فلسطين مځکه يې په لاس ورکړه، قدس يې د اسرائيلو لپاره د پلازميني په صفت وپېژاندی او دا دی اوس په غزې کي د مظلومو فلسطينيانو پر ضد د غاصبو اسرائيلو مرسته کوي.
دا څنګه د امنيت شورا ده؟ امريکايانو او ملګرو يې د دوی په حضور کي او د دوی په ښکاره يا پټ تأييد پر افغانستان او عراق بريد وکړ، په سوريه، سومالیا، برما، قفقاز او آيغور کي يې د مسلمانانو نسلونه ووژل، په عربي هيوادونو کي يې د جګړې اور بل کړ او نن يې د غزې پر ورانولو عملي اجماع کړېده!!!
دا امنيت شورا نده بلکي په نړۍ کي د ناامنۍ او بدمعاشۍ مافيا ده، د وحشیانو او لنډغرو بانډ دی او د شرمښونانو او لښخورانو رمه ده.
په دوی باندي هيڅ باور کول ندی په کار او دوی ته بايد هيڅ با احساسه انسان خوشبين نه وي؛ د دوی د شر څخه د ځان ساتني لپاره که مدارات ورسره کيږي کومه خبره نسته پکښې خو دوی ته د یو مينځګڼي او سوله غوښتونکي شورا په سترګه کتل زما په ګمان ناپوهي، غفلت او سرټمبګي ده چي سبب يې د تاريخ څخه ناخبري او ښه او بد نه سره پېژندل دي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۱۰/۰۱

خپل امير او نورو مشرانو ته دعا وکړئ!

ژباړه: فضيل بن عياض رحمه الله فرمايلي دي: که زما لپاره قبلېدونکې دعا وي نو زه به هغه د باچا لپاره وکړم، چا ورته وويل: ددې خبري تشريح وکړه! هغه ورته وويل: که زه يواځي ځان ته دعا وکړم هغه تر ما نه تېريږي خو که باچا ته دعا وکړم نو دی اصلاح سي دده د اصلاح سره خلګ او ښارونه اصلاح کيږي؛ ځکه نو موږ پدې باندي امر سوي يو چي باچاهانو ته د اصلاح او ښېګڼيي دعا وکړو او موږ دوی ته په ښېرا کولو باندي نه يو امر سوي کڅه هم دوی ظلم وکړي ځکه د دوی د ظلم تاوان يواځي دوی ته رسيږي خو د صلاح ګټه يې دوی او ټولو مسلمانانو ته رسيږي.
مسلمان باچا او مسلمانو مشرانو ته دعا ډېره مهمه ده ځکه نو فضيل بن عياض رحمه الله يې خپل ځان ته تر دعا کولو مهمه بولي دليل يې دا ويلی دی چي ځان ته د دعا کول يوه شخصي ګټه لري خو باچا يا په نظام کي بل مشر ته دعا کول ډېري ګټي لري؛ مثلا د مشر اصلاح خپل هغه ته هم ګټه لري او دده تر واکمنۍ لاندي نورو شيانو ته هم ګټه لري همداسي پر کارونو  د مشر توانمندي خپله هغه ته هم ګټه لري او دده تر واکمنۍ لاندي نور انسانانو او شيانو ته هم ګټه لري.
موږ ټولو ته لازمه ده چي د اميرالمؤمنين حفظه الله څخه بيا په نظام کي تر کښت رتبه مأمور پوري ټولو مشرانو ته د هدايت، توفيق، استقامت، زراکت، ويښتوب، تقوی، للهيت او صبر دعا وکړو تر څو الله تعالی د دوی شخصي ژوند هم سم کړي او د دوی په ذريعه د ولس ژوند هم سم کړي.
يقول الفضيل بن عياض: لو كان لي دعوة مستجابة ما جعلتها إلا في السلطان قيل له: يا أبا علي فسر لنا هذا؟ قال: إذا جعلتها في نفسي لم تعدني, وإذا جعلتها في السلطان صلح فصلح بصلاحه العباد والبلاد, فأمرنا أن ندعو لهم بالصلاح ولم نؤمر أن ندعو عليهم, وإن جاروا وظلموا لأن جورهم وظلمهم على أنفسهم وصلاحهم لأنفسهم وللمسلمين.[شرح السنة۱۰۷]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۹/۲۹

د اسلامي نظام لويه ځانګړتيا:

د نورو لويو ځانګړتياوو تر څنګ د اسلامي نظام يوه لويه ځانګړتيا دا ده چي په اسلامي نظام کي د علماؤ ارزښت خوندي دی او هغوی ته په درنه سترګه کتل کيږي لکه نن چي الحمدلله زموږ په اسلامي نظام کي د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په رهبرۍ علماؤ ته ځانګړی پام او خاصه توجه سوېده چي لويه بېلګه يې د ټولو علماؤ د علمي اسنادو ارزيابي ده چي وړه دوره به د ليسانس، لويه دوره به د ماسټرۍ او تخصص به د دکتورا په سويه ارزيابي کيږي البته د يو خاص ترتيب او ځانګړي شفافي آزمويني له لاري.
که د ټولي نړۍ ټول تاريخ ته وګور دا به راته ثابته سي چي په خپل ډول کي دا د علماؤ لپاره تر ټولو لوی او عظيم خدمت دی چي زموږ په زمانه کي يې په نورو هيوادونو کي کوچنۍ بېلګه هم نسته.
که دا له يوې خوا د علماؤ لپاره ارزښت دی له بلي خوا د دين، هيواد او هيوادوالو لپاره لوی خدمت هم دی ځکه چي د علم او علماؤ وده په اصل کي د هيواد او هيوادوالو وده ده او چي په کوم هيواد کي د علماؤ عزت خوندي وي هلته به ارومرو د نظام او رعيت تر مينځ د همږغۍ او يووالي فضاء حاکمه وي چي نتيجه به يې د هر ډول فسادونو، منکراتو، مخالفتونو او بدمرغيو ختمېدل وي؛ ان شاء الله.
يو ملګري د اميرالمؤمنين حفظه الله د خولې څخه قيصه کوله چي زه به کوښښ کوم چي د هر هيوادوال کور ته علم د ننه کړم؛ چي تر دې دمه علمي بهير ته پاملرنه د همدې خبري تصديق کوي. الله تعالی دي زموږ ټول هيواد د هر ډول علم او پوهي په رڼا باندي وځلوي او زموږ  مسئولينو ته دي الله تعالی توفيق ورکړي چي خپلو هيوادوالو نور هم د زده کړي او تربيې آسانتياوي برابري کړي.
مولوي نورالحق مظهري