۱۴۰۴/۰۶/۱۹

ښه خلک هميشه دښمنان لري:

که دې رښتيا ويل ارومرو دي درواغجن خلک دښمنان کيږي، که دې د الله تعالی توحيد ته خلک رابلل ارومرو دي مشرک مزاجه خلک دښمنان کيږي، که دې سنت ته خلک رابلل ارومرو دي بدعتي انسانان دښمنان کيږي او که دې د پخوانيو ښو خلکو اجماع ته خلک رابلل ارومرو دي ناپوه او جاهل خلک دښمنان کيږي.

انساني ټولنه په فطرت کې داسي جوړه شوېده چې د هر مثبت لپاره يو منفي دښمن شته له همدې امله هغو کسانو ته ډېر ژر دښمنان پيدا کيږي چې په ټولنه کې د اصلاح او خيرخواهۍ کار کوي او خلک د خرافاتو او فاسدو رواجونو څخه راګرځوي بيا په خاصه توګه په هغه ټولنه کې چې رواجونه تقدس غوره کړي او د دين يوه برخه وګرځي ځکه په داسي ټولنه کې رواجونه د خلکو عقايد او باور ګرځي کوم چې انسان ځان ورباندې وژني.

که تاريخ ته وګورو د انبياؤ او حقاني علماؤ سره ډېرو نا اهلو انسانانو دښمني کړې ځکه چې هغوی خلک توحيد ته رابلل، په ټولنه کې يې امربالمعروف او نهي عن المنکر کوی او د ټولو خرافاتو او بدعاتو په وړاندې يې مبارزه کول له همدې امله يې پر انبياؤ تورونه لګول، هغوی ته يې بدبد نسبتونه کول او په ساحرانو او ليونيانو يې متهم کول.

دا د دين د دعوتګرانو د حقانيت نښه ده چې ټول مخالفين يې ناپوهان او نا اهله انسانان دي ځکه د اصلاحي عمل څخه هيڅ وخت ښه سړی مخالفت نه کوي او د مصلحو انسانانو مخې ته خنډونه نه اچوي بلکې تر خپل توانه مرسته او کومک ورسره کوي او د ديني دعوت په لاره کې يې معاونين جوړيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۶/۱۸

په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو بريد:

اسرائيلو په دوحه کې د حماس مجاهدينو پر مشرانو په بريد کې ټولي اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکړ چې موږ که وغواړو هر ځای په نښه کولای سو ځکه چې اسلامي نړۍ په خپل منځ کې سره ورانه ده او هيڅ اسلامي هيواد د بل اسلامي هيواد په دفاع کې د اسرائیلو سره ځان په لانجه نه اخته کوي.

لږ تر لږه اسلامي هيوادونه پر دغه اتفاق ته نه سره رسيږي چې د اسرائيلو سره سياسي او تجارتي اړيکي پرې کړي ځکه نو موږ وينو چې د اسرائيلو لخوا د دومره ډېرو ظلمونو او تېریو سره سره چې پر غزې، سوريې، يمن، لبنان او ایران يې وکړه او لا يې هم کوي اوس هم ځيني اسلامي هيوادونه سته چې اسرائيل په رسميت پېژني او له هغوی سره ديپلوماتیکي او تجارتي صمیمي روابط لري.

همدا اوس د ډېرو اسلامي هيوادونو فضا د اسرائيلو پر مخ خلاصه ده هر هيواد چې بمباروي څوک يې په وړاندي غبرګون نه سي ښکاره کولای دا ځکه چې بيا د امريکا خوا بديږي او د اسلامي هيوادونو د واکمنانو حاکميت ته ستونزي پيدا کيږي.

که د اسلامي هيوادونو د واکمنانو دغسي د بې غيرتۍ او بې احساسۍ حالت وي، مسلمان ولسونه په داسي غفلتي خوب ويده وي، د اسلامۍ نړۍ په اقتصادي بازارونو کې ډالر حاکم وي او د مسلمانو پر زړونو د امريکا څخه وېره غالبه وي نو تر دې به د سختو او پېچلو حالاتو ليدونکې و اوسو او اسرائيل به هيڅ اسلامي هیواد ته ارزښت ور نکړي بلکې د امريکا د بنجرک په څېر به د نړۍ په هر کونج او کنار کې مسلمانانو ته داړونکې غپاوې وکړي خو موږ غريبان به کاږه مغزيان او لاس تر زني په ننداره ورته ناست يو.
مولوي نورالحق مظهري