۱۳۹۰/۰۵/۱۱

داسي هيوادچي ماشومان پكي نشته.

داسي هيوادچې ماشومان پکښې نشته ؟؟؟

اياداسې هيوادهم د نړى په مخ کښې شتون لرى چې کوچنيان پکښې نوى؟؟؟؟
هو!! داسې يوهيواد هم دنړۍ پرمخ شتون لرى چې تراوسه پورى دکوچنيانو دخندا او د ژړا اواز پکښې نه دى اوريدل شوې داد(واتیکان ) نومى هيوادى چې دټولو اوسيدونکو شمير يي (١٠٠٠) تنوته رسيږى په دغه نوموړى هيوادکښې تراوسه پورې ماشوم ندى زيږدلې دا ځکه چې دوى پخپله ځانونو باندې ودونه حرام کړى دى چې مشران يي (رهبان ) دى اومشرانې يي (رهبات )

دروژي مسائل (دريمه برخه)

روژه په اسلام اوساینس کی (2)

4: دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی انسان ته پرهرعمل له لسوڅخه تراوو(700) سووپوری دثواب بدله ورکول کیږی، مګرالله جل جلاله وایی چی روژه له شماره څخه بېله ده چی هغه خاص زمالپاره وې، اوزه دهغې بدله رحمت ورکوم ولی چی روژه دارخپل خواهش، خوراک اوڅښاک خاص زمالپاره پرېښې وو، دروژه دارلپاره دوې خوشحالۍ دې یوه دروژې دماتولوپروخت اودوهمه دالله تعالی سره دملاقات پروخت اودروژه داردخولې بوی الله ته دمشکوله بوی څخه هم خوښ دی، رژه د ګناهونوپه وړاندی سپر(ډال) دی اوکله چی کوم یوله تاسوڅخه روژه داروی نوبدې خبرې دی له خولې څخه نه راباسی اونه دې ښکنځل کوی، کله چی بل څوک بدې خبرې ورته وکړی یاله ده سره جګړه کوی نودې دې ځواب ورکړی چی زه روژه داریم۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف مشکوة شریف)
5: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی کله دروژې لومړۍ شپه شی نوشیطانان اوسرکښه پېریانان وتړل شی، دجهنم ټولې دروازې بندی کړل شی یوه هم پرانستې نه وې، اودجنت ټولې دروازې پرانستل شی یوه هم بنده نه وې؛ یواوازکوونکی اوازکوی چی ای خیرغوښتونکې!!! مخ راوګرځوه اوای شرغوښتونکې!!! شرپرېږده شاته ولاړشه، اوالله جل جلاله په روژه کې ډېرخلک له دوږخ څخه ازادوې اودامعامله هره شپه ترسره کیږی۔ (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
6: حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی روژه اوقران کریم دبنده لپاره دالله په دربارکی شفاعت کوی، روژه به ووایی چی ای پروردګاره! مادی په ورځ کی دخواهشاتو، خوراک اوڅښاک څخه منع کړی وونوځکه دده په هکله زماشفاعت قبول کړه اوقرانکریم به ووایی چی ای خدایه! مادې په شپه کې له خوب کولوڅخه بندکړی وونوځکه دده په اړه زماشفاعت قبول کړه، نوددوی دواړوشفاعت به قبول کړل شی۔ (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)
6: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دروژه داردعا نه ردیږی۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
7: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی ددرواشخاصودعانه ردیږی :
(1) دروژه مات پروخت دروژاتی دعا،
 (2) دعادل پاچادعا
 (3) اودمظلوم دعا۔
 (الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
8: حضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دروژې لپاره جنت دکال له پیل څخه بیاتردابله کاله پوری ښایسته کیږی، بیاچی کله دروژې لومړۍ ورځ شی نوترالهی عرش لانده یوه ځانګړې هوادجنت له پاڼوسره تیریږی ښکلوحوروته چی کله ورسیږی نوهغوی وایی چی ای خدایه! زموږلپاره له خپلوبندګانوڅخه داسی جوړه غوره کړه چی زموږسترګې په هغوی سړی اویخې شې اودهغوی سترګې په موږ سړې شې۔
دپېشلمي فضیلت:
9: انس رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی پېشلمی کوی داځکه چی په پېشلمي کی برکت دی۔
(بخاری شریف، مسلم شریف شریف ، مشکوة شریف)
10: عمروبن العاص رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی زموږاوداهل کتابوترمینځ توپیرپېشلمی دی۔
(مسلم شریف ، مشکوة شریف)
دروژې په ماتلوکی تلوارکول:
11: سهل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی هغه وفرمایل هرڅومره چی خلک په روژه مات کی تلوارکوی په هغه اندازه ئې خیردی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)
12: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی په بندګانوکی وماته ترټولومحبوب هغه څوک دی چی ترټولوژرروژه مات کوی۔
(ترمذی، مشکوة شریف)
روژه مات په خورمااویااوبوسره:
13: سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چی یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړی نوپه خورماسره دی روژه ماته کړی، داځکه چی دبرکت سبب دی؛ که چیری خورمانه وه نوپه ابوسره دی ماته کړی داځکه چی داپاکې ده۔ (ترمذی، مشکوة شریف)
دروژه مات ثواب:
14: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چی دروژه دارروژه مات برابرکړی یادیوه مجاهدلپاره سامان برابرکړی نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دناوړوکارونوڅخه ځان ژغورل:
15: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  کوم څوک چي په روژه کی نارواخبرې کوی اوداعمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دژبې ساتنه
                 نوربیا.....

۱۳۹۰/۰۵/۰۹

ناروي ته افغاني يتيمانوانفجاروكي!




د روان میلادي کال د جولای په 22 مه نېټه د ناورې په هېواد کې دوه پرله پسې پېښې منځ ته راغلې، پداسې ټوګه چې دوه قوي انفجارونو د ناروې هېواد پایتخت اسلو ښار ولړزاوه او ورپسې د همدې هېواد په سویل لویديځ کې د اوتویا په نوم ټاپو، د ناروې د حاکم ګوند د ځوانانو په اردو باندې د ناتاره ډزو شاهده وه چې ددې درې واړو پېښو په نتیجه کې تر 90 تنو زیات کسان مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.

ددې چاودنو او ډزو په تعقیب او تور کې د آندرس برویک په نوم هغه سړی توقیف کړل شو چې د ښي اړخو صلیبي افراطیونو له ډلې څخه دی. نوموړي د خپلو نیولو او توقیف سره جوخت د اسلو په انفجارونو او د اوتویا د ټاپو په وژنو کې خپل لاس لرل ومنل، ولې غربي مېډیا کله هم نوموړی د یوه ترهګر په توګه اعلام نکړ او نه یې هم دده دین د ترهګری او بنسټپالنې په تور سره تورن کړل.
په دې لیکنه کې مې هدف دا ندی تر څو معلومه کړو چې نوموړي شخص د کوم جنون له مخې او یا هم د خپلو کومو دیني تعلیماتو په بنا په ذکر شوي عمل لاس پورې کړ، لدې لیکنې څخه هدف دا دی چې د ناروې هېواد هغه ناروا مشارکت ته اشاره وکړو چې له مخې یې په 2011م میلادي کال کې د ګران هېواد افغانستان په ناروا اشغال کې د یرغلګرو امریکایانو ملا ټینګه کړه، او خپل عسکر، طیارې او نظامي تجهیزات یې افغانسان ته ولېږل، ډېر وخت لا نه وو وتلی چې نارویجي بم غورځوونکو جیټ الوتکو د هېواد په جنوب غرب کې د واده په مراسمو بمباري وکړه او د ناوې او زوم په ګډون یې زمونږ په لس هاوو بې ګناه هېوادوال په شهادت ورسول.
په دې لړ کې ناوریجي عسکرو همیشه د اشغال او صلیبي جنګ په لومړي صف کې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې سنګر ونیو او د بې ګناه ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو په وژلو کې یې له هېڅ ډول جنګي جنایت څخه لاس وانه خیست. منل شوی حقیقت دا دی چې هر ظلم او تیري کوونکي لره سزا او غچ شته، خو لازمه نه ده چې د څلوېښتو یرغلګرو او شلو په شاوخوا کې مزدورو خو تش په نوم مسلمانو هېوادونو څخه دا غچ او سزا به خامخا د مظلومو او بې وسه افغانانو په لاس اخستل کیژي، بلکه زمونږ په باور او لکه څنګه چې زمونږ ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د مظلوم د دوعا په اړه تنبیه کړې ده، د مظلوم د دوعا اثر کله هم تر کروز مېزایل او بي-52 ډوله جنګي الوتکو کم نه دی بلکه تر دې ډېر زیات قوي او پیاوړی دی.
امریکایي تکنالوجي د مسلمانانو د له منځه وړلو په هدف درنو مصارفو ته اړتیا لري، خو د مظلوم مسلمان د دوعا او خدای جل جلاله د استجابت په منځ کې پرده او حجاب نشته، د مظلومو افغانانو سوی آه او فریاد پرته له هېڅ ډول جنګي طیارو او سمندري بېړیو ان تر اسلو پورې رسي او د داسې تباهی او ویرانی سبب کیژي چې نارویجي طیارې او صلیبي کروز یې له انجام څخه عاجز دي تر څو ورته ډول هدف په نښه کړای شي.
لیکوال په دې اند دی چې په اشغال شوي افغانستان کې د دوعا لپاره هېڅ داسې لاس د رب العلمین حضور ته نه لپه کیژي چې وحشي یرغلګرو ته به د دردناک عذاب دوعاوې نه کوي، بلکه په عاجزی او بشپړې شکستګی سره د خدای جل جلاله حضور ته دوعاوې کوي تر څو خونخواره ظالمان د ظالمانو په لاس تباه کړل شي، مونږ بشپړ ایمان لرو چې د مظلوم او مسلمان بنده دوعا کله هم نه رد کیژي سره لدې چې ظاهرا به ځنډ مومي خو یوه ورځ به خامخا د الله تعالی له خوا د عمل جامه اغوندي او همدا دلیل دی چې د مظلومو افغانانو دوعا د وحشي یرغلګرو ناوریجیانو په حق کې قبوله او په نتېجه کې د جولای د 22مې نیټې پېښې رامنځ ته شوې.
په دې پېښه کې نه کوم مسلمان په شهادت ورسېد او نه هم د مسلمانانو انساني نیرو په مصرف ورسېده، همدارنګه نه پکې د مسلمان کومه روپی او مال په مصرف ورسېد، بلکه الله تعالی په خپل قدرت سره یو صلیبي وګړی د دوی له منځ څخه مسخر او مامور کړ تر څو دوی ته د خپلو وحشي کړنو سزا ورکړي او په نتېجه کې په زرهاوو کورنی د غم په ټغر کښېنوي.
له بلې خوا نوموړې پېښه د صلیبي یرغلګرو لپاره د پند او عبرت بهترین درس دی تر څو د مسلمانانو په وړاندې له وحشت او ظلم څخه لاس واخلي کنه باید په دې وپوهیژي چې مسلمانانو لره د دوی مولا او کارساز شته خو دوی لره هېڅ مولا او کارساز نشته.
د مسلمان دوعا هغه څه کولای شي چې د صلیب تکنالوجي یې له ټول دارومدار او مجهزې عسکري توانمندی سره نشي کولای.
[ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لا مَوْلَى لَهُمْ] (محمد: 11).
ژباړه: او دا هغه څه دي چې الله د مومنانو کارساز دی او کافرانو لره کارساز نشته.

الله جل جلاله دې د وحشي یرغلګرو او هېواد پلورونکو د وحشتونو او ظلمونو په وړاندې د ټولو مظلومو افغانانو دوعاوې په خپل دربار کې قبولې او منظورې وګرځوی، آمین یارب العلمین



دروژي مسائل (دويمه برخه)

د روژې مسائل، فضائل او برکات (۲برخه)
په روژه کې شيطانان تړل کيږي
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : " إذا دخل شهر رمضان فتحت أبواب السماء " . وفي رواية : " فتحت أبواب الجنة وغلقت أبواب جهنم وسلسلت الشياطين " . وفي رواية : " فتحت أبواب الرحمة " ( متفق عليه ).
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی فرمايي چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل، کله چې د روژې مبارکه مياشت شروع شي نو د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، په يوه بل ورايت کې راځي چې د جنت دروازې خلاصې کړل شي او د دوزخ دروازې بندې کړل شي او شيطانان قيد(وتړل شي) کړل شي، په بل روايت کې دي چې د رحمت دروازې خلاصې کړل شي ( بخاري – مسلم)
د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې د دغې مقدسې مياشتې په شروع کيدلو سره د الله تعالی جل جلاله پرلپسي رحمتونه نازليږي او د بندګانو اعمال پرته له کوم مانع څخه پورته لور ته تګ کوي ( خيژي)، د جنت دروازې به خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې بنده ګانو ته به د نيکو او ښو کارونو توفيق ورکړل شي کوم چې بيا سبب د دخول د جنت جوړيږي، د دوزخ دروازې به بندې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې په روژه کې روژه دار له داسې کارونو څخه خوندي وي کوم چې دوزخ ته د داخيلدلو سبب کيږي او دا خبره ډيره روښانه ده چې روژه دار انسان له کبيره ګناهونو نه محفوظ او مامون وي او د هغه چې کوم صغيره ګناهونه وي هغه ورته د روژې له برکته بښل کيږي.
شيطانان وتړل شي، د دې مطلب دا دی چې هغه سرکشه شيطانان په زنځيرونو تړل کيږي او د هغوی هغه قوت له منځه وړل کيږي د کومو له وجهې چې د انسانانو په دوکه کولو باندې قار کيږي، بعض حضرات وايي چې داجمله له دې څخه کنايه ده چې د روژې په مبارکه مياشت کې شيطانان د خلګو له خطا کولو (غولولو) څخه منعه وي او بندګان نه يواځې دا چې د دغو شيطانانو وسوسې او وهمونه نه قبلوي، بلکه د دوی په مکر او فريب کې انښلي هم نه، وجه يې دا ښودلې چې د روژې له وجهې د انسانانو قوت حيوانيه مغلوبه کيږي، کومه چې د غيظ، غضب او د شهوت ولې (جړ) دی او د نورو قسما قسم ګناهونو باعث کيږي، د دې بر عکس قوت عقليه غالبه او قوي کيږي کومه چې د طاعاتو او نيکيو باعثه وي، دا وجه ده چې په رمضان المبارک کې د نورو مياشتو په نسبت ګناهونه کم صادر کيږي او په عباداتو او طاعاتو کې زياتوالی راځي.
نوت:كچيري چاته داسي وهم پيداشي چي درمضان پداخليدلوسره شيطانان تړل كيږي اوانسانان دهغوي څخه محفوظ اوخوندي وي، نوبياولي بعضي انسانان په روژي كي هم ګناهونه كوي.؟
نوددي خبري ځواب دادي چي يوخوټول شيطانان نه تړل كيږي بلكه تنهادهغوي مشران اوسركښان تړل كيږي چي پدي سره دګناهونواوجرمونوكچه كښته راځي خوبيخي وركيږي نه ، ځكه هغه نورشيطانان غيرله مشرانوڅخه اوس هم دانسان داغواكوي هڅه اوكوشش كوي.
اوكه دي خبري ته تسليم شوچي ټوله شيطانان تړل كيږي نوبياوجه دګناه كولودانسان پدي مياشت كي مطابعت دنفس اودهغه دغوښتنووي ځكه نفس هم دشيطان غوندي انسان ومنكراتواوناوړه كارونوته رابولي.
خوبايدداخبره په يادولروچي كچيري انسان په سمه توګه روژه ونيسي په روژي كي په عبادت اوطاعت باندي ځان مشغوله كړي دخپلوصدقاتواوخيراتونو دوركولوكچه اواندازه لوړه كړي، دغيبت،تهمت، چوغولګري، فسق،عبث،څخه ځان وژغوري نودهمدغي روژي په بركت به دټولوګناهونودكولوڅخه محفوظ پاته سي، دنفس اوشيطان دوسوسي څخه به په كامله توګه وساتل شي.