۱۳۹۷/۰۳/۰۵

شپږخلګ دغم اومصیبت څخه نه خلاصیږی:

عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ ؛ قَالَ:سِتَّةٌ لَا يَخْلُوَنَّ مِنَ الْكَآبَةِ : رَجُلٌ افْتَقَرَ بَعْدَ غِنًى ، وَغَنِيٌّ يَخَافُ عَلَى مَالِهِ التَّوَى ، وَحَقُودٌ ، وَحَسُودٌ ، وَطَالِبُ مَرْتَبَةٍ لَا يَبْلُغُهَا قَدْرُهُ ، وَمُخَالَطَةُ الْعُلَمَاءِ بِغَيْرِ عِلْمٍ .[المجالسة وجواهرالعلم 661]
ابوعبیده وایی:شپږ نفره دی چی هیڅ وخت به دمصیبت څخه خالی نوی:هغه څوک چی دبډایې توب وروسته مسکین سی.هغه سرمایه دار چی دخپل مال پرهلاکت باندی ویریږی.کینه ساتونکئ، حسدکوونکئ، غوښتونکئ دهغی مرتبې چی دده قدر اوتوان هغې ته نسی رسیدلائ (لاسته یې نسی راوړلائ) اوهغه څوک چی دعلماؤ سره پداسی حال کی ځان ګډوی چی دئ علم نلری.

توضیح: یعنی ددغو شپږو کارونو کوونکی به تل په غم اومصیبت کی اخته وی:
1 - څوک چی دبډایی وروسته مسکین اوناداره سی. ځکه چی ده خو په مال اومالدارۍ کی چړچې اوخوندونه لیدلی وی اوس چی ورته نه رسیږی نوطبعا احساس دغم اومصیبت کوی اویاهم شاید دخلګو پورونه ورباندی پاته سویوی اوس یې هغوی ورڅخه غواړی خو دئ یې نسی آداء کولائ چی طبعا دانسان آرامی ورڅخه اخلی.
2 – هغه سرمایه دار چی پرخپل مال باندی ویریږی دهغه څخه به ځکه د آرامۍ ژوند اخیستل سوئ وی اوپه مصیبت باندی به اخته وی چی هرګړئ به دئ دځان اومال لپاره دهلاکت اوبربادۍ په فکر کی وی او هردم به احساس دخطر کوی چی طبعا دداسی فکر سره مصیبت مل وی.
3 – کینه ساتونکئ اوهغه څوک چی دنورو خلګو څخه دانتقام اخیستلو په فکر کی وی ارومرو به دئ په مصیبت کی اخته کیږی ځکه کله چی دئ انتقام نسی اخیستلائ اویاهم کارونه دده پرطبیعت باندی برابرنوی ارومرو به یې پر اعصابوباندی داسی فشار راځی چی دئ به احساس د ناآرامۍ کوی چی داخپله لوی مصیبت دئ.
4 – د نورو خلګوسره حسد کوونکئ خو ترټولو ډیر په عذاب وی ځکه چی دجانب مقابل یوه کوچنۍ مسکا پرده باندی داسی تأثیر کوی لکه ایټم بم، دکوم چاسره چی دئ حسد کوی تل به دهغه ژوند تعقیبوی خپل ژوند به ورڅخه پاته وی دهغه دژوند د ورانولو فکرونه اوسوچونه به یې په سرکی ګرځی چی طبعا تل به لکه لیونئ داسی وی او تردې به نو لوی مصیبت چیری وی؟.
5 – او دهغی مرتبې اوچوکۍ غوښتونکئ چی نه یې دئ استعداد اوظرفیت لری او نه یې هم لاسته راوړلائ سی په مصیبت کی ځکه اخته وی چی تل داسی وی لکه دده څخه چی یوشئ ورک وی، ترویښه به په خوب خوشاله وی ځکه په خوب کی دئ دهغې چوکۍ په اړه تصورات کوی ، تر اجتماع به په یواځی والی باندی خوشاله وی ځکه چی دځانه سره یې په هکله خبری کوی او داسی نور حالات چی هرګړئ یې ودته لوی مصیبت دئ.
6 – اوچی څوک ځان دعلماؤ په ټولې کی داخلوی خوعالم نوی هغه به ځکه په مصیبت کی اخته وی چی تل به داسی شیان اوری چی دئ به ورباندی نه پوهیږی، تل به داسی خبری ورڅخه کیږی چی هیڅوک به یې ورسره نه منی، تل به داسی تبصرې اوتحلیلونه ورڅخه کیږی چی هیڅ عقلی لاسوند دځانه سره ونلری، تل به داسی مسائل بیانوی چی هیڅ اعتبار اواهمیت ونلری اوتل به ځان ورته داسی معلومیږی لکه لیونئ چی دهوښیارانو مجلس ته راټیل وهل سوئ وی.
[جمع الأزهار]

دنعمت اظهار:

الحمدلله د موسمی نسبی فراغت څخه په استفاده پدې باندی وتوانیدلم چی خپل ځینی پاشل سوی اومتفرقی لیکنی سره راټولی کړم او په ګڼو موضوګانو کی یې دکتاب په شکل ترتیب کړم او دخپلو لیکل سوو رسالو لړۍ ته یې وراضافه کړم چی تراوسه پوری دلاندی کتابو په ترتیب باندی توانیدلئ یم.
1 – مقالات مظهریة.
داکتاب چی 226 پاڼی لری پر54 مختلفو موضوګانو باندی پکښې ګڼی مقالې په پښتو او دری ژبو باندی لیکل سویدی چی ځینی یې تراوسه په ویب پاڼو اوټولنیزو شبکوکی نشرسویدی اوځینی نوری یې ندی نشر سوی.
2 – حل المسائل.
داکتاب چی 219 پاڼی لری 136 مختلفی مسئلی پکښې په پښتو او دری ژبو باندی جواب سویدی چی ډیری یې هغه پوښتنی دی چی دټولنیزو شبکوله لاری زما سره مطرح سویدی.
3 – جمع الازهار.
داکتاب چی په 138 مختلفو موضوګانو کی پرګڼو آیتونو، احادیثو او آثارو باندی شامل دئ 110 پاڼی لری چی په پښتو اودری ژبو باندی ډیر معلومات پکښې لیکل سویدی.
4 – غندل سوی إنسانان.
داکتاب چی 89 پاڼی لری پر20 هغه حدیثو باندی پکښې پوره اوکافی بحث سوئ کوم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پکښې فرمایلی دی: لیس منا....... دهر حدیث سره دژباړی او توضیحاتو ترڅنګ ډیرئ اړونده فقهی مسائل هم بیان سویدی.



په هر کورکی چی طالب العلم وی هلته به برکت وی:

عن انس بن مالك قال : كان أخوان على عهد النبي صلى الله عليه و سلم فكان أحدهما يأتي النبي صلى الله عليه و سلم والآخر يحترف فشكى المحترف أخاه إلى النبي صلى الله عليه و سلم فقال لعلك ترزق به.[سنن ترمذی2345]
قال ابو عيسى هذا حديث حسن صحيح
قال الشيخ الألباني : صحيح

ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دئ چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی دوه وړونه وه یویې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راتلئ ( تعلیم یې کوئ) هغه بل یې کارکوئ، هغه کارکوونکئ راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور څخه شکایت وکړئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: شاید تاته به دده په خاطر رزق درکول کیږی.

توضیح: یعنی دوه وړونه وه چی یویې طالب العلم وو پررسول الله صلی الله علیه وسلم یې سبق وایه هغه بل یې تاجر وو کاریې کوئ ، تاجر راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور دلاسه شکایت وکئ چی زه کارکوم زما ورور کار نکوی بلکی راځی ستاسر درس وایی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته څه خبریې شاید تاته چی کومه روزی اوکوم رزق درکول کیږی هغه به ستا دهمدغه ورور په برکت وی.

نوموږ باید پدې باندی خپل سرخلاص کړو چی دهرچا په کورکی دطالب العلم وجود یو لوی نعمت دئ شاید زموږ ډیری لویې کورنۍ به دهغه طالب العلم په برکت باندی روزی خوری چی ددوی په کورکی اوسیږی.