۱۴۰۱/۱۱/۲۹

د جاهلیت په زمانه کي د قومي عصبيت څو ډولونه:

د جاهلیت په زمانه کي د نورو منکراتو تر څنګ د قومي عصبیت یا تعصب منکَر هم شتون درلودی چي په ټولنه کي ورڅخه ډېر نفرتونه پیدا سوي وه او د قومي تعصب له امله په نړۍ کی ډېر لوی لوی جنګونه سویدي او په زرهاوو انسان پکښې وژل سویدي خو د اسلام د راتګ سره د قومي عصبيت پر ټولو ډولونو بندیز ولګېدی او ټول مسلمانان پدې باندي امر سوه چي تنها د اسلام تر نامه لاندي د یو بل تر څنګ ژوند وکړي او هیڅوخت د یو بل پر ضد د قومۍ او قوم پرستۍ ناره اوچته نکړي؛ د جاهلیت په زمانه کي د قومي عصبیت ځیني ډولونه په لاندي ډول وه:
۱ – په نسب او قومۍ باندي فخر کول؛ د جاهليت په زمانه کي دا عصبيت بيخي ډېر وو او پردې باندي کله نا کله د قومونو تر مينځ غټي غټي جګړې کېدلې خو د اسلام په راتګ سره دا کار له منځه ولاړی او مسلمانان پدې باندي امر سوه چي هيڅ يو دي په خپلي قومۍ او خپل نسب باندي پر نورو انسانانو فخر نکوي.
۲ – د عزت او شرافت له مخي خلګ پر طبقو او ډولونو باندي وېشل؛ د جاهليت په زمانه کي به ځينو خلګو ته عزت ورکول کېدی او ځينو ته به نه ورکول کېدی مثلا د سرمايه دار به تر مسکين عزت ډېر کېدی، د لويي چوکۍ والا به تر کوچينۍ چوکۍ والا عزت ډېر کېدی، د لويي قومۍ د خاوند به تر خاوند د کوچنۍ قومۍ عزت ډېر کېدی، د حرفه او کاروالا به تر بې حرفه او بې کاره عزت ډېر کېدی او داسي نور.... خو  د اسلام په راتګ سره پر دغه طبقاتي تقسيم باندي بنديز ولګېدی او د اسلام وروسته دا شيان معيار د عزت او شرافت نه بلل کيږي.
۳ – د قومۍ لپاره او د قومۍ په نامه انتقام اخيستل؛ د جاهليت په زمانه کي د خلګو داسي عادت وو چي يو قوم د بل قوم کوم څوک وژلی وای نو د مقتول وارثانو به د قاتل د قومۍ څخه بې ګناه خلګ پدې پلمه وژل چي د قاتل په قومۍ پوري رابطه لري يعني دېته به يې نه کتل چي موږ ته تنها د قاتل وژنه روا کيږي نه دده د قومۍ څخه د هر سړي، همدا راز په دوی کي به د دفاع او ساتني معيار قومي وه خپل قوم چي به يې هر څومره بد سړی وو خو پدې خاطر چي دده قوم دی ده به يې دفاع کول د هغه حقانيت او بطلان ته به يې نه کتل تنها قوميت ته به يې کتل؛ خو د اسلام په راتګ سره پر دغه انتقام اخيستلو او دفاع کولو باندي بنديز ولګېدی او هيچا ته دا نه رواکيږي چي د خپل مقتول قوم په انتقام کي د قاتل د قوم څخه بې ګناه کس ووژني بلکي د شرعي اصولو او دلائلو په پام کي نيولو سره تنها د قاتل وژل ورته رواکيږي همدا راز و هيچا ته شرعا  نه رواکيږي چي د يوه مجرم دفاع پدې خاطر وکړي چي دده قوم دی بلکي د بې ګناه انسان دفاع به کوي که دده قوم وي او که نه وي او مجرم دفاع به نه کوي که دده قوم وي او که نه وي.
۴ – د قومۍ په نامه او د قوم لپاره جنګونه؛ د جاهليت په زمانه کي په خلګو کي د قومۍ آواز ډېر مشهور وو، چي کله به يو قوم د بل قوم سره د قومۍ لپاره د جنګ کولو آواز وکړ نو ټوله قومانو به يې مثبت جواب ورکوی يعني ټول قومان به يې ورسره درېدل او د هغه بل قوم سره به يې جنګ کوی ودېته ته يې نه کتل چي جنګ د څشي لپاره کوو؟ او ولي يې کوو؟ بس چي قوم يې د مرستي غوښتنه ورڅخه کړېده دوی به ټول ورسره ودرېدل او د هغه بل قوم سره به يې جنګونه کول؛ خو د اسلام په راتللو سره پر داسي دعوت او داسي آواز باندي بنديز ولګېدی او هيچا ته دا نه رواکيږي چي د خپل قوم سره دي د قومۍ پخاطر و دريږي او د بل قوم سره دي جنګ وکړي.
۵ – د قومۍ پخاطر پر بې علمه او ناپوهانو خلګو باندي قضاوت کول؛ د جاهليت په زمانه کي دا هم رواج وو چي کله د دوو نفرو تر مينځ يوه ستونزه پيدا سوې وای نو هر يوه به د خپل قوم مشرانو ته زورونه وهل او دا به يې غوښتل چي دده پر قوم دي فيصله آواره سي او هر يوه به د خپل قومي مشر خبره منل د بل چا خبري ته به يې ارزښت نه ورکوی؛ خو د اسلام په راتګ سره دا کار ممنوع وګرځېدی او د فيصلې آوارولو لپاره دا شرط سو چي سړی به په خپل ځای کي شرعي قضاتو او اهل علمو ته رجوع کوي قومۍ او نسب ته به نه ګوري.[منبع: العصبیة القبلیة من المنظور الاسلامي]
لیکوال: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۷

هيچا ته غلطه او ناسمه مشوره مه ورکوئ!

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايلي دي: څوک چي د کوم انسان سره مشوره وکړي نو هغه داسي مشوره ورکړي چي دده په فکر مصلحت په بل شي کي وي؛ د غه سړی به تر هغه وخته مړ نسي تر څو چي يې عقل نه وي ايسته سوی.
يعني کله چي انسان خپل مسلمان ورور ته قصدا غلطه او ناسمه مشوره ورکړي الله تعالی به دده د مړيني مخکي دده عقل ورڅخه واخلي او تر دنيا به يې بې عقل تېر کړي.
قَالَ : قَالَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ: مَنِ اسْتَشَارَ رَجُلا فَأَشَارَ عَلَيْهِ بِمَا رَأَى أَنَّ الصَّلاحَ فِي غَيْرِهِ؛ لَمْ يَمُتْ حَتَّى يُسْلَبَ عَقْلُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۳۹۹]
مولوي نورالحق مظهري


د دلو ٢٦ او زموږ مسئوليتونه:

دا يقيني خبره ده چي د سلواغې ۲۶ د مجاهدينو د اتلولۍ او افغانانو د برياليتوب ورځ ده او د باطل په وړاندي د حق د اوچت کېدلو څرک دی.
پدې ورځ کي د مسلمانو شهيدانو وينو، د مجاهدينو ستړياوو او د افغانانو کړاوونو رنګ راوړ او د وخت زبرځواک شوروی يې د غريبو افغانانو په وړاندي په ګونډو کړ.
د دلو ۲۶ هغه تاريخ جوړوونکې ورځ ده چي افغانانو د نړۍ په کچه د دويمي لويي امپراطورۍ د ماتولو ريکارډ په همدې ورځ خپل کړ او د وخت قطبي شوروی يې د ګران افغانستان څخه وشړی.

 زموږ مسئوليتونه:
۱ - موږ بايد يواځي ددې ورځي په لمانځلو او پدې ورځ کي په رخصتۍ کولو بسنه ونکړو بلکي دا ورځ د ټولو اړخونو سره د خپل آينده نسلونو په فکرونو کي د ګڼو لارو څخه ژوندۍ وساتو تر څو هغوی هم د خپلو نيکونو پر قدمونو پښې کښيږدي او د هر يرغلګر په وړاندي د خپلو نيکونو په څېر ودريږي. 
٢ – ددې ورځي ټولي ظاهري او باطني برياوي وپېژنو او د ساتني کوښښ يې وکړو؛ پدې ورځ کي نه تنها دا چي په فزيکي ډول روسان د افغانستان څخه وشړل سوه بلکي د روسانو پلويانو خلقيانو او پرچميانو ته هم د خطر زنګ او د دوی د منحوسي غلامي واکمنۍ د پای پيل وو ځکه نو موږ بايد خپل ولس د روسي او کمونيستي فزيکي او فکري اشغال په خطرونو خبر کړو او د ولس هر وکړي ته د دوی په وړاندي د مبارزې هر اړخيزه انګېزه ورکړو.
٣– دا معلومه خبره ده چي روسانو د ځانه سره کفري فکر هم راوړی وو تر څو زموږ مسلمان ولس ته يې تزريق کړي او د کمونيزم تر سايه لاندي يې د ارتداد لوري ته يوسي خو الحمدلله خپلي دې موخي ته و نه رسېدل.
زموږ افغانان بايد پدې باندي خپل سر خلاص کړي چي لکه د روسانو وتل چي د هر افغان وظيفه وه د روسي فکر ختمول او هيواد ورڅخه پاکول هم د هر افغان وظيفه ده ځکه نو موږ بايد د ټولو هغه فکرونو او باورونو په وړاندي مبارزه وکړو چي د هيواد خپلواکۍ، مسلمانۍ، رښتيني آبادۍ او ايماني ترقۍ لپاره ممکنه او بالقوه خطر وي او په فکري او سياسي ډګر کي داسي اصلاحات راولو چي د هيواد څخه مو د فکري او سياسي انحراف ټغر په پوره توګه ټول سي.
٤ – دا يقيني خبره ده چي د روسانو په وړاندي د افغانانو مبارزه د وطن او دين د ساتني لپاره وه ځکه نو موږ ته دا لازمه ده چي د وطن او دين ساتنه مو هر وخت په لومړيتوبونو کي وي او په ټولو هيوادوالو کي د وطن دوستۍ او دين دوستۍ روحيه پيدا کړو تر څو زموږ هر وګړی د دين په چوکاټ کي هم وطن وساتي او هم يې جوړ کړي.
٥ – کڅه هم د روسانو وتل د افغانانو لپاره لويه نيکمرغي وه خو له بده مرغه چي د هغوی د وتلو وروسته د ځينو قدرت طلبو لخوا د جهاد آرمانونه د خاورو سره خاوري سوه او جهادي موخي د قدرت او چوکۍ په نېشه شا ته وغورځول سوې ځکه نو هيواد د قدرت په جزيرو و وېشل سو او هر چيري خپل مينځي جګړې پيل سوې چي په نتيجه کي د روسانو د وتلو وروسته اسلامي نظام هم جوړ نسو او هيوادوالو هم د آرامۍ ساه وا نه خيستل خو الحمدلله د طالبانو د اسلامي تحريک راتګ د خپل مينځي جګړو او احتمالي تجزيې آفتونه د افغانستان څخه ورک کړه او د اسلامي نظام په جوړولو سره يې د مسلمانو افغانانو د هيلو غوټۍ ګل کېدلو ته نژدې کړې؛ موږ ټول افغانان بايد د تېرو حالاتو څخه پوره عبرت واخلو او بيا ځلي داسي شرايطو ته زمينه برابره نکړو.
۶ – زما نظر دا دی چي د هيواد په تاريخ کي بايد د انګريزانو، روسانو او امريکايانو د بريدونو ورځي په سور قلم وليکل سي او توري ورځي وبلل سي خو د دوی ټولو د وتلو ورځي بيا په زرغون قلم وليکل سي او سپيني ورځي وبلل سي.
۷ – اوس چي الحمدلله په هيواد کي سوچه اسلامي نظام حاکم دی ټول افغانان يې په وړاندي دا مسئوليت لري چي ددې اسلامي نظام سمبالول د ځان دنده وبولي، ساتنه يې د آينده لپاره د ځان ايماني وظيفه وبولي او په عمل کي دا خبره ثابته کړي چي  همدغه نظام زموږ د درو واړو جهادي مبارزې ثمره او نتيجه ده په هيڅ صورت کي يې د لاسه نه ورکوو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۶

د نيکمرغۍ څلور علامې:

ژباړه: علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: څلور شيان د انسان د نيکمرغۍ نښي دي: چي ميرمن يې نيکه ښځه وي، چي اولادونه يې نيک خلګ وي، چي شريکان/ملګري يې صالح انسانان وي او چي ژوند يې په خپل ښار کي وي.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؛ قَالَ: أَرْبَعُ خِصَالٍ مِنْ سَعَادَةِ الْمَرْءِ: أَنْ تَكُونَ زَوْجَتُهُ صَالِحَةً، وَوَلَدُهُ أَبْرَارًا، وَخُلَطَاؤُهُ صَالِحِينَ، وَمَعِيشَتُهُ فِي بَلَدِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۳۸۱]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۵

د عادل او ظالم باچا فرق:

ژباړه: ابي عبيده بن عبدالله وايي: عادل باچا د الله تعالی څخه ږغونه بندوي او ظالم باچا الله تعالی ته د ځانه څخه شکايتونه ډېروي.
يعني د عادل او ظالم باچا فرق دا دی چي عادل باچا پر خلګو ظلم نکوي ځکه نو خلګ دده له لاسه الله تعالی ته شکايتونه او ښېراوي نکوي خو ظالم باچا پر خلګو ظلمونه کوي ځکه نو ډېر خلګ دده لاسه الله تعالی ته شکايتونه کوي.
عَنْ أَبِي عُبَيْدةَ بْنِ عَبْدِ اللهِ؛ قَالَ: إِنَّ الإِمَامَ الْعَادِلَ لَيُسْكِتُ الأَصْوَاتَ عَنِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، وَإِنَّ الإِمامَ الْجَائِرَ لَتَكْثُرُ مِنْهُ الشِّكَايَةُ إِلَى اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.[المجالسة وجواهرالعلم]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۴

د بدګمانۍ اسباب:

بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري.
ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او مقابل لوري ته رسيږي.
ددې لپاره چي موږ ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو بايد د بدګمانۍ اسباب وپېژنو چي په لاندي ډول يې يادولای سو:

۱ - ناپوهي:
ناپوهي هغه شی دی چي په سبب يې يو شخص پر بل شخص باندي بدګمانه کيږي ځکه د ناپوهۍ له امله انسان ته حقيقت نه معلوميږي، د شريعت د احکامو په حکم او حکمت نه يې خبر او د بل انسان په وړاندي خپل مسئوليت نه پېژني نو ارومرو پر نورو انسانانو باندي بېله کوم دليله بدګمانه کيږي لکه ذوالخويصرة چي د ناپوهۍ له کبله يې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د غنيمتونو په وېشلو کي نيوکه وکړه او هغه يې په بې عدالتۍ باندي متهم کړ.

۲ - بد قصد:
ځيني خلګ په هرڅه پوهيږي خو د ناوړه قصد درلودلو له کبله پر يوه پاک انسان باندي بدګمانه کيږي ځکه دی غواړي هغه شخص بدنام کړي او ددې لاري څخه خپل ناوړه هدف ته ورسيږي، کڅه هم ممکن دا بدګماني شعوري وي او يو ډول تظاهر وي خو پدې خاطر چي دداسي هدف تعقيبول انسان په تعصب اخته کوي او د انسان عقل له مينځه وړي نو ځکه دغه انسان پداسي منفي ګرايي باندي روبدی وي چي هرڅه ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او پر ډېرو پاکو انسانانو يې ګمان بد وي لکه يهود چي د حقائقو پېژندني سره سره پر مسلمانانو باندي بدګمانه وه.

۳ - د نفس متابعت:
ځيني وختونه د نفس متابعت ددې سبب جوړيږي چي انسان دي پر بل انسان بدګمانه سي ځکه نفس د انسان په بدن کي د شيطان جاسوس دی او ټولو شيطاني دسيسو ته لاره آواروي چي يو يې بدګماني ده.
امام عزالي رحمه الله فرمايي: ته بايد پر مسلمان باندي دده د مسلمانۍ په خاطر بدګماني ونکړې که دي پدې خاطر پر يوه مسلمان بدګماني کول چي يو ناوړه عمل دي د بل چا څخه ليدلی وو نو يقينا ته د جنايت او ګناه مرتکب سوې.
که تاريخ ته وګورو صحابه رضي الله عنهم چي کله د مسلمانانو ښارونو ته داخلېدل پر هيچا يې دا ګمان نه کوی چي دده مال به حرام وي سره ددې چي د دوی په وخت کي حرام مالونو هم شتون درلود او د هر چا په مال کي د حرام احتمال وو.

۴ - د فاسقانو او بدو خلګو ملګرتيا:
ابو حاتم بستي رحمه الله فرمايي: د بدو خلګو ملګرتيا انسان ته پر ښو خلګو بدګماني پيدا کوي او چا چي د بدو خلګو سره ملګرتيا وکړه ارومرو يې په ټولۍ کي داخليږي، نو پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي د شک لرونکو خلګو څخه ځان وساتي تر څو شکمن ورڅخه جوړ نسي

۵ - د تهمت ځای ته ورتلل:
بل سبب د بدګمانۍ دادی چي څوک د بدګمانۍ ځای ته ورځي؛ پدې صورت کي ارومرو خلګ پر ده باندي بدګمانه کيږي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: من أقام نفسه مقام التهم فلا يلومنَّ من أساء به الظنَّ.[الأربعين الطائية] ژباړ: څوک چي ځای ته د تهمت ولاړ سي نو هغه څوک دي نه ملامتوي چي پر ده باندي بدګمانه کيږي.

۶ - حسد او کينه:
ځيني وختونه حسد او کينه د بدګمانۍ سبب جوړيږي ځکه د هر انسان سره چي د بل انسان په اړه حسد پيدا سي نو په وړاندي يې هيڅ مثبت فکر نه کوي بلکي تل يې په اړه منفي فکرونه کوي او تل ورباندي بدګمانه وي.

۷ - په انساني غيرت کي اسراف:
ځيني خلګ داسي طبيعت لري چي په انساني غيرت کي ډېر اسراف ورڅخه کيږي؛ پدې معنی سره چي په غيرت کي تر حد اضافه تېری ورڅخه کيږي د بېلګي په ډول د خپلي ښځي په اړه په حجاب کي ډېر توغل کوي او د هغې هر حرکت ته د بې حجابۍ په سترګه ګوري، يا په عموم کي د ښځي لپاره په بند او محدود ژوند باور لري نو ځکه دده د فکر خلاف هري کړني ته يې د شک په سترګه ګوري او يا هم د نورو انسانانو په ژوند کي دخالت کوي او په خپل فکر د ژوند محدوديت ورته ټاکي چي په مخالفت کولو سره يې دستي بدګماني ورته پيدا کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

د خولې سره ډېر احتياط وکړئ!

ژباړه: ابوذر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: يو انسان بل انسان په فسق او کفر باندي نه متهم کوي مګر دا چي هغه خبره بيرته ده ته راګرځي که هغه کس دغسي نه وو.
يعني هر څوک چي بل چا ته فاسق يا کافر ووايي که هغه کس داسي نه وو دی خپله فاسق او کافر کيږي.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: لَا يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالْفِسْقِ، وَلَا يَرْمِيهِ بِالْكُفْرِ، إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ.[شعب الايمان۶۲۳۶]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۳

هغه وخت چي د انسان دښمنان ډېريږي:

ژباړه: قتاده وايي: پر هيڅ قوم نعمتونه نه ډېريږي مګر دا چي دښمنان يې ډېريږي.
يعني پر هر چا چي نعمتونه ډېر سي داسي کسان به ډېر سي چي دده سره دښمني او حسد وکړي.
دا د انساني طبيعت يوه منفي عارضه ده چي پر نورو انسانانو باندي د الله تعالی د نعمتونو له کبله انسان ته حسد پيدا کيږي او د انسانانو سره د الله تعالی پر نعمتونو دښمني کوي.
البته دا دښمني انسان په خپل اختيار باندي کوي ځکه نو پدې کار کي دی ملامت دی او د الله تعالی له لوري به ارومرو حساب ورسره کيږي.
عَنْ قَتَادَةَ قَالَ: مَا كَثُرَتِ النِّعَمُ عَلَى قَوْمٍ قَطُّ إِلَّا كَثُرَ أَعْدَاؤُهُمْ.[شعب الايمان۶۲۲۶]
مولوي نورالحق مظهري