۱۴۰۱/۱۱/۲۲

عاجزي د ډېرو ناروغيو درمل دي:

ژباړه: عياض بن حَمَّار وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله عزوجل وحي کړيدي چي تاسي عاجزي وکړئ تر څو هيڅوک پر بل چا ظلم ونکړي او هيڅوک پر بل چا فخر ونکړي.
عاجزي او تواضع د ډېرو اخلاقي ناروغيو دوا او درمل دي، څوک چي عاجزي کوي هغه به هيڅ وخت پر چا باندي ظلم و نکړي او څوک چي عاجزي کوي هغه هيڅ وخت پر نورو انسانانو باندي فخر ونکړي.
عَنْ عِيَاضَ بْنِ حَمَّارٍ، أَنَّهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ أَوْحَى إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوا حَتَّى لَا يَبْغِيَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ، وَلَا يَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ.[شعب الايمان۶۲۴۵]
مولوي نورالحق مظهري

ښه والی په عمر کار نلري:

ژباړه: عمر بن خطاب رضي الله عنه و ابوموسی اشعري رضي الله عنه ته وليکل: حکمت د عمر د ډېروالي څخه ندی بلکي د الله تعالی ورکړه ده هغه چا ته يې ورکوي چي خوښه يې وي نو ځان د سپکو کارونو او بدو اخلاقو څخه ساته.
يعني د انسان ښه والی او مصلح کېدل په ډېروالي پوري د عمر کار نلري بلکي د الله تعالی ورکړه ده چي هرڅوک يې خوښ وي ورکوي يې کڅه هم د لږ عمر والا انسان وي؛ ځکه نو انسان بايد ځان د سپکو کارونو او تندو ناوړه اخلاقو څخه وساتي تر څو د الله تعالی خوښ سي او نيک انسان ورڅخه جوړ کړي.
كَتَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ إِلَى أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ: إِنَّ الْحِكْمَةَ لَيْسَتْ عَنْ كِبَرِ السِّنِّ، وَلَكِنَّهُ عَطَاءَ اللهِ يُعْطِيهِ مِنْ يَشَاءُ، فَإِيَّاكَ وَدَنَاءَةَ الأُمُورِ وَمَدَاقَ الأَخْلاقِ.[المجالسة وجواهرالعلم٢٠٨٩]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۲۱

د اهل حق په وړاندي د اهل باطل دسيسې:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري.
د اسلام د پيل څخه اهل باطل د اهل حق په وړاندي خپله سړه او توده جګړه فعاله ساتلې او د اهل حق د چوپ کولو او ختمولو لپاره يې ګڼ شمېر طريقې په کار اچولي او په مختلفو ډولونو يې اهل حق ته دسيسې او توطئې جوړ کړيدي چي عمده يې په لاندي ډول دي:
۱ – دوکه کول او په فتنه کي اچول؛ اهل باطل کوښښ کوي چي اهل حق دوکه کړي او په فتنه کي يې واچوي په خاصه توګه د مال، ښځو او منصبونو فتنې چي تل اهل باطل د امتيازاتو او ډاليو په بڼه اهل حق ته وړاندي کړيدي تر څو اهل حق ښکار کړي او د خپلي حقي مبارزې څخه يې را وګرځوي؛ ددې لپاره په تاريخ کي ډېري لويي بېلګي سته چي تر ټولو يې ښکاره نمونه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د قريشو وړانديز دي چي عتبة بن ربيعة العبشمي يې ور واستوی تر څو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د مال او منصب پيشنهاد وکړي او په مقابل کي رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل دعوت پسې پريږدي.
عتبه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په ډېره پسته ژبه وړنديز کوي چي که ته خپل دعوت پسې پريږدې موږ به تا ته دومره ډېر مال ټول کړو چي ته زموږ ټولو مالداره جوړ سې او که ته منصب غواړې موږ به تا ته داسي منصب درکړو چي په موږ کي به هيڅ کار بېله ستا مشورې نه کيږي او که ته باچاهي غواړې موږ به تا پر ځانونو باندي باچا کړو او داسي نور وړانديزونه يې ورته وکړه خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوی ټول وړانديزونه رد کړه او پر خپلي مبارزې يې ټينګار وکړ.
همداسي د تاريخ په اوږدو کي ډېرو مسلمانو باچاهانو او شخصيتونو ته د کفارو او اهل باطل لخوا ډېر غټ غټ وړانديزونه سوي وي خو چا چي ددوی وړانديز منلی ارومرو يې هغه ښکار سوی او د حقي لاري څخه يې اړولی دی او چا چي ندی منلی هغه په يو ډول خپله ديني داعيه پر مخ باندي بيولې ده؛ حضرت معاويه رضي الله عنه ته د روم امپراطور ليک واستوی چي که ته د حضرت علي رضي الله عنه سره جګړه کول غواړې زه به ډېر امکانات تا ته په اختيار کي درکړم خو معاويه رضي الله عنه ددې تر څنګ چي دده غوښتنه يې و نه منل بلکي په ډېره تونده لهجه يې جواب ورکړ او هغه يې سخت تهديد کړ.
يهودانو سلطان عبدالحميد رحمه الله ته وړانديز وکړ چي ته موږ ته په فلسطين کي د اوسېدلو ځای راکړه موږ به ستا د خلافت ټول مالي پورونه آداء کړو سلطان عبدالحميد رحمه الله يې په کلکه وړانديز رد کړ او ورته ويې ويل: زه به د فلسطين يوه لوېشته مځکه تاسي ته در نکړم.
همداسي ډېري نوري بېلګي سته چي کفارو او اهل باطل د مسلمانانو د دوکه کولو او خطا ايستلو لپاره کوښښونه کړيدي تر څو يې د خپلي حقي داعيې او مبارزې څخه را وګرځوي.
۲ – تهمت او اتهام؛ اهل باطل چي کله د اهل حق د دوکه کېدلو څخه نا اميده سي بيا نو بې ځايه تورونو او اتهاماتو ته مخ اړوي او د حق مبارزين په ناوړه نومونو او بدو کارونو باندي متهم کوي تر څو هغوی په ټولنه کي بدنام کړي او خلګ يې د پلوۍ څخه را وګرځوي لکه کفارو چي د پيغمبرانو سره همداسي کول او هغوی يې په ساحرانو، کاهنانو، شاعرانو، درواغجنانو او ليونيانو باندي متهم کول؛ کفارو پدې باندي هم بسنه نه کول بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدنام کولو لپاره يې خلګ ګڼو ځايونو ته لېږل تر څو هلته خلګو ته رسول الله صلی الله عليه وسلم بد معرفي کړي او خلګ يې د پلوۍ څخه را وګړځوي لکه نضربن الحارث چي خلګ به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه راګرځول او د فارسيانو او روميانو قيصې به يې ورته کولې چي ګويا محمد صلی الله عليه وسلم هم تاسي ته داسي قييصې کوي.
د اتهام او تورونو تر بريد لاندي يواځي پيغمبران ندي راغلي بلکي د تاريخ په اوږدو کي ډېر تکړه داعيان او مبارزين د کفارو او اهل باطل لخوا متهم سوي لکه منافقينو چي پر حضرت عائشې  رضي الله عنها تهمت ولګوی، روافضو پر ابوبکر او عمر رضي الله عنهما تهمت ولګوی، خوارجو پر حضرت عثمان او حضرت علي رضي الله عنهما تهمت ولګوی، ځينو متعصبينو پر امام ابوحنيفه رحمه الله د مرجئيت تهمت ولګوی، يهودو او د هغوی ګوډاګيانو د عثماني خلافت پر خليفه پنځم سلطان مراد د ليونتوب تهمت ولګوی او لکه کفارو چي پر مجاهدينو د تروريست تهمت ولګوي او داسي نوري بېلګي.
نو کله چي د کفارو او اهل باطل فاسده تطميع پر مسلمانو مبارزينو تأثير ونکړي د هغوی متهم کولو او بدنامه کولو ته مخه کوي چي له بده مرغه د کفارو دغه کار اوس په ځينو خود خواه او متعصبو مسلمانانو کي هم پيدا سوی دی چي ځيني حقاني علماء، د اسلامي نظام ځيني مشران او مسلمان مبارزين په ناوړه نومونو باندي متهم کوي تر څو چي هغوی په ټولنه کي بدنام کړي او د هغوی د ديني خدماتو مخه ونيسي.
په لنډه توګه داسي ویلای سو چی اتهام او تهمت د فکري جګړې يوه برخه ده مسلمانان بايد په پوره غور ورته هوښيار وسي.
۳ – آزار رسول او ځورول؛ کله چي د کفارو او اهل باطل د اتهام او تهمت پاليسي ناکامه سي نو بيا د اهل حق آزار او ځورولو ته مخه کوي تر څو پدې طريقه هغوی د خپل هدف څخه را وګرځوي او د اسلامي مبارزې مخه يې ونيسي چي د تاريخ په اوږدو کي ددې  لپاره هم ډېري لويي بېلګي لرو لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي چي کفارو هغه ته او مسلمانانو ته ډول ډول تکليفونه ورکول او هغوی يې په ګڼو طريقو ځورول؛ د مکې کفارو د ذهني ځوروني څخه پيل بيا تر اقتصادي او فزيکي ځوروني پوري په ټولو باندي مسلمانانو ته تکليفونه ورکول او دا يواځي تر هغه وخته پوري خاص هم ندی بلکي په هره زمانه کي کفارو او اهل باطل د مسلمانانو او اهل حق د ځوروني کوښښونه کړي او کوي يې.
۴ – فزيکي اخيستنه او وژل؛ کله چي د اهل باطل پورته طريقې د مسلمانو مبارزينو پر ضد نتيجه ورنکړي نو بيا د مبارزينو وژلو ته مخه کوي چي د تاريخ په اوږدو کي کفارو د پيغمبرانو څخه پيل بيا تر عامو مسلمانانو پوري د ټولو سره همداسي کړيدي؛ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي ددې تر څنګ چي عقبه بن ابي معيط او ابوجهل په انفرادي ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو کوښښونه کړيدي په دارالندوه کي د مشرکينو مشران سره راټول سوه او په ګډه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو فيصله وکړه.
په هره زمانه کي د مسلمانانو، مسلمانو واکمنانو، حقاني علماؤ او مسلمانو مبارزينو په وړاندي کفار او اهل باطل همدا پاليسي غوره کوي د خپل اقتدار او بروز په وخت کي يې په ښکاره ډول وژني او د خپل ضعف او پټوالي په وخت کي يې بيا په مرموز شکل په شهادت رسوي.
موږ مسلمانان بايد د کفارو او ټول اهل باطل ټولو دسيسو او توطئو ته پوره متوجه وسو.

د زنا ځيني تاوانونه:

ژباړه: عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: د زنا څخه ځانونه وساتئ ځکه په زنا کي شپږ خصلتونه دي چي درې يې په دنيا کي راځي او درې يې په آخرت کي راځي؛ هغه چي په دنيا کي راځي: د انسان ښه توب او ښائست له مينځه وړي، مرګ ژر ورته راوړي او رزق يې قطع کوي؛ او هغه چي په آخرت کي دي: د الله تعالي غضب دی، سخت حساب دی او په اور کي تل پاته کېدل دي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: إِيَّاكُمْ وَالزِّنَا؛ فَإِنَّ فِيهِ سِتُّ خِصَالٌ: ثَلاثٌ فِي الدُّنْيَا وَثَلاثٌ فِي الآخِرَةِ، فَأَمَّا اللَّوَاتِي فِي الدُّنْيَا؛ فَيُذْهِبُ الْبَهَاءَ، وَيُعَجِّلُ الْفَنَاءَ، وَيَقْطَعُ الرِّزْقَ؛ وَأَمَّا اللَّوَاتِي فِي الآخِرَةِ: فَإِسْخَاطُ الرَّبِ، وَسُوءُ الْحِسَابِ، وَالْخُلُودُ فِي النَّارِ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۲۲۲]
مولوي نورالحق مظهري
زموږ د واټساپ ګروپ ته داخل سئ!

ښه بوی او پاک کالي:

ژباړه: ځينو حکماؤ ويلي دي: د چا چي بوی ښه وي عقل به يې ډېر سي او د چا چي کالي پاک وي غم به يې کم سي.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: مَنْ طَابَ رِيحُهُ؛ زَادَ عَقْلُهُ، وَمَنْ نَظَّفَ ثِيَابَهُ؛ قَلَّ همه.[المجالسة وجواهرالعلم۲۲۲۷]
مولوي نورالحق مظهري

ډېر خوراک د مړيني سبب کيږي:

ژباړه: ابن ابجر ويلي دي: د نس ډکول د ټېغ خرابېدلو سبب کيږي، د ټېغ خرابېدل د ناروغۍ سبب کيږي او ناروغي د مړيني سبب کيږي؛ که د مړو څخه پوښتنه وسي چي ستاسي د مړيني سبب څه شی وو ډېری به يې ووايي: د نس ډکېدل.
د ډېر خوراک تاوان په هر دليل باندي ثابت دی او چي د ډېر خوراک په سبب د انسان معده خرابه سي نو يقينا به يې ټول صحت ورسره خرابيږي چي آخر به يې همدغه ناروغي د مړيني لامل جوړ سي.
بشم دېته وايي: چي د انسان په معده کي د خوړو د خرابېدلو په سبب د انسان حالت هم ورسره ډېر خراب سي چي موږ ورته د ټېغ خرابېدل وايو.
بَلَغَنِي عَنِ ابْنِ أَبْجَرَ؛ أَنَّهُ قَالَ: الشَّبَعُ دَاعِيَةٌ إِلَى الْبَشَمِ، وَالْبَشَمُ دَاعِيَةٌ إِلَى السَّقَمِ، وَالسَّقَمُ دَاعِيَةٌ إِلَى الْمَوْتِ، وَلَوْ سُئِلَ أَهْلُ الْقُبُورِ مَا كَانَ شَأْنُ مَوْتِكُمْ؟ لَقَالَ أَكْثَرُهُمْ: الشَّبَعُ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۲۴۸]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۹

زلزله او د هغې څخه عبرت:

دا چي په جيولوژيکي لحاظ زلزله څنګه کيږي موږ کار نه په لرو خو چي اصلي سبب د زلزلې څشی دی او ولي زلزله کيږي په ځينو احاديثو کي يې يادونه سوېده خو دا نده اړينه چي بايد ټول هغه ګناهونه سوي وي کوم چي په احاديثو کي راغلي دي بلکي د امتحان او عذاب د نزول لپاره همدغه کفايت کوي چي ځيني خلګ مرتکب د ګناه سي او د الله تعالی خښم او قهر را پورته سي.
په عموم کي زلزله د الله له لوري عذاب دی چي د ځينو مخالفتونو او ګناهونو له کبله يې الله تعالی خپلو ځينو مخلوقاتو ته ورکوي خو د مسلمانانو لپاره رحمت هم کېدلای سي ځکه ممکن ددغه عذاب وروسته مسلمانان ځانونو ته متوجه سي او د ګناهونو څخه توبه وباسي او يا ممکن د ځينو مسلمانانو لپاره مرګ خير وي نو ځکه يې د زلزلې په سبب په نصيب سو.
پر هر حال مسلمان پدې باندي مکلف دی چي ټول هغه ګناهونه پسې پريږدي چي له کبله يې الله تعالی خوابدي کيږي او انسان يې په کولو باندي د عذاب مستحق ګرځي نو زموږ لپاره هم لازمه ده چي د ترکيې او سوريې پر پېښه د غمګينۍ او د اړو انسانانو سره د مرستي ترڅنګ ددې پيښي څخه عبرت هم واخلو، د ځانه سره حساب وکړو او ټوله هغه ګناهونه پسې پريږدو چي دداسي طبيعي آفتونو لامل جوړيږي.

په شريعت کې د زلزلې د پيښېدو وجوهات:
۱ - ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې غنيمت دولت وشمېرل سي، امانت غنيمت وګڼل سي، زکات ورکول تاوان وبلل سي، د علم زده کړه بېله دين څخه د بل شي لپاره کيږي (د دنيوي مال او عهدې لپاره وي)، سړی د خپلي ښځي اطاعت کوي، مور يې پسې پرې ايښې وي، ملګری ځانته را نږدې کوي او پلار د ځانه څخه ليري کوي، په جوماتونو کې آوازونه پورته سي، د قبيلې مشر کوم فاسد سړی غوره سي، د قوم ملک، مشر او زعيم تر ټولو رذيل شخص سي، د يو چا قدر او عزت د هغه له وېري کيږي، ډمياني ښځي، د موسيقۍ او لهو لعب آلات را څرګند سي، شراب وڅښل سي،د دې امت وروستني په اولنيو باندې لعنت ووايي نو دوی دي د سره باد، زلزلې، په مځکه کي خسف کېدلو، مسخ کېدلو، د آسمان څخه په ډبرو او آفتونو د ويشتلو او نورو د قيامت د نښو انتطار وکړي چې داسې به پرله پسې راځي لکه په يوه تار کې پيل سوي ملغلري چي تار يې وشليږي او پرله پسې يو په بل پسې راتوييږي.   
۲ - ژباړه :د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي زه او يو بل کس ام المؤمنين حضرت عايشه رضي الله عنها ته ورغلو، نو هغه بل سړي د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه وپوښتل: ای د مومنانو مور! د زلزلې په باب راته حديث بيان کړه! هغې ورته وفرمايل کله چي خلک زنا مباح وګڼي، شراب وڅښي او د موسيقۍ آلات وږغوي نو الله جل جلاله ته په آسمان کي خښم او غيرت ورسي او ځمکي ته ووايي: پر دغه خلکو زلزله وکړه! که دا خلک توبه وباسي او دا ګناه پريږدي د هلاکت څخه به خلاص سي که نه نو ورباندي وبه يې نړوي دغه سړي پوښتنه ورڅخه وکړه: ای ام المؤمنين! آيا دا زلزله عذاب دی دوی ته؟ هغې ورته وويل: نه؛ بلکې مومنانو ته رحمت او کافرانو ته عذاب او عقوبت دی.
۳ - په ځینو روایاتو کي راځي چي د سود خوړلو له کبله هم انسانان ددې مستحق ګرځي چي الله تعالی دي زلزله ورباندي وکړي.
پورته احاديثو ته په نظر کولو سره دې نتيجې ته رسيږو چي که چيري هر قوم غواړي الله يې د داسي آفتونو او مصيبتونو څخه وژغوري نو بايد لاندي نکاتو ته پوره پاملرنه وکړي.
۱. په غنيمت او امانت کي دي خيانت نه کوي.
۲. زکات ورکول دي ځانته تاوان نه بولي.
۳. د الله د دين څخه بغير د بل مقصد لپاره دي تحصيل د علم نه کوي.
۴.  ځانونه دي د ښځو تابع نه جوړوي.
۵. خپل مور او پلار دي نه آزاروي.
۶. تر مور او پلار دي د نورو ملګرو سره تړاو نه ډېروي.
۷. په مساجدو کي دې بې ځايه ږغونه او آوازونه نه پورته کوي.
۸. فاسد او ګمراه خلګ دي د ځانونو لپاره مشران نه ګرځوي.
۹. د ويري څخه دي د چا عزت نه کوي.
۱۰. د موسيقي، شرابو او مسکراتو څخه دي ځانونه ليري وساتي.
۱۱. پر پخوانيو اسلافو او علماؤ دي بد نه وايي.
۱۲. زنا دي روا نه بولي او عملا دي هم نه کوي.
۱۳. سود دي نه خوري.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا اتُّخِذَ الْفَىْءُ دُوَلاً وَالأَمَانَةُ مَغْنَمًا وَالزَّكَاةُ مَغْرَمًا وَتُعُلِّمَ لِغَيْرِ الدِّينِ وَأَطَاعَ الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ وَعَقَّ أُمَّهُ وَأَدْنَى صَدِيقَهُ وَأَقْصَى أَبَاهُ وَظَهَرَتِ الأَصْوَاتُ فِى الْمَسَاجِدِ وَسَادَ الْقَبِيلَةَ فَاسِقُهُمْ وَكَانَ زَعِيمُ الْقَوْمِ أَرْذَلَهُمْ وَأُكْرِمَ الرَّجُلُ مَخَافَةَ شَرِّهِ وَظَهَرَتِ الْقَيْنَاتُ وَالْمَعَازِفُ وَشُرِبَتِ الْخُمُورُ وَلَعَنَ آخِرُ هَذِهِ الأُمَّةِ أَوَّلَهَا فَلْيَرْتَقِبُوا عِنْدَ ذَلِكَ رِيحًا حَمْرَاءَ وَزَلْزَلَةً وَخَسْفًا وَمَسْخًا وَقَذْفًا وَآيَاتٍ تَتَابَعُ كَنِظَامٍ بَالٍ قُطِعَ سِلْكُهُ فَتَتَابَعَ.[سنن ترمذي ۲۳۷۲]

عن أنس بن مالك، أنه دخل على عائشة ورجل معه ، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين، حدثينا عن الزلزلة، فقالت: إذا استباحوا الزنا، وشربوا الخمر، وضربوا بالمغاني، وغار الله عز وجل في سمائه فقال للأرض: تزلزلي بهم. فإن تابوا ونزعوا، و إلا هدمها عليهم. قال: قلت: يا أم المؤمنين، أعذاب لهم؟ قالت: بل موعظة ورحمة وبركة للمؤمنين، ونكال وعذاب وسخط  على الكافرين.[العقوبات ۱۷]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۸

اسلامي امارت او په ترکيه او سوريه کي زلزله ځپلي مسلمانان:

اسلامي امارت په موقف اوعمل کي دا وښودل چي د هر مسلمان سره تر خپله وسه خواخوږي لري او په ترکيه او سوريه کي يې د زلزلې ځپلو مسلمانانو سره د غمرازۍ تر څنګ تر خپله توانه مالي مرسته هم وکړه.
زه پدې باور يم چي که امارت ډېر مالي توان درلودلای نو په مليونونو ډالرو مرسته به يې کړې وای.
خو د نورو مسلمانانو سره په مرسته کولو کي انسان تر خپل طاقته مکلفيت لري.
د اخلاص او زړه سوي مرسته کڅه هم لږ وي خو معتبره او برکتي وي، الله تعالی دي زموږ اسلامي نظام ته ددې توان ورکړي چي د ټولي نړۍ ناتوانه مسلمانان د خپلي مرستي تر پوښښ لاندي راولي.
مولوي نورالحق مظهري

د نکاح کولو فضيلت د احاديثو په رڼا کي:

نکاح هغه نيک عمل دی چي په احاديثو کي يې په اړه ډېر فضائل راغلي دي چي دادی د بېلګي په ډول څو دانې موږ ذکر کوو.
۱ - يَامَعْشَرَالشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنكُمُ البَآءَ ةَ فَاليَتَزَوَّجَ فَاِنَّهُ اَغَضَّ لِلْبَصَرِوَاَحْسَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَّمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَاِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.[ صحيح البخاري حديث ۱۷۷۲]
ژباړه:ای ټوليه د ځوانانو هر څوك ستاسو څخه چي قدرت او توان ولري نو نكاح دي وكړي ځكه نكاح ښه پټونكې ده د سترګو او ښه ساتونكې ده د فرج (يعني سترګي د حرام كتلو څخه ساتي او فرج د زنا او لواطت څخه ساتي ) او كه د چا نكاح په طاقت نه وي نو هغه دي روژه ونيسي ځكه روژه قطعه كونكې او ضعيفه كونكې د شهوت ده.
پدې حديث کي پر نکاح کولو باندي امر سوی دی او د نکاح فايده او ګټه بيان سوېده چي په نکاح باندي د انسان سترګي او فرج د ګناه کولو څخه ساتل کیږي.

۲ - اَتَزَوَّجُ النِّسَآءَ فَمَنْ رَّغِبَ عَنْ سُنَّتِيْ فَلَيْسَ مِنِّيْ.[ صحيح مسلم حديث ۲۴۸۷]
ژباړه:زه د ښځو سره نكاح كوم نو هر څوك چي زما د طريقې څخه سرغړونه وكړي هغه زما څخه ندی.
ددې حديث څخه معلومه سوه چي نکاح کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دی څوک چي يې بېله کوم شرعي عذره نه کوي دغه به يې عذاب وي چي رسول الله صليږی الله عليه وسلم يې د خپل ټولۍ څخه نه بولي.

۳ - اَلدُّنْيَامَتَاعٌ وَخَيْرُمَتَاعِهَااَلْمَرْأةُ الصَّالِحَة.[ مسند عبدابن حميد حديث۳۲۹]
ژباړه: دنيا ټوله ګټه او سامان دی او بهترينه ګټه يې ښه صالحه ښځه ده.
ددې حديث څخه له ورايه ښکاري چي ښځه د دنيا په ټوله سامانونو او خوندونو کي ښه شی دی، انسان يې بايد د لاسته راوړلو په هڅه کي وي.

۴ - اِنْكِحُوا فَاِنِّيْ مُكَاثِربِكُمُ.[سنن ابن ماجه حديث ۱۸۵۳]
 ژباړه: نكاح وكړئ! ځكه زه ستاسو په ډېروالی افتخار كوم.
پدې حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د نکاح کولو امر کوي او يو حکمت يې ذکر کوي چي د اولاد يپدا کېدل دي او بيا فرمايي زه ستاسو په ډېرېدلو باندي فخر کوم.

۵ - تَزَوَّجُوا النِّسَآءَ فَاِنَّهُنَّ يَأتِيْنَ بِالْمَالِ.[معجم ابن المقري 244]
ژباړه: د ښځو سره نکاح وكړئ! ځكه دوی تاسو لره مال راوړي.
پدې حديث کي پر نکاح باندي د امر کولو تر څنګ د نکاح يو برکت هم ذکر سوی دی چي د نکاح کولو سره د انسان کورته مال راځي.
يعني د ښځي د راتګه سره به ستاسو پر كور دروازې د رزق او روزۍ خلاصي سي.

۶ - مَنْ اَحَبَّ فِطْرَتِيْ فَلْيَسْتَنَّ بِسُنَّتِيْ وَاِنَّ مِنْ سُنَّتِيْ اَلنِّكَاحُ.[ شعب الإيمان336]
ژباړه: څوك چي زما د فطرت سره مينه ولري نو زما پر سنت طريقه دي ولاړ سي او نكاح هم زما د سنتونو څخه ده.
پدې حديث کي رسول الله  صلی الله عليه وسلم نکاح خپل سنت بولي او پر عملي کولو یې ټینګار کوي.

۷ - مَنْ اَعْطي ِللهِ وَاَحَبَّ ِللهِ وَاَبْغَضَ ِللهِ وَاَنْكَحَ ِللهِ فَقَدِاسْتَكْمَلَ اِيْمَانَهُ.[ سنن ترمذي2521]
ژباړه: څوك چي د خدای لپاره چاته شی وركړي، د خدای لپاره د چا سره محبت وكړي، د خدای لپاره د چا سره بغض وكړي، د خدای لپاره نكاح وكړي نو په رښتيا چي خپل ايمان يې كامل كړ.
پدې حديث کي نکاح کول د هغو شيانو په کتار کي  ذکر سوېده چي په کولو يې د انسان ايمان کامل کيږي نو لکه نور کارونه چي موږ يې د خپل ايمان د کامل کېدلو لپاره کوو نکاح هم بايد وکړو.
البته تردې هم نور ډېر احاديث او د علماؤ اقوال په فضيلت كي د نكاح سته خو موږ د اختصار لپاره په دغه اندازې بسنه كوو.
مولوي نورالحق مظهري

پر پلرونو باندي د اولادونو ځيني حقوق:

اولادونه د الله تعالی هبه او ډالۍ ده چي انسان ته يې ورکوي ځکه نو هر انسان د خپلو اولادونو په وړاندي ځيني مسئوليتونه هم لري او لکه پلرونه چي پر اولادنو حق لري اولادونه هم پر پلرونو حق لري د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی:
عن ابن عمر قال: إنما سماهم الله أبراراً لأنهم بروا الآباء والأبناء كما أن لوالدك عليك حقا كذلك لولدك عليك حقا.[الأدب المفرد94]
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي ده وويل: الله تعالی مؤمنانو ته ابرابر وويل، ځکه چي دوی د پلرونو او اولادونو سره نيکي کړېوي نو لکه ستا پلار چي پر تا باندي حق لري همداسي ستا اولاد هم پر تا باندي حق لري.
پر پلرونو باندي د اولادونو ځيني حقوق په لاندي ډول دي:
1 – پلرونه بايد پر خپلو اولادونو ښه نومونه کښيږدي؛ په حديث شريف کي راځي:
إِنَّكُمْ تُدْعَوْنَ بِأَسْمَائِكُمْ وَأَسْمَاءِ آبَائِكُمْ، فَأَحْسِنُوا أَسْمَاءَكُمْ". [رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: د قيامت په ورځ تاسي ستاسي او ستاسي د پلرونو په نومونو رابلل کېږی نو پر ځانونو ښه نومونه کښېږدئ.
ښه نومونه هغه وي چي ښه معنی ولري او يا هم پر پخوانيو ښو خلګو  ايښودل سوي وي.
2 – کله چي يې اولاد پيدا سي د توان په صورت کي پر خپل اولاد باندي عقيقه وکړي؛ په حديث شريف کي راځي:
عَنِ الْغُلاَمِ شَاتَانِ مُتَكَافِئَتَانِ -أَيْ مُتَسَاوِيَتَانِ سِنًّا وَشَبَهًا- وَعَنِ الْجَارِيَةِ شَاةٌ". [رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَالتِّرْمِذِيُّ وَصَحَّحَهُ].
ژباړه: د هلګ له ځايه دي دوه سره ورته پسونه حلال کړي او د نجلۍ له ځايه دي يو پسه حلال کړي.
3 – که ماشوم هلک وو بايد يې سنت کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
الْفِطْرَةُ خَمْسٌ: الْخِتَانُ...... الحديث
ژباړه: فطرتي سنتونه پنځه دانې دي: يو د هغو څخه سنت کول دي.
4 – هر پلار او مور بايد خپلو اولادونو ته ښه عقيده ور زده کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ وَيُنَصِّرَانِهِ.[صحيح البخاري 1358]
ژباړه: هيڅ ماشوم نه پيدا کيږي مګر پر فطرتي ايمان باندي بيا يې مور او پلار يهودان او نصرانيان کوي.
ياد حديث ته په کتلو سره هر مور او پلار بايد د خپلو اولادونو فطرتي عقيده وساتي او هغوی ته اسلامي عقيده ور زده کړي.
5 – هر مور او پلار بايد خپلو فقيرو اولادونو ته نفقه ورکړي؛ په حديث شريف کي راځي: وَلِقَوْلِهِ -صلى الله عليه وسلم-: "خُذِي مِنْ مَالِهِ مَا يَكْفِيكِ وَوَلَدَكِ بِالْمَعْرُوفِ". [رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ]. 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل خاوند د مال څخه دومره واخله چي ستا او ستا د اولادونو لپاره بسنه کوي.
6 -  هر پلار او مور بايد خپل اولادونه ښه وروزي، هغوی ته ښه ادب ورکړي، شرعي تکاليف او مسئوليتونه ور وپېژني او په ټولو فردي او ټولنيزو حقوقو يې پوه کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
لأَنْ يُؤَدِّبَ الرَّجُلُ وَلَدَهُ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِصَاعٍ. [التِّرْمِذِيُّ]
ژباړه: دا چي انسان خپل اولاد ته ادب ور زده کړي ده ته ډېر ښه دی تر خيرات کولو د يوې پيمانې.
7 - امربالمعروف او نهي عن المنكر ورباندي عملي کړي؛ پدې معنی سره چي خپل اولادونه پر ښه کارونو باندي امر کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي؛ په آيت شريف کي راځي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.[التَّحْرِيمِ: 6]
ژباړه: ای مؤمنانو خپل ځپل ځانونه او خپله کورنې د اور څخه وساتئ.
ددې آيت په تفسير کي علماؤ  ليکلي دي: خپلو اولادونو ته ښه تعليم ورکړئ، ښه کارونه ور زده کړئ او په آدب يې پوه کړئ.
معلومه خبره ده چي په ښه تعليم، زده کړي او آدب ورکولو کي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته اړتيا سته ځکه بېله امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اولادونو ښه روزل امکان نلري.
لقمان حکيم خپل زوی ته په توصيه کي فرمايي:
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ.[لقمان 13]
ژباړه: کله چي لقمان خپل زوی ته وويل: ای زويه! د الله سره شريک مه نيسه يقينا چي شرک ډېر لوی ظلم دی.
په حديث شريف کي راځي:
مُرُوا أَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعٍ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ.[أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: خپل اولادونه پر لمانځه باندي امر کړئ کله چي اوه کلونو ته رسيږي، پر لمانځه يې ووهئ کله چي لسو کلونو ته رسيږي او ددوی ترمينځ په بستر کي جدايي راولئ.
8 – کله چي څوک تر يوه ډېر اولادونه ولري بايد يې تر مينځ عدالت وکړي او يو اولاد ته پر بل اولاد ترجيح ورنکړي.
د نعمان بن بشير رضي الله عنه مشهوره قيصه ده چي زما پلار ما ته کوم شي ډالۍ راکړی وو بيا يې زما د مور په غوښتنه خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا خپلو ټولو اولادونو ته دي داسي ډالۍ  ورکړې؟ زما پلار ورته وويل: يا. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د الله تعالی څخه و وېرېږئ او د خپلو اولادونو تر مينځ عدالت وکړئ.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۱/۱۶

مشر بايد د ځان لپاره څنګه شی سکرټر انتخاب کړي؟

ژباړه: منصور و مهدي ته ويل: ای د عبدالله پلاره! ستکرټر بايد ناپوه، ټنبل، سرټمبه، مصروف، بې موقف، هېرجن، سپک، بد او بد اخلاق نه وي.
سکرټر که ناپوه وي خپل خاوند ته به دداسي ځای څخه تاوان راولي چي هيڅ ګټه نسي ورته اندازه کولای، که ټنبل وي خپل خاوند ته خبري سمي نسي رسولای او نه هم د خپل خاوند خبري نورو ته سمي رسولای سي، که سرټمبه وي د معتبر انسان ځای به ورک کړي، بل ځای ته به يې يوسي، د هغه تر مرتبې به يې کښته کړي او سپک سړی به تر ده مخکي کړي او همداسي په هغه شيانو به نه پوهيږي چي پر ده باندي سته يا دده لپاره سته، که ناخبره مصروف انسان وي هغه څه ته به تاوان ورسوي چي پر خپل وخت يې خاوند اړتيا ورته لري، د هغو خلګو حقوق به ضائع کړي چي دده د خاوند د دروازې سره مينه لري، د خلګو څخه به پر خپل خاوند بد ويل را شروع کړي او هغه چا ته به اجازه ورکوي چي دده خاوند يې ملاقات ته هيڅ  ضرورت نلري او هيڅ ګټه نسي ورته رسولای، که بې موقف سپک انسان وي خلګ به دده د ملګري په ځای کي د هغه سره هرڅه ځان ته حلال وبولي او دده په واسطه به پر هغه باندي کار وکړي او که قهرجن او بد اخلاقه وي د خلګو هري طبقې ته به يې تاوان رسيږي نو نصيحت والا خلګ به خپل نصيحتونه پسې پريږدي، حاجت والا انسانانو ته به ددوی په حاجتونو کي تاوان ورسوي ، دده د ملګري دروازې ته مراجعين به کم سي پدې خاطر چي دده د ملاقات څخه به تښتي.
يعني مشران بايد د ځان لپاره داسي سکرټر ونيسي چي د لاندي صفاتو درلودونکی نه وي:
۱ – بايد ناپوه نه وي ځکه که ناپوه وي مشر ته به داسي تاوان ورسوي چي بيا به يې جبران کولای نسي.
۲ – بايد ټنبل نه وي ځګه که ټنبل وي بيا مشر ته د نورو خلګو خبري سمي نسي رسولای او د مشر خبري نورو خلګو ته سمي نسي رسولای.
٣ – بايد سرټمبه نه وي ځکه که سرټمبه وي د خلګو په مراتبو به نه پوهيږي، د معتبرو او غير متعبرو انسانانو توپير به نسي کولای، د کشر او مشر به حثيثيت به نه پوهيږي او خپل په مسئوليت که به مثبت او منفي نسي سره جلا کولای.
٤– بايد ناخبره مصروف نه وي ځکه که ناخبره مصروف وي د مراجعينو حقوق به ضايع کړي، مشر ته به د اړتيا پر وخت مراجعين نه راولي او پدې به نه پوهيږي چي چا ته اجازه د ملاقات ورکړي؟.
٥– بې موقفه سپک انسان به نه وي ځکه که بې موقفه سپک انسان وي په خلګو کي به د مشر ارزښت او هيبت له مينځ يوسي او دده په ذريعه به خلګ مشر ته تاوان رسوي.
٦– بايد قهرجن او بد اخلاق نه وي ځکه که بد اخلاق وي خلګ به د مشر څخه خوابدي کړي بيا به څوک نه مشر ته مشوره ورکوي او نه به هم ستونزي ورسره شريکوي.
قَالَ الْمَنْصُورُ لِلْمَهْدِيِّ: يَا أَبَا عَبْدِ اللهِ! لا يَنْبَغِي أَنْ يَكُونَ الْحَاجِبُ جَهُولا وَلا عَيِيًّا وَلا غَبِيًّا وَلا مُتَشَاغِلًا وَلا خَامِلًا وَلا ذَهُولًا وَلا مُحْتَقَرًا وَلا ذَمِيمًا وَلا جَهُولًا وَلا عَبُوسًا؛ فَإِنَّهُ إِنْ كَانَ جَهُولًا أَدْخَلَ ذَلِكَ عَلَى صَاحِبِهِ الضَّرَرَ مِنْ حَيْثُ لا يُقَدِّرُ الْمَنْفَعَةَ، وَإِنْ كَانَ عَيِيًّا لَمْ يُؤَدِّ إِلَى صَاحِبِهِ وَلَمْ يُؤَدَّ عَنْهُ، وَإِنْ كَانَ غَبِيًّا جَهَلَ مَكَانَ الشَّرِيفِ فَأَحَلَّهُ غَيْرَ مَنْزِلَتِهِ وَحَطَّهُ عَنْ مَرْتَبَتِهِ، وَقَدَّمَ الْوَضِيعَ عَلَيْهِ، وَجَهَلَ مَا عليه وما له، وَإِذَا كَانَ جَهُولًا مُتَشَاغِلًا أَخَلَّ بِمَا يَحْتَاجُ إِلَيْهِ صَاحِبُهُ فِي وَقْتِهِ، وَأَضَاعَ حُقُوقَ الْغَاشِينَ لِبَابِهِ، وَاسْتَدْعَى بِهِ الذَّمَّ مِنَ النَّاسِ لَهُ، وَأَذِنَ عَلَيْهِ لِمَنْ لا يَحْتَاجُ إِلَى لِقَائِهِ وَلا يَنْتَفِعُ بمكانه، وَإِذَا كَانَ خَامِلًا مُحْتَقَرًا أَحَلَّ النَّاسُ صَاحِبَهُ فِي مَحِلِّهِ، وَقَضَوْا عَلَيْهِ بِهِ، وَإِذَا كَانَ جَهْمًا عَبُوسًا تَلَقَّى كُلَّ طَبَقَةٍ مِنَ النَّاسِ بِالْمَكْرُوهِ؛ فَتَرَكَ أَهْلُ النَّصَائِحِ نَصَائِحَهُمْ، وَأَخَلَّ بِذَوِي الْحَاجَاتِ فِي حَوَائِجِهِمْ، وَقَلَّتِ الْغَاشِيَةُ لِبَابِ صَاحِبِهِ فِرَارًا مِنْ لِقَائِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۲۶۱]
مولوي نورالحق مظهري

د عيبونو په بيانولو کي دقت وکړئ!

ژباړه: ځينو ويلي دي: څوک چي د سپکو خلګو عيب بيان کړي نو هغه يې پورته کړ او څوک چي د معتبرو خلګو عيب بيان کړي نو ځان يې کښته کړ.
د سپکو خلګو د عيب بيانول ځکه د هغوی د لوړوالي سبب ګرځي چي پدې کار هغوی شهرت پيدا کوي او شهرت د دنيوي لوړوالي يوه ذريعه ده.
د ښو او معتبرو خلګو عيب بيانول ځکه د انسان د ځان کښته کول دي چي د ښو خلګو په عيب بيانولو نور خلګ ده ته بد وايي او پدې سره دده خپل حيثيت په ټولنه کي له مينځه ځي.
پورته حکمت ته په کتلو سره انسان بايد د نورو انسانانو په عيب بيانولو کي ډېر دقت وکړي ځکه که هغه بد سړی وو ستا د عيب بيانولو په ذريعه به مشهور سي چي هغه همدغه غواړي او که ښه سړی وو تا ته به تاوان ورسيږي او آبرو به دي ولاړه سي.
قَالَ بَعْضُهُمْ: مَنْ عَابَ سِفْلَةً؛ فَقَدْ رَفَعَهُ، وَمَنْ عَابَ شَرِيفًا فَقَدْ وَضَعَ نَفْسَهُ.[المجالسة وجواهرالعلم2188]
مولوي نورالحق مظهري