۱۴۰۴/۰۹/۱۹

د اسلام ګټي۶:

د اسلام په راوړلو او قبلېدلو انسان جنت ته داخليږي، په حديث کې د انس بن مالک رضي الله عنه راځي چې يو سړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د د رسالت، لمونځونو، زکات او حج پوښتنه وکړه او دا د اسلام ارکان دي نو هغه سړي وويل: زما دي په هغه ذات قسم وي چې ته يې په حق سره را استولی يې زه به پر دغه باندې نه کوم شی ډېر کړم او نه به يې هم تر هغه کم کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که يې رښتيا ويل نو دی به جنت ته داخل شي.(صحيح مسلم111)

همداسي په بل حديث کې راځي: فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَا بِلاَلُ قُمْ فَأَذِّنْ لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ إِلاَّ مُؤْمِنٌ.(صحيح البخاري: 6606) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ای بلاله ولاړ سه اعلان وکړه چې جنت ته نه داخليږي مګر مؤمن انسان.

د داسي ټولو احاديثو څخه ښکاري چې څوک ايمان راوړي هغه به جنت ته داخليږي او جنت يواځي د مؤمنانو ځای دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۱۸

د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه!

ای قاضي موږ به خپل حساب په آخرت کې د قیامت په ورځ تصفیه کوو!
همداسې د صلاح الدين اولاده خبرې کوي او همداسې سړي په نره مړه کېږي! په داسې وخت کې چې تیارې غوښتل د امت رڼا مړه کړي یو سړی را پورته سو لکه غر ودرېد نه طوفان ولړزوی او نه ظلم نرم کړ، هغه شیخ مجاهد سعید ملا الکوردي و، د کردي قبایلو تر ټولو لوی شیخ، هغه سړی چې په ۱۹۲۴ کال کې یې د کمال اتاترک له خوا دعثماني خلافت د نسکورولو دسیسې مخې ته ودرېدې؛ کله چې خلافت راپرېوت د صادقانو او با احساسه انسانانو زړونه ودردېدل او اورونه پکې بل سوه.
په ۱۹۲۵ کال کې شیخ سعید ملا الکردي پاڅون وکړ، پاڅون یې ځمکه ولرزوله او شین بیرغونه یې پورته کړ چې داسي کلمې يې پرې لیکلي وې چې غرونه يې په لړزېدو راوستل.
هغه پر خپل بيرغ د توحيد مبارکه او لړزوونکې کلمه: لا إله إلا الله محمد رسول الله ليکلې وه، شیخ د تکړه او دلاورو ځوانانو لښکر جوړ کړ پر پراخو سیمو یې ولکه وکړه، دیاربکر ته ورسېد کلابند یې کړ او نژدې و چې آزاد یې کړي او د اسلامي خلافت نعره د پرېوتلو وروسته بيرته راپورته کړي.
خو کمال اتاترک پوره اته نظامي فرقې راټولې کړې تر ټولو وحشي وسائل یې وکارول ترڅو د دې مؤمن زمري ملا ماته کړي، شيخ په ډېره ميړانه سره د اتاترک سره وجنګېدی چې آخر غرونو ته پورته سو خو تسلیم نه سو.
شيخ د بې دينه کمال اتاترک په وړاندې چریکي جګړه پیل کړه، داسي جګړه چې ظالمان یې ډېر ستړي کړه، خو له بده مرغه د شيخ پر ملګرو د ظالمانو لخوا کلابندي سخته سوه، مرستې پرې بندې سوې تر هغه چې ونیول سو او په دیاربکر کې د ده لپاره د ظلم محکمه جوړه سوه.
پر شیخ سعید ملا او ملګرو یې د اعدام حکم وسو ظالمانو په قصد د هغه پاک جسدونه د لوی جامع جومات پر دروازو ځړول ترڅو د اسلامي امت اراده ماته کړي او بل څوک بيا د اسلامي خلافت د را ژوندي کولو اراده ونکړي خو هغوی نه پوهېدل چې پاکې وینې هیڅ کله نه ماتېږي، بلکې ټوله امت ورڅخه راپورته کېږي.
په وروستۍ شېبه کې د سړیتوب اصل ښکاره سو، شیخ ودرېد لکه لمانځه ته چې ځي نه مرګ ته. د ظالم قاضي په لور يې وکتل او خپل داسي کلمې یې وویلې چې تر اوسه په تاريخ کې ليکلي دي: «ای قاضي موږ به خپل حساب په آخرت کې د قیامت په ورځ تصفیه کوو»
بیا یې نظامي قوماندان ته مخ واړاوه او ورته ويې ويل: اې د لېوا امیره راسه او خپل دښمن ته سلام ورکړه! خپله مخکې ولاړی، د دار تناب یې په خپل لاس ونیوی او جلاد تناب د هغه  غاړي ته واچوی وروسته یې ږغ پورته کړ چې د دیاربکر اسمان یې ولړزاوه او د: «لا إله إلا الله محمد رسول الله» مبارکه کلمه يې په لوړ آواز باندې وويل او پاک جسد يې په دار باندې ځوړند سو.
موږ بايد سر خلاص کړو چې پر دې دين باندې ډېرو اتلانو سرونه ورکړي او د اسلامي خلافت د ژوندي کولو لپاره ډېري ځوانۍ تر خاورو لاندې سوي دي ځکه نو موږ بايد دغه داعيه په خپل ټول ژوند کې د خلافت تر قائمېدلو پوري ژوندۍ وساتو او چې اوس يې زموږ پر خاوره د ژوندي کېدلو څرک لګېدلی او اسلامي نظام قائم سوی په همدې نيت د خپل نظام سره هراړخيزه مرسته وکړو او د ټولو ننګونو په وړاندي يې شا ته ودرېږو.
منبع:  بطولة من صنع الإسلام
ژباړه: او زيادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۹/۱۷

د اسلام ګټي۵:

د اسلام بله ګټه دا ده چې کوم څوک چې مسلمان سي؛ د اسلام مخکې يې چې کوم ښه کارونه کړي وي د هغو ښو کارونو تأثير يې يا د معنوياتو په لحاظ او يا د ثواب په لحاظ پر ژوند باندې ښکاره کيږي او د هغو نيکو کارونو برکت يې الله تعالی په اسلام کې ورته ښکاره کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: قَالَ حَكِيمٌ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ رَسُولُ اللَّه صلى الله عليه وسلم أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ لَكَ مِنْ خَيْرٍ.(صحيح البخاري: 2220) ژباړه: حکيم بن حزام رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تا اسلام راوړی دی پر هغه نيکو کارونو چې مخکې دي کړي دي.

علماؤ ليکلي دي: دا خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څو احتماله لري: 
لومړي احتمال يې دا دی چې تا مخکې له اسلام څخه ښکلي اخلاق او ښه عادتونه پيدا کړي وو او اوس(چې ته مسلمان سوی يې) له هماغو ښو اخلاقو څخه په اسلام کې ګټه اخلې او هغه پخوانيو عادتونو ستا لپاره لاره هواره کړ او مرسته يې درسره وکړه چې نور ښه کارونه او طاعتونه وکړې.

دويم احتمال يې دا دی چې ته په هغو ښو کارونو سره ښه ستايل سوی يې (ښه نوم دي ګټلی دی) نو هغه ښه نوم او ستاينه به اوس هم په اسلام کې درباندې پاتې وي او ګټه به درته وکړي.

درېيم احتمال يې دا دی چې ډېر لېرې نه ده چې د هغه پخوانيو ښو کارونو په برکت د ده په اسلامي حسناتو کې زياتوالی وسي او اجر يې ډېر سي، ځکه علماوو ويلي دي چې که کافر ښه کار وکړي په قيامت کې به يې په سزا کې تخفيف راسي (نو ډېر ليرې نه ده چې که هغه ښه کار کوونکى وروسته مسلمان سي هماغو پخوانيو ښو کارونو ته يې اجر وركړل سي او په اجر کې يې زياتوالی راسي).

قاضي عياض رحمه الله وايي: ويل سوي چې معنی يې دا ده چې «په برکت د هغه خير چې مخکې تا کړی دی، الله تعالى اسلام ته هدايت کړې» ځکه چې څوک چې په اول ژوند کې يې خير ښکاره سي، دا د  د ده په آخر ژوند کې پر سعادت او نيک عاقبت باندې دليل دی.خو ابن بطال او نورو محققينو (لکه نووي او ابن حجر) بيا د حديث پر ظاهر تللي دي، يعنې که کافر ښه کار وکړي، بيا مسلمان سي او پر اسلام مړ سي، نو الله تعالى به هغه ته د کفر په حالت کې د کړو ښو کارونو اجر هم وركړي.(عمدة القاري:13/349)

نو دا د اسلام راوړلو برکت دی چې د اسلام څخه مخکې د ده ښو کارونو ته اعتبار ورکول کيږي کنه نو دا اتفاقي مسئله ده چې د کافر هيڅ نيک کار الله تعالی ته د قبول وړ نه دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري