۱۴۰۳/۰۲/۰۴

د حماسو او انقلابونو رهبر؛ درېيم عمر:

په داسی وخت کې چې په نړۍ کې د اسلام سیاسی نظام هیڅ شتون نه درلودی او په افغانستان کې د روسیانو د ماتی وروسته خودسریو او پاټک سالارۍ ټول هیواد په سر اخیستی وو د روسانو په مقابل کې د جهادی بهیر یو تن مجاهد او د مبارزینو د کاروان ګډونوال د ظلم، فساد او لنډغرۍ په وړاندی را پورته سو او په جهادی مبارزه یې د هیواد ډېره برخه د ښایسته اسلامی نظام په عدل ښایسته کړه او محمد شریعت یې د قانون په صفت په هیواد کې نافذ کړ؛ هغه کس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وو، نوموړی داسی مشر وو
چې په هيواد كې يې په خپلي واكمنۍ كې داسي شرعي نظام راويست چې د اسلامي خلافت د سقوط را پدې خوا يې نمونه نه وه لیدل سوې؛
داسي مشر وو چې نړۍ ته يې د هغه خلکو طاقت او توان وښود چې خلکو ورسره باچاهي بده ګڼل بلكې د هغوی وظيفه يې تنها: د ماشوم په غوږ كې آذان، په جوماتونو كې امامت، د مړو پرېول او داسی نور شیان بلل؛
داسی مشر وو چې ټوله قومندانان يې د اخلاقو، اخلاص او ساده سيرت څخه متأثر شوي وه او يوه ذره يې ورڅخه بغاوت نه كوی؛
داسی مشر وو چې هر چا يوځلي ليدلی وای ټوله عمر يې تعريف كوی، او په تنها ليدلو يې تر تأثير لاندي راتلی؛
داسي مشر وو چې د نړۍ ټوله رښتيني مجاهدين يې اتل، قهرمان او عمر ثالث بولي؛
داسي مشر وو چې د فرمان چلېدلو ته يې نه د فيلم اړتيا وه، نه د تصوير اړتيا وه او نه هم د ږغ بلکې په ليكلو پيغامونو او نامه يې فرمان چلېدی.
داسي مشر وو چې د يوه مسلمان مجاهد لپاره يې درست حكومت له لاسه وركړ خو د كفر غلامي يې قبوله نه كړه او د اسلام  د هيبت او وقار شمله يې ټيټه نه كړه؛
داسي مشر وو چې كله امريكا ورڅخه د اسامه د ورسپارلو غوښتنه كوي دی د ځينو خلکو سره مشوره كوي څوك ورته وايي: د اسامه سپارل ضرر قليل دی او زموږ د اسلامي نظام پاتېدل منفعت كثير دی د ډېر منفعت لپاره سړی لږ ضرر ګالي؛ دی ورته وايي: ډېر منفعت د اسلام د هيبت او وقار ساتل دي، د اسلام د حريت او ايماني عزم ښكاره كول دي او كافر ته نه تسليميدل دي او لږ ضرر زما د حكومت له لاسه وركول دي؛ زه خپل حكومت له لاسه وركوم خو د اسلام وقار او عزت نه كښته كوم؛ هيڅ كله به اسامه امريكايانو ته تسليم نه كړم؛
داسي مشر وو چې په يوه فرمان يې په ټول هيواد كې مطلقا د نشه ايزو توكو كرل عملي بند كړه؛
داسي مشر وو چې له دنيا ولاړی خو نه يې شخصي ښارګوټي پرېښودل نه يې لويي بنګلې او ساختمانونه پرېښودل؛
داسي مشر وو چې كله به د خپلو ملګرو سره پر لاره روان وو د چا په فكر كې به نه راتله چې دغه به مشر وي؛
داسي مشر وو چې د يوې خاوريني جونګړي څخه يې د داسي حركت قيادت كوی چې د 47 متكبرو هيوادونو سره يې مقابله كول؛
داسي مشر وو چې نه يې مال ډېر وو نه يې نفر ډېر وه او نه يې هم ځمكه ډېره وه په خپل قوي ايمان او اوسپنيز عزم يې ځان د هر شي څخه مستغني كړی وو او د نړۍ تر ټولو لوی زبرځواك يې په همدغه ايماني قوت او الهي نصرت باندي مات كړ؛
داسي مشر وو چې په خپلي واكمنۍ كي يې داسي امنيت راوستلی وو چې په بازارونو كې به د لمانځه پر وخت د دوكانونو دروازې خلاصي وې يوه سورې ستن به هم نه غلا كېدل؛
او داسي مشر وو چې د هر چا سره يې موافقت او مخالفت يواځي د الله تعالی د دين لپاره وو.
الله تعالی دي قبر د جنت باغچه وګرځوي او د ده مجاهدينو ته دي الله تعالی د ده پر قدم باندي د تللو توفيق وركړي.
په رښتيا دغسي پوره انسان ته وايي رښتينی مشر؛ الله پاك دي ورته جنت الفردوس وركړي.
مولوي نورالحق مظهري