څلورم سبب:
ډېره مطالعه او د کتابونو سره ډېره رابطه ساتل د انسان استعداد قوي کوي ځکه چې په ډېري مطالعې باندې د انسان ذهن توسعه پيدا کوي، شيان يې په ذهن کې تر ډېره وخته پاتيږي، د معلوماتو درک ورته آسانه کېږي او معلومات يې نور هم ډېريږي آن تر دې چې په سالمي ډېري مطالعې باندې غير فعالي عصبي حجرې هم فعاله کېږي چې دا خپله د لوړ او قوي استعداد معنی ده.
لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.
يعني څوک چې د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره و نه لري نو بيا به يې هېريږي.
علماؤ ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه و نه لري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کې تر ډېره پوري پاتيږي.
په مطالعه باندې نه تنها دا چې د انسان استعداد لوړيږي بلکې په هره برخه کې د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کې انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.
مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چې په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر