۱۴۰۱/۰۸/۲۶

اتهام او تهمت هم د فکري جګړې يوه برخه ده:

يو هغه شی چي کفار يې په شعوري ډول د مسلمانانو پر ضد کاروي اتهام دی، کفار کوښښ کوي چي مسلمانان په ګڼو ناوړه نومونو او کارونو باندي متهم کړي او په يو ډول يې په ټولنه کي منفور او بدنام کړي لکه په هره زمانه کي چي کفارو د پيغمرانو سره همداسي کول؛ ځکه کفارو به پيغمبران په ليونيانو، ساحرانو او درواغجنانو باندي متهم کول.
زموږ د پيغمبر رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هم کفارو همداسي کول او پورته نسبتونه به يې ورته کول همداسي دده مبارک پر ميرمني عائشې رضي الله عنها يې تور او اتهام ولګوی.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته د هر خليفه سره همداسي سويدي چي کفارو يا منافقينو به په يو ناوړه کار باندي متهم کوی لکه روافضو چي پر ابوبکر او عمر رضي الله عنهما باندي اتهامات لګول او لکه خوارجو چي پر عثمان او علي رضي الله عنهما باندي اتهامات لګول آن تردې چي د اسلامي خلافتونو پر هر خليفه باندي د کفارو او د هغوی د ملګرو لخوا د تهمت لګولو کوښښ سوی دی.
ددې لپاره چي په مسلمانانو کي درځ او تفرقه پيدا سي کفارو دا کوښښ هم کړی چي په مسلمانانو کي پر يو بل د تهمت ويلو عادت حاکم کړي لکه د مدينې يهود چي تل به يې د انصارو او مهاجرينو یا د اوس او خزرج تر مينځ پر يو بل د اتهام او تور اور بلوي تر څو مسلمانان په خپل کي سره ونښلي او اختلافات يې تر مينځ پيدا سي.
د اندلس ښارونه چي اته قرنه يا اته سوه کاله د مسلمانانو تر حاکميت لاندي وه هغه وخت د مسلمانانو له لاسه ووتل چي مسلمانانو په خپل مينځ کي اختلافات پيدا کړه او د اختلافات لومړنی کرينټ د بې ځايه اتهاماتو او تورونو څخه شروع سو چي ځينو مسلمانانو به پر ځينو نورو لګول.
زموږ په زمانه کي چي په اسلامي هيوادونو کي د مسلمانانو تر مينځ اختلافات شتون لري او په سبب يې مسلمانان د هر ډول رکود او انحطاط سره مخامخ سويدي لومړنی سبب يې پر يو بل باندي بې ځايه اتهامات او تورونه دي چي د کفارو په لمسون يې مسلمانان په خپلو مينځونو کي پر يو بل باندي لګوي.
د داسي اتهاماتو پلان به ممکن د کفارو لخوا جوړ سوی وي چي په سيسټماټيک ډول په مسلمانانو کي عملي کيږي خو مسلمانان پدې باندي ملامت دي چي داسي اتهاماتو ته وده ورکوي او يا بېله کوم تحقيقه په اتهام پسې ځي او د اتهام پر اساس د خپل مسلمان ورور سره لانجه کوي.
په شريعت کي موږ پدې باندي امر سوي يو چي پر خپل مسلمان ورور هيڅ اتهام ونه لګوو، که د خپل مسلمان ورور څخه کوم منفي کار وينو يا يې څوک په اړه خبر راکوي موږ بايد پوره تحقيق او پلټنه وکړو وروسته يې په اړه فيصله وکړو آن تردې چي په آحاديثو کي راغلي دي: کله چي د خپل مسلمان ورور څخه کوم بد کار اورې هغه معذور و شمېره او د ځانه څخه د هغه لپاره 70 عذرونه پيدا کړه.
نو راځئ کفارو ته د فکرې جګړې پدغه برخه کي هم ماتي ورکړو او په خپل مينځ کي د اتهام او تور کلتور له مينځ يوسو او پر يو بل باندي هيڅ ډول بدګماني ونکړو.
ليكوال: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۲۴

د خپلي ژبي د ټپ څخه مسلمانان وساتئ!

ژباړه: فضيل بن عياض وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چي ويل يې: دا چي زه يو څوک په غښي و ولم ما ته ښه دی تر دې چي په ژبه يې و ولم ځکه د ژبه ويشتل نه خطا کيږي.
هدف دا دی چي د غشي ويشتل د خطا کېدلو د احتمال تر څنګ ظاهري ټپ يې ژر جوړيږي خو د ژبي ويشتل ددې تر څنګ چي نه خطا کيږي ټپ يې هم ژر نه جوړيږي او د تل لپاره پاتيږي.
نو کوښښ وکړئ چي په خپله ژبه څوک ټپي نکړئ او غيبت، درواغ بهتان په چا پسې و نه واياست او په خپله ژبه د مسلمان شيطنت او چغلګري ونکړئ همداسي مسلمان ته په خپله ژبه بده او ناروا خبره ونکړئ.
عن فضيل بن عياض، قال: سمعت سفيان الثوري، يقول: لأن أرمي رجلا بسهم، أحب إلى من أن أرميه بلساني؛ لأن رمي اللسان لا يخطئ.[التوبيخ والتنبيه للاصبهاني203]
مولوي نورالحق مظهري