۱۴۰۱/۱۲/۱۳

زموږ په ژوند کي کاميابي او ناکامي:

ليکوال: مصلح بن زويد العتيبي .
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري.
کاميابي څشی ده؟ نا کامي څشي ده؟ 
آيا کاميابي زموږ د ژوند د اړخونو څخه پر يو اړخ را ګرځي؟ آيا کاميابي دا ده چي ته بايد داسي کار وکړې چي پخوانيو نه وي کړی او آيا د داسي شي کول چي ځانګړی او لوی نه وي کاميابي نه بلل کيږي؟ 
آيا موږ چي هر بريالی انسان پېژنو او وينو يې هغه د ژوند په ټولو چارو کي بريالی دی؟
آيا په ناکامۍ باندي د انسان لخوا د ځان او بل چا صفت کول دقيق او باوري ګڼل کيږي؟
آيا د ژوند په يوه برخه کي ستا د زوی هدف ته نه رسېدل ددې لپاره بسنه کوي چي دی دي په ناکامۍ  متصف سي؟
آيا د ورځنيو تکراري او کوچنيو برياليتوبونو تړون د لويو برياليتوبونو د لاسته راوړلو سره سته؟
او آيا په ناکامۍ باندي حکم کول داسي معتبره خبره ده چي ماتول او بدلون يې هيڅ ممکن ندی؟
د ناکامۍ او کاميابۍ په اړه ډېر سوالونه سته همداسي د کامياب او ناکام انسان په اړه ډېر سوالونه سته! 
ډېر خلګ موږ وينو چي ناوړه ژوند کوي پدې سبب چي د ځان په ناکامۍ باندي باور لري او په خپلي ناکامۍ يې قناعت کړی وي، آن تر دې چي ډېری پلرونه او ميندي د خپلو اولادونو سره خبري نه خوښوي ځکه دوی داسي ګمان کوي چي اولادونه يې ناکامه انسانان دي.
که موږ د جزئياتو تر مينځ توپير ته وګورو نو دا به درک کړو چي په موږ کي د يو چا ناکامي تر جزئي ناکامۍ  او دا چي برياليتوب يو نسبي شی دی نه تېريږي.
ځکه نو د بېلګي په ډول ځيني خلګ په علمي لحاظ تر تمي کښته د کورنۍ په کچه بريالي وي، ځيني خلګ د فعاليت په ساحه کي تر تمي کښته د کورنۍ په کچه بريالي وي او ځيني اولادونه له یوې خو د خپل مور او پلار سره نيکي کوي خو د بلي خوا څخه خپل درسونه ضائع کوي.
دا سمه خبره ده چي داسي څوک به هم پيدا سي چي په ټولو برخو کي بريالی وي خو موږ بايد پدې باندي اعتراف وکړو چي داسي کسان ډېر لږ دي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيح حديث کي راغلي دي: الناس کإبل مائة  لا تکاد تجد فيها راحلة. يعني خلګ دداسي سلو اوښانو په څېر دي چي په سختۍ سره به ته د سورلۍ اوښ پکښې پيدا کړې.
ولي موږ په يوه برخه کي د ځان، خپلو اولادونو او زده کوونکو ناکامي داسي ګرځوو چي په نورو برخو کي موږ او هغوی ناکامۍ ته کش کړي؟ او ولي موږ په يوه برخه کي د ځان، خپلو اولادونو او زده کوونکو کاميابي داسي نه ګرځوو چي موږ او دوی په نورو برخو کي کاميابۍ ته کش کړي؟
آيا جزئي ناکامي ښه اداره کولو او په تعامل کي حکمت ته اړتيا لري تر څو و هر اړخيزي او تيزي ناکامۍ ته مفضي نسي؟ او آيا جزئي برياليتوب ښه اداره کولو او په کولو کي حکمت ته اړتيا لري تر څو وغځيږي او انسان په نورو برخو کي کاميابۍ ته ورسوي؟
زما په آند کلي او هر اړخيزه ناکامي دا ده چي انسان د هيڅ کار لپاره جوړ نه وي او د هيڅ شي لپاره کوم رول نسي لوبولای او رښتيا خبره دا ده چي مسلمان هر څومره منفيګرا وي خو بيا هم هيڅ وخت به بشپړه توګه نسي ناکام کېدلای؛ نو د مسلمان لپاره دا لازمه ده چي ځان د کلي او هر اړخيزي ناکامۍ د کړۍ څخه وباسي.
وروسته تر دې چي زموږ په ذهنونو کي پورته خبري ځای پر ځای سوې بايد پوه سو چي موږ ته اړين څشي دي؟
هغه څه چي موږ ته اړين دي د لاندي ټکو څخه په ډاګه کيږي:
لومړي: بايد زموږ څخه د ځينو سره د کاميابۍ تصور تغيير وکړي او دا هغه وخت پوره کيږي چي موږ کاميابۍ ته په لاندي حيثيت وګورو:
۱ – کاميابي يواځي پر لويو لاسته راوړونو باندي نده ولاړه بلکي ځيني کوچيني کارونه هم سته چي کول يې د ځينو په آند کاميابي ده.
٢ – په کاميابۍ کي دا شرط ندی چي بايد د يوه نادر شي په کېدلو لاسته راسي بلکي زموږ په ژوند کي ډېر تکراري شيان سته چي کول يې کاميابي او برياليتوب شمېرل کيږي.
٣ – برياليتوب د داسي کار پر کولو ندی ولاړ چي تر اوسه پوري هيچا نه وي کړی؛ بلکي داسي ډېر کارونه دي چي په ميليونونو خلګ يې کوي او کول يې  برياليتوب بلل کيږي.
٤ – برياليتوب د نورو انسانانو پر ستايني او تقدير ندی ولاړ؛ بلکي ډېر داسي کارونه سته چي کول يې برياليتوب دی خو ممکن ډېر لږ کسان دي د هغو په کولو سره ستا ستاينه وکړي.
٥ – هغه څوک چي د خپل ژوند په ټولو اړخونو کي ډېره لږه بريا تر لاسه کړي او په يوه اړخ کي يې غوره کړي هغه ډېر نامتو او ګټور شخص ګڼل کيږي.

دويم: هېر سويو ورځنيو برياليتوبونو ته بيا کتنه:
که موږ فکر وکړو نو راته ثابته به سي چي د هر مسلمان سره د ژوند په ګڼو برخو په ورځني ډول ډېر برياليتوبونه سته:
۱ - د عبادت په ډګر کي: موږ وينو چي په ورځني ډول هر مسلمان پنځه وختونه پر خپل وخت لمونځ کوي؛ که نارينه وي د نورو مسلمانانو سره يې په جماعت باندي کوي او که ښځينه وي په خپل کور کي يې کوي.
دا د مسلمان لپاره په لمانځه کي هغه کمه اندازه برياليتوب دی که يې څوک د ډېرېدلو اراده ولري نو په سنتونو، نوافلو، تهجدو او د څاښت په لمانځه يې ډېرولای سي.
سره ددې چي پر لمانځه باندي ټينګار ډېر آسانه کار دی خو بيا هم که يې څوک لوی برياليتوب و نه بولي نو هغه دي ګرسره د برياليتوب په اړه خبري نکوي؛ بلکي هغه د ژوند په مفهوم ندی پوه سوی.
٢ – په علمي ډګر کي: که مسلمان په ورځني ډول د خپل دين په اړه يوه شرعي مسئله زده کړي، يا د قرآن يوه پاڼه تلاوت کړي او يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث ولولي دا دده لپاره لويه بريا ګڼل کيږي، همداسي د نورو ګټورو کتابونو د يوې پاڼي مطالعه کول داسي بريا شمېرل کيږي چي موږ يې بايد يادونه وکړو او هېر يې نکړو.
٣ – د کورني ژوند په ډګر کي: د مور او پلار د سر ښکلول د انسان لپاره بريا ده، د خپلي ښځي په مخ کي خوشحالي پیدا کول بريا ده، روغتون ته د خپل ناروغ ماشوم وړل بريا ده، د مور لخوا د خپلو اولادونو د درسونو څارل بريا ده، د ښځي لخوا خپل خاوند ته خواړه جوړول بريا ده، خپلي عمه يا خاله ته رسېدګي کول بريا ده، خپل بچي ته ورځنی جيب خرڅ ورکول بريا ده آن تر دې چي يوه ګوله ډوډې د خپلي ميرمني په خوله کي ايښوول بريا ده.
٤ – په ټولنيز او اجتماعي ډګر کي: د ګاونډي ملاقات ته ورتلل بريا ده، په ورغتون کي د خپل ملګري پر بچي پوښتنه کول بريا ده، د ملګري دعوت منل بريا ده، د يتيم سرپرستي کول بريا ده، د کونډو سره مرسته کول بريا ده، د لاري حق آداء کول بريا ده، 
٥ – د وظيفې په ډګر کي: د کار وخت ارزښتناکه ګڼل بريا ده، په کار کي ډېرو لاسته راوړنو ته لېوالتيا بريا ده او د مراجعينو سره ښه چلند کول بريا ده.
وروره! ودي ليدل څومره ورځني هېر سوي برياليتوبونه لرې؟
زه تا ټمبلۍ او بې همتۍ ته نه رابولم بلکي د الله تعالی حمد ته دي را بولم چي د هغو نعمتونو په مقابل کي يې ووايې چي پر تا يې کړيدي او دېته دي را بولم چي د ځان په کم ګڼلو او ناکامه بللو شيطان ته پر ځان د وسوسو فرصت مه ورکوه.
زه پوهېږم چي د برياليتوب لپاره نور اړخونه هم سته خو د اوږدوالي له ويري مي ذکر نکړه او يواځي مي په پورته مواردو بسنه وکړه.
دريم: د خپلو کوچنيو برياليتوبونو لمانځل؛ چي کوچنۍ درجه يې د الله تعالی حمد ويل دي او په خپل ځان باندي باور کول دي.
موږ هر يو بايد فکر وکړو چي الله تعالی موږ ته څومره برياليتوبونه راکړيدي او هيڅوخت پر خپل ځان باور له لاسه ورنکړو بلکي پر ځان مهرباني، نرمي او شفقت وکړو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِى شَىْءٍ إِلاَّ زَانَهُ وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَىْءٍ إِلاَّ شَانَهُ.[صحيح مسلم ٦۷٦۷] ژباړه: په هيڅ شي کي نرمي نه راځي مګر دا چي ښايسته کوي يې او د هيڅ شي څخه نرمي نه ايستل کيږي مګر دا چي معيوب کوي يې.
تر ټولو د نرمۍ او شفقت مستحقين ستا ځان، اولاد او کورنې ده؛ او پر ځان دي لوی شفقت دا دی چي د الله تعالی شکر آداء کړې او پر نورو نيکو کارونو ډېر کوښښ وکړې.
الله تعالی دي موږ تاسي ټوله د برياليو انسانانو څخه وګرځوي، د ناکامۍ او ناکامو خلګو څخه دي مو وساتي او پر سمه لار دي مو روان کړي.

د شعبان مياشتي فضيلت:

د شعبان مياشتي په فضيلت کي ډېر احاديث راغلي دي لکه په صحيح البخاري کي چي راځي:
عَنْ عَائِشَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَصُومُ حَتَّى نَقُولَ لاَ يُفْطِرُ وَيُفْطِرُ حَتَّى نَقُولَ لاَ يَصُومُ فَمَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم اسْتَكْمَلَ صِيَامَ شَهْرٍ إِلاَّ رَمَضَانَ وَمَا رَأَيْتُهُ أَكْثَرَ صِيَامًا مِنْهُ فِي شَعْبَانَ.[صحيح البخاري 1969]
ژباړه: عائشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به دومره روژه نيول چي موږ به فکر کوی ګرسره روژه نه خوري او ځيني وختونه يې بيا داسي روژه نه نيول چي موږ به فکر کوی ګرسره روژه نه نيسي، ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ندی ليدلی چي بې روژې مياشتي يې د بلي مياشتي روژه پوره نيولې وي او ما دی ندی ليدلي چي تر شعبان مياشتي يې په بلي مياشتي کي ډېري روژې نيولي وي.
يعني رسول الله صلی الله عليه وسلم د شعبان په مياشتي کي ډېري روژې نيولې.

د شعبان د پنځلسمي شپې او ورځي فضيلت:
عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: إِذَا كَانَتْ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ، فَقُومُوا لَيْلَهَا وَصُومُوا نَهَارَهَا، فَإِنَّ اللَّهَ يَنْزِلُ فِيهَا لِغُرُوبِ الشَّمْسِ إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا، فَيَقُولُ: أَلاَ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِي فَأَغْفِرَ لَهُ, أَلاَ مُسْتَرْزِقٌ فَأَرْزُقَهُ, أَلاَ مُبْتَلًى فَأُعَافِيَهُ, أَلاَ كَذَا أَلاَ كَذَا، حَتَّى يَطْلُعَ الْفَجْرُ.[سنن ابن ماجة1388]
ژباړه: د حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي د برات د مياشتي نيمايي راسي نو په شپه کي يې په عبادت باندي ودرېږئ او د ورځي يې روژه ونيسئ، ځکه چي الله پاک پدې شپه کي د لمر لوېدلو سره سم آسمان ته د دنيا(بلاکيفه) راشوه کيږي او خپلو بندګانو ته داسي آواز کوي: آيا په تاسو کي د بخښني غوښتونکی سته چي زه بخښه ورته وکړم؟ آيا په تاسو کي د رزق غوښتونکی سته چي رزق ورته ورکړم؟ آيا په تاسو کي ناروغ سته چي زه ورته روغتيا ورکړم؟ او آيا څوک سته چي کوم شی وغواړي او زه يې ورکړم؟ تر څو چي صبح دمېږي.
فقهاء کرامو هم د برات د پنځلسمي شپې عبادت کول مستحب کڼلی دی لکه په بحرالرائق کتاب کي چي راځي: ومن المندوبات إحياء ليالي العشر من رمضان وليلتي العيدين وليالي عشر ذي الحجة وليلة النصف من شعبان. [بحرالرائق 2/56] يعني د مستحباتو څخه د رمضان د لسو آخري شپو روڼول دي، د دوو اخترونو شپې دي، د ذوالحجې لس شپې دي او د شعبان د نيمايي يعني پنځلسمه شپه ده.
دېته ورته عبارات په نورو فقهي کتابونو کي هم راغلي دي.
البته پدې شپه کي چي څومره عبادت کيږي انسان يې بايد په انفرادي ډول په خپل کور کي وکړي په جومات کي ددې شپې د روڼ کولو لپاره راټولېدل کوم شرعي ثبوت نلري.
خلاصه دا چي د برات میاشتي او د هغې میاشتي د پنځلسمي شپې او ورځي فضیلت په احادیثو باندي ثابت دی همدا راز فقهاء کرامو یې هم په فضیلت باندي قول کړی دی خو دا باید په یاد ولرو چي د پنځلسمي شپې لپاره کوم خاص عبادت يا خاص ورد شتون نلري هر مشروع عبادت چی انسان په کومه کچه باندي کوي کولای یې سي، همدا راز په پنځلسمه ورځ د برات په احادیثو کي تنها د روژې ثبوت سته نور خاص عبادت یا خیرات ددې ورځي لپاره شتون نلری.
مولوي نورالحق مظهري


۱۴۰۱/۱۲/۰۹

د دوحې د تړون په اړه:

د دوحې د تړون څخه درې کاله پوره سوه، د دې تړون ظاهري او معنوي تأثيرات د هيچا څخه پټ نه دي ځکه دا ورځ د امريکايي اشغال د خاتمې پيلامه او د باطل په وړاندي د حق د برياليتوب څرک وو.
لکه د حديبيې سوله چي د مکې مکرمې د فتحي کيلي ګڼل کيږي د دوحې د تړون لاسليک هم موږ د افغانستان د فتح کيلي بللی سو ځکه د دوحې د تړون وروسته امريکايانو لکه په جګړه کي چي روحيه بايللې وه په سياسي ډګر کي يې هم روحيه له لاسه ورکړه.
د دوحې تړون د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه خبره رښتيا کړه چي ويل يې: تر امريکا لوی ځواک هم سته چي الله تعالی دی او ارومرو به يو تحول راځي بيا به يې تاسو ووينی.
د دوحې تړون د امريکايانو موقف صفر ته را ټيټ کړ ځکه پر افغانستان د جګړې په پيل کي ددوی د هغه وخت ولس مشر جورج ډبليو بوش ويل: طالبان به يا تسلميږي يا به وژل کيږي.
خو الحمدلله په سياسي ډګر کي د دوحې تړون زموږ د اميرالمؤمنين خبره رښتيا او د بوش خبره يې درواغ کړه.
د دوحې تړون د ټولي نړۍ په وړاندي د امريکا چلينج داسي ونګوی چي ټول هوښيار نړيوال ورته حيران سوه ځکه په ۲۰۰۱ م کال کي بوش ټولي نړۍ ته اعلان کړی وو چي يا به زما سره درېږئ يا به د تروريستانو سره درېږئ – هدف يې طالبان وه -.
د دوحې تړون ټولي نړۍ ته د افغانانو سياسي نبوغ په ننداره کښېښووی آن تر دې چي خپله دښمن هم د ا.ا.ا د مذاکراتي پلاوي په پياوړتيا اقرار وکړ.
موږ ته دا لازمه ده چي د دوحې تړون ته په ډېره درنه سترګه وګورو، تل د هغه ياد وساتو، خپلو مشرانو ته دعا وکړو چي په هر ډګر کي يې الله تعالی همداسي بريالي ولري او د خپل اسلامي نظام د سمبالښت او ساتني لپاره د افغانانو تر مينځ يووالي او اتفاق ته کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۰۷

ټلیفون، انټرنټ او ځوانان:

ګرانو ځوانانو! وخت، مطالعه او مثبت تفکر هغه مهم عناصر دي چي د هر انسان لپاره د علمي او فکري کمال کلياني بلل کيږي خو له بده مرغه چي اوس زموږ ډېری ځوانان د غټو ټليفونانو څخه دومره ډېره استفاده کوي چي خپل ارزښتناکه وخت يې هم ضائع کړی وي او د مطالعې او مثبت تفکر څخه يې هم ځان محروم کړی وي.
ګرانو ځوانانو! وخت ستاسي عمر دی چي هره لحظه يې تر طلا هم تاسي ته ډېر ارزښت لري بناء د ټليفون په بې ځايه کتلو، ګېم کولو، د انټرنټ څخه په بې فايدې استفاده کولو او د واټساپ، فيسبوک او تلګرام په استعمالولو يې پر ځان عبث مه تېروئ؛ ټليفون او انټرنټ مجازي اسباب دي هيڅ وخت يې د سرګرمۍ او مصروفيت لپاره مه کاروئ بلکي په حقيقي نړۍ کي د خپل اصلي هدف لپاره ګټه ترې پورته کړئ.
 د تېر سوي وخت په ارزښت انسان هلته پوهيږي چي وخت ورڅخه تېر سي پداسي حال کي چي هلته بيا پښېمانتيا هيڅ ګټه نه لري او د لاسه څخه وتلي فرصتونه هيڅ کله بيرته نه راګرځي ځکه نو کوښښ وکړئ چي تل وخت د ځان لپاره غنيمت وبولی او سمه ګټه ورڅخه پورته کړئ.
ددې پر ځای چي ځانونه په ټليفون کي په ګېم، واټساپ، فيسبوک او انټرنټي لټون مصروف کوی ډېره به ښه وي چي يو ښه کتاب مطالعه کړی، خپل درسي کتابونه تکرار کړی، علمي مجالسو ته ورسی، د الله تعالی په ذکر ځان مصروف کړی، په يوه دنيوي حرفه ځان مشغول کړی او ليکنه وکړی يا يې ولولی.
په ټليفون او انټرنټ باندي ډېر مصروفيت نه تنها دا چي د انسان وخت ضائع کوي بلکي ډېر نور تاوانونه لري چي په لاندي ډول يې يادونه کولای سو:
۱ – په ټليفون او انټرنټ ډېر مصروفيت د انسان حافظه ضعيفه کوي او د حافظې تمرکز له مينځه وړي.
۲ – په ټليفون او انټرنټ ډېر مصروفيت انسان ته داسي روحي تکليف پيدا کوي چي تل يې خوب خراب وي، وسوسه ورته پيدا کيږي، د خلق تنګۍ احساس کوي، د عبادت او کار په خوند نه پوهيږي او د ټليفون سره يې زړه داسي تړون پيدا کوي چي هيڅ وخت يې نه هېريږي.
۳ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان اخلاقي زغم، د مطالعې استعداد، اجتماعي طبيعت، کاري ظرفيت او حوصله له مينځه وړي.
۴ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان اقتصاد ته هم لوی تاوان دی ځکه ټليفونونه به ډېر رانيسي او تبديلوي او د انټرنټ پر بنډلونو به پيسې ورکوي چي دا هم د انسان پر کورني ژوند ډېره بده اغېزه لري.
۵ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده ددې لامل جوړيږي چي تل دي د انسان سره د برق او برښنا غم وي ځکه د ټليفون چارج يې ژر ختميږي او چي کله يې د ټليفون چارج ختم سي طبعا پريشاني ورته پيدا کيږي؛ ډېر خلک ما ليدلي دي چي د هر چا کور ته ولاړ سي تر هر شي مخکي چارجر را واخلي او د برق په ساکټ پسې ګرځي او ځيني خلک خو د ځانه سره چارجران، پاوربنکونه او غټ  غټ کېبلونه ګرځوي او دا يې د خپل ژوند مهمه برخه جوړ کړې وي.
۶ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده انسان په يو ډول انزوايي فکر روبدی کوي چي تر هر څه يې د ټليفون سره مينه ډېره وي او د هيڅ مجلس څخه نه ګټه پورته کولای سي او نه هم دده څخه څوک ګټه ليدلای سي ځکه دی تل په خپل ټليفون اخته وي.
۷ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان فکر او سوچ دومره متلاشي او پاشلی کوي چي په خپل ورځني ژوند کي د پلان او طرحي څخه عاجز وي او د همدغه ټليفون او انټرنټ په خاطر په رسمي وظيفه کي ناغيړي ورڅخه کيږي.
نو ګرانو ځوانانو د ټليفون او انټرنټ څخه استفاده وکړئ خو لږ او سمه استفاده، خپل د ټليفون څخه MP3 ، MP4  او سينما مه جوړوئ چي ډول ډول غزلونه او فيلمونه مو پکښې ذخيره کړيوي بلکي د خپل ټليفون څخه کتابتون جوړ کړئ او کتابونه پکښې مطالعه کړئ، خپل ټليفون د ځان ملګری مه جوړوئ بلکي تر خپل لاس لاندي د استفادې يوه آله ورڅخه جوړه کړئ چي د اړتيا په صورت کي ګټه ورڅخه واخلی.
مولوي نورالحق مظهري