۱۴۰۱/۱۲/۰۶

د حسد اړوند جالب معلومات:

۱ - حسد کوونکی د الله تعالی دښمن دی:
ژباړه: ابن ابجر وايي: ما په ځينو کتابونو کي ليدلي دي چي الله تعالی فرمايي: حسد کوونکی انسان زما د نعمت دښمن دی، زما فيصلې او قضاء ته په خښم دی او زما په بندګانو کي زما په تقسيم باندي خوشحال ندی.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۸]
کوښښ وکړئ چي د هيڅ مسلمان سره حسد ونکړئ تر څو خدای مکړه د الله تعالی د نعمتونو دښمنان، د الله تعالی فيصلې ته په خښم او د الله تعالی په تقسيم باندي خوابدي و نه ګرځی.
په اصل کي حسد کول د الله تعالی سره دښمني ده ځکه نو بايد هر مسلمان ځان ورڅخه وساتي او نور مسلمانان هم د حسد کولو څخه را وګرځوي.

۲ - حسد کوونکی د الله سره بې ادبي کوي:
ژباړه: خبر اوسه! هغه چا ته چي زما سره حسد کوي ووايه: آيا ته پوهېږې د چا سره دي بې ادبي کړې؟ د الله سره دي د الله پر کړو باندي بې ادبي کړې ځکه چي ته په هغه شي باندي نه يې خوشحاله چي الله ماته راکړی دی.[شعب الایمان ۶۲۲۲]
حسد کوونکی د هر چا سره پر دې باندي حسد کوي چي ولي دغه فلانی حالت لکه علم، منصب، اعتبار او مال فلاني شخص ته ورکول سويدي؟ چي دا ټوله و هر انسان ته د الله تعالی له خوا ورکول کيږي نو په اصل کي دغه حسد کوونکی پر الله تعالی باندی اعتراض کوي او د الله تعالی په تقسيم نه وی خوشحاله کنه نو د الله پر ورکړي به يې د هيچا سره حسد نه کولای.

۳ - د حسد کوونکي درې دانې نښي:
ژباړ: وهب بن منبه وايي: د حسد کوونکي لپاره درې نښي دي: مخامخ چاپلوسي کوي، پس له شا غيبت کوي او په مصيبت باندي خوشحاله کيږي. [التوبيخ والتنبيه ۷۱]
يعني د حسد کوونکي انسان لپاره دغه درې نښي سته:
الف – د هغه چا مخ ته چي دی ورسره حسد کوي چاپلوسي او غوړمالي کوي.
ب – د هغه چا چي دی ورسره حسد کوي پس له شا غيبت کوي.
ج – د هغه چا چي دی ورسره حسد کوي په مصيبت باندي خوشحاله کيږي.

۴ - حسد کوونکی خپل هدف ته نه رسيږي:
د ربيع څخه روايت دی چي په لومړي کتاب کي ليکلي دي: حسد کوونکی په خپل حسد بېله ځانه بل هيچا ته تاوان نه رسوي او هغه چا ته ضرر نسي رسولای چي دی حسد ورسره کوي، د حسد کوونکي حسد دی نامراده کوي او حسد کړه سوی که صبر وکړي نو دغه صبر به ورته نجات ورکړي الله جل جلاله فرمايي: يقينا چي څوک ووېريږي او صبر وکړي نو الله د نيکو انسانانو مزدوري نه ضائع کوي.[التوبيخ والتنبيه۷۸]
یعني حسد کوونکی خپل هدف ته نسي رسېدلای بلکي خپل ځان ته به تاوان ورسوي او په صبر باندی انسان د حسد کوونکي د شر څخه نجات پیدا کولای سي.

۵ - حاسد ډېر سپک دښمن دی:
ژباړه: يحيی بن خالد وايي: حاسد ډېر سپک دښمن دی خپل د کينې ختمول نسي درک کولای مګر په آرزوګانو سره.[المجالسة وجواهرالعلم۶۸۱]
يعني حاسد دومره سپک دښمن دی چي ستا سره خپله کينه او کرکه په آرزوګانو باندي ختموي ځکه دی تل ستا په اړه منفي تصور کوي او تر خپله وسه ستا لپاره ورانوونکي پلانونه جوړوي او خپل په زړه کي ستا څخه د نفرت اور په آرزوګانو او تصوراتو وژني.

۶ - حاسد انسان څنګه خوشحاله کيږي؟
ژباړه: معاويه رضي الله عنه فرمايي: ټوله خلګ زه خوشحاله کولای مګر هغه څوک چي د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه بېله دې چي هغه نعمت زوال سي په بل شي باندي نه خوشحاله کيږي.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۷]
دداسي چا څخه ځان ساتئ چي تا ته د الله لخوا پر درکړل سوي نعمت حسد کوي ځکه داسي څوک ګرسره نه خوشحاله کيږي مګر داچي هغه نعمت ستاسو څخه زوال سي.

۷ – حسد کوونکی ظالم او مظلوم دی:
ژباړه: اصمعي وايي: ما د يو صحرايي څخه واورېدل چي ويل يې: ما ندی ليدلی هيڅ داسي ظالم چي د مظلوم سره دي مشابه وي مګر حسد کوونکی چي غمګيني به ورسره لازمه وي، هميشه به خوار وي، په عقل به حيران وي او پښېمانتيا به يې نه خلاصيږي.[الفوائد المتنقاة]
نو پر ځان باندي زړه وسوځوئ او د چا سره حسد مکوئ!
مولوي نورالحق مظهري


۱۴۰۱/۱۲/۰۳

د قناعت او تواضع ګټه:

ژباړه: بزرجمهر حکيم ويلي دي: د قناعت ميوه راحت دی او د تواضع ميوه محبت دی.
يعني څوک چي قناعت وکړي راحت به لاس ته راوړي او څوک چي تواضع وکړي محبت به لاس ته راوړي.
قَالَ بُزْرُجَمْهَرُ الْحَكِيمُ: ثَمَرُ الْقَنَاعَةِ الرَّاحَةُ، وَثَمَرُ التَّوَاضُعِ الْمَحَبَّةُ.[المجالسة وجواهرالعلم2441]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۰۲

د مشرانو لپاره مهمي خبري:

ژباړه: صالح بن کيسان وايي: زهري د هشام بن عبدالملک څخه موږ ته راغی او ويې ويل: نن يو سړي د اميرالمؤمنين مخته داسي ښه خبري وکړې چي ګرسره ما داسي خبري نه وې اورېدلې، سړي داسي ورته وويل: ای اميرالمؤمنينه زما څخه څلور داسي خبري واوره چي په هغو کي ستا د دين، باچهۍ، آخرت او دنيا ګټه ده. اميرالمؤمنين ورته وويل: هغه کومي خبري دي؟ هغه ورته وويل: د هيچا سره داسي وعده مکوه چي ته يې د پوره کولو اراده نلرې، تا دي نه خطاباسي لوړه آسانه ځمکه چي کښته ځمکه سخته او ږيږه وي او پدې باندي پوه سه چي کارونه آخره لري نو د پايلو سره يې احتياط کوه او زمانه شېبې او لحظې دي ځکه نو احتياط کوه. 
يعني د کوم کار د کولو اراده چي نلرې يا يې نسې کولای د هغه کار وعده خلګو ته مه ورکوه ځکه پداسي حالت کي ددې ترڅنګ چي سړی درواغجن ښکاري خلګ ورباندي بدګمانه کيږي او شخصيت يې تر پوښتني لاندي راځي، همداسي د سخت مهم کار څخه آسانه بې ارزښته کار ته مه مخه کوه ځکه مهم کار چي هر څومره سخت وي کولو ته يې بايد لاره پيدا سي او په لومړيتوب کي وګرځول سي، همداسي د کارونو په پايله او نتيجه کي فکر کوه تر څو بې هدفه ولاړ نسې او د کارونو نتيجه در څخه ورکه نسي او د وخت شرائطو او ارزښت ته ډېره پاملرنه وکړه ځکه په وخت کي ددې تر څنګ چي هر ډول تغييرات راځي د انسان عمر بلل کيږي بايد يې انسان د تېرېدلو سره ډېر احتياط وکړي.
قَالَ صَالِحُ بْنُ كَيْسَانَ: خَرَجَ عَلَيْنَا الزُّهْرِيُّ مِنْ عِنْدِ هِشَامِ بْنِ عَبْدِ الْمَلِكِ، فَقَالَ: لَقَدْ تَكَلَّمَ الْيَوْمَ رَجُلٌ عِنْدَ أَمِيرِ الْمُؤْمِنِينِ مَا سَمِعْتُ كَلامًا أَحْسَنَ مِنْهُ، فَقَالَ لَهُ: يا أمير المؤمنين! اسمع مِنِّي أَرْبَعُ كَلِمَاتٍ فِيهِنَّ صَلاحُ دِينِكَ وَمُلْكِكَ وَآخِرَتِكَ وَدُنْيَاكَ. قَالَ: وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: لا تَعِدَنَّ أَحَدًا عِدَةً وَأَنْتَ لا تُرِيدُ إنجازها، ولا يغرنك مرتقى سَهْلا إِذَا كَانَ الْمُنْحَدَرُ وَعِرًا، وَاعْلَمْ أَنَّ لِلْأَعْمَالِ آخِرًا؛ فَاحْذَرِ الْعَوَاقِبَ، وَأَنَّ الدَّهْرَ تَارَاتٌ؛ فَكُنْ عَلَى حَذَرٍ.[المجالسة وجواهرالعلم۲۴۳۶]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۰۱

د حسد تاوانونه او علاج يې:

حسد هغه ناوړه قلبي عمل دی چي انسان ته ورڅخه ډېر تاوانونه رسيږي، پدې خاطر دی چي په اسلام کي حسد قطعًا حرام دی او حرمت يې په قرآن او حديث باندي ثابت دی.
کڅه هم د حسد تاوان کله ناکله حسد کېدونکي انسان ته هم رسيږي هغه داسي چي حسد کوونکی انسان تل د حسد کېدونکي لپاره د بدمرغۍ او هلاکت غوښتونکی وي، تل د هغه د بربادۍ لپاره تدبيرونه او پلانونه جوړوي او د توان درلودلو په صورت کي يې عملي کول د ځان مسئوليت بولي چي په نتيجه کي د ظاهري ضرر را پورته کېدل ورسره احتمالا تړلی وي خو د حسد تاوانونه ډېر خپله حسد کوونکي انسان ته رسيږي.
د حسد تاوانونه په لومړي قدم کي دوه قسمه دي، ظاهري تاوانونه او معنوي تاوانونه:

 ظاهري تاوانونه يې دا دي: 
۱. حسد کوونکی تل په خپل زړه او نفس کي د درد او تنګۍ احساس کوي په خاصه توګه چي کله حسد کېدونکی انسان هغه شی تر لاسه کوي چي دی يې د هغه لپاره نه غواړي او يا هم  ورڅخه هغه مصيبت ليري کيږي کوم چي دی يې د هغه لپاره غواړي.
۲. حسد کوونکی تل په خيالاتو او تصوراتوکي ډوب وي، د ځانه سره خبري کوي، خيالي پلانونه جوړوي او ګډوډ خوبونه ويني.
۳. د حسد کوونکي انسان زړه هميشه ډک وي، نه خالي کيږي او د حسد کېدونکي انسان په هکله چي کومي خبري کوي او يا کوم تصورکوي د هغه څخه نوري خبري او نور تصورونه پيدا کيږي او دا لړۍ تر هغه وخته پوري دوام پيدا کوي ترڅو چي حسد ختم کيږي.
۴. حسد کوونکی انسان کله نا کله د نورو خلګو مخي ته په حسد کېدونکي إنسان پسې داسي خبري کوي چي په هغه کي هيڅ شتون نلري چي په نتيجه کي په خلګو کي رسوا کيږي او نوم يې بديږي.
۵. حسد کوونکی انسان د پورته خطرناکه عوارضو په درلودلو سره آخر په عقلي عصبي ناروغۍ اخته کيږي چي دا يې د هلاکت او بربادۍ لومړی پيل دی ځکه وروسته تر دې چي دی خپل عقل له لاسه ورکړي او عصبي توازن يې وران سي نور نو خپل هيڅ کار په سمه توګه نسي کولای چه په هر ډګر کي به يې تاوانونه په برخه وي، آن چي په خپل کورکي د خپلي کورنۍ سره نورمال ژوند نسي کولای تشنج، تند برخورد او عجولانه کارونه يې طبيعت جوړسوی وي.

 معنوي تاوانونه يې دا دي:
۱. د حسد په کولو يې نيکۍ خرابيږي او ګناهونه يې ډېريږي.
۲. الله پاک ورڅخه خوابدی کيږي او شيطان ورڅخه خوشحاله کيږي.
۳. د عبادت په خوند نه پوهيږي کله ناکله عبادت ورڅخه هېريږي.
۴. تل د سوء ظن او بدګمانۍ په ګناه باندي اخته وي ځکه چي د جانب مقابل هر حرکت اوکار ورته بد ښکاري.
۵. په کارونوکي يې للهيت له منځه ځي او هرکار د يوه خاص دنيوي هدف لپاره کوي.

 د حسد علاج: 
۱. حسد د نورو غټو ګناهونو غوندي يوه غټه ګناه ده، لکه نور ګناهونه چي مسلمان يې ځان په نه کولو باندي مکلف بولي د حسد په نه کولو باندي هم بايد ځان مکلف وبولي.
۲. د هر چا سره دوستي او دښمني بايد تنها د الله جل جلاله لپاره وسي که د يو بل غرض لپاره وي نوطعبا د غرض د نه تر لاسه کېدلو په صورت کي حسد پيدا کيږي.
۳. که د يوچا يوکار يې نه خوښيږي نو مخکي تر دې چي هغه سړی محکوم کړي او په اړه يې د ځانه سره فکر وساتي د خپل ځان سره دي حساب وکړي شايد دی خطا وتلی وي.
۴. هيڅ وخت دي د ګمان پر بنسټ حکم نکوي ترڅو چي يې پر يو شي باندي يقين نه وي راغلی په اړه دي د هيچا سره اړيکه نه پرې کوي.
۵. د هيچا د شخصيت سره دي دښمني نکوي بلکي دوستي او دښمني بايد د انسان د عمل په خاطر وي ځکه د شخصيت سره دښمني ددې لامل کيږي چي د هغه په هرځلي ليدلو سره او يا د هغه د نوم په اورېدلو سره د انسان په زړه کي حسد پيدا سي.
۶.  که يو څوک د بل انسان په اړه ورته يوه خبره کوي ددې پر ځای چي د دغه سړي خبره ومني بايد د هغه څخه خپله وپوښتي او يا دي هم ياد سوی عمل محکوم کړي خو شخصيت ته دي توهين نکوي او ندي هم په فکر کي د هغه د شخصيت په اړه منفي سوچونه کوي کنه نو ارومرو حسد ورڅخه پيداکيږي.
۷.  د هيچا سره دي په ژوند او معامله کي پلمې نه لټوي بلکي د ښه ژوند دوام او د ستونزو حل دي خپل هدف وګرځوي.
۸. خپل مسکنت، سرمايه او وظيفه دي د نورو خلګو سره نه مقايسه کوي بلکي چي څومره لري هماغه دي د ځان استحقاق وبولي او د الله په ورکړه دي قناعت وکړي.
۹.  په دنيا او سرمايه کي دي د چا سره رقابت نکوي بلکي په دين او تقوی کي دي سالم رقابت وکړي ځکه څومره چي د انسان دين قوي کيږي او تقوی يې ډېريږي په هماغه پيمانه يې زړه صفا کيږي او د حسد پيدا کېدلو مخه نيول کيږي.
۱۰. هر چا ته دي ددې اجازه نه ورکوي چي دده په نماينده ګۍ خبري او يا کار وکړي مګر هغه څوک چي دی ورباندي پوره باور ولري.
۱۱. په کوم شي باندي چي يې سر نه خلاصيږي چي آيا پدې کار کي حسد سته او که نسته د هغه په اړه دي د علماؤ څخه پوښتنه وکړي.
۱۲. د هرچا د کنايې او اشارې مصداق دي ځان نه بولي بلكي د ځانه سره دي محاسبه وکړي کوم کار چي پکښې وي د هغه په اړه دي د خبري په توجه باندي خوا نه بدوي او کوم کار چي په ده کي نه وي د هغه په اړه د خبري مصداق دي بل څوک وبولي.
الله پاک دي مو د ټولو اقسامو څخه د حسد وساتي
مولوي نورالحق مظهري